د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه

*هلمند کي شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سمینار وړاندي سو.*نن ورځ یکشنبه، د هلمند ولایت اطلاعاتو ...
23/07/2026

*هلمند کي شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سمینار وړاندي سو.*

نن ورځ یکشنبه، د هلمند ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست د فرهنګ او ګرځندوی امریت له لوري د یاد ریاست اړوند د کلتوري مرکز تالار کي شاعرانو، لیکوالانو او ترانه ویونکو ته یو ورځنی روزنیز سمینار وړاندي سو.

په دې سمینار کي د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي حیات الله یوسف، د امر بالمعروف ریاست استازي مولوي عبدالرؤف افغاني، د هلمند پوهنتون استادانو پوهنمل حمیدالله حمیدي او پوهنیار نذیراحمد رښتیني، د مرکز لښکرګاه په ګډون د بېلا بېلو ولسوالیو شاعرانو، ترانه ویونکو او لیکوالانو ګډون درلود.

سمینار د قران کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت کولو سره شروع سو.

پیل کي د فرهنګ او ګرځندوی آمر مولوي حیات الله یوسف د سمینار ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د شعر، لیکوالۍ او د ننني سمینار د ارزښت په اړه لنډ معلومات وړاندي کړه.

ورپسې د امر بالعمروف ریاست استازي ښاغلي افغاني د خپلو خبرو پر مهال په اسلام کي د شعر او شاعر پر ارزښت او په ټولنه کي یې پر اړتیا خبري وکړې، ده له ټولو شاعرانو څخه غوښتنه وکړه چي خپله شاعري دي د اسلامي قوانینو په رڼا کي ټولني ته وړاندي کړي تر څو د همدې شعر په برکت په ټولنه کي مثبت تغیر رامنځته سي.

نوموړي زیاته کړه چي شعر د الله تعالی له لوري یو نعمت دی نو باید شاعران وړونه د دې نعمت شکر ادا کړي او هڅه وکړي چي د شعر په واسطه خپل رب جل جلاله له ځان څخه راضي کړي.

په سمینار کي د هلمند پوهنتون استاد ښاغلي حمیدي د شعر پر جوړښت، د شعر پر کیفیت، د شعر پر ډولونو د شاعر پر جوړېدنه او د شعر پر اغیزو او نه اغیزو لرلو باندي مفصل بحث وکړ.

ده له شاعرانو څخه غوښتنه وکړه چي پر خپلو لیکل سویو شعرونو باندي بار بار تمرین وکړي تر څو تاسو د دې جوګه وګرځئ چي ټولني ته یو ښه او صفا شعر وړاندي کړئ او د همدې شعر په برکت زموږ ځوانان او ټولنه په اسلامي فکر سمباله سي.

په سمینار کي د هلمند پوهنتون یو بل استاد پوهنیار ښاغلي رښتیني پر لیکوالۍ او لیکوال خبري وکړې ده وویل: لیکوال د ټولني هغه سترګه ده چي د عامو لیدونکو په توپیر دی احساس، فکر، عاطفه او نوې زاویه پکښي وړاندي کوي. لیکوالي د فطري استعداد ترڅنګ یو خاص هنر او مهارت دئ چي په تکرار او تمرین پخیدلای او پیاوړی کیدلای سي.

همداراز نوموړي زیاته کړه چي ښه لیکوال باید یو فکر تر نورو پوري ورسوي تر څو نور د ده له فکر څخه آغېزمن سي، ده وویل: ښه لیکوال هغه دی چي روښانه او روانه ژبه ولري، ښه ګرامر او املاء وکاروي، موضوع په منظم ډول سر تر پایه وپیي، د باور وړ معلومات وړاندي کړي، د لوستونکو د اړتیا وړ معلومات راټول کړي، لیک نخښي سمي و کاروي، د خپلو لیکونو ژانرونه وپېژني او موضوع لومړی خپله ښه درک کړي بیا لیکنه ورباندي وکړي.

د سمینار ګډونوالو د اطلاعاتو او کلتور ریاست له مسؤلینو څخه ځانګړې مننه وکړه چي د دوی د پوهاوي لپاره یې تل هڅه کړې او د اړتیا پر مهال یې ورته روزنیز سمینارونه وړاندي کړي دي.

باید یادونه وسي چي تر دې وړاندي هم د اطلاعاتو او کلتور یاست له لوري دې ته ورته سمینارونه وړاندي سوي دي.

سمینار د دعا په ویلو سره پای ته ورسېدی.

راپور: باختر خبري آژانس/ هلمند

نېټه: ۱۴۴۸/۲/۴ هـ ق

هلمند اطلاعاتو او کلتور ریاست!

څو ورځي وروسته د کانکور عمومي ازموینه اخستل کیږي!ګرانو ځوانانو نږدې وروځو کي د کانکور ازموینه اخستل کیږي، په هلمند پوهنت...
14/05/2026

څو ورځي وروسته د کانکور عمومي ازموینه اخستل کیږي!

ګرانو ځوانانو نږدې وروځو کي د کانکور ازموینه اخستل کیږي، په هلمند پوهنتون کي د نورو بېلابېلو څانګو تر څنګ د ژبو او ادبیاتو څانګه هم فعاله ده، په سلګونو ځوانان یې ټولني ته وړاندي کړي.

هغه ځوانان چي د کلتوري، ژبني، ادبي او فرهنګي مباحثو سره علاقه ولري، د دوي لپاره دا څانګه غوره او بنسټيز اهمیت لري.

ولي باید دا څانګه غوره کړئ؟

د ژبپوهني د اصولو پر بنست ژبه د یو ملت د کلتوري او ټولنیز هویت بنسټیز عنصر بلل کیږي، په دې څانګه کي تخصص تاسو ته د خپل علمي، ادبي، ژبني او افغاني هویت د ساتني او غني کووني فرصت در کوي.

به معاصره نړۍ کي ژبه یوازي د پوهولو او را پوهولو وسیله نه ده، بلکي د معلوماتي ټکنالوژي ( کمپیوټري ژبپوهنه) (Computational Linguistics) ډیجیټل میډيا، مصنوعي ځيرکتیا او په عموم کي د ټکنالوژي تر ټولو غوره او بنسټيزه وسیله بلل کیږي.

ژبني او ادبي مطالعات مو د ذهن د تحلیل ځواک لوړ وي او د فکر کولو نوي لاري درته خلاصوي.

د نورو کلتورونو او فرهنګونو سره د اړیکو علمي تړاو را منځته کوي.

په رسنیو، تدریس، ژباړي، لیکوالۍ او فرهنګي او سیاسي ډيپلوماسۍ کي د کار ښې زمینې درته برابروي.

که غواړئ خپل کلتور، هویت، ژبي، ادبي تاریخ ته علمي او اصولي خدمت وکړئ، په پوهنتونون کي د ژبو او ابیاتو څانګه غوره کړئ.

د کندهار پوهنتون محصلانو ته د ویناوالۍ اړوند یو ورځنی معلوماتي آنلاین سمینار ترسره سو.نن د هلمند پوهنتون د پښتو ژبي او ا...
08/04/2026

د کندهار پوهنتون محصلانو ته د ویناوالۍ اړوند یو ورځنی معلوماتي آنلاین سمینار ترسره سو.

نن د هلمند پوهنتون د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي استاد پوهنیار نذیر احمد رښتینی د کندهار پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي محصلینو ته د «ویناوالۍ» تر سرلیک لاندي یو ورځنی معلوماتي سمینار په انلاین بڼه وړاندي کړ.

دغه علمي سمینار د هلمند او کندهار پوهنتونونو ترمینځ د ګډو علمي همکاریو د هوکړه لیک په چوکاټ کي ترسره سو.
په دې سمینار کي د یاد پوهنځي د محصلینو ترڅنګ د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي رئیس، د څانګو امرینو او یو شمېر استادانو هم ګډون درلود، چي د دې علمي پروګرام ارزښت او اغېز یې لا زیات کړی وو.

سمینار د قرانکریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل سو. د پروګرام په پیل کي د کندهار پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي رئیس پوهنمل محمد صادق حریفال ټرینر استاد ښاغلي رښتیني ته ښه راغلاست ووایه، د نوموړي له علمي او اکاډمیکي همکارۍ څخه یې مننه وکړه او دا ډول ګډي علمي برنامې یې د پوهنتونونو ترمینځ د اړیکو د پیاوړتیا او د محصلینو د ظرفیت لوړوني لپاره مهمي وبللې.

وروسته ښاغلي رښتیني د ویناوالۍ اړوند خپل معلوماتي سمینار وړاندي کړ، چي د ویناوالۍ پر مفهوم، ارزښت، د اغيزمني وینا پر بنسټونو، د وینا پر جوړښت، د بدن پر ژبه، د ږغ پر کنټرول، د مخاطب پر پېژندنه او د ویناوال د عملي مهارتونو پر مهمو اړخونو هر اړخیز معلومات وړاندي سول. نوموړي څرګنده کړه چي ویناوالي د خبرو کولو تر مهارت محدوده نه ده، بلکي د فکر د منظم وړاندي کولو، د پیغام د اغيزمن لېږد او پر مخاطب د مثبت اغېز کولو یو مهم هنر او علمي مهارت هم دئ.

همداراز د سمینار پر مهال دې ټکي ته هم اشاره وسوه چي د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو محصلین، د خپلي راتلونکي مسلکي ساحې له مخي، تر نورو ډېر د اغېزمن بیان، قناعت بخښونکي وینا او له مخاطب سره د سالمي او مسلکي اړیکي جوړولو مهارتونو ته اړتیا لري.

د سمینار په وروستیو شېبو کي ټرینر استاد د محصلینو پوښتنو ته مناسب او قانع کوونکي ځوابونه وړاندي کړل، چي د ګډونوالو له لوري یې هرکلی وسو.

د پروګرام په پای کي د دې مجلس د محصلینو کنټرولر، د کندهار پوهنتون د سیاسي علومو او نړیوالو اړیکو پوهنځي استاد پوهنیار فرید احمد امرخېل، د سمینار لنډه خلاصه وړاندي کړه، د یاد علمي پروګرام پر ارزښت یې خبري وکړې او غونډه په دعاییه سره پای ته ورسېده.

د یادوني وړ ده چي د هلمند او کندهار پوهنتونونو ترمینځ دا ډول ګډ علمي فعالیتونه د لوړو زده کړو د بنسټونو ترمینځ د اکاډمیکو اړیکو د پیاوړتیا، د استادانو د تجربو د تبادلې او د محصلینو د علمي ودي لپاره اغېزناک او ګټور تمامېږي.

نېټه: ۲۱/۱۰/۱۴۴۷ ه.ق

هلمند پوهنتون
د اړیکو او عامه پوهاوي آمریت

26/02/2026

د هلمند پوهنتون زده‌کړیالانو، د هلمند ولایت د پوهني رياست په همږغۍ او د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي په نوښت، د «ژبي ارزښت» تر سرلیک لاندي یو علمي سمینار په بریالیتوب سره ترسره کړ.

یاد سمینار د صافیانو نوآباد لیسې په تالار کي جوړ سوی وو، چي پکښي ګڼ شمېر زده‌کوونکو، استادانو او فرهنګي مینه‌والو ګډون کړی وو. د غونډي موخه د ژبي د ارزښت، اهمیت او ساتني په اړه د ځوان نسل پوهاوی لوړول او د ملي هویت په پیاوړتیا کي د ژبي پر رول ټینګار کول وو.

غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه، ورپسې د تنظیموونکو له لوري د سمینار د موخو او ارزښت په اړه وینا وسوه. ویناوالو ژبه د ملت د هویت، تاریخ او فرهنګ اساسي ستنه وبلله او د هغې پر ټولنیز، فرهنګي او علمي اهمیت یې رڼا واچوله.

د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي زده‌کړیالانو خپلي علمي مقالې او څېړنیزي لیکني وړاندي کړې. په ویناوو کي د ژبي ارزښت، د ژبي او کلتور اړیکه، د مورنۍ ژبي د زده‌کړي اهمیت او د ژبي د ودي او معیاري کولو پر اړتیا بحث وسو.

په پای کي د پوښتنو او ځوابونو ناسته ترسره سوه، چي ګډونوالو خپلي پوښتني مطرح کړې او ویناوالو ورته قانع کوونکي ځوابونه وړاندي کړل. غونډه په دعا سره پای ته ورسېده.

په دې علمي پروګرام کي د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګي استاد پوهنيار حمدالله احسان د لارښود په توګه له محصلینو سره فعاله ملګرتیا وکړه.

دا ډول علمي او فرهنګي فعالیتونه د زده‌کوونکو د علمي ظرفیت لوړولو، د ژبي د ارزښت د درک کولو او د ملي هویت د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.



#پښتو

له نشه یي توکو پاک افغانستان داخلي کنفرانستمه ده سبا د روان کال عقرب میاشتې په پنځمه هلمند پوهنتون «له نشه یي توکو پاک ا...
26/10/2025

له نشه یي توکو پاک افغانستان داخلي کنفرانس

تمه ده سبا د روان کال عقرب میاشتې په پنځمه هلمند پوهنتون «له نشه یي توکو پاک افغانستان» تر نامه لاندي د درې ورځني داخلي کنفرانس کوربه وي.

په یاد کنفرانس کې به د امارتي او خصوصي پوهنتونونو استادانو او څېړونکو له لوري په افغانستان کې په بشپړ ډول د نشه یي توکو له منځه وړلو لارو چارو او ددې ناوړه مادې پر بدیلو کښتونو بحثونه او څېړنې وړاندې شي.

______________________

راه اندازی کنفرانس داخلی افغانستان عاری از مواد مخدر

انتظار می رود که فردا پنج عقرب سال روان، پوهنتون هلمند میزبان کنفرانس داخلی سه روزه تحت عنوان (افغانستان عاری از مواد مخدر) باشد.

در این کنفرانس روی کشت های بدیل مواد مخدر و از بین بردن کامل این مواد در افغانستان، بحث و تبادل نظر صورت خواهد گرفت و استادان و محققان پوهنتون‌های امارتی و خصوصی راه‌حل‌های مناسب خود را ارائه خواهند کرد.

هرات ته د زده کړيالانو علمي سیر سر سو.د هلمند پوهنتون يو شمیر زده کړيالان هرات ولايت ته په علمي سیر تللي ول.ياد علمي‌يون...
12/11/2024

هرات ته د زده کړيالانو علمي سیر سر سو.

د هلمند پوهنتون يو شمیر زده کړيالان هرات ولايت ته په علمي سیر تللي ول.
ياد علمي‌يون د تېري جمعې په ورځ پيل سوی وو، چي د سې‌شنبې په ورځ پای سو.
د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځي د پښتو ژبي او ادبياتو څانګي زده کړيالانو د یاد ولایت د یو شمیر فرهنګي، ادبي او تصوفي رجالو ترڅنګ ځيني تاريخي او فرهنګي میراثونه- ابدې هم وليدلې.
د اختیار الدين کلا (موزیم)، خواجه عبدالله انصاري (هفت قلم، نمکدان)، مولانا عبدالرحمن جامي، د جهاد منظر، د هرات جامع جومات، د هرات جامع جومات لوی دیګ، منارونه، ګوهر شاد ارامګاه، خواجه غلتان، امیر علی شیر نوايي او هرات پوهنتون څخه ليدني وسوې.
د علمي سير لارښود استاد پوهنيار نذیر احمد رښتیني د سفر د ارزښت په اړه وويل، چي زده کړيالانو د خپلو نظري زده کړو په دوام موثر علمي سفر د تاریخي، فرهنګي او کلتوري میراثونو ټاټوبي هرات ولایت ته په برياليتوب سره پای‌ته ورسوئ. زده کړيالانو ته په ادب او فرهنګ کي د مخکښو څېرو پر علمي درايت- تبحر او استادانه ژوند معلومات ورکړه سوه.
زده کړيالان علمي سفر د خپلي تحصيلي دورې ګټوره تجربه او عملي زده کړه ګڼي. دوی په ټولیز ډول د دغسي علمي سفرونو پلوي او غوښتونکي دي.
*د ښووني او روزني پوهنځي د فرهنګي چارو کميټه*

لید د هلمند پوهنتون د ټولنیزو علومو علمي مجله ده، لومړی چاپ یې په څو راتلونکو ورځو کي تر سره کیږي. د افغانستان د پوهنتون...
23/09/2024

لید د هلمند پوهنتون د ټولنیزو علومو علمي مجله ده، لومړی چاپ یې په څو راتلونکو ورځو کي تر سره کیږي.

د افغانستان د پوهنتونونو استادان او د علومو اکاډمي غړي که په لاندي برخو کي علمي او څېړنیزي مقالې ولري زموږ برښنا لیک ته دي را ولیږي.

» ژبه او ادبیات
» شرعیات
» حقوق او سیاسي علوم
» اقتصاد
» تاریخ او جغرافیه
» ارواپوهنه
» ټولنپوهنه
» فرهنګ
او نوري اړوند ټولنیزي علمي مقالې...

برښنالیک: [email protected]

د اړیکو او واټساپ شمېره: ۰۷۰۵۱۶۸۸۷۹

د محصلانو د نوملیکني خبرتیا
05/08/2024

د محصلانو د نوملیکني خبرتیا

د مبارکۍ پیغامد هلمند پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي استاد قیام الدین شینواري صاحب د روسیې هېواد - پلازمینه مسکو  - په با...
30/07/2024

د مبارکۍ پیغام

د هلمند پوهنتون د وترنري علومو پوهنځي استاد قیام الدین شینواري صاحب د روسیې هېواد - پلازمینه مسکو - په بایو ټکنالوژي پوهنتون کي د ماسټرۍ دوره بشپړه کړه.

ښاغلي شنیواري، ددوي درنې کورنۍ او اکاډمیک کهول ته یې زر ځلي مبارکي وايم.

الله ج دي دده ټوله پوهه او خواري د خپل ګران وطن په ګټه مصرف کړي، وطن داسي نومیالیو ته اړتیا لري.

وطن او لوستي ځوانان دي زنده اباد وي!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!!

Address

1 Helmand
Lashkar Gah
301

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when د پښتو ژبي او ادبیاتو څانګه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share