ALA Digital Library & Research Center

ALA Digital Library & Research Center زده کړه د يو ښه سبا لپاره�

28/04/2026
افغان تعلیمي اکاډمي – کتابتون او څیړنیز مرکزنوښتګر علمي او څیړنیز خدمت د هیوادملوالو لپاره!په درنښت سره خبر درکوو چي افغ...
01/12/2025

افغان تعلیمي اکاډمي – کتابتون او څیړنیز مرکز
نوښتګر علمي او څیړنیز خدمت د هیوادملوالو لپاره!
په درنښت سره خبر درکوو چي افغان تعلیمي اکاډمي کتابتون او څیړنیز مرکز د زده کړي په برخه کې یو نوښتګر مرکز پرانیستلی دی، تر څو د علم او پوهي د پراختیا لپاره تاسو ته معیاري او اغېزمن خدمات وړاندي کړو.

زموږ خدمات (ټول خدمات وړیا دي):

1. د انټرنیټ وړیا لاسرسی
2. د ډیجیټل او الکترونیکي کتابونو مطالعه
3. د مطالعې لپاره ارام او مناسب چاپېریال
4. مجهز او عصري کمپیوټرونه
5. د څیړنیزو چارو او علمي لیکنو په برخه کې مرسته او لارښونه
د کار کولو وختونه:
له سهار ۹:۰۰ بجو څخه تر مازیګر ۴:۰۰ بجو پورې
ادرس:
چوک مُدت – احمدشاهي مارکېټ، دریم منزل

زموږ د نن ورځې ګډونوال:زموږ خدمات:وړيا انټرنيټمجهز کمپيوټرونهارام چاپيريالد مطالعې په برخه کي کتابونهپه څېړنه کي ستاسو س...
20/08/2025

زموږ د نن ورځې ګډونوال:

زموږ خدمات:
وړيا انټرنيټ
مجهز کمپيوټرونه
ارام چاپيريال
د مطالعې په برخه کي کتابونه
په څېړنه کي ستاسو سره همکار استاد

زموږ د علمي څېړنيز مرکز ګډونوال😍
11/08/2025

زموږ د علمي څېړنيز مرکز ګډونوال😍

انټرنټ او تعلیمانټرنټ د اوسني وخت یوه مهمه او پیاوړې وسیله ده، چې نړۍ یې یو کلی جوړ کړی دی. دا نه یوازې د اړیکو لپاره کا...
27/07/2025

انټرنټ او تعلیم

انټرنټ د اوسني وخت یوه مهمه او پیاوړې وسیله ده، چې نړۍ یې یو کلی جوړ کړی دی. دا نه یوازې د اړیکو لپاره کارېږي، بلکې د تعلیم، پوهې، او مهارتونو د ترلاسه کولو لپاره هم بې‌سارې ګټې لري.

📚 د تعلیم لپاره د انټرنټ ګټې:

1. آنلاین زده کړه (Online Learning):
د انټرنټ له لارې زده کوونکي کولای شي له کور څخه آنلاين ټولګیو، کورسونو او پوهنتوني مضمونونو ته لاسرسی پیدا کړي.

2. وړیا تعلیمي مواد:
د نړۍ مشهور پوهنتونونه (لکه Harvard, MIT, Stanford) وړیا کورسونه وړاندې کوي. همداراز، یوټیوب
Afghan Learning Academy ، Khan Academy، Coursera او نور پلیټفارمونه په سلګونه ویډیويي درسونه لري.

3. د کتابونو او مقالو ترلاسه کول:
زده کوونکي او ښوونکي کولای شي آنلاین کتابونه، مقالي، ریسرچونه، او نور تعلیمي منابع پیدا کړي.

4. د مهارتونو پراخول:
د انټرنټ له لارې زده کوونکي نویو مهارتونو ته لاسرسی لري، لکه کمپیوټر، ژبې، ګرافیک ډیزاین، برنامه لیکنه، او نور.

او هیره دی نوی چی د افغان تعلیمی اکاډمی اسټدیو او یوټوب چینل هم ګرانو زدکوونکو ته په ویډیوی شکل درسونه وړاندي کوي

https://youtube.com/-z9t?si=vNCywrlso_ftocHI

راسی زدکړه وکړی ټول خدمات وړیا دی .

زموژ آدرس 📍: کندهار احمدشاهی مارکیت دریم منزل

21/07/2025
اوسنی عصر او تکنالوژياوسنی عصر ته د تکنالوژۍ عصر ویل کېږي، ځکه چې تکنالوژي د ژوند ټولو برخو ته ننوتې ده. نن سبا انسان د ...
15/07/2025

اوسنی عصر او تکنالوژي

اوسنی عصر ته د تکنالوژۍ عصر ویل کېږي، ځکه چې تکنالوژي د ژوند ټولو برخو ته ننوتې ده. نن سبا انسان د تکنالوژۍ پرته خپل ورځنی ژوند نشي کولی. له موبایلونو، کمپیوټرونو، انټرنټ، تر مصنوعي زیرکتیا (AI) پورې، هر څه زموږ ژوند آسانه، چټک او مؤثر کړی دی.

په تعلیم کې، تکنالوژي زده‌کړې ته پراخ فرصتونه برابر کړي دي. آنلاین کورسونه، مجازي ټولګي، او ډیجیټلي کتابونه زده‌کوونکو ته دا زمینه برابر کړې چې له هر ځایه زده‌کړه وکړي.

په روغتیا برخه کې هم، تکنالوژۍ حیرانوونکي بدلونونه راولي. ډیجیټلي وسایل، روباټیک جراحي، او د ناروغیو پیژندنې اتومات سیستمونه د ژوند ژغورلو کې مرسته کوي.

تجارتي نړۍ هم له تکنالوژۍ بې برخې نه ده. بانکداري، سوداګري، بازار موندنه، او د پیسو لیږد ټول په ډیجیټلي ډول پرمخ ځي. سوشل میډیا د انسانانو ترمنځ اړیکې نورې هم آسانه کړې دي، که څه هم ځینې وخت منفي اغېزې هم لري.

په ټوله کې، تکنالوژي انسان ته بې‌ساری پرمختګ ورکړی، خو له دې سره سره دا مهمه ده چې سمه او مسؤلانه استفاده ترې وشي، څو له خطرونو، اعتیاد او اخلاقي ستونزو ځان وساتو.

افغان تعلیمی اکاډمی ډیجیټل کتابتون

زموژ آدرس : چوک مدد احمدشاهی مارکیت دریم منزل

Discipline ۱. خپل ځان کنټرولول (Self-Control)دا تر ټولو مهمه برخه ده. مطلب دا چې سړی باید وکولای شي خپل احساسات، خواهشات...
09/07/2025

Discipline

۱. خپل ځان کنټرولول (Self-Control)

دا تر ټولو مهمه برخه ده. مطلب دا چې سړی باید وکولای شي خپل احساسات، خواهشات، او جذبات تر خپل کنټرول لاندې وساتي. مثلاً که یو څوک غصه شي، باید ځان کابو کړي.

۲. مسؤولیت منل (Responsibility):

ډیسیپلین لرونکی انسان تل خپل مسؤلیتونه مني. که کوم کار یې ذمه‌واري وي، هغه نه ځنډوي، نه پلمه جوړوي، بلکې سر وخت سر یې تر سره کوي.

۳. منظم ژوند کول (Routine and Order):

ډیسیپلین دا معنا هم لري چې انسان یو منظم ژوند لري — د خوب، کار، مطالعې او استراحت وختونه یې معین وي. بې نظمي د ډیسیپلین ضد ده.

۴. صبر او زغم (Patience & Persistence):

منظم انسان پوهېږي چې ښه پایلې وخت غواړي. هغه ژر نه ستړی کېږي، کوشش ته دوام ورکوي، حتی که نتیجه ژر و نه ویني.

۵. خپل هدف ته وفاداري (Commitment to Goals):

ډیسیپلین لرونکی انسان خپل هدف ته وفادار وي. هغه د لنډ مهاله خوندونو یا ستونزو له امله له خپل هدف نه اړوي.

زموژ آدرس 📍:
چوک مدد احمد شاهی مارکیت څلورم منزل
کندهار

د کتاب په اړه څو مهمې ویناوې!• کتاب د انسان ذهن ته وزرې ورکوي.• هر کتاب یوه نوې نړۍ ده چې موږ ته یې دروازه پرانیزي.• کتا...
02/07/2025

د کتاب په اړه څو مهمې ویناوې!

• کتاب د انسان ذهن ته وزرې ورکوي.
• هر کتاب یوه نوې نړۍ ده چې موږ ته یې دروازه پرانیزي.
• کتابونه د انسان د ژوندانه رښتیني ملګري دي.
• کتاب د روح د تغذیې سرچینه ده.
• یو ښه کتاب لوستل د زرګونو خبرو کولو نه زیات ارزښت لري.
• کتاب هغه خزانه ده چې هیڅکله نه ختمېږي.
• په هر کتاب کې پوهه، حکمت او نوی لیدلوری پټ دی.
• کتابونه د فکرونو د ازادۍ لارښوونکي دي.
• کتابونه د ماضي او حال تر منځ پلونه جوړوي.
• د کتاب په لوستلو سره انسان خپل ځان پېژني.
• ښه کتاب د ژوند تر ټولو غوره ښوونکی دی.
• په هر کتاب کې یو نوی درس شته چې موږ یې زده کولی شو.
• کتابونه د تیرو وختونو غوره تجربې وړاندې کوي.
• د کتاب مطالعه د پوهې د رڼا په لور مهم ګام دی.
• هغه څوک چې کتاب لولي، هغه په دواړو سترګو بنا دی.
• د ښه کتاب هر مخ د پوهې نوې دریڅه پرانیزي.
• کتاب هغه وسیله ده چې د پوهې ځواک درکوي.

📍 **موقعیت:** چوک مدد، احمدشاهي مارکيټ، څلورم منزل – کندهار

راسئ، زده‌کړه وکړئ، څېړنه وکړئ او پرمختګ وکړئ —
**ټول خدمات وړیا دي!**

یو څه خلک اخته دي غواړي تا دوکه کړي، تاته وایي: سخت کار وکړه، شپې روڼي کړه، زحمت وکاږه او...پام چي دوکه نه سې. د دوی پر ...
30/06/2025

یو څه خلک اخته دي غواړي تا دوکه کړي، تاته وایي: سخت کار وکړه، شپې روڼي کړه، زحمت وکاږه او...
پام چي دوکه نه سې. د دوی پر خبرو غوږ مه نیسه!

ګوره!
-که د شپو په رڼولو سره بریا حاصلېدای، نو چوکېدار به تر ټولو کامیابه وای.
-که په ډېرو خبرو سره څوک بریالی کېدای، نو زما د اکا دوی طوطي به یو لک ډالر قیمت درلودای، ټوله ورځ خبري کوي.
-که په ډېره مطالعه پيسې ګټل کېدای، نو ایلن ماسک به زموږ د پوهنتون په کتابتون کي شپې کولای.
-که په سخت کار کولو سره څوک کامیابه کېدای، نو د چهارسو د چوک لېړی والا به اوس په فورنر موټرانو کي ګرځېدای.
-که په پلانو لرلو یا د مکتب په اول نمره ګۍ څوک بریالی کېدای، نو زموږ همسایه بډک به اوس باچا وای.

نو که خبره په سخت کار، شپو رڼولو او مطالعه کي نه ده، نو په څه کي ده؟
غوږ سه! نامي هغه دئ، چي له دماغ څخه ئې کار واخیست.
کله چي په دې پوه سوې، چي څه شي کوې او ولي ئې کوې؟
څه شي مطالعه کوې او ولي ئې مطالعه کوې؟
څه پلانونه لرې او څومره دي عملي کړي؟
بس، کارونه ګرده غمیان دي، د ژوند هره لحظه ستا ده، عزت او پیسې ستا دي، بریا ستا ده.
کنې نو ګرځه ستړی او سرګردانه

داچي له دماغه څنګه کار واخلو؟
د نړۍ مشهوره او بریالي خلک داسي کوي:
-لارښود Mentor لري، هغه ورته وايي، چي راسته را وګرځه، که چپه را وګرځه.
-عبادت کوي، ځکه دا روحي سکون ور بخښي او تمرکز ئې ور پیاوړی کوي.
-د صحت خیال ساتي، غوړ، خواږه او انرژیاني نه خوري، سبزیجات زیات خوري او هفته کي درې څلور واره ورزش هم کوي.
-ګټور کتابونه مطالعه کوي، کتابونه بیخي ډېر دي، خو غوره کتابونه بیخي لږ دي. (زما د جولای د میاشتي د مطالعې د کتابونو اړوند مي نن سهار پوسټ کړی دئ، کتلای ئې سی، درې سره غوره کتابونه دي)

د خبري خلاصه:
دماغ پر کار واچوه، ژوند به دي سم سي. که ئې خپله پر کار نه سې اچولای، نو بل چا ته ووایه چي ټېله درکړي.

فرض کړه، په یو مجلس کي دا پورته خبري ما تاسو ته وکړلې، تاسو به ماته په جواب کي څه ووایاست؟
لېکنه: متوکيل

Address

Kandahar

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ALA Digital Library & Research Center posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category