25/08/2026
ژبې _او ادبیاتو_څانګې_د_دورهيي_بیاکتنې د پایلو د تأیید په اړه:
د عربي ژبې او ادبیاتو څانګې د دورهيي بیاکتنې پایلې، چې د څانګې د علمي، تدریسي او اداري فعالیتونو د ارزونې په موخه ترسره شوې وې، د لوړو زده کړو وزارت مقام له لوري تأیید شوې دي. د یادې دورهيي بیاکتنې په ترڅ کې د څانګې علمي او تدریسي فعالیتونه، لاسته راوړنې، موجودې ستونزې او د لا ښه والي لپاره اړین موارد وارزول شول. د بیاکتنې پایلې او اړوند اسناد د کیفیت د تضمین د اصولو او معیارونو په پام کې نیولو سره ترتیب او وړاندې شوي وو. د وزارت مقام له لوري د یادو پایلو تأیید د عربي ژبې او ادبیاتو څانګې د علمي او تدریسي فعالیتونو د لا پیاوړتیا لپاره یو مهم ګام ګڼل کېږي. د عربي ژبې او ادبیاتو څانګه ژمنه ده، چې د دورهيي بیاکتنې د پایلو او سپارښتنو پر بنسټ به د تدریس د کیفیت لوړولو، د محصلینو د علمي او عملي وړتیاوو د پیاوړتیا، څېړنیزو فعالیتونو د پراختیا او د کیفیت د تضمین د فرهنګ د لا غښتلي کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.