27/05/2026
د عمرعادل خصوصي ښوونځي درنو زدهکوونکو خپل د اختر مبارکۍ پیغامونه له خپلو کورونو څخه رالېږلي دي، چې پکې یې د هېواد ټولو قدرمنو هېوادوالو ته د نېکمرغه اختر مبارکي وړاندې کړې ده.
دوی د مینې، یووالي او ورورولۍ په احساس، ټولو مسلمانانو ته د خوښیو، سولې او سوکالۍ هیلې څرګندې کړې دي.
اختر مو مبارک، وطن مو ودان او خوشحال شه!