27/11/2021
د حماد بن خلیفه پوهنتون چې د قطر په دوحې ښار کې موقعیت لري په ۲۰۱۰ کال کې تاسیس شوی دی او د ياد هېواد له مخکښو پوهنتونونو څخه دی؛ یاد پوهنتون په بېلابېلو برخو کې د لېسانس، ماسټري او دکتورا په کچه د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو د افغانستان په شمول محصلان مني.
د حماد بن خلیفه پوهنتون په بېلابېلو برخ کې محصلان مني چې پوره جزییات یې لاندې ورکړل شوي دي، او تاسو یې وېبپاڼه کې هم کتلای شئ.
هیواد: قطر
سکالرشیپ: 100٪ یعنې بشپړ وړیا
پوهنتون: حماد بن خلیفه
د زده کړو کچه: لیسانس، ماسټري او دوکتورا
د نوم لیکنې د پای نیټه: د ۲۰۲۲ز کال د فبروري میاشتې لومړی
امتیازات:
• د لیسانس لپاره هره میاشت 5000 قطري ریال.
• د ماستری لپاره هره میاشت 5000 قطري ریال.
• د دوکتورا لپاره هره میاشت 7500 قطري ریال.
• د اوسیدو ځای.
• د راتګ ټکټ په کال کی یو ځل.
• تحصیلی فیس مکمل.
• د هغه کسانو لپاره چې واده ولري جلا لګښت هم ورکول کېدای شي.
د زده کړو څانګې:
د لیسانس، ماستری، دوکتورا لپاره:
College of Islamic Studies
Master of Arts in Applied Islamic Ethics
Master of Arts in Islam and Global Affairs
Master of Arts in Islamic Studies
Master of Science in Islamic Art, Architecture and Urbanism
Master of Science in Islamic Finance
Ph.D. in Islamic Finance and Economy
College of Humanities & Social Sciences
Master of Arts in Intercultural Communication
Master of Arts in Audiovisual Translation
Master of Arts in Digital Humanities and Societies
Master of Arts in Translation Studies
Master of Arts in Women, Society, and Development
Ph.D. in Humanities and Social Sciences
College of Science & Engineering
Bachelor of Science in Computer Engineering
Master of Data Analytics in Health Management
Master of Information Systems in Health Management
Master of Science in Cybersecurity
Master of Science in Data Science and Engineering
Master of Science in Logistics and Supply Chain Management
Master of Science in Sustainable Energy
Master of Science in Sport and Entertainment Management
Master of Science in Sustainable Environment
Ph.D. in Computer Science and Engineering
Ph.D. in Logistics and Supply Chain Management (LSCM)
Ph.D. in Sustainable Energy
Ph.D. in Sustainable Environment
College of Law
LLM in International Economic and Business Law
LLM in International Law and Foreign Affairs
Doctor of Juridical Science
Juris Doctor
College of Health & Life Sciences
Master of Science in Biological and Biomedical Sciences
Master of Science in Exercise Science
Master of Science in Genomics and Precision Medicine
Ph.D. in Biological and Biomedical Sciences
Ph.D. in Genomics and Precision Medicine
College of Public Policy
Master of Public Policy
د نوم لیکنې شرایط:
• د لیسانس لپاره د مکتب سند او د ماسټري لپاره د لیسانس سند او د دوکتورا لپاره د ماسټري سند اړین دی.
• د انګلیسي ژبې ټافل ۷۹ او یا د ایېلټس ۶.۵ نمرې ولرئ که دا نه وي نو د MOI سند باید حتماً ولرئ یعنې که چا لیسانس په انګلیسي ژبه کړی وي نو کولای شي نوم لیکنه وکړي چې د پوهنتون تصدیق شوی سند باید ولرئ او د نوم لیکنې پر مهال یې د English language proficiency letter تر نوم لاندې پوهنتون ته تسلیم کړئ.
د اړتیا وړ سندونه:
• د انلاین اپلیکېشن سبمېټ کول چې د دوی وېبپاڼه کې شتون لري.
• د نمرو ټرانسکرېپټ (که فارغ نه یئ او د وروستي سمستر محصلان یئ نو د ۷ سمسترونو نمرې مو په انګلیسي یا عربي ژبه ولرئ.)
• د انګلیسي ژبې سند چې پورته تشرېح شوی دی.
• دوه ریکمنډېشن لېټرونه
• انګېزه لیک یا SOP یعنې Statement of Purpose
• د سوانحو خلص یعنې CV
• د پاسپورټ سکن کاپي (له پاسپورټ پرته نوم لیکنه نه کېږي.)
یادونه: تاسو باید لومړی پوهنتون ته نوم لیکنه وکړئو که چېرته کامیاب شوئ او آډمېشن لېټر مو تر لاسه کړ نو وروسته به بیا د سکالرشیپ لپاره اپلای کوئ، چې دا به اړوند پوهنځی او څانګه در سره مرسته کړي.