23/02/2024
دا ابتکار د ډیرې ستاینې او قدردانۍ وړ دی!
د خوست په کاتب خصوصي عالي لېسه کې، د همدغه ښوونځي د اتم ټولګي با استعداده زده کوونکی محبت شاه د یوې ورځې لپاره د مدیر په توګه معریفي شوی دی.
یادې لیسې د ګلالي زده کوونکي د دغه هیله بښونکي انځور په خپرولو سره پر خپله فېسبوک پاڼه زیاته کړې چې”نن ورځ مو د خپلو زدۀکوونکو د وړتياوو د غوړېدنې او شخصيت لوړؤنې پۀ پار؛ لۀ سهار څخه تر رخصتۍ پورې زدۀکوونکی مدير ټاکلی و. ( محبت خان ) چې د اتم ټولگي زدۀکوونکی دی. د ښوونکو د غوراوي کمېټې لۀ لوري غوره شوی و، نن مو یې مسولیت ؤر ته سپارلی و. مدیر محبت خان سهار پر اسمبلۍ زۀکوونکو ته وينا وکړه. دوی ته یې وویل: ښوونځي کې هغه نيمگړتياوې چې وي او چاته یې نۀ شی ویلی، ما ته یې ووایئ، زۀ یې راپور کؤم، ادارې ته یې سپارم. وروسته یې لۀ ښوونکو سره ناسته وکړه. بيا یې د مراجعينو، زدۀکوونکو، ښوونکو او نيمگړتياوو لپاره ځانگړې راپور پاڼې جوړې وې، چې: پۀ رخصتۍ کې یې ادارې ته وسپارلې. د مدير محبت خان راپور به سبا ورځ ټولو زدۀکوونکو او ښوونکو ته پۀ اسمبلۍ وړاندشي. موږ به ان شاالله! د زدۀکوونکو د فکري روزنې لپاره منظم پلان کوو. “
محبت شاه دې لوی انسان او د دغه ځوریدلي وطن علمي خام جوړ شي.
د معارف د پیاوړتیا لپاره، کوچنی قدم هم بې ارزښته مه بولئ،د وطن غېږ دې د ښوونې او روزنې له مرکزونو او دا ډؤل زیارکښو ګلونو له کر ډکه شي.
ـــــــــــــــ
(۳۶) ممتاز زده کوونکی / د کاتب ستوری
د خپریدا نېټه: لومړی ځل - ۱۴۰۲/۱۲/۰۴