26/04/2026
د سیرت کلني سیالۍ ستوري اعلان سول
د سيرت کلني سیالۍ هر کال د افغان بریا عالي لیسې له لوري ددې لپاره په لاره اچول کیږي چي زده کونکي د خپل سالار او وروستي پیغمبر صلی الله عليه وسلم په اړه معلومات ترلاسه کړي، پیروي یې په برخه او په دنیا او اخرت کښي یې د بریالیتوب دروازې پرمخ پرانستل سي.
له سیرت څخه درسونه او عبرتونه واخلي او د خپل ژوند لپاره یې د لاري مشال وګرځوي، ترڅو په ټولنه کي د هدایت څراغان او د استقامت مخکښان جوړ سي او د لوی رب جل جلاله ددې قول مصداق وګرځي ((کُنتُم خٙیرٙ اُمّٙةٍ اخرِجت للناس...)).
ددې ترڅنګ د داسي سیالیو په پایله کي په ځوان نسل کي د مطالعې فرهنګ دودېږي او له مطالعې سره یې مينه او لېوالتیا ډېرېږي.
دا سیالي چي په درې پړاوه کي تنظیم سوې وه، ستوري او مخکښ زده کوونکي یې د یو لړ شانداره مراسمو په ترڅ اعلان او په مادي او معنوي ډالیو و ستایل سول.