22/12/2025
د النور عالي خصوصي لېسې د فارغینو او پایلو اعلان غونډه!
النور عالي خصوصي لېسه د یوې سترې او پرتمینې راټولیدنې کوربه وه!
د خپلې اوومې دورې د فارغینو او 1404هـ ل ښوونیز کال د کلنیو پایلو د اعلان مراسم نن ورځ يکشنبه، د لیندۍ میاشتې 30 نېټه، د النور عالي خصوصي لېسې په انګړ کې په خورا خوندور او پرتمین ډول ترسره شول.
په دې ځانګړو مراسمو کې د پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځيو عمومي رايس قاري صاحب عبدالباسط حقاني او ور سره راغلي پلاوي ، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر محترم استازي مفتي عبدالله او ور سره د یاد ریاست محتسبینو ,دمرکزي ښوونځيو امر مولوي صاحب اصيل محمد سهيل،د ځوانانو چارو امر اسحاق عمري ، دخوست د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې رايس قيام الدين مندوزی ،د دوهمې حوزې معاون بدري ، د ،النورخصوصي ليسې مؤسسينو ،د سیمې مخورو سپینږیرو، دیني علما کرامو، د مختلفو امارتي او خصوصي ښوونځیو مسؤلینو، زدهکوونکو، او د زدهکوونکو والدينو ګډون کړی و.
مراسم د النور عالي خصوصي لیسې د اسلامياتو استاد حاجي ګل سیلاب لخوا د قران عظیمالشان د مبارکو آیتونو په تلاوت پیل شول ، ورپسې د لیسې مدیر عبدالله نظري ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه او د هغوی هرکلی یې وکړ.
د ویناوالو له ډالې د غونډې په ترڅ کې پوهنې وزارت د خصوصي ښوونځيو عمومي رايس قاري صاحب عبدالباسط حقاني د غونډې ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علم په ارزښت او اهمیت خبرې وکړې ، نوموړی خوښي څرګنده کړه چې سږ کال بیا هم په سلګونه تنه ځوانان د دوولسمو ټولګیو څخه فارغیږی نوموړی زیاته کړه دا زما لمړنی سفر دی چې خوست ولایت ته یی کوم خوښ شوم چې زموږ د طمعې سره سم هر څه په منظم ډول په مخ روان دی ، نوموړی د النور خصوصي عالي لیسې هڅې او فعالیتونه وستایل او ویی ویل چې خوښ او خوشحاله یم چې په داخل د خوست کې د النور خصوصي عالي لیسې په شان د علم نمونی او مرکزونه لرو ، نوموړی د لیسې فارغینو ته د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړ او د لیسې ادارې ته یی په راتلونکی کی د نورو بریاوو او لاسته راوړنو هیله وکړه
په وار سره د النور علمي ګروپ مؤسس او رئیس الحاج انجینر نورخان منګل، د امر بالمعروف او نهی عن المنکر ریاست استازي،د ځوانانو چارو امر اسحاق عمري او د دوولسم ټولګي فارغینو په استازیتوب رشيد الله په خپلو ویناوو کې فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ د علم او پوهې پر ارزښت خبرې وکړې.
دالنور خصوصي لېسې ادارې لخوا څوتنو دسيمې مخورو مشرانو او والدينو ته د اعزاز لونګی ور په سر کړل شوې
د غونډې په دوام، د النور لیسې ګلالیو زدهکوونکو له خوا ترتیب شوې بېلابېلې برنامې٫ شعر،مقالې او ترانمونه وړاندې شول. د لیسې متوسطې او ابتدايي دورې عمومي اول نمره زدهکوونکو ته ځانګړي ایوارډونه ورکړل شول. همدارنګه، د KG ټولګي څخه تر یوولسم ټولګي پورې بریالیو او ممتازو زدهکوونکو ته اطلاعنامې او ایوارډونه ووېشل شول، او د دوولسم ټولګي فارغانو ته د فراغت بری لیکونه او ایوارډونه په ځانګړو مراسمو کې ورکړل شول.
دغه خوندور او پرتمین مراسم د هېواد لپاره د تلپاتې امن، ثبات، او یو ودان افغانستان د دعا په ویلو پای ته ورسېدل.
درنښت، د النور عالي خصوصي لیسې اداره