Ostad Hakim Taniwal Medical Institute استاد حکیم تڼیوال طبي انستیتوت

  • Home
  • Afghanistan
  • Khost
  • Ostad Hakim Taniwal Medical Institute استاد حکیم تڼیوال طبي انستیتوت

Ostad Hakim Taniwal Medical Institute استاد حکیم تڼیوال طبي انستیتوت Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Ostad Hakim Taniwal Medical Institute استاد حکیم تڼیوال طبي انستیتوت, Education, Khost.

یوازې ۶ ورځې تر خزاني کانکور ازموینې!خپل د مسلکي راتلونکي لومړی ګام له موږ سره واخلئ!د خزاني کانکور ازموینې ته مو نوم‌لی...
23/08/2026

یوازې ۶ ورځې تر خزاني کانکور ازموینې!

خپل د مسلکي راتلونکي لومړی ګام له موږ سره واخلئ!

د خزاني کانکور ازموینې ته مو نوم‌لیکنه پیل ده. همدا نن زموږ له انسټیټیوټ سره ثبت‌نام وکړئ او د معیاري او باکیفیته روغتیايي زده‌کړو له فرصت څخه برخمن شئ.

د ثبت‌نام لپاره اړین اسناد:
• د ښوونځي د فراغت سند کاپي
• د تذکرې کاپي
• ۴ قطعه عکسونه

د تدریس وختونه:
سهار | ماسپښین | مازدیګر

یوازې ۶ ورځې پاتې دي!
خپل فرصت له لاسه مه ورکوئ؛ همدا نن ثبت‌نام وکړئ!

اووه ورځې تر خزاني کانکور!نوی سمستر؛ نوې موخې، نوې بریاوې!که غواړئ خپل د طبي زده‌کړو سفر په یوه مسلکي، نوښتګر او باوري ا...
22/08/2026

اووه ورځې تر خزاني کانکور!

نوی سمستر؛ نوې موخې، نوې بریاوې!

که غواړئ خپل د طبي زده‌کړو سفر په یوه مسلکي، نوښتګر او باوري اکاډمیک چاپېریال کې پیل کړئ، نو استاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انسټیټیوټ ستاسو لپاره غوره انتخاب دی.

د معیاري زده‌کړو، عملي روزنې او مسلکي پرمختګ لپاره داسې چاپېریال برابر شوی چې محصل ته د راتلونکي مسلک لپاره پیاوړی بنسټ جوړوي.

⏳ وخت مه ضایع کوئ!
د خزاني کانکور ته یوازې ۷ ورځې پاتې دي.
همدا نن ادارې ته مراجعه وکړئ او د خپلې خوښې په طبي څانګه کې خپل نوم ثبت کړئ.

د کانکور نېټه: د سنبلې میاشتې ۷مه

د ۱۴۰۵ کال د خزاني کانکور لپاره نوم‌لیکنه روانه ده!

نن ثبت‌نام وکړئ او په مسلکي برخه کې د بریالۍ راتلونکې پر لور خپل لومړی ګام واخلئ.

📍 پته: خوست ښار، لومړۍ ناحیه، استاد حکیم تڼیوال د روغتیايي علومو انسټیټیوټ

📞 0777198919 / 0775203233
استاد حکیم تڼیوال روغتیایي علومو انسټیټیوټ
غوره ټاکنه، ځلانده راتلونکی

21/08/2026
د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د عمومي رخصتۍ خبرتیا!د روان کال د اسد ۲۸مه، چهارشنبه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو...
19/08/2026

د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د عمومي رخصتۍ خبرتیا!

د روان کال د اسد ۲۸مه، چهارشنبه، د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ترلاسه کولو د ۱۰۷مې کلیزې له تاریخي او ویاړلې ورځې سره برابره ده.

د دې سترې ملي او تاریخي ورځې د درناوي او نمانځنې په موخه، په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان شوې ده.

په همدې مناسبت، د استاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انستیتیوت اداره ټولو تدریسي او اداري کارکوونکو ته خبر ورکوي چې د اسد په ۲۸مه به عمومي رخصتي وي.

هیله ده، ټول درانه کارکوونکي د یادې ورځې درناوی وکړي او له رخصتۍ څخه په سمه توګه ګټه واخلي.

تل دې وي خپلواک او اباد افغانستان!

په درنښت
د استاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انستیتیوت اداره

د کارموندنې خبرتیااستاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انستیتوت یو تن واجد شرایط او وړ شخص د لاندې بست لپاره ګماري:د بست ع...
18/08/2026

د کارموندنې خبرتیا

استاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انستیتوت یو تن واجد شرایط او وړ شخص د لاندې بست لپاره ګماري:

د بست عنوان: کیمیا استاد
معاش: د انستیتوت د طرزالعمل مطابق
اداره: استاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انستیتوت
د دندې موقعیت: خوست، کابل عمومي سړک، لومړۍ ناحیه، استاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انستیتوت، خوست – افغانستان

د اعلان نېټه: ۱۴۰۵/۰۵/۲۷ هـ.ش
د غوښتنلیک سپارلو وروستۍ نېټه:۱۴۰۵/۰۵/۳۱ هـ.ش

اړین شرایط

* لږ تر لږه د لیسانس تحصیلي سند لرل.
* په اړونده برخه کې لږ تر لږه دوه (۲) کلنه کاري تجربه لرل.
* په پښتو او دري ژبو د لیکلو او روانو خبرو کولو وړتیا.
* د انګلیسي ژبې سره بلدتیا.
* د کمپیوټري بنسټیزو پروګرامونو (Microsoft Office) سره بلدتیا.
* د انټرنېټ د کارولو وړتیا.

د غوښتنلیک سپارلو څرنګوالی

ټول علاقمند او واجد شرایط کسان کولای شي خپل غوښتنلیک (CV) او د تحصیلي اسنادو (ډیپلوم او ترانسکرېپټ) کاپيانې د استاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انستیتوت اداري دفتر ته وسپاري.

📍 پته: خوست ښار، لومړۍ ناحیه، استاد حکیم تڼیوال د روغتیايي علومو انسټیټیوټ

📞 0777198919 / 0775203233
استاد حکیم تڼیوال روغتیایي علومو انسټیټیوټ
غوره ټاکنه، ځلانده راتلونکی

موږ په شعارونو نه؛ په عمل او حقیقتونو مخته ځو!د نوي سمستر د پیل څخه وړاندې د محصلینو د صنفي نمایندګانو سره د همغږۍ، ستون...
18/08/2026

موږ په شعارونو نه؛ په عمل او حقیقتونو مخته ځو!
د نوي سمستر د پیل څخه وړاندې د محصلینو د صنفي نمایندګانو سره د همغږۍ، ستونزو د ارزونې او د راتلونکي سمستر د لا ښه تنظیم په موخه غونډه ترسره شوه.
غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه. ورپسې مدیر صاحب فضل نبي سبحاني د غونډې پیل وکړ او د غونډې اجنډا یې تشریح کړه.
وروسته د صنفي نمایندګانو ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې واورېدل شوې او د ډاکټر صاحب عید محمد او مدیر صاحب طارق عثمان په شتون کې د ټولو مطرح شویو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحث ترسره شو.
په غونډه کې د تېر سمستر د تدریسي بهیر، عملي کارونو، اداري چارو او له محصلینو سره د اداري کارکوونکو د چلند او همکارۍ هر اړخیزه ارزونه وشوه. همدارنګه د تېر سمستر نیمګړتیاوې او ستونزې وڅېړل شوې او د هغوی د حل لپاره لازمې لارې چارې تر بحث لاندې ونیول شوې.
د نوي سمستر د پیل لپاره د نمایندګانو له لوري نوي وړاندیزونه، نظرونه او طرحې هم واورېدل شوې. په پای کې د راتلونکي سمستر لپاره پر یو شمېر نوښتګرو او عملي پلانونو تصمیم ونیول شو او د تطبیق لپاره یې لازم پلان جوړ شو.
دغه غونډه د ادارې او محصلینو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ، ګډ کار او د تدریسي او اداري چارو د لا ښه والي په موخه په مثبت او رغنده چاپېریال کې پای ته ورسېده.

پته: خوست ښار، لومړۍ ناحیه، استاد حکیم تڼیوال د روغتیايي علومو انسټیټیوټ

📞 0777198919 / 0775203233
استاد حکیم تڼیوال روغتیایي علومو انسټیټیوټ
غوره ټاکنه، ځلانده راتلونکی

خپل راتلونکی په خپله روښانه کړئ!د خپل راتلونکي مسیر د ټاکلو لپاره همدا اوس غوره انتخاب وکړئ او د بریالۍ راتلونکې پر لور ...
18/08/2026

خپل راتلونکی په خپله روښانه کړئ!

د خپل راتلونکي مسیر د ټاکلو لپاره همدا اوس غوره انتخاب وکړئ او د بریالۍ راتلونکې پر لور خپل لومړی ګام واخلئ.

استاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انسټیټیوت تاسو ته زمینه برابروي، څو د نیمه‌طبي زده‌کړو په برخه کې د خپلې خوښې په څانګه کې په علمي، عملي او مسلکي ډول زده‌کړې ترسره کړئ.

زموږ انسټیټیوت د غښتلي اداري سیستم، مسلکي او باتجربه استادانو، مناسب درسي چاپېریال او عملي زده‌کړو له لارې محصلینو ته د معیاري زده‌کړو زمینه برابروي.

که غواړئ د خپل راتلونکي لپاره یو باوري او مسلکي انتخاب ولرئ، نو له دې زرین فرصت څخه ګټه واخلئ او همدا اوس د ۱۴۰۵ کال خزاني کانکور لپاره نوم‌لیکنه وکړئ.

د ۱۴۰۵ کال د خزاني کانکور نوم‌لیکنه روانه ده!

نن ثبت‌نام وکړئ او د مسلکي او روښانه راتلونکې پر لور خپل لومړی ګام واخلئ.

📍 پته: خوست ښار، لومړۍ ناحیه، استاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انسټیټیوت
📞 اړیکې: 0777198919 / 0775203233

استاد حکیم تڼیوال روغتیایي علومو انسټیټیوت
غوره ټاکنه، ځلانده راتلونکی!

د نویو مقررېدونکو استادانو د علمي او عملي ارزونې بهیرد تضمین کیفیت د اصولو او معیارونو پر بنسټ، نن ورځ د استادانو د ارزو...
17/08/2026

د نویو مقررېدونکو استادانو د علمي او عملي ارزونې بهیر

د تضمین کیفیت د اصولو او معیارونو پر بنسټ، نن ورځ د استادانو د ارزونې کمېټې له لوري د نویو مقررېدونکو داکتر صاحبانو څخه په عملي ساحه کې علمي او عملي ارزونه ترسره شوه.

د ارزونې بهیر په پیل کې د ډاکټر شفیق سرور له لوري د ارزونې د پروسې، معیارونو او اړوندو مواردو په اړه هر اړخیز معلومات وړاندې شول. له هغې وروسته، د استادۍ لپاره نوماندانو د ارزونې کمېټې د محترمو غړو په حضور کې خپلې علمي پریزنټیشنونه وړاندې کړل.

په دې ارزونه کې د کمېټې محترمو غړو، ډاکټر نظیف‌الله سیدي‌زوی، ډاکټر عیدمحمد منتظر، ډاکټر احسان‌الله، ډاکټر تلاوت‌خان سیدي‌زوی، ډاکټر شفیق سرور، مدیر فضل‌نبي سبحاني او طارق عثمان ګډون کړی و.

د ارزونې کمېټې غړو د نوماندانو علمي پریزنټیشنونه او د تدریس وړتیاوې په هر اړخیز ډول وارزولې او یاده پروسه یې د تدریسي بهیر د لا ښه پرمختګ، د استادانو د مسلکي وړتیاوو د لوړولو او د تعلیمي کیفیت د لا ښه کېدو لپاره مهم او اغېزناک ګام وباله.

د تضمین کیفیت د اصولو په پام کې نیولو سره د دغه ډول ارزونو ترسره کول د معیاري، مسلکي او باکیفیته تدریسي چاپېریال د رامنځته کولو په برخه کې مهم رول لري.

پته: خوست ښار، لومړۍ ناحیه، استاد حکیم تڼیوال د روغتیايي علومو انسټیټیوټ

📞 0777198919 / 0775203233
استاد حکیم تڼیوال روغتیایي علومو انسټیټیوټ
غوره ټاکنه، ځلانده راتلونکی

د رخصتۍ خبرتیا!سبا شنبه د اسد ۲۴مه، چې د افغانستان د فتحې له ورځې سره سمون لري، د دې سترې او ویاړلې ورځې په مناسبت، د اس...
14/08/2026

د رخصتۍ خبرتیا!

سبا شنبه د اسد ۲۴مه، چې د افغانستان د فتحې له ورځې سره سمون لري، د دې سترې او ویاړلې ورځې په مناسبت، د استاد حکیم تڼیوال د روغتیایی علومو انستیتیوت رهبري خپلو ټولو تدریسي او اداري کارکوونکو ته عمومي رخصتي اعلانوي.

په درنښت

📍 پته: خوست ښار، لومړۍ ناحیه، استاد حکیم تڼیوال د روغتیايي علومو انسټیټیوټ

📞 0777198919 / 0775203233
استاد حکیم تڼیوال روغتیایي علومو انسټیټیوټ
غوره ټاکنه، ځلانده راتلونکی

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال خزاني کانکور لپاره نوم‌لیکنه روانه ده!ایا غواړئ په روغتیايي علومو کې معیاري، عملي او مسلکي زده‌کړې وکړئ؟...
13/08/2026

د ۱۴۰۵ هـ.ش کال خزاني کانکور لپاره نوم‌لیکنه روانه ده!

ایا غواړئ په روغتیايي علومو کې معیاري، عملي او مسلکي زده‌کړې وکړئ؟

ایا غواړئ چې د مسلکي ډاکټر کېدو لپاره غوره او باوري تحصیلي ادرس انتخاب کړئ؟

که ځواب مو هو وي؛ نو خبر اوسئ چې استاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انسټیټیوټ کې د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني کانکور لپاره نوم‌لیکنه پیل شوې ده!

زموږ انسټیټیوټ تاسو ته د عصري تدریس، عملي روزنې او روښانه مسلکي راتلونکي غوره فرصت برابروي.

استاد حکیم تڼیوال د روغتیایي علومو انسټیټیوټ د عامې روغتیا وزارت له لوري د یو باوري علمي او مسلکي ادرس په توګه پېژندل شوی، چې د باتجربه او تخصص لرونکو استادانو، مجهزو لابراتوارونو او عصري تدریسي اسانتیاوو ترڅنګ یې خپل مجهز «عثمان طبي کمپلکس» هم ډیر ژر پرانیستی کوی.

🩺 د عثمان طبي کمپلکس له لارې محصلینو ته د واقعي ناروغانو ترڅنګ د عملي او کلینیکي زده‌کړو ځانګړې زمینه برابره شوې؛ هغه ځانګړی فرصت چې زموږ انسټیټیوټ یې له ځان سره لري.

📚 تدریسي څانګې:

نرسنګ — Nursing
فارمسي — Pharmacy
طبي ټکنالوژي — Medical Technology
د غاښونو پروتیز — Dental Prosthesis
رادیولوژي — Radiology
بایومیډیکل انجینري — Biomedical Engineering
د سترګو تکنیشن — Eye Technician
انستیزي — One-Year Anesthesia Program
تغذیه — Nutrition Advisors
فزیوتراپي — Physiotherapy

د نوم‌لیکنې لپاره اړین اسناد:

* د تذکرې کاپي
* د دولسم ټولګي د فراغت سند یا تاییدپاڼه
* ۴ قطعې عکسونه
* د تذکرې اصلي کاپي د مطابقت لپاره

📢 نوم‌لیکنه روانه ده!

که غواړئ د روغتیايي علومو په برخه کې غوره، معیاري او مسلکي زده‌کړې وکړئ؛ نو وخت مه ضایع کوئ، همدا نن زموږ ادارې ته تشریف راوړئ او نوم‌لیکنه وکړئ!

✨ غوره ټاکنه، ځلانده راتلونکی!

Address

Khost
25000

Telephone

+93777198919

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ostad Hakim Taniwal Medical Institute استاد حکیم تڼیوال طبي انستیتوت posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category