18/05/2026
د ازمويني د اضطراب اړوند علمي سيمينار داير کړل سو
نن د بست پوهنتون طب پوهنځی له لوري د ازمويني د اضطراب تر سرليک لاندي يو ورځنی علمي سيمينار داير کړل سو، کوم چې د پوهنتون لسګونو تنو محصلينو برخه پکښې اخيستې وه.
نوموړی سيمينار د قرآن کريم د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل سو، وروسته د مسلکي پراختيا مرکز(PDC) مسؤول عبدالودود طراح د خپلي وينا پر مهال محصلين زده کړو ته تشويق کړل او له هغوئ يې وغوښتل چې د خپلي تحصيلي دورې د هرې ازمويني لپاره پر له پسې بشپړ چمتو والي ونيسي تر څو د پام وړ پايلي تر لاسه او په راتلونکي کښې د ټولني لپاره د غوره غوره مصدر و ګرځي.
تر دې وروسته د طب پوهنځي د استاد، ډاکټر عبدالرزاق فايق له لوري سيمينار پيل سو، چې د ازمويني د اضطراب پر تعريف، تاريخچې، شيوع، اسبابو، د را منځته کېدلو پر مېکانيزم، تقسيم بندۍ، کلينيکي نښو، تشخيص، اختلاطاتو، درملني وقايې او پايلي يې هر هر اړخيزه بحث وکړ.
له دې سره سيمينار په وروستۍ دُعائيې سره پاته ورسېد.
د يادوني وړ ده چې د نوموړي علمي سيمينار د همږغۍ، تنظيم او تدوير چاري د مسلکي پراختيا د مرکز(PDC)، له خوا ترسره سوي وې.