کندوز پوهنتون Kunduz University

کندوز پوهنتون Kunduz University د کندوز پوهنتون رسمي فیسبوک پاڼه

سمینار نقش مدیریت زمان در پیشرفت علمی و مسلکی محصلانمدیریت عمومی کلینیک آموزش حقوقی آمریت انسجام خدمات محصلان معاونیت مح...
17/08/2026

سمینار نقش مدیریت زمان در پیشرفت علمی و مسلکی محصلان

مدیریت عمومی کلینیک آموزش حقوقی آمریت انسجام خدمات محصلان معاونیت محصلان، با همکاری مؤسسه محترم اکتید، سمینار یک‌روزه‌ای را تحت عنوان «نقش مدیریت زمان در پیشرفت علمی و مسلکی محصلان» برای محصلان در تالار کلینیک آموزش حقوقی برگزار نمود.

این سمینار به هدف بلندبردن سطح آگاهی محصلان در زمینه اهمیت مدیریت درست زمان، تنظیم برنامه‌های درسی، استفاده مؤثر از اوقات و ایجاد توازن میان فعالیت‌های علمی و مسلکی برگزار گردید.

در جریان سمینار، موضوعات مهم مرتبط با مدیریت زمان، شیوه‌های تنظیم برنامه روزانه و هفتگی، تعیین اولویت‌ها، جلوگیری از اتلاف وقت و نقش مدیریت زمان در بهبود فعالیت‌های علمی و مسلکی محصلان مورد بحث و بررسی قرار گرفت.

همچنان، برای محصلان در زمینه استفاده مؤثر از فرصت‌های موجود و ایجاد عادت‌های مناسب برای پیشرفت در امور درسی و مسلکی معلومات لازم ارائه گردید و به پرسش‌های اشتراک‌کنندگان نیز پاسخ داده شد.

در پایان، از همکاری مؤسسه محترم اکتید و اشتراک فعال محصلان در این برنامه قدردانی به عمل آمد.

مورخ: دوشنبه،
۱۴۰۵/۵/۲۶ هـ ش
مدیریت نشرات و آگاهی عامه

17/08/2026
برگزاری سیمنار آگاهی‌دهی در مورد حقوق، مصونیت و محافظت اطفالمدیریت عمومی کلینیک آموزش حقوقی آمریت انسجام خدمات محصلان مع...
16/08/2026

برگزاری سیمنار آگاهی‌دهی در مورد حقوق، مصونیت و محافظت اطفال

مدیریت عمومی کلینیک آموزش حقوقی آمریت انسجام خدمات محصلان معاونیت محصلان پوهنتو کندز، به همکاری مؤسسه محترم اکتید، روز پنجشنبه مؤرخ ۲۲ اسد ۱۴۰۵، سیمنار یک‌روزه‌ای را تحت عنوان «آگاهی‌دهی در مورد حقوق، مصونیت و محافظت اطفال» برای محصلان در تالار کلینیک آموزش حقوقی برگزار نمود.

در این سیمنار، پیرامون حقوق اساسی اطفال، مصونیت و راه‌های محافظت از آنان معلومات لازم به محصلان ارائه گردید و بر اهمیت آگاهی حقوقی در زمینه حمایت از اطفال تأکید صورت گرفت.

هدف از برگزاری این برنامه، بلند بردن سطح آگاهی حقوقی محصلان و افزایش معلومات آنان در زمینه حقوق، مصونیت و محافظت اطفال عنوان گردید.

مورخ: پنجشنبه
۱۴۰۵/۵/۲۲ هـ ش
مدیریت نشرات و آگاهی عامه

13/08/2026

د هېواد (۱۹) ولايتونو د روغتيايي علومو انسټيټيوټونو ايګزيټ، د (۳۱) ولايتونو د علمای کرامو د سويې تثبيت(ثانويه او مافوق ثانويه) او د نیمروز ولایت اختصاصي کانکور ازموینو ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو ثبت لړۍ پیل شوه!

د ازموینو عمومي ادارې له لوري د (بادغیس، بدخشان، بغلان، تخار، جوزجان، سرپل، غور، فاریاب، کندز، سمنګان، کونړ، دایکندي، ارزګان، هلمند، کندهار، ننګرهار، لغمان، نیمروز او فراه) ولایتونو د روغتيايي علومو انسټيټيوټونو ايګزيټ، د (کابل، کاپیسا، لوګر، کندهار، ارزګان، هلمند، پکتیا، پکتیکا، خوست، بلخ، سمنګان، ننګرهار، لغمان، هرات، فراه، بادغیس، بامیان، بدخشان، بغلان، تخار، جوزجان، دایکندي، زابل، سرپل، غزني، غور، فاریاب، کندز، کونړ، نورستان او نیمروز) ولايتونو د علمای کرامو د سويې تثبيت او د نیمروز ولایت د عمومي کانکور او اختصاصي کانکور ازموينې ګډونوالو د بایومتریک معلوماتو د ثبت بهیر، د خبرتیا مطابق، نن پنجشنبه، د ۱۴۰۵ کال د زمري/اسد میاشتې په (۲۲مه) نېټه، د سهار له (۸) بجو څخه پیل شو، چې د مازدیګر تر (۴) بجو پورې به دوام ولري.

د يادو ازموينو ګډونوالو ازموینه به سبا(جمعه) د ۱۴۰۵ کال زمري/ اسد مياشتې په (۲۳مه) نېټه واخيستل شي...........
روند ثبت معلومات بایومتریک داوطلبان امتحان ایگزیت انستیتوت‌های علوم صحی (۱۹) ولایت، امتحان تثبیت سویۀ علمای کرام (ثانویه و مافوق ثانویه) در (۳۱) ولایت و امتحان اختصاصی کانکور ولایت نیمروز آغاز شد!

روند ثبت معلومات بایومتریک داوطلبان امتحان ایگزیت انستیتوت‌های علوم صحی ولایت‌های (بادغیس، بدخشان، بغلان، تخار، جوزجان، سرپل، غور، فاریاب، کندز، سمنگان، کنر، دایکندی، ارزگان، هلمند، کندهار، ننگرهار، لغمان، نیمروز و فراه)، امتحان تثبیت سویۀ علمای کرام ولایت‌های (کابل، کاپیسا، لوگر، کندهار، ارزگان، هلمند، پکتیا، پکتیکا، خوست، بلخ، سمنگان، ننگرهار، لغمان، هرات، فراه، بادغیس، بامیان، بدخشان، بغلان، تخار، جوزجان، دایکندی، زابل، سرپل، غزنی، غور، فاریاب، کندز، کنر، نورستان و نیمروز) و امتحانات کانکور عمومی و کانکور اختصاصی ولایت نیمروز مطابق اطلاعیه، امروز پنج‌شنبه، ۲۲ اسد ۱۴۰۵، از ساعت ۸ صبح آغاز شد و تا ساعت ۴ بعد از ظهر ادامه داشت.

امتحان داوطلبان امتحانات مذکور فردا جمعه، ۲۳ اسد ۱۴۰۵، برگزار می‌شود.

کندوز پوهنتون کې د رهبري شورا مجلس ترسره شو.د کندوز پوهنتون د رئیس الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت په مشرۍ د دغه پوهنتون ...
09/08/2026

کندوز پوهنتون کې د رهبري شورا مجلس ترسره شو.

د کندوز پوهنتون د رئیس الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت په مشرۍ د دغه پوهنتون د رهبري شورا مجلس ترسره شو، چې په کې د پوهنتون مرستیالانو او د بېلابېلو پوهنځیو رئیسانو ګډون کړی و.

یاد مجلس د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو.

ورپسې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت د مجلس ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د مجلس په پیل کې یې د ا.ا.ا د امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه الله د هدایتونو د لا ښه او پر وخت د تطبیق پر اهمیت ټینګار وکړ.
همداراز، مولوي صاحب د خپل وروستي سفر مرکز ته د اړوندو فعالیتونو په اړه معلومات د رهبري شورا له غړو سره شریک کړل.

وروسته د مجلس د اجنډا سره سم پر بېلابېلو موضوعاتو بحث او هر اړخیزې خبرې وشوې او د اړوندو موضوعاتو په اړه لازمې پرېکړې ترسره شوې.

نېټه: یکشنبه،
۱۴۰۵/۵/۱۸ هـ.ش
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

______________________

نشست شورای رهبری پوهنتون کندز برگزار شد.

نشست شورای رهبری پوهنتون کندز به ریاست الحاج مولوی صاحب عبدالهادی همت، رئیس این پوهنتون، برگزار شد که در آن معاونین پوهنتون و رؤسای پوهنځی‌های مختلف اشتراک داشتند.

این نشست با تلاوت آیات مبارک قرآن کریم آغاز شد.

سپس الحاج مولوی صاحب عبدالهادی همت، رئیس پوهنتون کندز، به اشتراک‌کنندگان مجلس خوش‌آمدید گفت و در آغاز سخنان خود بر اهمیت تطبیق بهتر و به‌موقع هدایات امیرالمؤمنین شیخ صاحب حفظه‌الله تأکید کرد.

همچنان، مولوی صاحب در مورد سفر اخیر خویش به مرکز و فعالیت‌های مرتبط با آن، معلومات لازم را با اعضای شورای رهبری شریک ساخت.

در ادامه، مطابق اجندای مجلس، پیرامون موضوعات مختلف بحث و گفت‌وگوی همه‌جانبه صورت گرفت و در مورد موضوعات مطرح‌شده تصامیم لازم اتخاذ شد.

تاریخ: یکشنبه،
۱۴۰۵/۵/۱۸ هـ.ش
مدیریت عمومی نشرات و آگاهی عامه

کندوز پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اداري ناسته ترسره شوه.د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري...
05/08/2026

کندوز پوهنتون کې د مالي او اداري چارو معاونیت اداري ناسته ترسره شوه.

د کندوز پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت له لوري اداري ناسته ترسره شوه، چې پکې د مالي او اداري چارو مرستیال شیخ جان محمد مرادي، آمرینو او مدیرانو ګډون کړی و.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شوه.

ورپسې د مالي او اداري چارو مرستیال شیخ جان محمد مرادي د پرانیستې وینا وړاندې کړه. نوموړي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د اداري اصولو، دندو ته د ژمنتیا، د چارو پر وخت ترسره کولو او د مسؤلینو د لارښوونو د عملي کولو پر اهمیت خبرې وکړې. همدارنګه یې د غونډې د اجنډا اړوند مهم موضوعات تشریح کړل.

وروسته د غونډې د اجنډا له مخې پر بېلابېلو اداري موضوعاتو هر اړخیز بحث او د نظرونو تبادله وشوه او اړینې پرېکړې ترسره شوې.

غونډه په پای کې د خیر او برکت په دعا سره پای ته ورسېده.

نېټه:سه‌شنبه،
۱۴۰۵/۵/۱۳ هـ.ش
د نشراتو او عامه پوهاوي عمومي مدیریت

02/08/2026

د کندز پوهنتون ۷ پوهنځيو ۲۶ څانګو څخه ۵۵۰ تنه محصلین فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول
په همدې مناسبت په کندز پوهنتون کې جوړې شوې فراغتغونډه کې د کندز ولایت والي الحاج مولوي نصرالله مطیع، د امام قتیبه بن سعید دیني جامعې رئیس، د علماوو شورا غړي، د ولایتي ادارې یو شمېر مسؤلینو، د کندز پوهنتون رهبري پلاوي، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.
په یاده غونډه کې د کندوز ولایت والي مولوي نصرالله مطیع وویل چې افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی او تعلیم ‌یافته ځوانان د ملک د راتلونکي اصلي پانګه ده او ویې ویل چې ځوانان باید په خلکو کې د یووالي او اتفاق روحیه پیاوړې وساتي.
همدارنګه د کندز پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت وویل چې د پوهنتون هڅه دا ده، څو محصلان د دیني او عصري علومو په رڼا کې وروزي، چې د ملک د پرمختګ او ټولنې د خدمت لپاره چمتو شي. هغه زیاته کړه چې پر محصلانو د بیت ‌المال بودیجه مصرف شوې، نو له همدې امله د ټولنې او خلکو پر وړاندې دروند مسئولیت لري.
د یادونې وړ ده چې په دغه فراغتغونډه کې د حقوقو او سیاسي علومو، شرعیاتو، اقتصاد، کمپیوټر ساینس، ښوونې او روزنې، زراعت او وترنري پوهنځیو محصلین شامل وو.

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره اصلاحي مجلس ترسره شو.د کندوز پوهنتون د د...
29/07/2026

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د اداري او خدماتي کارکوونکو لپاره اصلاحي مجلس ترسره شو.

د کندوز پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري، د پوهنتون د رئیس الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت په مشرۍ، د مالي او اداري مرستیال مولوي صاحب جان محمد مرادي، د دعوت او ارشاد آمر، مولوي عبدالحکیم عابدي، اداري او خدماتي کارکوونکو په ګډون اصلاحي مجلس ترسره شو.

غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د کندوز پوهنتون رئیس الحاج مولوي صاحب عبدالهادي همت د غونډې د پرانیستې وینا پر مهال د اداري او خدماتي کارکوونکو د مسئولیتونو، غوره کاري اخلاقو او د مراجعینو د رضایت پر اهمیت هر اړخیزې خبرې وکړې.

نوموړي ټینګار وکړ چې د پوهنتون ټول کارکوونکي باید له مراجعینو سره په ښه اخلاق، درناوي او نرم چلند برخورد وکړي، د هغوی ستونزو ته په وخت رسېدنه وکړي. همدارنګه یې د دعوت او ارشاد د مجلسونو او د پوهنتون د رسمي غونډو پر ارزښت خبرې وکړې او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې په ټاکلي وخت دغو مجلسونو او غونډو ته حاضر شي او د ادارې د نظم او انضباط په ساتلو کې خپل مسئولیت ادا کړي.

په غونډه کې د اداري چارو د لا ښه تنظیم، د اسلامي او اداري اصولو د پلي کېدو، د همکارۍ د پیاوړتیا او د خدمتونو د کیفیت د لوړولو په اړه هم لازمې سپارښتنې وشوې.

غونډه د مالي او اداري مرستیال مولوي صاحب جان محمد مرادي په دعائیې سره پای ته ورسېده.

نېټه: چهارشنبه،
۱۴۰۵/۵/۷ هـ ش
د نشراتو او عامه اړیکو عمومي مدیریت

Address

Kabul Kunduz Main Road
Kunduz
3501

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Friday 00:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00

Telephone

+93767769647

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کندوز پوهنتون Kunduz University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to کندوز پوهنتون Kunduz University:

Shortcuts

Share