18/12/2024
د شیان ستر جماعت (Great Mosque of Xi'an)
د شیان ستر جماعت چې په ۷۴۲ میلادي کال کې جوړ شوی دی، د حضرت محمد (ص) له وخت څخه تقریباً سل کاله وروسته د طابعینو په دوره کې جوړ شوی دی. په هغه وخت کې شیان د ورېښمو لارې د تجارت مرکز و، او دا جماعت اوس په یو تاریخي ځای بدل شوی دی. له بېلابېلو هېوادونو خلک د دې ځای د لیدلو لپاره ورځي. دا جماعت په هغه سیمه کې جوړ شوی چې د "چنګلو (Changlu)" په نوم یادېږي، او ځینې ورته "مسلم سټریټ (Muslim Street)" هم وایي.
په دې سیمه کې ۵ یا ۶ نور جماعتونه هم شته، او دا ځای د مسلمانانو د ټولنې مرکز دی. دلته په لوړ غږ اذانونه کېږي، او په ټولو جماعتونو کې پنځه وخته لمونځونه، د جمعې او اخترونو لمونځونه هم ادا کېږي. ددې سیمې په ټولو هوټلونو او رېسټورانټونو کې حلال خواړه چمتو کېږي، او د شرابو پلورلو اجازه نشته. چې په ټوله چین کې د مسلمانانو لپاره داسې ځای بل نشته.
دغه جماعت ته که کوم غیرمسلمان ورځي، نو باید په دروازه کې ټکټ واخلي. هغوی ته یوازې د جماعت انګړ ته د داخلېدو اجازه ورکول کېږي. د جماعت تعمیر ډېر پخوانی او ښکلی جوړښت لري. په دېوالونو باندې پر لرګیو د نجاري ساده وسایلو په وسیله ټول قران کریم لیکل شوی دی، ځکه هغه وخت ماشینی وسایل نه وو.
شیان د چین هغه ښار دی چې ډېری مسلمانان پکې ژوند کوي. باید یادونه وکړو چې په دې سیمه کې د اسلام خپورولو لپاره نه چا جه اد کړی او نه هم تبلیغ ، بلکې د طابعینو په وخت کې له عربو څخه راغلي مسلمان تجاران دلته مېشت شوي وو. هغوی له خلکو سره نېک چلند وکړ او خپل تجارت یې په هغه ډول ترسره کړ چې اسلام لارښوونه کوي. د دوی ټولنیز او تجارتي اخلاقو په خلکو باندې ډېره اغېزه وکړه، او په همدې اساس خلکو اسلام قبول کړ.
خدای دې وکړي چې زموږ د اخلاقو له امله هم خلک اسلام ته جذب شي، نه دا چې زموږ ناوړه چلند د دوی د اسلام څخه د لرې کېدو سبب وګرځي.
ستاسوسیدزی