09/12/2025
داستادانو دپېژندنې لړۍ
استاد توريالی يوسفزی دجان اقا زوی په 1382کال کې دلغمان ولايت مرکز مريم په کلي کې دونيا ته سترګې وغړولې
نوموړی استاد په کال 1389 کې دعلي خيلو په عالي لیسه کې شامل او په 1401کال دنوموړې ليسې څخه په اعلا درجه فارغ شو
دښېونځۍ دفراغت روسته په کال 1402کې دکانکور دلارې دلغمان ولايت کثيرالرشتوي انستيتيوت کمپيوتر ساينس څانګې ته کامياب شو او په کال 1404کې ديادې رشتې څخه فارغ شو
دانستيتيوت دفراغت روسته په همدې 1404کال کې داختصاصي کانکور دلارې دننګرهار پوهنتون کمپيوټر ساينس پوهنځۍ ته بريالی شو چې اوسمهال په زده کړو بوخت دی
استاد د ښوونځۍ د زده کړې ترڅنګ هم مهال په خصوصي مراکزو کې داينګلسي او کمپیوټر زده کړې هم وکړې
چې د ښوونځۍ دفراغت روسته يې په لاندې ښوونيزو مراکزو کې داينګلسي او کمپیوټر د استاد په توګه دنده ترسره کړې ده
افغان استقلال ښوونيز مرکز
بېټ نيکه ښوونيز مرکز
عمربابا تعليمي مرکز
عمربابا تعليمي مرکز اداره وياړي چې دځان سره مسلکي. ژمن او پياوړي استادان لري او په پوره اطمینان سره دسيمې تنکيو ځوانانو ته په تدريس بوخت دي
په درنښت
دعمربابا تعليمي مرکز اداره