08/02/2025
د ریاضي له عجایبو‼
د ریاضي یو له خورا مشهورو عجایبو څخه "د 142857 عدد" دی. د دې عدد مهمه ځانګړتیا دا ده چې که دا عدد له 1 څخه تر 6 پورې هر طبیعي عدد هر سره ضرب شي نو د ضرب په هر حاصل کې یې همیشه د 142857 عدد رقمونه تکراریږي او یو دوراني خاصیت لري. دا عدد د 1/7 کسري عدد له اعشاري خانو سره سمون لري؛ ځکه د 1/7 کسري عدد اعشاري بڼه له ...0.142857 سره مساوي ده.
دا مسله په ریاضي کې د 1/7 کسري دورې "The Decimal Expansion of 1/7" پنوم یادیږي.
راځئ چې عملي مثالونو کې وګورو:
142857 × 1 = 142857
142857 × 2 = 285714
142857 × 3 = 428571
142857 × 4 = 571428
142857 × 5 = 714285
142857 × 6 = 857142
تاسو د پورته ضربونې حاصلونو ته وګورئ په هر حاصل کې د 142857 عدد رقمونه تکرار شوي او یو دوراني خاصیت لري.
دا عدد د ریاضیاتو په نړۍ کې یو حیرانونکی او جالب مثال دی!
لیکنه: استاد احمدشاه همت