30/04/2026
په نور اقراء عالي لېسه کې د هېواد يو تکړه ښوونکي شاعر، ليکوال او اديب محترم سليم قرار صيب، شاعر او ليکوال رحمت ځدراڼ صيب د معرفت او هرکلي مراسم په ښکلي ډول ترسره شول.
ياد مراسم چې د نور اقراء عالي خصوصي لېسې او د خوست او پکتيا فرهنگيانو لخوا شريک جوړ شوي و، د هېواد تکړه او نامتو شاعر او ليکوال پيرمحمد په کوربهتوب د خوست او پکتيا مخکښو شاعرانو، ليکوالانو او فرهګنيا گډون پکې کړی و.
د نور اقراء عالي لېسې موسس الحاج نورالله اميري صيب قرار صيب ته تود هرکلی ووايه او خوښي يې څرګنده کړه چې کابو له 45 کالنې کډوالۍ وروسته هېواد ته راستون شو او په ياده لېسه کې يې د استادۍ مسووليت ومانه، اميري صيب وويل چې د قرار صيب علمي او ادبي شخصيت به زموږ پر کارونو لا مثبت اغېز وکړي او دوی تر خپله وسه د ټولو افغانانو د خدمت لپاره چمتو دي.
کاروان صيب د قرار صيب د هرکلي لپاره د خپلې مهربانې شاعرۍ يو خوږ او خوندور غزل وړاندې کړ او هيله يې څرګنده چې ټول هېوادوال د خپلې مور خاورې خدمت په ښه شان وکړي.
د کاروان صيب غزل:
په پسته غېږ کې یې در ونیسه آشنا راغلی
خوسته قرار دې له خوږمنې پښتونخوا راغلی
چې په باګرام کې یې غوږ غوږ وې سرودونو لره
ها مهاجر بلبل دې باغ ته په نوا راغلی
ډېرې درمان درمان رومان رومان خبرې لري
سره له درد او له مجذوب دی په امسا راغلی
عمردراز مروت یې ناست وینم په سترګو کې لا
اوښکې یې ښکل کړﺉ په سلګو او په ژړا راغلی
په ازغن تار یې دي زخمي زخمي لاسونه د زړه
خو زمونږ زړونو ته پټۍ پټۍ دوا راغلی
د وطن واورې یې دښمن په لمبو و ویشتلې
په وینو سرې د سپینې واورې په رڼا راغلی
آمین آمین یې په نغمو د بلبلانو کاروان
په لپو لپو د غاټولو کې دعا راغلی.
Apr 28, 2026 Tue
قرار صيب پخپلو خبرو کې د کډوالۍ د لومړيو وختونو سوزنده بيتونه وويل، قرار صيب وايي د بېرته راتګ په وخت کې د پښتونخوا د پرېښودلو په شېبو کې مې همهغه بيتونه په ذهن کې راگرځېدل،
بيتونه:
د څو يارانو د محفل نه داسې ووتمه
لکه ختلی تار د پيغلې له کمڅو ووځي
که د خپلو نه جدا يم داد خدای مهرباني ده
په پردو کې داسې اوسم لکه خپلو کې اوسيږم
قرار صيب د لېسې له موسس اميري صيب، ټول اداري ګروپ، ښوونکو زدهکوونکو، د خوست او پکتیکا له فرهنګيانو مننه وکړه چې د دوی يې دروند هرکلی او درناوی وکړ.
په پای کې قرار صيب او رحمت ځدراڼ صيب ته د پښتني دود له مخې د ژبې او ادب د خدمت له امله لونگۍ ور پر سر شوې.
مراسم د دعا په ويلو سره پای ته ورسيدل.