نرنګ پوهنې آمریت د نشراتو څانګه

نرنګ پوهنې آمریت د نشراتو څانګه موږ د پوهنې کیفیت تضمینوو!

د پوهنې وزارت خبرتیا د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ښوونکو او ۵، ۶ اداري «۱۸۸۰» بستونو اعلانپه پام کې ده، چې د پوهنې وزارت ل...
29/10/2024

د پوهنې وزارت خبرتیا
د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ښوونکو او ۵، ۶ اداري «۱۸۸۰» بستونو اعلان

په پام کې ده، چې د پوهنې وزارت له لوري د آزموینو ملي ادارې سره په همکارۍ، د هېواد په ۹ ولایتونو (لوګر، پروان، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، بغلان، کندز، بدخشان او بادغیس) کې د ښوونکو، د عمومي او سواد زده کړو د پینځم او شپږم ۱۸۸۰ بستونو لپاره یوه رقابتي ډله ییزه آزموینه واخیستل شي.
د اعلان د پیل نېټه: ۴/۲۴ /۱۴۴۶هـ .
د اعلان د پای نېټه: ۵/۴ /۱۴۴۶هـ. .

د بستونو د استخدام شرایط:
د ولایتونو د مرکزونو په پوهنې ریاستونو کې:
ــ د اسلامي زده کړو په برخه کې لږ تر لږه ۱۴ پاس یا د هغې معادل سند درلودل؛
ــ د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو بستونو لپاره لږ تر لږه د بکلوریا سند (۱۲ پاس)درلودل؛

د غوښتنې لپاره لارښوود:
د دې پروسې لپاره غوښتونکي کولی شي، د پوهنې ریاست او د ولسوالیو پوهنې آمریتونو ته مراجعه وکړي.
د غوښتنې فورمې له ډکولو وروسته، غوښتونکی باید د خپلو تحصیلي اسنادو او پېژندپاڼې یوه- یوه کاپي له یادې فورمه سره ضمیمه کړي او وروسته یې وسپاري.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره لاندې لېنکونو ته مراجعه وکړئ:
www.jobs.af
www.moe.gov

د بستونو د ډانلوډ لینک ادرس:
https://docs.google.com/spreadsheets/d/1APpFxI8axzXwxQNkKpwUXODP_5gzI9HR/edit?usp=drive_link&ouid=108079836578558439205&rtpof=true&sd=true

Jobs.af Afganistan's first one-stop jobs portal for employers and jobseekers to connect within the site's comprehensive database. Jobs.af presents a complete range of recruitment.

01/10/2024

د پوهنې وزارت د علمي شورا د تخصصې بستونو د ګمارنې اعلان

علمي شورا د پوهنې وزارت په تشکیلاتي جوړښت کې پخوا موجوده وه، اما په وروستیو کې یاده شورا د پوهنې وزرات د تشکیل څخه حذف شوې وه. د پوهنې وزارت رهبري په پام کې لري چې علمي شورا د اړتیاوو له مخې بیاځلې د پوهنې وزات په چوکاټ کې رامنځته کړي، چې له همدې امله د پوهنې وزارت د ۱۴۰۳ کال په تشکیلاتي جوړښت کې د علمي شورا ریاست د ریاست الوزراء د عاليی مقام له لوري منظور شو.
د پوهنې وزارت د علمي شورا په بستونو کې د ګمارلو په موخه علماء کرامو، مسلکي او باتجربه متخصصو کارمندانو ته اړتیا لري تر څو د یوې شفافې او آزادي سیالۍ له لارې وګمارل شي. له دې امله په هیواد کې د معارف د علمی شورا علاقه مندو ټولو کاندیدانو څخه په درنښت هېله کیږي چې د علمي شورا د بستونو د دندو د عمومي لایحې، شرایطو او معیارونو په پام کې نیولو سره خپل غوښتنلېکونه، تحصیلي سندونه او د تحصیلي دورې (ماسترۍ) تحصیلي نمرو یا ترانسکریپت یوه کاپي په آزموینه کې د ګډون په موخه د پوهنې وزارت د علمي شورا د ګمارنې ټاکل شوې کمېټې ته وسپاري.
د علمي شورا بستونه ټول تخصصيی او دریم بستونه دي چې په لاندې ډول ذکر کیږي:
د بست عنوان
د بست تعداد
د بست عنوان
د بست تعداد
د تقنیني سندنو د شرعي تخریج ارشد متخصص (دریم بست)
4
د ښوونې او روزنې د تاریخ او جغرافیې (اجتماعي علومو) د زده کړو ارشد متخصص (دریم بست)
1
د ښوونې او روزنې د اسلامي زده کړو ارشد متخصص (دریم بست)
1
د ښوونې او روزنې د اقتصاد ارشد متخصص (دریم بست)
1
د تقنین ارشد متخصص
(دریم بست)
2
د عمومي زده کړو ارشد متخصص
(دریم بست)
1
د ښوونې او روزنې د مدیریت ارشد متخصص (دریم بست)
1
د لویانو/ بزرګسالانو د زده کړو ارشد متخصص (دریم بست)
1
د ښوونیز نصاب د پراختیا ارشد متخصص (دریم بست)
1
د ښوونې او روزنې د تاریخ او فلسفې ارشد متخصص (دریم بست)
1
د پلان او پالیسۍ ارشد متخصص
(دریم بست)
1
د ښوونې او روزنې د روانشناسۍ ارشد متخصص (دریم بست)
1
د ساینس د زده کړو ارشد متخصص
(دریم بست)
1
د ښوونې او روزنې د څېړنو/تحقیقاتو ارشد متخصص (دریم بست)
1
له ِغوښتنلیک سره د لاندې اسنادو تسلیمول لازمې دي:
✓ غوښتنلېک/ عریضه ( د وتس اپ شمیره حتما ولیکئ)
✓ د هویت تذکرې کاپي
✓ د تحصیلې دورې سندونو کاپي (لسانس، ماسټری، دوکتورا)
✓ د تحصیلې دورې نمرات( ترانسکریپټ)
✓ خلص سوانح، حد اقل ۵ کلنه کاري تجربه او علماء کرامو لپاره حد اقل 3 کلنه تدریسی تجربه (د کارې تجربې سند د اړونده ه ادارې لخوا تایید شوی وي)
✓ د خارجې ژبې (عربي یا انګریزي) ژبې سند (که څوک ې لري)
✓ د کمپیوټر زده کړې ( (MS-Office سند (که څوک یې لري)، د اړونده تخصصې بست سره سم د سافټ ویرو په پروګرامونو ( (STATA, SPSS پوهېدل. (په استثنا د‌ علماء کرامو)
د علمي شورا د تخصصې بستونو د دندو د ګمارنې عمومي لایحه، شرایط، معیارونه او وړتیاوي په لاندې ډول دي:
د پوهنې وزارت د علمي شورا د غړو د استخدام لپاره د دندو د لایحې او مسلکي شرایطو مسوده

عمومي موخه: د پوهنې وزارت د تقنیني سندونو، پالیسیو او پلانونو طرحه، تدوین، تدقیق او بررسي، د علمي، مسلکي او حقوقي مشورو ورکول او د مثبتو ملي او نړیوالو ښوونیزو او روزنیزو تجربو انتقالول تر څو یې د تړاو، مؤثریت، مثمریت، عدالت او انډولتیا، پایښت او د پلي کیدو د وړتیا څخه د اسلام د سپېڅلي دین ، حنفي فقهې، د رهبرۍ د حکمونو او فرمانونو او د افغانستان د اسلامي امارت د کابینې د مصوبو پر بنسټ ډاډ ترلاسه شي.
دندې او مسؤولیتونه:
1. د اسلام د سپيڅلي دين د هویت او ملي ارزښتونو د پیاوړتیا په موخه د پوهنې وزارت د ښوونیزو او روزنیزو اهدافو، پالیسیو او تګلارو ټاکل.
2. د پوهنې وزارت د برنامو د ښوونیز نصاب د چوکاټ تصویبول.
3. د تقنیني سندونو د طرحو تدوین او تدقیق او د پوهنې وزارت لخوا د ورسپارل شوو حقوقي موضوعاتو کتنه او څیړنه.
4. د ټولنې سالمو اړتیاوو ته د ځواب ویلو او رسیدو په موخه د پوهنې وزارت د تقنیني سندونو او پالیسیو په پرله پسې توګه بیاکتنه او ارزونه.
5. د ښوونې او روزنې اړونده څېړنو، ارزونو، علمي مقالو، لیکنو او ژباړو په هکله د نظر څرګندول.
6. د هېواد د نافذه قوانینو سره سم د پوهنې وزارت د پالیسیو د اصلاح او پراختیا په موخه د پوهنې له ادارو او برنامو سره دلازمې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول.
7. د پوهنې وزارت اړونده ادارو او برنامو ته د علمي، مسلکي او حقوقي مشورو ورکول.
8. د ښوونې او روزنې په هکله د ملي او نړیوالو معتبرو علمي څیړنو د وروستیو موندنو دوامداره مطالعه او د هغې پر بنسټ د ښوونې او روزنې د سمون، ودې او پرمختګ لپاره د نظریاتو او وړاندیزونو شریکول.
9. د پوهنې وزارت د تقنیني سندونو، تعلیمی نصاب، پالیسیو، پلانونو، تشکیل او بودیجې د طرحې او پراختیا په موخه په غونډو کې د اړتیا سره سم ګډون کول.
10. د پوهني د کیفیت د ښه والي لپاره مناسب او لازم وړاندیزونه او نظرونه ترتیبول او ارائه کول.
11. د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د پوهنې وزارت د رهبرۍ لخوا سپارل کیږي.

د علمي شورا د تخصصې بستونو (ارشد متخصصینو) د ګمارنې لپاره مسلکي شرایط او دارزونې طریقه
شمېره
شرایط او وړتیاوې
د ارزونې طریقه
1
د ماسټرۍ سند یا د عالمیه دورې سند درلودل، لوړې تحصیلي درجې ته ترجیح ورکول کیږي؛
د لوړو زده کړو وزارت لخوا د تحصیلي سند تأییدول؛
2
د اړونده بست او تخصصي ساحې سره د تحصیلي رشتې تړاو؛
د پوهنې وزارت د ټاکل شوې کمیټې لخوا تأییدول؛
3
د ۵ کلنې مرتبطې کاري تجربې درلودل؛
د اړونده ادارې لخوا د کاري تجربې تأیید؛
4
د هېواد په رسمي ژبو (پښتو او دري) تسلط لرل؛
د افهام او تفهیم مهارت درلودل او په یادو ژبو کې د لیکنې په اصولو او قواعدو تسلط لرل؛
5
عربي او یا انګریزي ژبو سره بلدتیا (د علمي سندونو او متنونو د پوهیدو وړتیا لرل)؛
د نړیوالو ژبو څخه د هېواد رسمي ژبو ته د یو علمي متن ژباړه یا لنډیز؛
6
د افهام او تفهیم، تجزیې، شننې، د ستونزې د حل، نوښت او په ټیم کې د کارکولو د مهارتونو لرل؛
د ښوونې او روزنې د یو علمي متن په تړاو په لیکلي بڼه د نظر څرګندول (د مثبتو ټکو، منفي ټکو، د سمون له پاره وړاندیز، بشپړوالی او پایلې) ؛
7
د انټرنیټ، بریښنالیک او آفیس پروګرام د کارولو په ځانګړې توګه Word، Excel او PowerPoint وړتیاوو لرل (په استثنا د‌ علماء کرامو)؛
په نظري او عملي ډول د یادو شوو مهارتونو ارزونه؛
8
د ریاضي او احصائیې د اساساتو څخه د ګټې اخېستلو د مهارت لرل (په استثنا د‌ علماء کرامو)؛
د سافټویرونو په کارولو سره د ارقامو/خامو معلوماتو تجزیه او شننه
9
لږترلږه د (%75) ماسټرۍ دورې د کادري نمرو لرل، ممتاز او یا هم جیدجداً؛
د پوهنې وزارت د ټاکل شوې کمیټې لخوا د تأیید شوي تحصیلی سند بررسی کول؛

د علمي شورا د ګمارنې کمېټي د دفتر ادرس: د پوهنې وزارت مرکزې تعمیر، څلورم منزل، الف دهلیز د علمې شورا د ګمارنې کمېټې دفتر، ده افغانان، کابل- افغانستان
د غوښتلېکونو او اسنادو تسلیمولو وخت او نېټه: د ۱۴۴۶ ه ق کال د ربیع الاول میاشتې د23 نېټې نه د ربیع الثانی 3 نېټې د ماز یګر تر ۴ بجو پوري.

15/09/2024

خبرتیا
د ټولییزې او ازادې سیالۍ له لارې د پوهنې وزارت د ښوونکو او اداري( پنځم او شپږم) بستونه اعلان ته سپارل
د پوهنې وزرات له اساسي موخو او له مهمو دندو څخه یوه داده، چې ټولو افغان ماشومانو ته د لوړ کیفیت لرونکي تعلیمي او ښوونیزو خدمتونه وړاندې کړي، په ټول هېواد کې د ښوونځیو درسونه فعاله وساتي او په لېرې پرتو او وروسته پاتې سیمو کې زده‌کوونکو ته د زده کړو او تعلیم زمینه برابره کړي، په همدې موخه، په ښوونځیو کې د ښوونکو او اداري کادرونو شتون ،د ټاکل شویو شرایطو او معیارونو سره سم، د دې ماموریت په تحقق کې یوه کلیدي برخه جوړوي. د دې اصل په پام کې نیولو سره، پوهنې وزرات تصمیم لري، چې د ازموینو ملي ادارې سره په همکارۍ، دازادې سیالۍ له لارې خپل 8165 (ښوونکو او پنځم او شپږم اداري ) بستونه د عمومي زده کړو ښونځیو او د سواد زده کړو مرکزونو لپاره اعلان ته وسپاري.

د بستونو شمېر(8165)

ولایتونه:
لومړۍ مرحله: کندهار، هرات، زابل، فراه، میدان وردګ، ارزګان، هلمند، خوست، پکتیا، غزني، ننګرهار، غور، لغمان، نیمروز، نورستان، پنجشیر، بلخ، سمنګان، فاریاب، جوزجان، کاپیسا، سرپل، کابل ولایت او کابل ښار.
د اعلان پیل نېټه: ۲۵/۶/۱۴۰۳ مطابق ۱۲/۳/۱۴۴۶
د اعلان پای نېټه: ۴/۷/۱۴۰۳ مطابق ۲۲/۳/۱۴۴۶

دویمه مرحله:
لوګر، پروان، بامیان، دایکنډي، پکتیکا، بغلان، کندز، بدخشان او بادغیس.
نوټ: د دویمې مرحلې د اعلان نېټه ورسته مشخص کیږي



د ګمارنې شرایط:
1. لږ تر لږه له(۱۴) ټولګي څخه د فراغت معتبر سند یا د دې معادل سند په اسلامي تعلیماتو کې، چې د یو داخلي یا بهرني تعلیمي او تحصیلي بنسټ څخه یې تر لاسه کړی وي.(په کابل ښار او د ولایتونو د مرکزونو د بستونو لپاره).
2. لږ تر لږه له(۱۲) ټولګي څخه د فراغت معتبر سند یا د دې معادل سند په اسلامي تعلیماتو کې، چې د یو داخلي یا بهرني تعلیمي بنسټ څخه یې تر لاسه کړی وي.(د پوهنې وزرات د ولسواليو په بستونو لپاره).
3. د کاندید تحصیلي رشته باید د ا علان شوي بست له شرایطو سره مطابقت ولري.
4. د ښه سیرت او نېک شهرت لرل.

د غوښتنلیک سپارلو او په ازموینه کې د ګډون لارښود:
قدرمن کاندیدان کولای شي دبستونو د اعلان دورې په جریان کې د ولسوالیو د پوهنې آمریتونو، د ولایتونو د معارف ریاستونو او د کابل ښار د معارف تعلیمي حوزو اړوندو سایټونو ته مراجعه وکړي او د غوښتنلیک فورم تر لاسه کولو وروسته خپل تحصیلي اسناد او د تابعیت تذکره اړوندې څانګې ته وسپاري.
قدرمن کاندیدان کولای شي د خالي بستونو لست، معیارونه، د ښوونکو د بستونو اړوند معلومات، د اعلان سایټونه او د غوښتنلیک فورم له دې ویب‌سایټونو www.moe.gov.af او www.jobs.af څخه ترلاسه کړي.

د نرنګ پوهنې آمریت اړونده يو بل خصوصي ښوونځي ( ضياء القرآن )‌ کې د برياليو زده کوونکو د نتايجو د اعلانېدو په وياړ جوړه ش...
07/09/2024

د نرنګ پوهنې آمریت اړونده يو بل خصوصي ښوونځي ( ضياء القرآن )‌ کې د برياليو زده کوونکو د نتايجو د اعلانېدو په وياړ جوړه شوې غونډه ترسره شوه.
ضياء القرآن خصوصي ښوونځی چې‌ په ښوونيز ډګر کې د سيمې په کچه يو پېژندل شوی ادرس دی، د سلګونو زده کوونکو ترڅنګ د ۱۱۰ تنه يتيم زده کوونکو روزنه هم په غاړه لري چې مالي تمويل يې د افغان ريليف خيريه بنسټ له خوا برابرېږي.
غونډه کې د نرنګ ښوونکو مسلکي پراختيا علمي غړو تر څنګ د بېلابېلو ادارو مسوولينو ګډون کړی وو چې د ضیاء القرآن خصوصي ښوونځي غوره ښوونيزې چوپړتیاوې او همدا شان د‌ هېواد د بچیانو روښانه راتلونکي لپاره د بې سارې هلو ځلو ستاینه وشوه.

نرنګ پوهنې آمریت نشراتو څانګه

د نرنګ پوهنې آمریت اړونده بېلابېلو ګرم سېرو ښوونځيو کې د نوي ښوونيز کال د پېلېدو په پار د زنګ وهلو مراسم ترسره شول.‌ د س...
06/09/2024

د نرنګ پوهنې آمریت اړونده بېلابېلو ګرم سېرو ښوونځيو کې د نوي ښوونيز کال د پېلېدو په پار د زنګ وهلو مراسم ترسره شول.‌
د سنبلې ۱۵ چې په ګرمو سیمو کې د ښوونيز کال لومړۍ ورځ ګڼل کېږي د پوهنيز بهير مسوولينو لخوا د زنګ وهلو په مراسمو سره لمانځل کېږي کوم چې ښوونځيو ته د زده کوونکو د ورګرځېدو او زده کړو د بيا پيلېدو زېری له ځان سره لري.
د نرنګ پوهنې آمریت يو ځل بیا په خپلو هيوادوالو غږ کوي چې د نوي ښوونيز کال د پېلېدو په پار خپل ګلالي ماشومان نږدې ښوونيزو مرکزونو ته ورولئ ترڅو د پوهې په ګاڼه سنبال شي.

د نرنګ پوهنې آمریت اړونده نورالقرا خصوصي ښوونځي کې د زده کوونکو د فراغت په وياړ جوړه شوې غونډه ترسره شوه.ياده غونډه کې د...
30/08/2024

د نرنګ پوهنې آمریت اړونده نورالقرا خصوصي ښوونځي کې د زده کوونکو د فراغت په وياړ جوړه شوې غونډه ترسره شوه.
ياده غونډه کې د نرنګ پوهنې آمریت آمر مولوي حنظله حنفي او ښوونکو مسلکي پراختيا علمي غړو تر څنګ د بېلابېلو ادارو مسوولينو ګډون کړی وو چې پوهنې آمر پخپلو خبرو کې د نورالقرا خصوصي ښوونځي غوره ښوونيزې چوپړتیاوې وستایلې او هيله يې څرګنده کړه چې د‌ هېواد د بچیانو روښانه راتلونکي لپاره خپلې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي. نوموړي همداشان په ولسونو غږ وکړ چې د ګرم سيرو ښوونځيو د پيليدونکي ښوونيز کال په مناسبت د خپلو ماشومانو په وړاندې خپل مسووليت ادا کړي او نږدې ښوونځيو ته ئې واستوي ترڅو ګلالي ماشومان مو د پوهې په ګاڼه وپسولل شي.

نرنګ پوهنې آمریت نشراتو څانګه

 # خبرکابل پوهنتون  ته د ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا تازه ۱۷ برنامې منظور شوي دي چې نزدې راتلونکې کې به محصلي...
29/08/2024

# خبر

کابل پوهنتون ته د ۱۴۰۳هـ ش کال لپاره د ماسټرۍ او دوکتورا تازه ۱۷ برنامې منظور شوي دي چې نزدې راتلونکې کې به محصلين ورته جذب شي.

سبا یکشنبه ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده!د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سبا (یکشنبه،د زم...
17/08/2024

سبا یکشنبه ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې سبا (یکشنبه،د زمري ۲۸مه) له انګرېزي استعمار څخه د خپلواکۍ بېرته اخیستلو ۱۰۵ مې کلیزې په مناسبت ټول هېواد کې عمومي رخصتي ده.

#ملي‌تلویزیون

په کونړ کې يواځينی خصوصي پوهنتون - تنویر- د متفرقه کانکور ازموينې خبرتيا! تنویر د لوړو زده کړو مؤسسې اداره غواړي د هغه م...
17/08/2024

په کونړ کې يواځينی خصوصي پوهنتون - تنویر- د متفرقه کانکور ازموينې خبرتيا!

تنویر د لوړو زده کړو مؤسسې اداره غواړي د هغه محصلینو څخه متفرقه کانکور ازموینه واخلي چې په عمومي کانکور ازموینه کې بې نتیجې، غایب او یا د کوم عذر په اساس د کانکور ازموینې څخه پاتې شوي وي؛ کولای شي د ثبت نام په موخه تنویر د لوړو زده کړو مؤسسې ته مراجعه وکړي.

.

پوهنځي:
حقوق او سیاسي علوم
اقتصاد

میاشتني فیس کې ۶۰٪ فیصده تخفیف.

د موندنې درک: کونړ اسداباد ښار، افغانستان بانک په لور غځیدلی سرک.

د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د نویو ښوونکو د استخدام په موخه ۴۰ زره نوي بستونه اعلان ته ورکوي! د ازموینو ملي ادارې او پوه...
06/08/2024

د پوهنې وزارت په ښوونځیو کې د نویو ښوونکو د استخدام په موخه ۴۰ زره نوي بستونه اعلان ته ورکوي!

د ازموینو ملي ادارې او پوهنې وزارت ترمنځ د یاد وزارت لپاره د ښوونکو استخدام په موخه، هوکړه لیک لاسلیک شو.
یاد هوکړه لیک چې له مخې به یې د پوهنې وزارت اړوندو ښوونځیو لپاره له ۴۰ زرو ډېر نوي ښوونکي استخدام شي، د ازموینوینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني او د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج صبغت الله وصیل له لورې لاسلیک شو.
د هوکړې د لاسلیک پر مهال د ازموینو ملي ادارې مشر الحاج شیخ عبدالباقي حقاني د هوکړه لیک موخه د هېواد ښوونې او روزنې پیاوتیا ته د ا.ا ځانګړې پاملرنه یاده کړه او ویې ویل د وړ او مسلکي ښوونکو په ګمارنې سره به د معارف ډګر پیاوړی شي او ځوانانو ته به کیفیت لرونکې تعلیمي زمینې برابرې شي.
ازموینو ملي ادارې مشر وویل: د علم نعمت له ټولو نعمتونو پورته دی او د همدې اصل په پیاوړتیا سره هېواد کولی شي په ځان بسیا او سیال وګرځي.
نوموړي وویل: اوس مهال هېواد کې د ښوونځي، نصاب، استاد او زده کړو معیاري کېدلو ته جدي اړتیا ده او ازموینو ملي اداره په دغه برخه کې د پوهنې وزارت سره پوره همکاري کوي، څو د رڼو ازموینو له لارې مسلکي او مستعد ښوونکي یاد وزارت ته وروپېژني.
نوموړي همدارنګه هیله وښوده چې دغه تفاهنامه به د هېواد د تعلیمي، تحصیلي او په ټوله کې د پوهنیز ډګر لپاره ګتوره ثابته شي.
د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال الحاج صبغت الله وصیل د هېواد تعلیمي برخه کې شته ستونزو ته په اشارې وویل: د دې لپاره چې په تعلیمي برخه کې د مسلکي ښوونکو کمبود له منځه لاړ شي، لازمه یې وګڼله چې د ازموینو ملي ادارې له لورې د ښوونکو استخدام په شفافه توګه ترسره شي او وړ اشخاص مربوطه ښوونځیو ته وروپېژندل شي.
نوموړي وویل د اسلامي امارت له راتګ وروسته دا دویم ځل دی چې د پوهنې وزارت په چوکاټ کې د ښوونکو بستونه په ډله ییزه توګه اعلان ته سپاري او د استخدام پروسه یې د ازموینو ملي ادارې له لورې پر مخ وړي.
د پوهنې وزارت مرستیال وویل: په ټول هېواد کې به له ۴۰ زرو زیات بستونه اعلان ته سپاري، خو اوس مهال به د کابل لپاره ۲ زره او د کندهار ولایت لپاره ۵ زره بستونه اعلان ته وسپاري.

پوهنې وزارت

Address

Kunar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when نرنګ پوهنې آمریت د نشراتو څانګه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share