24/08/2026
ایا نبي کریم ﷺ د دولسم ربیع الاول په ورځ پیدا شوی دی؟
د نبي کریم ﷺ د ولادت په نېټه کې اختلاف دی.
د نبي کریم ﷺ د ولادت د نېټې په اړه د سیرت او تاریخ په کتابونو کې بېلابېل اقوال راغلي دي؛ له همدې امله په دې مسئله کې یوه داسې صحیح او صریح روایت نه شته چې په قطعي ډول دې د ولادت ورځ د دولسم ربیع الاول وټاکي.
لومړی قول: ۵ ربیع الاول
امیرالدین په «سیرت طیبه» کې لیکي چې مختار قول دا دی چې رسول الله ﷺ د ربیع الاول په پنځمه نېټه پیدا شوی دی.[۱]
دویم قول: ۸ ربیع الاول
حافظ ابن قیم رحمه الله فرمایي چې د ډېرو اهل علمو قول دا دی چې رسول الله ﷺ د ربیع الاول په اتمه نېټه پیدا شوی دی.[۲] امام ابن کثیر رحمه الله هم نقل کوي چې امام مالک، امام زهري، ابن حزم او حافظ محمد بن موسیٰ الخوارزمي رحمهم الله د ولادت نېټه اتم ربیع الاول ګڼلې ده، او ابو الخطاب ابن دحیه په خپل کتاب «التنویر فی مولد البشیر» کې همدې قول ته ترجیح ورکړې ده.[۴] امام ابن جوزي رحمه الله هم د احمد بن البراء له قوله نقل کوي چې رسول الله ﷺ د دوشنبې په ورځ، د ربیع الاول په اتمه نېټه پیدا شوی دی.[۶]
درېیم قول: ۹ ربیع الاول
د برصغیر یو شمېر تاریخپوهان د نبي کریم ﷺ د ولادت نېټه نهم ربیع الاول ګڼي. سلیمان منصورپوري او علامه صفي الرحمن مبارکپوري په «الرحیق المختوم» کې نهم ربیع الاول یاد کړی دی.[۷،۸] اکبر نجیب آبادي هم ۹ ربیع الاول ۵۷۱م کال لیکلی دی.[۹] معین الدین ندوي هم لیکي چې رسول الله ﷺ د خپل پلار عبدالله له وفات څخه څو میاشتې وروسته، د ۵۷۱م کال په اپرېل کې، د ربیع الاول په نهمه نېټه پیدا شوی دی.[۱۰] همدارنګه زاهد الکوثري، ابو الحسن ندوي، ابوالکلام آزاد، ډاکټر اسرار احمد او حافظ عبدالرحمن سوهاروي رحمهم الله هم د ولادت لپاره نهم ربیع الاول ذکر کړی دی.
څلورم قول: ۱۰ ربیع الاول
امام ابن سعد رحمه الله لیکي چې د ربیع الاول لس شپې تېرې شوې وې چې د دوشنبې په ورځ رسول الله ﷺ پیدا شو.[۱۳]
پنځم قول: ۱۲ ربیع الاول
هغه مورخین او علماء چې د رسول الله ﷺ د ولادت نېټه یې دولسم ربیع الاول ګڼلې ده، په هغوی کې ابن اسحاق او ابن أبي شیبه هم یادېږي. امام ابن کثیر رحمه الله د ابن عباس رضي الله عنهما له قوله نقل کوي چې رسول الله ﷺ د عام الفیل په کال، د دوشنبې په ورځ، د ربیع الاول په دولسمه نېټه پیدا شوی و؛ بیا ابن کثیر رحمه الله لیکي چې د ډېرو خلکو په نزد همدا قول مشهور دی، «والله أعلم».[۱۴] محمود احمد رضوي هم دولسم ربیع الاول د ولادت نېټه ګڼلې ده.[۱۵] پیر کرم شاه الازهري هم په «ضیاء القرآن» کې دولسم ربیع الاول د رسول الله ﷺ د ولادت ورځ بللې ده.[۱۶]
شپږم قول: ۱۰ محرم
شیخ عبدالقادر جیلاني رحمه الله ته هم یو قول منسوب شوی چې د نبي کریم ﷺ ولادت د محرم الحرام په لسمه نېټه شوی دی.[۱۸]
پایله
له دې ټولو اقوالو څخه څرګندېږي چې د رسول الله ﷺ د ولادت د ورځې په ټاکلو کې د سیرتپوهانو او تاریخپوهانو ترمنځ څرګند اختلاف شته، او د دولسم ربیع الاول په اړه داسې صحیح او قطعي روایت نه شته چې دا ورځ په یقيني ډول ثابته کړي. نو د ولادت د کره ورځې په اړه باید د یقین دعوه ونه شي. او که د میلاد د ورځې لمانځل د دیني عبادت او ځانګړي ثواب په توګه مشروع وای، نو د هغې د ټاکلې ورځې په اړه به د لومړنیو غوره نسلونو له لوري روښانه او ثابت شرعي دلیل موجود وای.
مراجع:
[۱] سیرت طیبه، ص ۷۶.
[۲] زاد المعاد، ج ۱، ص ۶۸.
[۴] البدایة والنهایة، ج ۳، ص ۳۷۵.
[۶] المنتظم في تاریخ الأمم والملوک.
[۷] رحمة للعالمین، ج ۱، ص ۷۲.
[۸] الرحیق المختوم، ص ۸۳.
[۹] تاریخ اسلام، اکبر نجیب آبادي، ج ۱، ص ۷۲.
[۱۰] تاریخ اسلام، معین الدین ندوي، ج ۱، ص ۲۵.
[۱۳] الطبقات الکبریٰ لابن سعد، ص ۸۲.
[۱۴] البدایة والنهایة، ج ۳، ص ۳۷۵.
[۱۵] دین مصطفی، ص ۸۴.
[۱۶] ضیاء القرآن، ج ۵، ص ۶۶۵.
[۱۸] غنیة الطالبین، ج ۲.
======= اسدالله غالب =====