د تخنیکي او مسلکي زده کړو ادارې په هکله!
هلمند مرکزي میخانیک لیسه
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from هلمند مرکزي میخانیک لیسه, School, C1street, Lashkar Gah.
14/01/2026
د تخنیکي او مسلکي زدهکړو ادارې په تیر کال کې له دولتي ادارو او مؤسساتو سره له لسو څخه ډېر هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي.
د دې هوکړه لیکونو اصلي موخه د تدریس او تعلیمي چارو ښه کول او په هیواد کې د تخنیکي او مسلکي زدهکړو له فعالیتونو ملاتړ او کارپنځونه ده.
#فعالیتهاودستآوردها
27/11/2025
د لمریزي برېښنا یا سولر برق حرفوي زده کړو د زده کوونکو فراغت غونډه تره شوه
🏫 **هلمند مرکز میخانیکي لیسه**
📅 **۱۴۰۴/لینـدۍ/۵**
د هلمند مرکز میخانیکي لیسې د لمریزي برېښنا د حرفوي زده کړو د درې میاشتني کورس د لومړۍ دورې د فراغت شانداره غونډه په بریالیتوب سره ترسره شوه.
📖 غونډه د قرآن کریم په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه. ورپسې د لیسې آمر **انجنر عبدالمالک صمیم** پرانېستونکې وینا وکړه او د تخنیکي او مسلکي زده کړو پر ارزښت، د برېښنا د برخې پر اهمیت او د سولر انرژۍ پر اړتیا مفصلې خبرې وکړې.
🛠️ د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمریت د دعوت او ارشاد محترم مدیر مولوي عبدالرحمن ابدالي او د سولر برق یو تن مسلکي ښوونکي انجنیر شیر احمد پښتون هم ویناوې وړاندې کړې. دوی په خپلو خبرو کې د حرفوي زده کړو د ارزښت تر څنګ، د لمریزي انرژۍ د راتلونکي اړتیاوو، د مسلک د پراختیا، او د هېواد د ځانبسیا کیدو لپاره د نوې ټکنالوژۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.
🔧 د زده کړو په جریان کې زدهکوونکو د عملي کار په ډول لاندې مهارتونه ترلاسه کړي دي:
• د کورني سولر سیسټم نصب، تنظیم او فعالول
• د دفتر لپاره د شبکې سره یوځای او جلا (Hybrid / Off-grid) سولر سیسټم نصبول
• د سولر انرژۍ په وسیله د اوبو پمپ چلول او د واټرپمپ لپاره د لازم DC/AC سیستم برابرول
• د سیستم د خونديتوب، میټرینګ، او تخنیکي ستونزو د تشخیص عملي تمرینونه
🎓 په رسمي برخه کې فارغینو ته **تصدیقنامې** او ممتاز زدهکوونکو ته **ستاینلیکونه** په شانداره مراسمو کې ورکړل شول.
🤲 غونډه د اختتامیې دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.
🌟 **هلمند مرکز میخانیکي لیسه** د خپلو استادانو، زدهکوونکو او هغو ټولو همکارو ادارو مننه کوي چې د دې پروګرام په بریالیتوب کې یې رغنده ونډه لرلې ده.
05/09/2025
27/08/2025
بېړه وکړئ د نوم لیکني لپاره لږه وخت پاته دی.
23/08/2025
د کاردموندني خبرتیا
02/08/2025
د هلمند ولايت د مرکز اړوند میخانیکی لیسې څخه د یو شمیر زده کوونکو د فراغت په مناسبت د یاد ښوونیز مرکز لخوا، فراغت غونډه ترسره شوه.
په دې مراسمو کې د هلمند سیمه ییزو چارواکو، قومي مشرانو او د فارغو شویو زده کوونکو د کورنیو غړو هم برخه اخیستې وه.
01/08/2025
🌟 د لومړۍ دورې د فراغت غونډه – د هلمند مرکز میخانیکي لیسه 🌟
📅 نېټه: ۱۴۰۳/۵/۱۰
📍 ځای: د هلمند مرکز میخانیکي لیسه
نن د هلمند ولایت په مرکز کې د میخانیکي لیسې د لومړۍ دورې د فارغینو د فراغت شانداره غونډه ترسره شوه. په دغه درنه او با وقاره غونډه کې د معارف ریاست، د برېښنا ریاست، د حوزوي لوی ریاست، د اداري حسابدارۍ انستیتوت، او ګڼو نورو ادارو مسؤلینو او استازو، د لیسې استادانو، زدهکوونکو، مېلمنو او د فارغینو کورنیو ګډون کړی و.
غونډه د کلام الله مجید په څو مبارکو آیتونو سره پیل شوه، ورپسې د لیسې د فعالیتونو په اړه یوه لنډه او اغېزناکه معلوماتي ویډیو ګډونوالو ته وړاندې شوه.
د لیسې آمر عبدالمالک صمیم د غونډې په ترڅ کې پر تخنیکي او مسلکي زدهکړو باندې هر اړخیزه وینا وکړه او د دغو زدهکړو ارزښت یې د هېواد د اقتصادي پرمختګ او ځوان نسل د ځانبسیاینې لپاره مهم وباله. همدارنګه، د اداري حسابدارۍ انستیتوت آمر ښاغلي عصمتالله نصرت او نورو ویناوالو د اسلام له نظره د تخنیک او مسلک پر ارزښتونو خبرې وکړې او دا ډول زدهکړې یې د هېواد د پرمختګ لپاره حیاتي وبللې.
همدارنګه د لیسي یوتن افتخاري استاد لخوا جوړ شوي د تار جوړولو، د ونو پیوند او چرګانو د چوچه کشۍ ماشینونه نندارې ته وړاندي شوه او د تالار کډونوالوته یې د کاروني په اړه معلومات ورکړل شوه.
د غونډې په وروستیو شېبو کې، د هغو همکارو ادارو مسؤلینو ته چې د میخانیکي لیسې د عملي زدهکړو په پیاوړتیا کې یې مرسته کړې وه، ستاینلیکونه ورکړل شول او صمیمانه مننه ترې وشوه.
همدارنګه، د دولسم ټولګي فارغینو ته د فراغت اسناد په شاندارو مراسمو کې وویشل شول، چې له امله یې فضا د خوښۍ او ویاړ احساس درلود.
غونډه د اختتامیه دعاء په کولو سره پای ته ورسېده.
📸 د غونډې نور انځورونه او ویډیوګانې زموږ پر پاڼه کتلای شئ.
📌 هلمند مرکز میخانیکي لیسه په خپلو هڅو، تعهد او تخنیکي کیفیت سره د نوي نسل د روزنې په برخه کې پرمختګ ته ژمنه ده.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
C1street
Lashkar Gah