12/03/2025
🚨 متحده ایالاتو ته د افغانانو د کډوالۍ لارو په تړاو وروستي معلومات 🇺🇸
🛂 د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) وروستي معلومات:
✅ د افغانانو لپاره د SIV پروګرام فعال دی!
✅ له ٢٠٠٩ کال راهیسې ټولې ورکړل شوې SIV ویزې: ٥٠,٥٠٠
✅ د SIV قضیې قونسلګریو ته لېږدول کېدل– روان دي!
✅ په سفارتونو او قونسلګریو کې مرکې ترسره کېږي!
✅ د SIV ویزې صادرېږي – افغانان کولی شي امریکا ته سفر وکړي او خاورې ته یې دننه شي! ✈️
✅ غوښتونکي د SIV پروګرام ته لاهم غوښتنليک لېږلی شي.
✅ د ماموریت مشر (COM) د غوښتنليک په تړاو د تأیید (Approval) یا رد پرېکړه کوي.
✅ د ماموریت مشر (COM) د تأیید یا تصویب لپاره د غوښتنلیک وروستۍ نېټه: د ۲۰۲۵ کال د ډسمبر میاشتې ٣١مه
❌ د ٢٠,٠٠٠ اضافي SIV ویزو د اضافه کولو وړاندیز (ټول ٧٠,٥٠٠ ته لوړول) د لایحې څخه لرې شوی!
❌ د SIV غوښتنلیکونو لپاره د ضرب الاجل تمدید (د ۲۰۲۷ کال د ډسمبر تر ٣١مې پورې) هم لرې شوی!
👨👩👧👦 د کورنۍ یوځای کېدو وروستي معلومات:
✅ د کورنۍ یوځای کېدو پروګرام – فعال دی!
✅ د امریکا اتباع کولی شي خپلې مېرمنې/خاوندان او تر ٢١ کلونو کم عمرلرونکي ماشومان امریکا ته راولي.
✅ د امریکا پاسپورټ لرونکي کسان کولی شي د خپلو والدینو یا مور او پلار لپاره سپانسر شي، خو د افغانانو لپاره ځینې ځنډونه شته.
❌ د پناه غوښتونکو او پارول لرونکو لپاره د کورنۍ یوځای کېدل اوس مهال ځنډول شوي!
✈️ د CARE خدماتو په اړه وروستي معلومات:
✅ د CARE خدمات – فعال دي!
✅ مډیکل، بایومټریک، او د درېیم هېواد ویزې ورکولو ملاتړ روان دی!
❌ د CARE الوتنې ځنډول شوې دي!
✅ د مدافع ډلو او کانګرېس غړي هڅه کوي چې د CARE الوتنې بېرته فعالې کړي.
🏠 د بیامېشتېدنې خدمات – وروستي معلومات:
❌ د بیامېشتېدنې ادارو قراردادونه لغوه شوي!
❌ د کډوالو مرستې او بیامېشتېدنې خدمات ځنډول شوي!
❌ د IOM خدمات، په شمول د ټکټونو بوکینګ – فعال نه دي!
✅ مدافع ډلې د بیامېشتېدنې خدماتو د بېرته فعالېدو لپاره هلې ځلې کوي.
📝 د پناه غوښتنې پروسه:
✅ پناه غوښتنه لا هم د هغو افغانانو لپاره یوه انتخاب ده چې په فزیکي توګه په امریکا کې شتون لري.
✅ یادونه: د پناه غوښتنې پروسه اوس د پخوا په پرتله اوږده کېدی شي.
📍 د افغان کډوالو لپاره د امریکا د مهاجرت سیاستونه:
❌ امریکا غیرقانوني او بې اسناده افغان کډوال شړي! 🚔✈️
❌ د افغانانو لپاره بشردوستانه پارول (Humanitarian Parole) بند شوی! 🚫
❌ د USRAP (P-1 او P-2) پروګرامونه لا هم ځنډول شوي! ⏳🚷
❌ د "Welcome Corps" د کډوالو ملاتړ پروګرام ځنډول شوی!
❌ مارکو روبیو، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر: امریکا نور په ډله ایز کډوال نه مني!
💳 د ګرین کارت او د امریکا قانوني ویزه لرونکي:
✅ د ګرین کارت لرونکي ممکن د امریکا په ننوتلو کې له ستونزو سره مخ شي.
✅ افغانان چې د امریکا قانوني ویزه لري، باید ژر تر ژره امریکا ته سفر وکړي!
✅ د ګرین کارت او د سفر اسنادلرونکي باید له امریکا څخه د وتلو څخه ډډه وکړي.
✅ امریکا به د ویزو د صادرېدو دمخه او وروسته سخت امنیتي تدابیر عملي کړي.
📍 نور مهم تازه معلومات:
✅ ١٥,٠٠٠ افغانان په پاکستان🇵🇰 کې بند پاتې دي، چې د امریکا🇺🇸 ویزې یا بیامېشتېدنې ته انتظار باسي!
✅ د کانګرېس غړي او مدافع ډلې د USRAP د بندیز د ختمولو او د افغان متحدینو د بیامېشتېدنې لپاره مبارزه کوي!
📢 معلومات ترلاسه کړئ، چمتو اوسئ! موږ به لا هم وروستي معلومات درکړو!
تازه شوی: د ٢٠٢٥ کال د مارچ ١١م
Copied from beporsed