اطمان عالي لېسه

اطمان عالي لېسه اطمان لېسه

1403/9/29نن ورځ د اطمان عالي لېسې د 1403تعلیمي کال د کلنۍ ازموینې پايلې د يوې راټولېدنې په ترڅ کې اعلان کړې.غونډه چې د ا...
19/12/2024

1403/9/29
نن ورځ د اطمان عالي لېسې د 1403تعلیمي کال د کلنۍ ازموینې پايلې د يوې راټولېدنې
په ترڅ کې اعلان کړې.
غونډه چې د اووم ټولګي زده کوونکي روح الله لخوا د قرانکريم د مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه.
د پرانستونکي وینا لپاره د اطمان عالي لېسې
آمر ذبيح الله شهاب تر دریځه راغی د ښه راغلاست
تر څنګ يې د 1403تعليمي کال لاسته راوړنې
د ګډونوالو سره شريکې کړې.
ورپسې د تڼيو ولسوالۍ د دعوت ارشاد مسول
مولوي صاحب محب الرحمن، د امر باالمعروف
نهي عن المنکر مدير مولوي صاحب متقي،
د للمۍ ذکور عالي لېسې آمر عیدالرحمن کليوال،د پوهنې آمریت اجرائيه مدير هیواد
افغان، د جهان اذرحش د تڼيو څانګې تعليمي
مرکز مسول احسان الله احلاص او د اطمان کلي د شورا مشر تلاوت ليوال تر دریځه راغلل
او ګډونوالو ته يې هر اړخيزې ويناوې وړاندې
کړې.
د اطمان لېسې د مختلفو ټولګيو زده کوونکو
ترتيب کړي مقالې، نظمونه، حماسي شعرونه او
ترانې واو راولې.
سرښوونکي نيکمت الله نيکزاد کلنی ګزارش
وړاندې کړ.
ياده غونډه کې د تڼيو پوهنې آمر محمد منګل
ترڅنګ د ښوونکو د مسلکي پراختيا علمي غړو، د نورالسلام دویم نمبر خصوصي ښوونځي مدير وحيدالله عابد، د مشعل خصوصي ښوونځي مدير سيد الرحمن همت
قوماندان صابرالله جهاديار او ګڼ شمير د امارتي او خصوصي ښوونځيو ښوونکو ، مشرانو او ځوانانو په يادو مراسمو کې ګډون
کړی و.
په راټولېدنه کې (16) تنه د دوولسم ټولګي
فارغان او (25)تنه د سورت ياسين حافظان
ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
په اخير کې د تڼيو پوهنې آمریت د مسولينو
لخوا د ستاینليک په ور کولو سره د اطمان لېسې د آمر ذبيح الله شهاب کړنې وستایلې.
غونډه د مولوي صاحب کبير لخوا د دوعا په
وايلو سره پای ته ورسیده.
د اطمان عالي لېسې اداره

ستاسو د ګډون په هيله!
16/12/2024

ستاسو د ګډون په هيله!

نوښت او بدلون!د اطمان عالي لېسې د څارندوی ګروپ.د اداري شورا په همکارۍ مو د څارندوی ګروپ    په منظم لباس او کنترول مخابرې...
02/12/2024

نوښت او بدلون!
د اطمان عالي لېسې د څارندوی ګروپ.
د اداري شورا په همکارۍ مو د څارندوی ګروپ په منظم لباس او کنترول مخابرې سمبال کړل. داطمان عالي لېسې د اداري شورا هم مننه
چې موږ ته يې د هر ډول همکارۍ ډاډ را کړی
دی.

د کلنۍ ازموینې جریان!اطمان عالي لېسه
25/11/2024

د کلنۍ ازموینې جریان!
اطمان عالي لېسه

کلنۍ ازموینې ته چمتوالی! د اطمان عالي لېسې د ازموینې سحنه
20/11/2024

کلنۍ ازموینې ته چمتوالی!
د اطمان عالي لېسې د ازموینې سحنه

د تشویق او هڅونې په پار!نن ورځ اطمان عالي لېسې ادارې  (۱۵)  تنه د مختلفو ټولګیو زده کوونکي د سورت یاسین حافظان ټولنې ته ...
10/10/2024

د تشویق او هڅونې په پار!
نن ورځ اطمان عالي لېسې ادارې (۱۵) تنه د مختلفو ټولګیو زده کوونکي د سورت یاسین حافظان ټولنې ته د خدمت په
موخه وړاندې کړل.
یاده را ټولیدنه کې د تڼیو د پوهنې آمریت د ښوونکو د مسلکي پراختیا علمي غړي رفیق الله همدرد د اطمان کلي د شورا غړو او قومي مشرانو ګډون کړی و.
غونډه د قاري صاحب قادر لخوا د قرانکریم د مبارکو ایتونو
په تلاوت سره پیل شوه په لومړي قدم کې د اطمان عالي لېسې آمر ذبیح الله شهاب میلمنو ته د ښه راغلاست تر
څنګ د ګډونوالو سره خپلې برنامې شریکې کړې ور پسې ښوونکي دین مایر خان سیال خبري وکړې د پوهنې آمریت
په نمایندګۍ رفیق الله همدرد په خپلو خبرو کې وویل چې
اطمان لېسه یوازینۍ لېسه ده چې پکې لس ګونه زده کوونکي
د سورت یاسین خفظ تر سره کوي چې دا د ادارې لپاره یو ویاړ دی د ادارې فعالیتونه یې وستایل اود هر ډول همکارۍ
ډاډ یې ورکړ.
په وروستئ کې د اطمان کلې د شورا غړي او قومي مشر
حاجي صاحب لعل صاحب خبري وکړې او خواښي یې څرګنده کړه چې په لېسه کې مو مثبت بدلون راغلی دی د
ښوونکو هڅې یې وستایلې او وویل چې موږ مو تر څنګ ولاړ یو او هر ډول همکارۍ ته تیار یو
یادونه اطمان لېسه د رسمي وخت نه مخکې مختلفې برنامې لري چې یو هم د قرانکریم د حفظ ټولګی دی
چې پکې په لس ګونه زده کوونکي په حفظ بوخت دي
یاده برخه زموږ د یو تن زده کوونکي قاري صاحب قادر
لخوا پرمخ وړل کیږي
غونډه په داسې حال کې د دوعا په ویلو سره پای ته ورسید
چې د دریځ چارې یې د دوو تنو زده کوونکو عصمت الله او
فریدالله لخوا په مخ وړل کیدې.
زموږ به هڅه او کوښښ دا وي چې خپل زده کوونکي په
اسلامي او ملي روحیه و روزو.
اداره

اطمان عالي لېسې لومړۍ بریا!نن ورځ د معارف جام پر دوام په مرکزي حوزه د نورالاسلام لېسې د کریکټ پر میدان دریمه لوبه د اطما...
25/09/2024

اطمان عالي لېسې لومړۍ بریا!
نن ورځ د معارف جام پر دوام په مرکزي حوزه د نورالاسلام لېسې د کریکټ پر میدان دریمه لوبه د اطمان عالي لېسې او د دره کي عالي او مرکزي لېسې تر منځ ترسره شوه چې د اطمان عالي لېسې په ګټه پای ته ورسیده.
داطمان لېسې لپاره عارف (۴۴) منډې تر سره کړې او اسمین الله بیا څلور ویکټې تر لاسه کړې.
ټولو ته د مبارک وي.

دتڼیو پوهنې آمریت اړوند د کریکټ معارف جام!
22/09/2024

دتڼیو پوهنې آمریت اړوند د کریکټ معارف جام!

اطمان عالي لېسې د تڼیو معارف جام لپاره خپله (۱۵) کسیزه لوبډله د ښوونکي حمدالله : همدرد:  په کپټانۍ کې  اعلان کړه.
15/09/2024

اطمان عالي لېسې د تڼیو معارف جام لپاره خپله (۱۵) کسیزه لوبډله د ښوونکي حمدالله : همدرد: په کپټانۍ کې اعلان کړه.

میلاد النبي !نن ورځ د اطمان عالي لېسې د ادارې لخوا د میلاد النبي ص ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمنځل شوه.په لوم...
15/09/2024

میلاد النبي !
نن ورځ د اطمان عالي لېسې د ادارې لخوا د میلاد النبي ص ورځ د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ولمنځل شوه.
په لومړۍ برخه کې د قرانکریم دیرش سفارې حتم ترسره شو.
په دوهمه برخه کې د غونډې مراسم پیل شول چې د لېسې
آمر ذبیح الله .شهاب. لخوا د حضرت محمد ص په ژوند هر
اړخیزې خبرې وکړې ورپسې د مختلفو ټولګیو زده کوونکو
لخوا د حضرت محمد ص په ژوند بیانونه، نعتونه وړاندې شول زموږ د لېسې د ترانم خوږ ژبو بلبلانو هریو مقاید خان
ذبیح الله لخوا د نعت شریف زمزمه تر سره شوه چې غونډې ته یې لا ښکلا ور په برخه کړه.
غونډه د قاري صاحب قادر لخوا د دوعا په وایلو سره پای ته
ورسیده.
پاتې د نوي چې د دریځ چارې یې زموږ د لسم ټولګي زده کوونکو عصمت الله او فریدالله لخوا پر مخ وړل کیدې.

Address

Khost

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when اطمان عالي لېسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category