28/01/2019
هغه انجینران چې د QC برخه کې کار کوي، دا سوالونه ولولئ!
سوال : CQM یعنې څه؟
CQM
یا د ساختمان د کیفیت اداره: د وظایفو له اجراکولو څخه عبارت دی چې لمخې یې ځان باوري کړو تر څو د ساختمان ټولې چارې د پلانونو او مشخصاتو مطابق،پر خپل وخت،مشخصې بودیجې او یو بیخطره کاري محیط کې ترسره کیږي.
سوال:- : CQC یعنې څه؟
CQC یعنې د قراردادي د کیفیت کنترول(Contractor Quality Control)
د CQC اساسي دنده داده چې ځان باوري کړي،چې تکمیل شوې پروژه په قرارداد کې د کیفیت له غوښتنو سره سمه سرته رسیدلې یا خیر
دې دندې ته باید د قراردادي د رهنما په توګه د CQC پلان برابر شي، او د کار په جریان کې ددې پلان لمخې ځان باوري کړي چې د کیفیت د لاسته راوړلو لپاره غوښتل شوي معیارونه عملی کیږي
سوال:- : GAO اصطلاح واضحه کړئ؟
GAO یا د دولت لخوا پر کیفیت باوري کیدل(Government Quality Assurace)
دا دنده د دولت ده چې د قراردادي کارونه په مؤثره توګه وګوري او له کیفیت څخه یې ځان باوري کړي، دولت په دې ترڅ کې کولی شي چې مطالعه(Review) څارنې او ټسټونه ترسره کړي.
سوال:- : د CQM ګټې کومې دي؟
دواړه قراردادي او دولت د ساختماني کیفیت د مؤثرې ادارې لپاره علاقه وښایي او دا کار دولت ته ډیرې ګټې لري د مثال په توګه کار د پلان،مشخصاتو او ټاکلې بودیجې لمخې په خپل وخت اجرا کیږي،مراقبت یې په اسانۍ تر سره کیږی او په کار په یو بیخطره محیط کې صورت نیسي په لنډ ډول داسې ویلی شو(پیسو ځای ونیو)
سوال:- : قراردادي ته د CQC ګټې کومې دي، ذکر یې کړئ؟
1. د زیاتو غیر ضروري لګښتونو مخه نیول
2. کم لګښتونه ددې لامل ګرځي چې قراردادي ته ډیره ګټه په لاس ورشی
3. په ښه کیفیت سره کار د کمپنۍ د ودۍ لامل ګرځي او په راتلونکو کې ورته د نورو قراردادونو زمینه برابریږي
4. قراردادي ته دیو ښه کیفیت لرونکي تولید په بدل کې د دولت لخوا ستاینلیک او انعام ورکول کیږي، چې دا یوه لویه معنوي ګټه ده، او په فزیکي بنیاد نه اندازه کیږي
سوال:- : دولت د CQC ګټې کومې دي؟
1. بشري ځواک په کار اچول کیږي
2. په پروژه کې د نواقصو کچه راکمیږي، او دولت د نیمګرتیاوو د اصلاح کولو لپاره خپلې وړتیاوې ښیي
3. که پروژه پخپل وخت ترسره شي، عامه اړیکې او له پروژې څخه ګټه اخیستونکو باور وده او پراختیا مومي
4. لګښت او وخت سپما کیږي
سوال:- : د پروژو څخه ګټه اخیستونکو ته د CQC ګټې کومې دي؟
پروژه پخپل وخت، ټاکلې بودیجې او خوندي توګه ترسره کیږي
سوال:- : د QC Manager مسؤولیتونه کوم دي؟
1. د مشخصاتو او پلان لمخې د کیفیت کنترول
2. مؤثر CQC سیستم ته پراختیا ورکول
3. د کار ودرول
4. په کنترول پورې د تړلو فعالیتونو او ټسټونو ترسره کول
5. د QC فعالیتونو او اسنادو برابرول
سوال:- : د یوې پروژې د فزیکي کارونو د پیل څخه وړاندې د قراردادي او دولت تر منځ څو ناستې (کنفرانسونه) نیول کیږي، او کوم څه پکې ویل کیږي؟
درې او یا هم په ممکنه توګه څلور ناستې (کنفرانسونه) مخکې د پروژې د پیل څخه په نظر کې نیول کیږي:
لومړۍ:د قرارداد وروسته د قراردادي د روزنې کنفرانس
دوهمۍ: د قرارداد وروسته د بې خطره تخنیک کنفرانس
دریمۍ: د همغږۍ او یا د دوه اړخیزه تفاهم ناستۍ کنفرانس
څلورمه ناسته اختیاري ده، که د قراردادي QCM وغواړي دا ناسته رابللی شي او دا ناسته د QC پلان انکشاف د اړتیاوو د وضاحت لپاره ترسره کیږي.
کاپی: