27/09/2026
نن مې په دوبۍ ښار کی په خپل دفتر کې د رون پاور (Runh Power) په نوم چینایی شرکت له یو شمېر انجنیرانو او د برېښنا د تولید له متخصصینو سره وکتل.
دا تخنیکي ټیم د عزیزي انرژي او رون پاور شرکتونو ترمنځ د همکاریو د توافقنامی په چوکاټ کې ګمارل شوۍ او سبا به افغانستان ته سفر وکړی ترڅو د ډبرو سکرو څخه د برېښنا د تولید د دستګاوو د جوړولو په برخه کې یو لړ ژوری تخنیکي مطالعی ترسره کړی.
ما د یادو متخصصینو له راتګ څخه د مننې ترڅنګ، په افغانستان کې د لس زره میګاواټه برېښنا د تولید د ستر پروګرام په اړه خپل لیدلوری هغوی ته تشریح کړ او په عزیزي انرژي شرکت کې مې خپل ټیم ته سپارښتنه وکړه، چې د دغو متخصصینو د سفر له فرصتونو او پایلو څخه اعظمي ګټه پورته کړي.