عینو خصوصی وړکتون Aino Private Kindergarten

عینو خصوصی وړکتون Aino Private Kindergarten Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from عینو خصوصی وړکتون Aino Private Kindergarten, Middle School, Karta e Lagan, Lashkar Gah.

د عينو خصوصی وړکتون ژمن مسلکی او مجرب استادان تل هڅه کوی چی ستاسو داولادونو سالمه روزنه او تربيه دمختلفو میتودونو په واسطه په معیاری شکل ترسره کړی.
دغوره ماشومپالنی غوره روزنځای

اللهم صّلِ وسَلّمْ عَلۓِ نَبِيْنَامُحَمد ﷺ
13/08/2026

اللهم صّلِ وسَلّمْ عَلۓِ نَبِيْنَامُحَمد ﷺ

13/07/2026

د عینو افغان خصوصي ښوونځي استادان تل هڅه کوي چې د عصري تدریسي میتودونو په کارولو سره زده‌کوونکو ته باکیفیته، عملي او اغېزمنه زده‌کړه وړاندې کړي.

کیــفـــیــت او پرمـخـتـګ
له وړکتونه تـــر پوهنتون




🔹دعینو افغان خصوصي ښوونځۍ او وړکتون اداره🔸
🏫 پته: زراعت نمرې، کارته لگان، لښکرګاه ښار، هلمند، افغانستان
📞 د اړیکو شمېره: 0700003178

عینو تعلیمي او تربیوي نهاد د ښوونځی په برخه کې د خپلو تدریسي چارو د لا ښه پرمخ بېولو لپاره په لاندې برخو کې نارینه او ښځ...
04/06/2026

عینو تعلیمي او تربیوي نهاد د ښوونځی په برخه کې د خپلو تدریسي چارو د لا ښه پرمخ بېولو لپاره په لاندې برخو کې نارینه او ښځینه ښوونکو ته اړتیا لري:

(اسلامیات، عربي، پښتو، دري، ریاضي، فزیک، کیمیا، بیولوژي، اجتماعیات او لابرانټ ښوونکي)

✔ د لیسانس سند لرونکي یا لږ تر لږه ۱۴ پاس وي.
✔ د تدریس په برخه کې لږ تر لږه دوه کلنه کاري تجربه ولري.
✔ د اړوند مضمون مسلکي او فارغ وي.
✔ له کمپیوټر او ټکنالوژۍ سره بلدتیا ولري.
✔ غوره شخصیت، نېک سیرت او د تدریس اړوند لازم مهارتونه ولري.

که تاسو غواړئ چې له عینو تعلیمي او تربیوي نهاد سره یو ځای د هېواد د پرمختللي او روښانه راتلونکي لپاره په پوره ژمنتیا او لوړ احساس ګډې هڅې وکړئ، نو خپل د زده کړو اسناد، CV، کاري تجربې اسناد او د اړوندو درسي مضامینو نومونه، له یوه روښانه انځور سره یو ځای په سافټ بڼه لاندې واټساپ شمېرې ته واستوئ، یا هم د ښوونځي ادارې ته مراجعه وکړئ.

نوټ: یوازې د تعلیم او تربیې پوهنځي فارغ کسان د ثبت‌نام کولای سي!

کیــفـــیــت او پرمـخـتـګ
له وړکتونه تـــر پوهنتون




🔹دعینو افغان خصوصي ښوونځۍ اداره🔸
🏫 پته: زراعت نمرې، کارته لگان، لښکرګاه ښار، هلمند، افغانستان
📞 د اړیکو شمېره: 0700003178

د عینوافغان خصوصي ښوونځی د ۱۴۰۴–۱۴۰۵ ښوونیز کال د کلنیو ازموینو بهیر په پوره شفافیت، نظم او لوړ همت سره روان دی!عینوافغا...
04/06/2026

د عینوافغان خصوصي ښوونځی د ۱۴۰۴–۱۴۰۵ ښوونیز کال د کلنیو ازموینو بهیر په پوره شفافیت، نظم او لوړ همت سره روان دی!

عینوافغان خصوصي ښوونځی د کلنیو ازموینو پروسه د یو دقیق پلان، شفافیت او زده‌کوونکو ته د مناسب چاپېریال برابرولو په اساس پیل کړې ده. زده‌کوونکي په بشپړ ذهني، علمي او اخلاقي چمتووالي سره ازموینو ته حاضرېږي، او ښوونځی نهایتاً هڅه کوي چې دا پروسه باید عادلانه، معیاري او هر اړخیزه مؤثروالي سره ترسره شي.

یاد ازموینې د زده‌کوونکو د یو کلني زحمت او زیار ارزونه کوي — هڅه، تمرکز او باور د بریا اساسي زینې دي.

هیله ده چې ټول زده‌کوونکي د خپلو هڅو او زده‌کړو غوره پایلې ترلاسه کړي او ازموینې په بریالیتوب سره بشپړې کړي.

🔹 د عینو افغان خصوصي ښوونځي اداره 🔸
🏫 پته: زراعت نمرې، کارته لګان، لښکرګاه ښار، هلمند، افغانستان
📞 د اړیکو شمېره: 0700003178

د کتاب نړیواله ورځ مو مبارک سه!کتاب د ژوند هغه ملګری دی چي په مطالعې سره یې انسان د کمال درجې، محبوبیت او خپلو همزولو له...
23/04/2026

د کتاب نړیواله ورځ مو مبارک سه!

کتاب د ژوند هغه ملګری دی چي په مطالعې سره یې انسان د کمال درجې، محبوبیت او خپلو همزولو له منځه په لوړ شخصیت سره معرفي کیږي.

📖 قدرمنو والدینو ماشومان مو له ځیرکو موبایلونو لرې وساتئ او د دوی د پوهې دکچې سره سم مناسب کتابونه ورته ډالۍ کړئ. دا کار به مو کور او کلی د پوهې په رڼا روښانه کړي.

#عینو #کتاب #23

کیــفـــیــت او پرمـخـتـګ
له وړکتونه تـــر پوهنتون




🔹دعینو افغان خصوصي ښوونځۍ اداره🔸
🏫 پته: زراعت نمرې، کارته لگان، لښکرګاه ښار، هلمند، افغانستان
📞 د اړیکو شمېره: 0700003178

د کتاب نړیواله ورځ مو مبارک سه!

کتاب د ژوند هغه ملګری دی چي په مطالعې سره یې انسان د کمال درجې، محبوبیت او خپلو همزولو له منځه په لوړ شخصیت سره معرفي کیږي.

📖 قدرمنو والدینو ماشومان مو له ځیرکو موبایلونو لرې وساتئ او د دوی د پوهې دکچې سره سم مناسب کتابونه ورته ډالۍ کړئ. دا کار به مو کور او کلی د پوهې په رڼا روښانه کړي.

#عینو #کتاب23

کیــفـــیــت او پرمـخـتـګ
له وړکتونه تـــر پوهنتون




🔹دعینو افغان خصوصي ښوونځۍ اداره🔸
🏫 پته: زراعت نمرې، کارته لگان، لښکرګاه ښار، هلمند، افغانستان
📞 د اړیکو شمېره: 0700003178

21/03/2026

د قرآن کریم د تلاوت او ختم مبارک پروګرام!!

د روژې مبارکې میاشتې په وروستۍ ورځ، د عینو وړکتون نازولو او معصومو ماشومانو د قرآن کریم تلاوت او ختم په ډېره درناوي او روحانیت سره ترسره کړ.

په دې ښکلي او معنوي پروګرام کې، ماشومانو د خپلو ښوونکو تر لارښوونې لاندې د قرآن کریم تلاوت وکړ او د ختم په کولو سره یې د ایمان، مینې او زده‌کړې یو الهام‌بښونکی مثال وړاندې کړ.
د پروګرام په پای کې، د ماشومانو له لوري د ختم شېریني په خوښۍ سره پر نورو ماشومانو ووېشل سوه، چې د ورورولۍ، مینې او شریکولو ښکلی پیغام یې څرګند کړ.

عینو وړکتون تل هڅه کوي چې خپلو زده‌کوونکو ته د اسلامي اصولو پر بنسټ سالمه روزنه او معیاري زده‌کړه وړاندې کړي، څو هغوی د دین، اخلاقو او علم په رڼا کې روښانه راتلونکی ولري.

الله تعالی دې د ټولو ماشومانو تلاوتونه قبول کړي او دوی دې د قرآن کریم له لارښوونو سره سم ژوند کولو ته بریالي کړي.



#روژه

#وړکتون
#ماشوم


20/03/2026
20/03/2026

ګرانو والدینو!!
د عینو وړکتون د ګلالیو او تنکیو ماشومانو له لوري دنیکمرغه کوچني اختر مبارکي ومنی. هیله ده دا مبارکې ورځې مو د خوښۍ، مینې او سلامتۍ څخه ډکې وي.
هیله ده د اختر په خوږو ورځو کې د خپلو ماشومانو روغتیا او خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړئ، په ځانګړي ډول د لوبو او تفریحي ځایونو پر مهال له هر ډول ټپ او خطر څخه خوندي پاتې سي.

راځئ چې خپلو ماشومانو ته داسې چاپېریال برابر کړو چې د اختر خوښۍ په امن، خوشحالۍ او له خپلو کورنیو سره په مینه تېرې کړي.

اختر مو مبارک سه او ماشومان مو تل روغ او خوشحاله اوسه.

درخصتۍ خبرتیا!د عینوتعلیمي اوتربیوي نهاد!{وړکتون، ښوونځی} ټولو کارمندانو، استادانواو ګرانو زده‌کوونکو ته خبر ورکول کېږي ...
14/02/2026

درخصتۍ خبرتیا!
د عینوتعلیمي اوتربیوي نهاد!{وړکتون، ښوونځی} ټولو کارمندانو، استادانواو ګرانو زده‌کوونکو ته خبر ورکول کېږي چې له افغانستان څخه د پخواني شوروی اتحاد ځواکونو د ماتې او وتلو ورځې د ۳۷مې کلیزی په مناسبت به تعلیمي بهیر یواځي سبا چي د دلوي میاشتې له ۱۴۰۴/۱۱/۲۶ نېټې څخه تر ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ نېټې پورې رخصت وي.
د یادونې وړ ده چې د زده‌کوونکو تعلیمي بهیر به د دلوي میاشتې په ۱۴۰۴/۱۱/۲۷ نېټه، چې د دوشنبې ورځې سره برابره ده، په عادي ډول بیا پیل شي.
په درنښت
د عینو خصوصي وړکتون اداره

Address

Karta E Lagan
Lashkar Gah
3901

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 08:00 - 16:00
Wednesday 08:00 - 16:00
Thursday 08:00 - 16:00
Saturday 08:00 - 16:00
Sunday 08:00 - 16:00

Telephone

+93700003178

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when عینو خصوصی وړکتون Aino Private Kindergarten posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to عینو خصوصی وړکتون Aino Private Kindergarten:

Shortcuts

Share

Category