د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست

د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست

Share

د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست رسمي صفحې ته ښه راغلاس?

06/07/2023

په حديث شريف کي راغلي دي :

عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : طَلَبُ الْعِلْمِ فَرِيضَةٌ عَلَى كُلِّ مُسْلِمٍ ( رواه ابن ماجة ص : ۲۰ )

ژباړه : له حضرت انس – رضی الله عنه – څخه روايت دی، چي رسول الله – صلی الله عليه وسلم – فرمائلي دي: د علم طلب پر هر مسلمان فرض دی !

له دې حديث څخه معلومېږي، چي پر هر مسلمان که نارينه وي او که ښځينه، غريب وي که شتمن، کليوال وي او که ښاري، پر ټولو د علم طلب فرض دی .

Photos 08/04/2017

علم تا بیایي پر پورته جهل تا بیایي پر کښته
یا عیسی لره وردرومه یا قارون ته ځان وسپاره

20/09/2016

نن د سنبلې میاشتي ۳۰ نېټه ده، لا هم د محصلینو او زده کوونکو درک نسته.

11/09/2016

ټوله مسلمه امت ته د لوی اختر د نیکي ورځي تبریکي وایمه، د ژوند هره لحظه مو اختریزه سه او په افغانانو پوري دي يې الله پاک بختور کي

Photos 30/07/2016

خـــــــــبرتیا!
لکه څرنګه چي تاسي خبر یاست، چي د روان کال د وږي ( سنبلې ) میاشتي پر ( ۱۶ ) نېټه باندي نوی تدریسي کال شروع کېدونکی دی، نو په همدې خاطر ټولو هغه د ( ۱۲ ) ټولګیو څخه فارغ زده کوونکو او د نیمه لوړو زده کړو مینه والو ته خبر ورکول کیږی، چي د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست اړوند په دغه برخو کښي ( پښتو، دري، ساینس، علوم دیني، انګلیسي او اجتماعیات ) نوم لیکنه د وږي ( سنبلې ) میاشتي تر ( ۱۰ ) نېټې پوري دوام لري. تر څو له همدې لاري لوړو زده کړو ته په اساني سره لار پیدا کړي.
نـــــوټ: د مرکزي دارالمعلمین تر څنګ یاد ریاست په ( ارغنداب، میوند، سپین بولدک، دامان، پنجوايي او ډنډ ) ولسوالیو کي هم حمایوي مراکز لري او محصلین جذبوي.
چانس له لاسه مه ورکوئ، تر څو له وخته مو سالمه استفاده کړې وي.

Photos 05/07/2016

تاسو او ستاسو پتمني کورني ته کوچینی اختر مبارک وي!

Photos from ‎د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست‎'s post 06/06/2016

په ډیري خواشینۍ سره خبر کړل سوم، چي په ولسي جرګه کي دمیدان وردګو ولایت دخلګو استازی محترم شیرولي وردګ په یوه ناوړه پېښه کي په شهادت رسیدلی دی.
انالله واناالیه راجعون!
دالله جل جلاله له سپېڅلي دربار څخه شهید ته جنت فردوس او درنې کورنۍ ته یې صبرجمیل غواړم او ددوی د کورنۍ سره په دې سترغم کي ځان شریک ګڼم.

Photos from ‎د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست‎'s post 28/04/2016

د کندهار عالي دارالمعلمین د ترمیم څو ښکلي تصویرونه، چي په نژدې څو ورځو کي به رسماً یاد ریاست ته تسلیم سي.

18/04/2016

د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست تدریسي تعمیر چي د تېر کال د جوزا میاشتي په څلورمه نېټه باندي د دوښمن د حملې ښکار ګرځېدلی و، د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست او معارف ریاست په ګډه همکاري سره د Save the Children موسسې په مالي مرسته د دوهم ځل له پاره له سره ترمیم سو، چي په راتلونکو څو ورځو کي به رسماً تسلیم او تدریس ته اماده سي.

Photos from ‎د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست‎'s post 18/04/2016

د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست تدریسي تعمیر چي د تېر کال د جوزا میاشتي په څلورمه نېټه باندي د دوښمن د حملې ښکار ګرځېدلی و، د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست او معارف ریاست په ګډه همکاري سره د Save the Children موسسې په مالي مرسته د دوهم ځل له پاره له سره ترمیم سو، چي په راتلونکو څو ورځو کي به رسماً تسلیم او تدریس ته اماده سي.

Photos from ‎د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست‎'s post 29/03/2016

د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست اړوند تدریسي ودانۍ د تېر کال ( ۱۳۹۴ ) د غبرګولي میاشتي پر ( ۴ ) نېټه ماښام د هیواد او سولي د دوښمنانو له خوا د کندهار عالي دارالمعلمین ریاست پر محافظتي پوستې باندي د برید په موخه دوه تنه د یاد ریاست تدریسي ودانۍ ته پورته سوله، چي د (۱۶) ساعته پر له پسې جګړې په نتیجه کي ټول ډيپارټمنټونه او درسي ټولګیاني او ورسره نور درسي لوازم په کلي توګه له منځه ولاړل. دا چي د د یاد ریاست رئيس په پرله پسې توګه د کندهار ولایت مقام، د ښوونکو روزني لوی ریاست او پوهني وزارت ته په لسهاوو وړاندیزونه لیږلي وه خو تر اوسه يې کومه نتیجه ور نه کړه. خو د یاد ریاست رئيس ښاغلی زلمی توریال یو له هڅاندو او ویښو ریسانو څخه دی او همېشه يې خپل توان او قدرت د اولس او ټولني د ځوان قشر په سالمه روزنه کي تېر کړی دی، نو دی هم د خپلو پرله پسې کوښښونو په نتیجه کي په دې باندي وتوانېدی چي د یاد تعمیر ټولي ترمیماتي چاري د همږغۍ له مخي په کندهار کي Save the Childrenموسسې ته وسپارلې، چي تدارکاتي چاري يې د یادي موسسې له خوا ترسره سوي دي. د یاد تعمیر ترمیماتي چاري د روان کال د حمل میاشتي پر ( ۱۰ ) نېټه باندي پیل سوې. ځکه نو د یاد ریاست د رئيس کوښښونه د ستایني وړ دي.

04/02/2016

کندهار عالي دارالمعلمین ریاست غواړي چي د خپلو محصلینو د ذهني ودي او د معارف د ښوونکو سره د همکاري په موخه د لومړي ځل له پاره یوه میاشتنۍ چاپي خپرونه راپیل کي، نو د نوم د ایښودلو په اړه يې ستاسو درنو نظرونو ته اړتیا لرو.

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Kandahar
0093