خپلواک درمان د ساینسي علومو ښوونيز مرکز

خپلواک درمان د ساینسي علومو ښوونيز مرکز تعليمي فيسبوک پاڼه

دفاع وزارت هوایي او هوايي مدافعي پوهنځي ته د خپلواک درمان ښوونيز مرکز (4) تنه زده‌کوونکي بریالي سوي دي
27/07/2026

دفاع وزارت هوایي او هوايي مدافعي پوهنځي ته د خپلواک درمان ښوونيز مرکز (4) تنه زده‌کوونکي بریالي سوي دي

نظامي طب پوهنځي ته د خپلواک درمان ښوونيز مرکز (4) تنه زده‌کوونکي بریالي سوي دي
27/07/2026

نظامي طب پوهنځي ته د خپلواک درمان ښوونيز مرکز (4) تنه زده‌کوونکي بریالي سوي دي

نظامي طب پوهنځي ته د خپلواک درمان ښوونيز مرکز بریالي سوي زده‌کوونکي
27/07/2026

نظامي طب پوهنځي ته د خپلواک درمان ښوونيز مرکز بریالي سوي زده‌کوونکي

  ‌کوونکو_د_ستايني_لسمه_غونډهپه ډېر ویاړ او خوښۍ سره، د اسد میاشتي په درېیمه، د شنبې په ورځ، د خپلواک درمان د ساینسي علو...
26/07/2026


‌کوونکو_د_ستايني_لسمه_غونډه

په ډېر ویاړ او خوښۍ سره، د اسد میاشتي په درېیمه، د شنبې په ورځ، د خپلواک درمان د ساینسي علومو ښوونيز مرکز د کانکور د غوره زده‌کوونکو د ستایني لسمه پرتمینه او معنوي غونډه په علمي او فرهنګي فضا کي ترسره سوه

په دې مراسمو کي، چي د استادانو، د کانکور د بریالیو زده‌کوونکو، د هغوی د درنو کورنیو، ځانګړو مېلمنو او د خپلواک درمان ښوونیز مرکز د ټېم په تود او صمیمي حضور سره ترسره سول، د ۱۴۰۵ کال د کانکور له هغو غوره زده‌کوونکو څخه، چي د غوره پایلو په ترلاسه کولو سره یې د هيواد مخکښو پوهنتونونو ته لار موندلې وه، د مډالونو، ویاړلیکونو، تقدیرلیکونو او ځانګړو ډالیو په ورکولو سره ستاینه وسوه.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سوه. وروسته استاد انجنیر نورالدین خپلواک، د خپلواک ښوونیز مرکز ټېم په استازیتوب، مېلمنو ته ښه راغلاست او د ۱۴۰۵ کال د کانکور ټولو بریالیو زده‌کوونکو ،د هغوی کورنیو او د خپلواک درمان د ساینسي علومو ښوونیز مرکز استادانو ته مبارکي وویله
ښاغلي خپلواک وویل نن ورځ موږ او تاسي یوازي د څو بریالیو زده‌کوونکو د ستایني لپاره نه یو راټول سوي؛ بلکي د علم، هڅي، استقامت او مسؤلیت د ارزښت د لمانځلو لپاره سره راټول سوي یو. دا بریا یوازي د زده‌کوونکو نه ده، بلکي د والدینو د قربانیو، د استادانو د نه ستړي کېدونکو هڅو او د یوه منظم علمي نظام د ګډ کار ښکلی ثمر دی

وروسته د دوستۍ لیسې مدير ښاغلي عبدالمنان شهید زاده ، استادانو ته په خطاب کي وویل چي دا ستاسو د علم، حوصلې او اخلاص پایله ده چي نن زده‌کوونکي دې بریا ته رسېدلي دي،الله تعالی دي ستاسو هڅي قبولي کړي. او الله تعالی دي نور توفیق هم درکړي تر څو د علم او پوهي دا کاروان، روان وساتی.

وروسته د اراکوزيا پوهنتون استاد ښونيار ښاغلي انجنیر محمد ابراهیم شېرزاد، د ښوونیز مرکز د ټولو استادانو هڅي د ستایني وړ وبللې او هغو زده‌کوونکو ته یي د لا استقامت توصیه وکړله چي د کانکور د ازمويني پایلي یې مثبتي نه وي.

په پای کې، غونډه د دعا او نېکو هیلو په ویلو سره پای ته ورسېده.

انجنير نورالدين خپلواک
1405/5/3

 #په ډېر درنښت،تاسو ته بلنه درکوو چي د ۱۴۰۵ کال کانکور په ازموینه کي زموږ د غوره او بریالیو زده‌کوونکو د ستاینغونډي په ع...
23/07/2026

#په ډېر درنښت،تاسو ته بلنه درکوو چي د ۱۴۰۵ کال کانکور په ازموینه کي زموږ د غوره او بریالیو زده‌کوونکو د ستاینغونډي په علمي مراسمو کي ګډون وکړئ. ستاسو ارزښتمن حضور به زموږ علمي محفل ته لا زیات ارزښت او ښکلا ور وبخښي.

یادونه: هغه بااحساسه مشران او سوداګر چي غواړي خپل ځوانان په مادي یا معنوي ډالیو ونازوي، په همدې ستاینغونډه کي د هغوی د ستایني او هڅوني فرصت دی.

ځکه تېر کال زموږ ځوان تجار ښاغلي الحاج نقیب الله حقمل صاحب د هلمند په سطحه د کانکور لومړي مقام ګټونکي ته تر ستاينغونډي څو ورځي وروسته صفر کیلومتر موټرسايکل ډالۍ کړی وو کور یي ودان...

20/07/2026
د 1407 کال کانکور لپاره د چمتووالي ټولګی(په ساینسي علوموکي طلايي ګروپ)! : د 1405 کال د زمري/اسد مياشتي لومړی نېټه د پنجش...
18/07/2026

د 1407 کال کانکور لپاره د چمتووالي ټولګی(په ساینسي علوموکي طلايي ګروپ)!

: د 1405 کال د زمري/اسد مياشتي لومړی نېټه د پنجشنبې ورځ

هغه زده کوونکي چي غواړي د راتلونکی کال د کانکور ازموينه ورکړي او خپل د خوښي پوهنځي ته بریالی سی، او يا هم غواړي په خپل ټولګي کي ممتاز درجه ترلاسه کړي، کولای سي په دې ټولګی کي ګډون وکړي.

نوم ليکنه جریان لري!
0703696841
0702823281

د کانکور چمتووالي ځانګړی ټولګی! : د 1405 کال د زمري/اسد مياشتي درېيمه  هغه زده کوونکي چي غواړي راتلونکی کال د کانکور ازم...
18/07/2026

د کانکور چمتووالي ځانګړی ټولګی!

: د 1405 کال د زمري/اسد مياشتي درېيمه

هغه زده کوونکي چي غواړي راتلونکی کال د کانکور ازموينه ورکړي او خپل د خوښي پوهنځي ته بریالی سی، کولای سي په دې ټولګی کي ګډون وکړي.

نوم ليکنه جریان لري!
0703696841
0702823281

د هغو پوهنتونونو لست چي د 1405 کال د جدیدالشمول زده کړه یالانو د نوم لیکنې بهیر یي پیل کړی :1- کابل طبي پوهنتون 2- خوست ...
14/07/2026

د هغو پوهنتونونو لست چي د 1405 کال د جدیدالشمول زده کړه یالانو د نوم لیکنې بهیر یي پیل کړی :
1- کابل طبي پوهنتون
2- خوست شیخ زاید پوهنتون
3- ننګرهار پوهنتون
4- البیروني پوهنتون
5- کابل پولي تخنیک
6- غزني پوهنتون
7- بامیان پوهنتون
8- پروان پوهنتون
9- او لوګر پوهنتون
د نورو پوهنتونونو مهالوېش ته په تمه وسئ.

Address

Lashkar Gah

Telephone

+93705515514

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خپلواک درمان د ساینسي علومو ښوونيز مرکز posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to خپلواک درمان د ساینسي علومو ښوونيز مرکز:

Shortcuts

Share

Category