16/06/2026
د AI او ډیجیټل پلیټفارمونو اړوند علمي سیمینار وړاندي سو!
د اراکوزیا پوهنتون له لوري د مصنوعي ځيرکتيا (AI) او ډیجیټل پلیټفارمونو اړوند یو علمي سیمینار د پوهنتون په تالار کي وړاندي سو
په یاد سیمینار کي استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو ګډون کړی و، چي پکښي د مصنوعي ځيرکتيا مفهوم، د هغه اوسنۍ او راتلونکې استعمالونه، د ډیجیټل پلیټفارمونو ارزښت، او په زده کړه، څېړنه او اداري چارو کي د نوې ټکنالوژۍ رول په تفصیل سره تشریح سو
مصنوعي ځيرکتيا او ډیجیټل ټکنالوژي د معاصرې نړۍ له مهمو اړتیاوو څخه دي او د لوړو زده کړو بنسټونه باید د دغو نوښتګرو وسایلو له امکاناتو څخه د علمي پرمختګ او کیفیت لوړولو لپاره اغېزمنه ګټه پورته کړي.
ياد سيمينار د معلوماتي ټکنالوژي له لوري جوړ او د مسلکي پرمختيايي مرکز په همکارۍ وړاندي سو
خپرنيزه څانګه
15/06/2026
د ويني ورکولو نړيواله ورځ ولمانځل سوه!
د وینې ورکولو نړیوالې ورځې په مناسبت د اراکوزیا پوهنتون له لوري د عامه پوهاوي یو علمي سیمینار وړاندې سو
په یاد سیمینار کې د وینې ورکولو ارزښت، د ناروغانو د ژوند ژغورلو کې د هغې مهم رول، او د وینې ورکولو د انساني او ټولنیز مسؤلیت په اړه ګډونوالو ته معلومات وړاندې سول.
ویناوالو ټینګار وکړ چې د وینې ورکول د انسانیت یو ستر خدمت دی او هر روغ انسان کولای سي د خپلې وینې په ورکړې سره د یو انسان ژوند وژغوري
اراکوزیا پوهنتون د دې ورځې د لمانځنې موخه په ټولنه کې د وینې ورکولو فرهنګ پیاوړی کول او د خلکو عامه پوهاوی لوړول یاد کړ
ياد سیمینار د مسلکي پرمختيايي مرکز په همکارۍ د طب پوهنځي له خوا وړاندي سو
خپرنيزه څانګه
13/06/2026
کارمندانو ته د وخت مديريت اړوند علمي سيمینار وړاندي سو!
د اراکوزيا پوهنتون استادانو او کارمندانو ته د وخت مديريت او تنظيم اړوند علمي سیمینار وړاندي سو
داچي وخت د ژوند يو له خورا مهمو او ارزښتناکو اړخونو څخه دی چي مديريت يي ډير ضروري او ضياع يي نه جبرانيدونکی دی، کله چي وخت يو ځل له لاسه ووځي بيا هيڅکله نه راګرځیدونکی دی او همدارنګه په اکاډمیک چاپيريال کي د راتلونکو پلانونو او فعالیتونو د تنظيم لپاره د وخت مديريت ډير اړين دی ترڅو کارمندان او استادان وکولای سي چي په ښه ډول يي رهبري او مصرف کړي نو همدې هدف ته درسيدو په خاطر ياد سیمینار د کيفيت لوړاوي آمريت له لوري جوړ او د مسلکي پرمختيايي مرکز په همکارۍ وړاندي سو.
اراکوزيا پوهنتون تل هڅه کوي چي خپلو کارمندانو او محصلانو ته د ظرفيت لوړوني اړوند سيمینارونه او ورکشاپونه وړاندي کړي ترڅو د دوی مسلکي برخه پياوړې او چاري په منظم ډول رهبري کړي.
درنښت
خپرنيزه څانګه
05/06/2026
په څیړنیز ډګر کي یوه بله لاسته راوړنه!
په ډیري خوښی سره د اراکوزیا پوهنتون د استادانو علمي څیړنه (Factors Contributing to Drug Addiction and the Effectiveness of Multi-Sectoral Initiatives for Narcotics Prevention in Lashkargah, Helmand Province) تر عنوان لاندي په یوه معتبر نړیوال ژورنال (Asia Pacific Journal of Medical Toxicology)کي چي د PubMed , DOAJ او ISC مشهورو ډیټابیسونو لخوا انډیکس سوی دی نشرسول. په دغه څيړنه کي په نشه یي موادو د روږدیدلو مرسته کوونکي فکتورونه او د نشه یي توکو په مخنیوي کي د مختلفو سکتورونو لکه حکومت، تعلیمي اداري او د پوهنتونونو رول څيړل سوی دی، د پوره څيړني د کتلو او ډانلوډ کولو لپاره لاندي لینکونه استفاده کولای سی.
URL: https://apjmt.mums.ac.ir/article_27755.html
Doi: https://doi.org/10.22038/apjmt.2026.88901.1516
31/05/2026
د درسي بهیر د پیل خبرتیا
یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۰
د اراکوزیا پوهنتون محترمو محصلانو!
درسي بهیر د لوی اختر له رخصتیو وروسته نن یکشنبه چي د جوزا میاشتي له لسمي نیټې سره برابره ده رسما پیل سو ستاسو ټولو څخه هیله کیږي چي خپلو درسونو ته په خپل وخت حاضر سئ
26/05/2026
د اراکوزیا پوهنتون رهبري د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت تاسو ټولو قدرمنو ته مبارکي وایي؛ طاعتونه او عبادتونه مو د ذوالجلال رب په لوی دربار کي قبول او مقبول وګرځه
درنښت
نشراتو څانګه
21/05/2026
اراکوزیا پوهنتون د ۱۴۰۵ کال دوهمه علمي شورا غونډه دایره کړه
۱۴۰۵/۲/۳۱ هـ لمریز کال
غونډه د دعوت او ارشاد مدیر ښاغلي مولوي سیدولي عارف له لوري د قرانکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سوه، وروسته د اراکوزیا پوهنتون رئیس پوهنیار عبدالمنان سلطاني د غونډي ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د تېري میاشتي د ترسره سوو فعالیتونو او لاسته راوړنو له امله یې د پوهنتون له ټولو کارمندانو او استادانو څخه مننه وکړه، نوموړي همدارنګه ټولو اداري او علمي کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، څو خپلو مسؤلیتونو ته لا زیاته پاملرنه وکړي او د پوهنتون د پرمختګ لپاره په لا ډېر اخلاص او هڅو کار وکړي.
ورپسې د علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد ولي ولي د تېرې میاشتې پر علمي راپورونو، لاسته راوړنو او ترسره سوو فعالیتونو هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
نوموړي د کیفیت د لوړوالي، تدریسي بهیر د ښه والي او د محصلینو او استادانو د علمي ظرفیت لوړولو په اړه مهم ټکي شریک کړل.
په دې علمي شورا کې د ۱۴۰۵ کال د پسرلني سمسټر د وروستیو ازموینو، علمي ورکشاپونو، څېړنیزو مقالو او نورو اړوندو علمي موضوعاتو په اړه تفصیلي بحثونه ترسره سول او د اړینو چارو د لا ښه تنظیم لپاره لازمي پرېکړي هم وسوې.
د غونډي په پای کي د پوهنتون مشرتابه د علمي او اداري چارو د لا پیاوړتیا، کیفیت د لوړولو او د محصلینو د علمي ودې لپاره د ګډو همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
درنښت
نشراتو مدیریت
03/05/2026
د اراکوزیا پوهنتون طب پوهنځي د محصلینو ترمنځ رقابتي سیالۍ پایلي اعلان سوې
نېټه: ۱۴۰۵/۲/۱۳ هـ.ل
د لوړو زده کړو په بنسټونو کي د علمي رقابت رامنځته کول د زدهکړو د کیفیت د لوړولو او د محصلینو د فکري ودي لپاره مهم اصل ګڼل کېږي په همدې موخه، د اراکوزیا پوهنتون د طب پوهنځي له خوا د بېلابېلو ټولګیو د محصلینو ترمنځ یوه رقابتي ازموینه ترسره سوې وه، چي پایلي یې نن په یو شانداره علمي پروګرام کي اعلان سوې.
د پایلو د اعلان غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره،د طب پوهنځي محصل محمد یوسف اصلاح له لوري پیل سوه، ورپسې د اراکوزیا پوهنتون د علمي چارو مرستیال ښاغلي محمد ولي ولي وینا وکړه، چي د علم پر ارزښت، دوامداره هڅو او د محصلینو پر مسؤلیتونو ټینګار وکړ. نوموړي همدارنګه ژمنه وکړه چې په راتلونکي کي به ورته نوري علمي او رقابتي سیالۍ هم ترسره سي او د پوهنتون د کیفیت د لوړولو ترڅنګ به د محصلینو لپاره لازمي اسانتیاوې برابرې سي.
یاده ازموینه څو ورځي وړاندي اخیستل سوې وه، چي موخه یې د محصلینو د علمي ظرفیت ارزونه، د سالم رقابت رامنځته کول او د غوره محصلینو پېژندنه او هڅونه وه. په دې ازموینه کې ټولټال (۷۲) تنه محصلینو ګډون کړی وو، چي دا د محصلینو د علاقې او علمي ګډون څرګندونه کوي.
د ازموینې پایلي د یوې ځانګړي کمېټې له لوري ارزول سوي، چي له مخي یې(۱۰) تنه محصلین د غوره او لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره ممتاز اعلان سوه یاد محصلین د هغوی د علمي لاسته راوړنو په درناوي په بېلابېلو ډالیو ونازول سوه، چي د لومړي مقام ګټونکي ته یو سیټ ټلیفون، ستاینلیک او علمي کتابونه ورکړل سوه، د دوهم او درېیم مقام ګټونکو ته ساعتونه، ستاینلیکونه او کتابونه ورکړل سوه،سربېره پر دې، نورو هغو محصلینو ته هم چي تر لسم مقام پوري ېې لوړي نمرې ترلاسه کړي وې د هڅوني په موخه کتابچې، قلمونه او کتابونه ووېشل سوه.
دا ډول رقابتي سیالۍ نه یوازي د محصلینو ترمنځ سالم رقابت پیاوړی کوي، بلکي د زدهکړي کیفیت لوړوي، د ځان ارزونې زمینه برابروي او د لا زیاتو علمي هڅو انګېزه زیاتوي. همدارنګه، دا بهیر د ادارې او محصلینو ترمنځ د باور فضا نوره هم پیاوړې کوي.
په پای کي غونډه په دُعایه وینا سره پای ته ورسېده.
درنښت
نشراتو مدیریت
30/04/2026
د څېړني میتودولوژۍ اړوند شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېدی
۱۴۰۵/۲/۱۰ هـ لمریز کال
اراکوزیا پوهنتون د خپلو استادانو او کارکوونکو د علمي وړتیاوو د لوړولو لپاره د څېړني میتودولوژۍ اړوند شپږ ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېدی،دا ورکشاپ د څېړنیز مرکز له لوري جوړ او د مسلکي پرمختیا مرکز په همکارۍ وړاندي سو.
په دې ورکشاپ کي ګډونوالو د څېړني بنسټیز اصول،د څیړني ډولونه او د څېړني اړوند ټول معلومات تر لاسه کړه، چي په دې ورکشاپ کي یې په عملي ډول ولیدل چي په راتلونکي کي څېړونکي او لیکوالان به یې په خپلو علمي لیکنو او څېړنو کي ورڅخه ګټه واخلي همدارنګه به د دوی مسلکي او علمي ظرفیت به پیاوړی کړي او دوی به وکولای سي، چي یوه څېړنه او لیکنه د کومو اصولو له مخي لیکل کیږي او کوم ټکي په کښې په نظر کي نیول کیږي.
دا ډول ورکشاپونه په علمي نهادونو کي د استادانو،څېړونکو او لیکوالانو علمي کچه لوړوي، څېړنیزو فعالیتونو ته وده ورکوي او د څېړونکو او لیکوالانو د پوهي کچه لوړوي، د ورکشاپ له پایته رسېدو وروسته ټولو ګډونوالو ته تصدیق پاڼي ورکړل سوې.
اراکوزیا پوهنتون تل هڅه کوي، چي خپلو استادانو او کارمندانو د دوی د ظرفیت لوړوني په موخه بېلابېل روزنیز ورکشاپونه جوړ او وړاندي کړي.
درنښت
نشراتو مدیریت