16/03/2026
هلمندپوهنتون ويبپاڼه کي د انګليسي ژبي او ادبیاتو څانګي اړوند اپډېټ معلومات، کټلاګ او بروشر د همدې لینک له لاري ترلاسه کولی سئ.
هیله ده خپل د ملګرو سره يې هم شریک کړئ. مننه
انګلیسي څانګه | Helmand University
اَلْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ العَالَمِينَ، وَالصَّلَاةُ وَالسَّلَامُ عَلَى أَشْرَفِ الأَنْبِيَاءِ وَالمُرْسَلِينَ، وَعَلَى آلِهِ وَأَصْحَابِهِ وَأَهْلِ بَيْتِهِ ....
29/01/2026
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!
ګرانو وروڼو محصلينو!
د ژمي د لس ورځنيو رخصتيو د پای ته رسېدو سره سم، د هلمند پوهنتون تدريسي چاري د معمول له مخي د شنبې په ورځ، ۱۱/۱۱/۱۴۰۴ ل.ل. په رسمي ډول بيا پيلېږي.
له ټولو محصلينو څخه غوښتنه کېږي، چي د تدريسي نظم او اکاډميک انضباط د مراعات په موخه، پر ټاکلي وخت خپلو درسي ټولګيو ته حاضر سي.
دمحصلانو چارو معاونيت
20/01/2026
Common Phonetic Features of English Language
16/12/2025
💖
Sayed Hikmatullah Saifi
Hedàyatullâh Åmin Hadi
Attiqullah Azizi
Hematullah Honer
Abdulhamid Aryan
جمال الدین شریفی
15/12/2025
د ننی سیالۍ په نتایج غونډه کی د استادسیفی د وينا لنډيز
محترمو مشرانو، قدرمنو استادانو او درنو محصلانو!
د الله جل جلاله په فضل، نن د پوهي د یوه سالمه علمي سیالۍ یوه بله ورځ لمانځو. قرآنکریم او نبوي سنت، موږ ته صریحاً د "لوستلو" اهمیت ښوولی، او دا زموږ د نن ورځي د محفل ریښتینی پیغام هم دی.
د "لوستني مهارتونه" سیالي د انګلیسي ژبي د پوهي د لوړتیا لپاره یو مهم ګام وه. د دې هدف دا وه چې زموږ محصلین د متن لوستلو، پوهېدو او تحلیلي مهارتونو کي لا ډېره وړتیا ترلاسه کړي.
ټولو ګډونوالو ته مبارکي وایم! بریالیتوب یو ستر ارزښت دی، خو فعالانه ګډون یا حضور، هڅه او زدهکړه تر ټولو غوره دي.
د څانګي د آمر په حیث، له ټولو استادانو، تنظیموونکو او ګډونوالو مننه کوم.
Winning is important, but learning and active participation are even more meaningful!
په درنښت!
Department of English Language and Literature at Helmand University
Sayed Hikmatullah Saifi
Abdulhamid Aryan
Department of English Language and Literature - Helmand University
14/12/2025
د هلمند پوهنتون یو شمېر محصلینو پلازميني کابل ته علمي سفر ترسره کړ.
د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د انګلیسي څانګي محصلینو د یاد پوهنتون د محصلانو چارو معاونیت په همکارۍ د علمي فعالیتونو د پیاوړتیا، د متقابلو تجربو د شریکولو او د علمي لید د پراخېدو په موخه پلازمېني کابل ته اونیز علمي سفر ترسره کړ.
د انګلیسي څانګي ٢٤ تنه محصلینو یاد علمي سفر په داسي حال کي تر سره کړ، چي مشري یې د یادي څانګي یو تن استاد محترم عتیقالله عزیزي صاحب کول.
د سفر په لومړۍ ورځ محصلینو د افغانستان د ملي ارشیف او ملي موزیم څخه لیدنه وکړه. په ملي ارشیف کي دوی د جالبو قلمي نسخو، لاسلیکلو فرمانونو، په قلم ليکل سوو قرآن شريفونو، تاریخي شجرو او نورو مهمو تاریخي اسنادو ليدنه وکړه او د دغو آثارو د ارزښت، ساتني او تاریخي اهمیت په اړه یې له مسؤلینو څخه معلومات ترلاسه کړل. همدارنګه په ملي موزیم کي محصلینو د بېلابېلو لرغونو تمدنونو تاریخي آثار ولیدل، چي د هلمند ولایت د لښکرګاه ښار مسجد شریف او نور مهم لرغوني توکي هم پکښې شامل وه.
همداراز محصلینو د افغانستان د علومو د اکاډمۍ څخه هم لېدنه وکړه. د اکاډمۍ مسؤلینو محصلینو ته د دې علمي مرکز د جوړېدو تاریخ، موخي او علمي فعالیتونه تشریح کړل.
محصلینو د اکاډمۍ د اتنوګرافیک موزیم له لاري د افغانستان د دیني، فرهنګي، تاریخي او ټولنیزو ارزښتونو اړوند آثار وکتل او همدارنګه یې د اکاډمۍ له کتابتون څخه هم کتنه وکړه.
دعلمي سير په دوام د هلمند پوهنتون محصلینو د افغانستان د ښووني او روزني پوهنتون څخه هم لیدنه وکړه. دوی د پوهنتون له اداري او درسي بلاکونو، کتابتون، جمنازیم او نورو اړوندو برخو څخه ليدنه وکړه. د یاد پوهنتون مسؤلینو د دې پوهنتون په اړه محصلینو ته هر اړخیز معلومات وړاندي کړل.
محصلینو وروسته د کابل پوهنتون د نړیوالو ژبو او ادبیاتو له پوهنځی څخه هم لیدنه وکړه. د پوهنځی رئیس ښاغلي ګل محمد باسل محصلینو ته د پوهنځی د علمي جوړښت، تدریسي فعالیتونو او برنامو په اړه معلومات ورکړل. محصلینو د انګلیسي څانګي ترڅنګ د چینایي ژبي څانګي د علمي تالار، کتابتون او تدریسي چاپېریال څخه هم لیدنه وکړه.
د سفر په وروستیو کي د هلمند پوهنتون محصلینو د کابل ښار له مهمو تاریخي او فرهنګي ځایونو لکه: د شهداء صالحین مقبره، دارالأمان ماڼۍ او پغمان قصر څخه لیدنه وکړه. دوی د دغو ځایونو تاریخي شالید، فرهنګي ارزښت او معماري ځانګړتیاوي له نږدې وپېژندلې.
د هلمند پوهنتون محصلین او مسؤلین، د کابل د ټولو علمي، تاریخي او فرهنګي ادارو د مسؤلینو څخه د تود هرکلي، علمي لارښوونو او ښه مېلمه پالني له امله مننه کوي، چي په خپل صدق، اخلاص او علمي لارښوونو یې د هلمند پوهنتون د محصلینو علمي ظرفیت ته لا ارتقاء ورکړه.
نېټه: ۱۴۴۷/۶/٢٣ هـ ق
هلمند پوهنتون
د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت
13/12/2025
Department of English Language and Literature at Helmand University
Sayed Hikmatullah Saifi
Abdulhamid Aryan
Department of English Language and Literature - Helmand University
04/12/2025
"ریښتینی زدهکړه هغه وخت پیلېږي، چي پوهه له تجربې سره یو ځای سي."
د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د انګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګي د وروستي کال محصلینو یوه اونیز علمي او فرهنګي سیر د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادیالثاني په ۱۳مه نېټه د افغانستان پلازمېني کابل ولایت ته په رسمي توګه پیل سو.
یاد علمي سیر د دې لپاره تنظیم سوی، ترڅو محصلین د هېواد له مهمو ادارو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړي او خپلي علمي تجربې لا نوري پياوړي کړي. د يادوني وړ ده چې په ټاکل سویو ځایونو کي به د یادو محصلینو او د هغوی د قدرمن لارښود استاد نوماند پوهنیار عتیقالله عزیزی لهخوا علمي معلوماتي برنامې وړاندي سي.
په دې سفر کې د لاندي ادارو او تاریخي ځایونو څخه عملي لیدني ترسره کیږي:
- د افغانستان د علومو اکاډمي
- کابل پوهنتون
- د کابل ښووني او روزني پوهنتون
- د شهداي صالحین تاریخي زيارت
- ملي آرشیف
- ملي موزیم
- دارالامان ماڼۍ
- د پغمان ماڼۍ
- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
تاسو به د دې علمي سفر د مهمو فعالیتونو او عمده لاسته راوړنو په اړه زموږ له رسمي ټولنیزو شبکو له لارې، په ورځني ډول خبر سئ.
پوهنیار سیفي
د څانګي آمر
-----
"True learning happens when knowledge meets experience."
The senior students of the Department of English Language and Literature at Helmand University officially started a one-week academic and cultural tour to Kabul Province on December 4, 2025.
This educational trip has been organized to enrich students' academic exposure through visits to the following organizations and historical sites:
- The Academy of Sciences of Afghanistan
- Kabul University
- Kabul Education University
- The Shuhada e Salehin Historical Area
- The National Archive
- The National Museum
- Darulaman Palace
- Paghman Palace
- The Ministry of Information and Culture
You will be updated daily on the major activities and key achievements of this academic journey through our official social media platforms.
Pohanyar SAIFI (HoD)
ریښتینې زدهکړه هغه وخت پیلېږي، چي پوهه له تجربې سره یو ځای سي.
د هلمند پوهنتون ښووني او روزني پوهنځی د انګلیسي ژبي او ادبیاتو څانګي د وروستي کال محصلینو یو اونیز علمي او فرهنګي سیر* د ۱۴۴۷ هـ.ق کال د جمادیالثاني په ۱۳مه نېټه د افغانستان پلازمېني کابل ولایت ته په رسمي توګه پیل کړ.
یاد علمي سیر د دې لپاره تنظیم سوی، ترڅو محصلین د هېواد له مهمو ادارو او تاریخي ځایونو څخه لیدنه وکړي او خپلي علمي تجربې لا نوري پياوړي کړي. د يادوني وړ ده چي په ټاکل سویو ځایونو کي به د یادو محصلینو او د هغوی د قدرمن لارښود استاد نوماند پوهنیار عتیقالله عزیزی لهخوا علمي معلوماتي برنامې وړاندي سي.
په دې سفر کي د لاندي ادارو او تاریخي ځایونو څخه عملي لیدني ترسره کیږي:
- د افغانستان علومو اکاډمي
- کابل پوهنتون
- د کابل ښووني او روزني پوهنتون
- د شهداء صالحین تاریخي زيارت
- ملي آرشیف
- ملي موزیم
- دارالامان ماڼۍ
- د پغمان ماڼۍ
- د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت
تاسو به د دې علمي سفر د مهمو فعالیتونو او عمده لاسته راوړنو په اړه زموږ له رسمي ټولنیزو شبکو له لارې، په ورځني ډول خبر سئ.
26/10/2025
National Conference on Drug-Free Afghanistan
له نشه یي توکو پاک افغانستان داخلي کنفرانس
تمه ده سبا د روان کال عقرب میاشتې په پنځمه هلمند پوهنتون «له نشه یي توکو پاک افغانستان» تر نامه لاندي د درې ورځني داخلي کنفرانس کوربه وي.
په یاد کنفرانس کې به د امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو او څېړونکو له لوري په افغانستان کې په بشپړ ډول د نشه یي توکو له منځه وړلو لارو چارو او ددې ناوړه مادې پر بدیلو کښتونو بحثونه او څېړنې وړاندې شي.
______________________
راه اندازی کنفرانس داخلی افغانستان عاری از مواد مخدر
انتظار می رود که فردا پنج عقرب سال روان، پوهنتون هلمند میزبان کنفرانس داخلی سه روزه تحت عنوان (افغانستان عاری از مواد مخدر) باشد.
در این کنفرانس روی کشت های بدیل مواد مخدر و از بین بردن کامل این مواد در افغانستان، بحث و تبادل نظر صورت خواهد گرفت و استادان و محققان پوهنتونهای امارتی و خصوصی راهحلهای مناسب خود را ارائه خواهند کرد.
20/10/2025
د "له نشه یي توکو پاک افغانستان ملي کنفرانس" د دائرېدو په موخه د هلمند پوهنتون محصلینو ته خبرتیا!
د "له نشه یي توکو پاک افغانستان ملي کنفرانس" د دائرېدو په موخه د هلمند پوهنتون محصلینو ته خبرتیا!
https://whatsapp.com/channel/0029Vas4RKRIN9ivLDNSwX07