16/10/2026
د پکتیا پر وړاندې دریو یو ورځنیو لوبو ته د خوست لوبډله په ډاګه شوه!
د خوست کرکټ امریت د پکتیا پر وړاندې د درې یو ورځنیو سیالیو د لړۍ لپاره د خوست ولایتي کرکټ لوبډلې ۱۵ کسیز نوملړ اعلان کړ.
د خوست او پکتیا ولایتي کرکټ امریتونو په ګډې همغږۍ، د دواړو لوبډلو ترمنځ به دغه لړۍ د پکتیا په ملي کرکټ لوبغالي کې سبا پیل شي.
د خوست لوبډله به د صدیق شاه اتل په لوبډلمشرۍ د سیالیو ډګر ته ښکته شي، څو د پکتیا پر وړاندې غوره لوبې ترسره او د بریا لپاره هڅې وکړي.
د سیالیو نېټې:
لومړۍ لوبه: د اکتوبر ۱۷مه
دویمه لوبه: د اکتوبر ۱۸مه
درېیمه لوبه: د اکتوبر ۲۰مه
د لوبو ځای: د پکتیا ملي کرکټ لوبغالی