خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school

خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school زموږ اصلي ماموریت د خپلو ماشومانو روزل، تشویقول او دوی سپیڅلو ارمانونو ته رسول دي.

د ګډو همکاریو د تړونونو پر دوام!د پایتخت ښوونیز مرکز او د خوست بریا خصوصي لیسې ترمنځ د زده‌کوونکو د ملاتړ او ودې په موخه...
26/04/2026

د ګډو همکاریو د تړونونو پر دوام!

د پایتخت ښوونیز مرکز او د خوست بریا خصوصي لیسې ترمنځ د زده‌کوونکو د ملاتړ او ودې په موخه د ګډې همکارۍ تړون لاسلیک شو.

د تړون له مخې، د لیسې زده‌کوونکي به له ځانګړي تخفیف څخه برخمن کېږي، او یتیمان او د صنفونو ممتاز (اول نمره) زده‌کوونکي به په بشپړه توګه وړیا جذبېږي.

دا همکاري د زده‌کړې د کچې لوړولو، د استعدادونو د ودې، او د باکیفیته تعلیمي فرصتونو د برابرولو په برخه کې مهم او اغېزناک ګام بلل کېږي.
#پایتخت ستاسو وخت او باور ته ارزښت ورکوي.
#بریا د تعلیمي افغانستان بنسټ.
پته: شبروز پکتین کورس ته څېرمه سخي الدین مارکیټ

خوست بریا خصوصي لیسې د تیر حمل میاشتې ازموینې نتایج اعلان کړل،بریا د تعلیمي افغانستان بنسټ…انځوریز البوم😍
23/04/2026

خوست بریا خصوصي لیسې د تیر حمل میاشتې ازموینې نتایج اعلان کړل،
بریا د تعلیمي افغانستان بنسټ…
انځوریز البوم😍

د بریا اصل!خوست بریا خصوصي لیسې نن ورځ د روان تعلیمې کال د حمل د میاشتې د ویل شویو درسونو ټيسټ ازموینه واخیسته.بــــــــ...
18/04/2026

د بریا اصل!
خوست بریا خصوصي لیسې نن ورځ د روان تعلیمې کال د حمل د میاشتې د ویل شویو درسونو ټيسټ ازموینه واخیسته.
بــــــــریا د تعلیمي افغانستان بنسټ!
داخله جریان لري...

باراني شیبې☁پوهنه رڼا ده.د خوست بریا خصوصي ليسې اتلان
04/04/2026

باراني شیبې☁
پوهنه رڼا ده.
د خوست بریا خصوصي ليسې اتلان

29/03/2026

A speech given about importance of book by our ten class student.
Amazing Specch 😍

خبرتیا…!!درنو زده‌کوونکو او قدرمنو والدینو!سبا د نوي ۱۴۰۵ تعلیمي کال د پیل زنګ وهل کېږي، هغه زنګ چې د پوهې، هیلې او روښا...
25/03/2026

خبرتیا…!!
درنو زده‌کوونکو او قدرمنو والدینو!
سبا د نوي ۱۴۰۵ تعلیمي کال د پیل زنګ وهل کېږي، هغه زنګ چې د پوهې، هیلې او روښانه راتلونکي نغمه خپروي. د پوهې دروازې بیا پرانېستل کېږي او د راتلونکي بنسټونه ایښودل کېږي.
خوست بریا خصوصي عالي لیسه له ټولو قدرمنو والدینو څخه هیله کوي، چې خپل ماشومان پر وخت ښوونځي ته راولیږئ او د علم دا سپېڅلی سفر په ګډه پیل کړو. ستاسو همکاري د ماشومانو د روښانه راتلونکي لپاره ډېره مهمه ده.
راځئ چې سبا ورځ د هیلو، ارادو او نوې انرژۍ ورځ وګرځوو، تر څو زموږ ماشومان د زده‌کړې په رڼا کې خپل خوبونه رښتیا کړي او خپلو سپېڅلو ارمانونو ته ورسیږي.
✨ دا نوی تعلیمي کال دې د بریاوو، پرمختګ او روښانه راتلونکي
زېری وي.
په درنښت،
اداره
پته: خوست،مرکز،کاروان سرای چوک لویدیځ لوری

د ښوونکو او زده کوونکو لپاره خبرتیا!د کار او ټولنیزو چارو وزارت سبا ورځ( یکشنبه) چې د کوچني اختر لهٔ ۴ مې سره برابره ده،...
22/03/2026

د ښوونکو او زده کوونکو لپاره خبرتیا!
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سبا ورځ( یکشنبه) چې د کوچني اختر لهٔ ۴ مې سره برابره ده، رخصتي اعلان کړه او دوشنبه به د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د ښوونکو حاضرۍ پیلېږي او همدا شان لهٔ پنجشنبې ورځې څخه چې د حمل لهٔ ۶ مې سره برابره ده د زده کوونکو درسونه او حاضرۍ پیلېږي.

د کارموندمنې خبرتیا!د خوست بریا خصوصي عالي ليسه د 1405 ه. ش ښوونیز کال په  را رسېدو سره په لاندې برخو کې  مسلکي ،پوه او ...
15/03/2026

د کارموندمنې خبرتیا!

د خوست بریا خصوصي عالي ليسه د 1405 ه. ش ښوونیز کال په را رسېدو سره په لاندې برخو کې مسلکي ،پوه او با تجروبه ښوونکو ته اړتیا لري:

1-قرآن کریم او تجوید برخې لپاره یو تن
2-د کیمیا او بیولوژي برخې لپاره یو تن
3-د فزیک او ریاضي برخې لپاره یو تن
4-کې جې ټولګي لپاره یو تن

د ښوونکو د استخدام شرایط:
1-په اړونده برخه کې پوره استعداد او وړتیا ولري.
1-په اړونده برخه کې دوه کاله کاري تجروبه ولري.
3-لېسانس وي.
4-د وخت پابند وي.
هر ښوونکی چې پورتني شرایط یې پوره وي کولای شي زموږ سره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسي:
0773300333
0777009038 واټساپ
پته: خوست مرکز کاروان سرۍ چوک لويدیځ لوری

نوي تعلیمي کال (1405)ته پوره اته ورځې پاتې دي.درنو هېوادوالو او قدرمنو والادینو! د خپلو اولادونو د ښه راتلونکي لپاره مو ...
13/03/2026

نوي تعلیمي کال (1405)ته پوره اته ورځې پاتې دي.
درنو هېوادوالو او قدرمنو والادینو!
د خپلو اولادونو د ښه راتلونکي لپاره مو خپل ګلالي او نازولي بچیان په نېږدې ښوونځیو کې شامل کړئ.
بریا نوی 1405 ه.ش کال له نویو نوښتونو سره پیلوي
خوست بریا ستاسو د اولادونو علمي سنګر!

10/03/2026

د سمینار موضوع: شکر څه ډول ناروغي ده؟
وړاندي کوونکی: فرهاد الله
ټولګی: اتم الف
بریا د تعلیمي افغانستان بنسټ

خوست بریا خصوصي عالي لیسې لخوا خپلو زده کوونکو ته د دلوې میاشتې ازموینې نتایج اعلان کړل.بریا د تعلیمي افغانستان بنسټ…
07/03/2026

خوست بریا خصوصي عالي لیسې لخوا خپلو زده کوونکو ته د دلوې میاشتې ازموینې نتایج اعلان کړل.
بریا د تعلیمي افغانستان بنسټ…

Address

Karwansray Chawk West Side
Khost
26000

Telephone

+93773300333

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to خوست بریا خصوصي ښوونځی Khost barya private school:

Shortcuts

Share

Category