28/09/2025
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی ایران ته ورسېد
ایرنا خبري سرچینې نن یکشنبه د (تلې شپږمه) لیکلی، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان د سیمې پر وروستیو بدلونونود خبرو لپاره ایران ته ورسېد.
یادې سرچینې زیاته کړې؛ صادق خان به په دې سفر کې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره وويني.
ویل کیږي، چې د دې لیدنې موخه د افغانستان، پاکستان او ایران ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا ده.
#آریانانیوز #ایران #پاکستان #ګډههمکاري