12/06/2021
وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُمْ مُصِيبَةٌ قَالُوا إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ
د تسلیت او ډاډګیرنې پیغام
پوهاند باوري صاحب د افغانستان يو نامتو لرغونپېژندونکی، ليکوال او څېړونکی و له دې سره سره د کابل پوهنتون د استادۍ مقدسه دنده یې هم تر سره کړې نوموړی په لسګونو علمي څېړنيز اثار او په سلګونو علمي څېړنيزې مقالې د لرغون پېژندنې په برخه کې ليکلې وې، چې دافغانستان په لرغون پېژندنه، تاريخ او فرهنګ کې مهم ځای لري، چې دده له نامه پرته د افغانستان لرغون پېژندنه نيمګړې ده.
د پوهاند محمد رسول باوري مړينه د افغانستان لپاره لويه ضايعه ده، د ولسي تحریک رهبري او غړي یې د ارواښاد باوري کورنۍ او خواخوږو ته د تسليت مراتب وړاندې کوي او په دې ستر غم کې يې ځان شريک بولي، ستر څښتن دې جنت الفردوس نصیب کړي او موږ ټولو ته دى الله ج د زړه صبر راکړى .