Bost University

Call Directions Website Contact the school

Bost University The first private university in Afghanistan to win places in the Erasmus+ program. This includes a significant number of female graduates.

Bost University is the first university of Helmand province accredited by the Ministry of Higher Education of Afghanistan & ranked 1st in private institutions in 2013. Bost University offers a diverse range of bachelor's degree programs across six faculties: Medical Science, Computer Science, Economics, Engineering, Law & Political Science, and Education. The university currently has over 1,000 active students enrolled in various fields, all of whom are taught by 120 professional and qualified instructors. To date, Bost University has produced 1,700 well-trained and educated graduates who have contributed to society in fields such as justice and prosecution, administration and diplomacy, civil engineering, administration and entrepreneurship, information technology, and therapeutic medicine. Learn more at: https://bost.edu.af

05/10/2026

دوولس محصلانو يو ځای د ماسټرۍ برنامې ته نوم‌ليکنه وکړه.

د بُست پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د سوداګرۍ ادارې ماسټرۍ برنامې ته دولس محصلانو يوځای نوم‌ليکنه وکړه او ياد پوهنتون يې د خپلو لوړو زده‌کړو لپاره وټاکه.

نور په ويډيو کي.

د اداري بستونو لپاره له يوشمېر نوماندانو ازموينه واخيستل شوهد بُست پوهنتون د کارکوونکو چارو مديريت له لوري د بېلابېلو اد...
04/10/2026

د اداري بستونو لپاره له يوشمېر نوماندانو ازموينه واخيستل شوه

د بُست پوهنتون د کارکوونکو چارو مديريت له لوري د بېلابېلو اداري بستونو لپاره پر شرايطو برابر نوماندانو څخه ازموينه واخيستل شوه.

د ازموينې له پيل مخکې د بُست پوهنتون د علمي چارو مرستيال بصيرالحق عادل د ازموينې پروسه تشريح کړه او ويې ويل، د بُست پوهنتون د ازموينې پروسه ډېره رڼه ده او يوازې به وړ کسان د پروسې له سرته رسولو وروسته خپلو اړونده بستونو ته وټاکل شي.

تر دې وروسته د ټاکل شوې کمېټې له لوري پر نوماندانو سوال‌پاڼې ووېشل شوې او ازموينه واخيستل شوه.

د يادونې ده چې د ازموينې د پايلو له اعلان وروسته د ازموينې ګډونوال چې پوره نمره يې نه‌وي ترلاسه کړي، تر درې ورځو پورې کولی شي، چې د بُست پوهنتون د کارکوونکو چارو مديريت کې خپل شکايت ثبت کړي.

د سوداګرۍ ادارې د ماسټرۍ (MBA) برنامه د اقتصاد پوهنځي تر علمي چتر لاندي، د مدیریت او سوداګرۍ او مالي - بانکي اړوندو علمي...
04/10/2026

د سوداګرۍ ادارې د ماسټرۍ (MBA) برنامه د اقتصاد پوهنځي تر علمي چتر لاندي، د مدیریت او سوداګرۍ او مالي - بانکي اړوندو علمي برخو په همغږۍ او د مسلکي اړتیاوو په نظر کې نیولو سره طرحه سوې ده. په دې برنامه کېعي د مدیریت، مالي چارو، بازارموندني، انساني سرچینو، ستراتیژیک مدیریت، متشبثۍ، څېړني او رهبرۍ اړوند تخصصي موضوعاتو ته پاملرنه کيږي او زده‌کوونکو ته د نظري پوهي ترڅنګ د عملي مهارتونو د ترلاسه کولو فرصت برابريږي.

د دې برنامې اساسي موخه د هغو مسلکي، نوښتګرو او متعهدو مدیرانو روزنه ده چي وکولای سي د عامه او خصوصي ادارو، مالي بنسټونو، سوداګریزو شرکتونو او نړیوالو مؤسسو مدیریتي او مسلکي اړتیاوي په اغېزناکه توګه ځواب کړي.

د سوداګرۍ ادارې برنامې له لاري محصلانو ته داسي علمي او مسلکي وړتیاوي ورکول کيږي چي د مدیریت په بيلابيلو برخو کي د مسؤلیتونو د ترسره کولو او د سازماني چارو د مؤثر مدیریت لپاره اړیني دي.

د سوداګرۍ ادارې برنامې د ایجاد اړتیا له هيواد د اقتصادي ودې، د خصوصي سکټور د پیاوړتیا، د معیاري او اغيزناک مدیریت د پراختیا او د مسلکي رهبرۍ د روزني له اړتیاوو سره مستقیم تړاو لري. دغه برنامه سربېعيره پر دې، د څېړنیزو وړتیاوو، نوښتګر فکر، تحلیلي لید، د تصمیم نیوني مهارتونو، مسلکي اخلاقو او رهبرۍ د ظرفیتونو په پیاوړتیا کي هم مهم رول ترسره کوي.

په همدې توګه، د برنامې د فارغانو د مسلکي ظرفیت لوړول کولای سي د هيواد د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په بهیر کي د هغوی د اغيزناکي ونډې زمینه برابره کړي او د دوامدار پرمختګ لپاره د وړ او مسلکي بشري ځواک په تأمین کي مرسته وکړي.

نوم‌ليکنه پيل سوې ده، د ازموينې نېټه: د ميزان ۱۷مه

د لانورو معلوماتو لپاره د لاندي ټليفون/وټساپ شمیرې سره اړیکه ونيسئ.
۰۷۰۲۳۰۰۷۲۸

03/10/2026

د هلمند محترم والي صاحب له بُست پوهنتون څخه ليدنه وکړه

د هلمند محترم والي الحاج مولوي امان الدين منصور او ورسره مل پلاوي د بُست پوهنتون له علمي، تدريسي، اداري چارو او امکاناتو څخه ليدنه وکړه.

په پيل کي د بُست پوهنتون رئيس ډيپلوم انجينر محمود سنګين د هلمند قدرمن والي او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووايه او له هغوی يي مننه وکړه چي له بُست پوهنتون څخه ليدنه کوي.

ورپسې د بُست پوهنتون د علمي چارو مرستيال بصيرالحق عادل د بُست پوهنتون د علمي، تدريسي او اداري امکاناتو په اړه د هلمند قدرمن والي او ورسره مل پلاوي ته بشپړ مالومات وړاندي کړل.

نوموړي وويل، بُست پوهنتون د افغانستان په کچه بشپړ اکاډميک اعتبار لرونکی پوهنتون دی او په ټولو زونونو کي له بيلابيلو پوهنتونو سره د ګډو هوکړه‌ليکونو له لاري په بيلابیلو برخو کي ګډ فعاليت کوي.

دغه‌راز هغه وويل، بُست پوهنتون د خپلو ټولو پوهنځيو محصلانو ته د کريکولم ترڅنګ د ظرفيت‌لوړوني بيلابيلي برنامې، سمينارونه او ورکشاپونه جوړوي، چې په‌دې سره د محصلانو مهارتونه او ظرفيتونه لا لوړيږي.

د علمي چارو مرستيال د هلمند محترم والي ته ډاډ ورکړ، چي له علمي او کيفي اړخه بُست پوهنتون يوازي د زون نه، بلکي د ټول هيواد په کچه نوميالی پوهنتون دی او په‌دې برخه کي يي اوږد مزل کړی او لاسته‌راوړني لري.

تر دې وروسته د هلمند محترم والي‌ الحاج مولوي امان الدين منصور د بُست پوهنتون له بنسټګر، رهبرۍ او ټو علمي او اداري غړو مننه وکړه چي په خپلو برخو کم‌ساری کار کوي.

هغه وويل، په‌دې وياړي چي د هلمند او افغانستان په کچه داسي باکيفيته پوهنتون لري، چې د امکاناتو او کيفيت له اړخه غني دی.

له ويناو وروسته د هلمند قدرمن والي د بُست پوهنتون له اداري کارځايونو، لابراتوارونو، کتابتون، کمپيوټرلبونو او ټولګيو څخه ليدنه وکړه.

هغه خوښي وښوده او ژمنه يي وکړه چي د خصوصي تحصيلي بنسټونو لوی ستونزي به د مشرتابه مقام سره شريکوي.

01/10/2026

په زده‌کړو کي د مصنوعي ځيرکتيا د کاروني په اړه يو ورځنی ورکشاپ جوړ سو

د بُست پوهنتون د کمپيوټرساينس پوهنځي له لوري د ياد پوهنځي محصلانو ته د مصنوعي ځيرکتيا په اړه يو ورځنی ورکشاپ جوړ سو.

د ورکشاپ د پيل پر مهال د کمپيوټرساينس پوهنځی رئيس حسن‌خان مخلص د مصنوعي ځيرکتيا پر ارزښت او کاروني خبري وکړې.

هغه وويل، له مصنوعي ځيرکتيا بايد د زده‌کړو او دندې پر مهال مثبته ګټه واخيستل سي.

ورپسي د کمپیوټر ساینس پوهنځي د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګي استاد ښاغلي عصمت‌الله نوري د ورکشاپ علمي او عملي مطالب وړاندي کړل.

په دې ورکشاپ کي د مصنوعي ځیرکتیا د بيلابيلو برخو پر عملي کاروني، د زده‌کړي په بهیر کي د AI پر اغيزناک استعمال، د علمي څېړنو او معلوماتو د راټولولو او تحلیل او د IT اړوندو مسلکي دندو د ترسره کولو په برخو کي د مصنوعي ځیرکتیا پر رول بحث او عملي تمرینونه ترسره سول.

29/09/2026

نن د زړه نړیواله ورځ ده!🫀
د دې ورځي په مناسبت، د بُست پوهنتون د طب پوهنځي استاد، متخصص ډاکتر معاذالله زاهد، د زړه د ناروغیو د مهمو لاملونو او له دغو ناروغیو څخه د ځان ساتني د لارو په اړه مهمي سپارښتني وړاندي کړي.

په دې ویډیو کي د زړه د ناروغیو د مخنیوي، سالم ژوند او د زړه د روغتیا د ساتني په اړه ګټور معلومات واورئ.

د اتم سمستر محصلانو ته د کارموندني د مسلکي مهارتونو سمينار وړاندي سود بُست پوهنتون د اقتصاد او کمپيوټرساينس پوهنځيو د ات...
29/09/2026

د اتم سمستر محصلانو ته د کارموندني د مسلکي مهارتونو سمينار وړاندي سو

د بُست پوهنتون د اقتصاد او کمپيوټرساينس پوهنځيو د اتمو سمسترونو محصلانو ته دا سمينار؛ چي د پوهنتون د کارموندني مرکز له لوري پلان سوی وو، د علمي چارو مرستيال بصيرالحق عادل له لوري وړاندي سو.

په سمينار کي په ټوله کي د کار موندني مهارتونه، مسلک اړوند مالومات، د خپلو وړتياو او مهارتونو روزل، په کارموندنه کي د ټکنالوژۍ او نړيوالو ژبو د زده‌کړو ونډه، سي وي جوړول، انټرويو او د ځان معرفي کولو د کليدي اصولو په اړه بشپړ مالومات وړاندي سول.

د يادوني ده چي بُست پوهنتون د محصلانو د ظرفيت‌لوړوني او مهارت‌لوړوني لپاره بیلابیلي برنامې لري، چي پر خپل وخت به ارايه سي.

د کانکور نوم لیکني خبرتیا!بست پوهنتون په عامه روغتيا او نرسنګ پوهنځيو کي تاسو ته د‌ مسلکي کادرونو، مجهزو لابراتوارونو، ب...
28/09/2026

د کانکور نوم لیکني خبرتیا!

بست پوهنتون په عامه روغتيا او نرسنګ پوهنځيو کي تاسو ته د‌ مسلکي کادرونو، مجهزو لابراتوارونو، بډای کتابتون، منظمو ټولګيو او ارام درسي چاپيريال په لرلو سره د ليسانس په کچه د زده کړو فرصت برابر کړی دی.

همدا نن نوم ليکنه وکړئ وخت لنډ دی.
د کانکور ازموینه د ميزان (۱۷) مه
د لا نورو معلوماتو لپاره له لاندي ټليفون/ وټساپ شميرې سره اړيکه ونيسئ.
۰۷۰۲۳۰۰۷۲۸

د ماسترۍ برنامې لپاره د نوم ليکني خبرتیا!بست پوهنتون د لومړي ځل لپاره په سوداګرۍ ادارې څانګه کي تاسو ته ستاسو په کور کي ...
27/09/2026

د ماسترۍ برنامې لپاره د نوم ليکني خبرتیا!

بست پوهنتون د لومړي ځل لپاره په سوداګرۍ ادارې څانګه کي تاسو ته ستاسو په کور کي د ماسترۍ په کچه د زده کړو زمينه برابره کړې ده، همدا نن نوم ليکنه وکړئ او يو بل تحصيلي ګام واخلئ.

د کانکور ازموينه د‌ ميزان (۱۷) مه

د لا ډيرو معلوماتو لپاره له لاندي ټليفون/ وټساپ شميرې سره اړيکه ونيسئ.
۰۷۰۲۳۰۰۷۲۸

د تدريس د معاصرو ميتودونو يو ورځنی سمينار وړاندي سود بُست پوهنتون کادري غړو، دايمي او قراردادي استادانو ته د تدريس د معا...
26/09/2026

د تدريس د معاصرو ميتودونو يو ورځنی سمينار وړاندي سو

د بُست پوهنتون کادري غړو، دايمي او قراردادي استادانو ته د تدريس د معاصرو ميتودونو يو ورځنی سمينار وړاندي سو.

د سمينار په پيل کي د بُست پوهنتون د علمي چارو مرستيال بصيرالحق عادل د تدريس د معاصرو ميتودونو پر ارزښت خبري وکړې او ويې ويل، په اوسنۍ عصر کي چي له هره اړخه بدلونونه او پرمختګونه رامنځته سوي دي، په تدريسي برخه کي هم نوي روشونه ايجاد سوي دي.

نوموړي وويل، بُست پوهنتون وخت په وخت د خپلو استادانو د ظرفيت‌لوړوني لپاره بيلابيل سمينارونه او ورکشاپونه جوړ کړي دي او د خپلو پلانونو مطابق راتلونکي هم په تدريسي، څېړنو، نصاب او نورو علمي برخو کي د ظرفيت‌لوړوني اوږدمهال او لنډمهاله برنامې جوړوي.

تر دې وروسته د هلمند پوهنتون استاد پوهنمل محمد قاسم له لوري د معالجوي طب، اقتصاد او کمپيوټر ساينس پوهنځيو استادانو د تدريس د معاصرو ميتودونو سمينار وړاندي سو، چي په‌کي د محصل‌محورۍ، پر پايلو مشتملو زده‌کړو او تدريس ميتودونو په اړه مفصل مالومات وړاندي سول.

Address

Ningarhar Road, Helmand, Lashkargah
Lashkar Gah
0093

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

+93702300728

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Bost University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Bost University:

Shortcuts

Share