27/09/2025
د ایګزیټ ازموینې خبرتیا!
ټولو هغو محصلینو ته چې د سلام روغتیایي علومو انسټیټیوټ له لارې د ایګزیټ ازموینې لپاره نوم لیکنه کړې، خبر ورکول کېږي چې د دوی نوملړ د لاندې لینک له لارې اعلان شوی دی.
د کارتونو وېش او د بایومتریک معلوماتو ثبت به د لاندې مهالوېش پر بنسټ ترسره شي.
یادونه:
له ټولو ګډونوالو څخه جدي غوښتنه کېږي چې د بایومتریک ثبت او د ازموینې په ورځ له ځان سره اصلي پېژندپاڼه او یا پاسپورټ ولري.
ګډونوال باید د کارت ترلاسه کولو او ازموینې لپاره پر ټاکلي وخت حاضر شي.
د ازموینې ځای ته د هر ډول الکترونیکي وسایلو (موبایل، ګوشکي، د حساب ماشین او نور) راوړل کلک منع دي.
📎 د نوملړ د کتلو لپاره لینک
https://sites.google.com/view/nexa-candidates/home