20/06/2026
ورځنی حدیث شریف
ستاسو د معیاري زده کړو غوره بنسټ
20/06/2026
ورځنی حدیث شریف
19/06/2026
جمعه مبارک
14/06/2026
📢 د کارموندنې خبرتیا !
وادي هلمند شل بستریز معالجوي روغتون د خپلو روغتیايي خدمتونو د لا پیاوړتیا په موخه، د لاندې بستونو لپاره وړ او مسلکي کسان په دندو ګماري:
🔹 د داخله ناروغیو متخصص (۱ تن)
🔹 د ماشومانو متخصص (۱ تن)
🔹 ښځینه ډاکټره (۱ تنه)
🔹 قابلې (۲ تنه)
هيله ده متقاضيان د لاندي شرایطو په نظر کي نیولو سره خپل غوښتنلیکونه د اعلان د ختم تر نيټې مخکي د وادي هلمند پوهنتون د کارکوونکو چارو آمريت ته وسپاري.
✅ د ګمارنې شرطونه:
۱: په اړونده برخه کې تحصیلي سند ولري.
۲: اسناد یې د عامې روغتیا وزارت کې ثبت او تأیید سوي وي.
۳: په اړونده برخه کې لږ تر لږه دوه کاله کاري تجربه ولري.
۴: له انګلیسي ژبې سره پوره بلدتیا ولري.
۵: د بشپړ وخت دندې ترسره کولو وړتیا ولري.
🗓 مهمې نېټې:
د اعلان پیل: ۱۴۰۵/٣/۲۴
د اعلان پای: ۱۴۰۵/۴/۵
📍 پته او اړیکه:
ادرس: هلمند، لښکرګاه، کارته لګان، زابل جاده، وادي هلمند پوهنتون.
اړیکه او واټساپ: ۰۷۱۱۳۷۹۶۷۰
13/06/2026
د سميسټر نهايي آزمویني پيل سوې
د وادي هلمند پوهنتون د آزمویني د انسجام او تفاهم کمېټې د پرېکړي سره سم، د ۱۶ اونیو تدریسي او زده کړئیز بهیر د خلاصېدو سره سم، د وادي هلمند پوهنتون د ټولو پوهنځيو نهایي آزمویني پیل سوې، چي په لومړي ورځ ئې د څار او ارزوني په موخه د وادي هلمند پوهنتون محترم رئیس الحاج محمد اسمعيل (مهربان) صاحب د ټولو صحنو څخه لیدنه وکړه.
د ۱۴۰۵ هـ ل کال د پسرلني سمیسټر د نهایي آزموينو دا لړۍ به، د لوړو زده کړو وزارت د طرحي او د آزموینو د لایحې مطابق څلور اونۍ دوام ولري او د وادي هلمند پوهنتون رهبري به ئې، د لا شفافیت په موخه وخت پر وخت څاري.
نېټه: ۲۳/۳/۱۴۰۵
د نشراتو او عامه اړيکو مديريت
11/06/2026
10/06/2026
د چاپېریال ساتنې اونۍ د نمانځنې په مناسبت "د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لارو چارو" تر سرلیک لاندې علمي سمینار وړاندی سو
د ۱۴۰۵ لمريز کال د جوزا میاشتې په ۲۰مه نېټه، د چهارشنبې په ورځ، دښوونې او روزنې پوهنځي د بیولوژۍ څانګې د امر ښاغلي نوماند پوهنيار عبدالباقي (وصال) له لوري د چاپېریال د ککړتیا د مخنیوي لارو چارو" تر سرلیک لاندې علمي سمینار وړاندي سو.
ياد سمينار د پوهنتون د رئيس ، مرستيالانو ، د پوهنځي رئيسانو او اداري کارمندانو په شتون کي د قرانکريم په تلاوت سره پيل سو. په ياد سمینار کې د چاپېریال ساتنې ارزښت، د چاپېریال د ککړتیا عمده لاملونه او پر انساني روغتیا، ټولنه او طبیعي سرچینو یې اغېزې په هر اړخیز ډول تشریح سوې. همدارنګه، د هوا، اوبو او خاورې د ککړتیا د مخنیوي لپاره عملي او اغېزمنې لارې چارې ګډونوالو ته وړاندې سوې.
په سمینار کې ټینګار وشو چې د نیالګیو کښېنول، د عامه ځایونو پاک ساتل، د پلاستیکي موادو د کارونې کمول، د کثافاتو منظم مدیریت، د طبیعي سرچینو ساتنه او د چاپېریالي پوهاوي پراختیا د سالم او پاک چاپېریال په رامنځته کولو کې مهم رول لري.
د سمینار په پای کې ګډونوالو ته سپارښتنه وسوه چې د چاپېریال ساتنه یوازې د یوې ادارې دنده نه، بلکې د ټولنې د هر وګړي ګډ مسؤلیت دی او د پاک او زرغون افغانستان لپاره باید هر فرد خپل رول په ښه توګه ترسره کړي.
د نشراتو مدیريت
| Monday | 08:00 - 18:00 |
| Tuesday | 08:00 - 18:00 |
| Wednesday | 08:00 - 18:00 |
| Thursday | 08:00 - 18:00 |
| Saturday | 08:00 - 18:00 |
| Sunday | 08:00 - 18:00 |