مشرقي عالي ليسه

مشرقي عالي ليسه

Share

No have jobs com only jobs

30/10/2023

مومن مسلمان هیڅ وخت ظالم نسي کیدلاي
او کافر هیڅ وخت مهربانه نسي کیدلاي

06/12/2020

ښه نیت ښه ملگري ښه اخلاق د ژوند سرمایه ده

Photos from ‎مشرقي عالي ليسه‎'s post 03/12/2020

که مو ونه لوستله پیښمانه به یاست!

یو بوډا د دمشق په غرونو کې خس ټولول او
خرڅول به یې، تر څو د خپلې کورنۍ اړتیا پرې پوره کړې.
یوه ورځ سلیمان (ع) بوډا د خسو ټولولو حالت کې وليد،
زړه یې پرې ودرديد،
تصمیم يې ونیوه چې د بوډا د ژوند حالت تغیر کړي.
تخت يې د غره لمنې ته راکوز کړ،
بوډا ته یې يو قیمتي غمی ورکړ،
چې وئيپلوري او خپله زنده ګي پرې جوړه کړي،
بوډا ترې مننه وکړه او مخ په کور روان شو،
کور کې یې غمی خپلې ميرمنې ته وروښود،
ميرمنه يې ډيره خوشحاله شوه،
غمی یې د مالګې منګوټي ته ورواچاوه،
ساعت وروسته يې چورلټ له یاده ووتو،
چې غمی يې څه کړ،
د ګاونډي ښځې ته مالګه په کار وه،
راغله د مالګې منګوټی يې ویوړ،
او په غمي يې ځان غلی کړ.
بوډا ډير خفه شو،
په ښځه يې منت وکړ،
چې غمی ولې ورک شو،
د بوډا ښځه په سرو سترګو ناسته وه،
چې په ما څه وشوه، ولې مې غمی له یاده ووتو.
څو ورځې وروسته، بوډا غره ته لاړ او په غره کې بيا د سلیمان (ع) سره مخ شو.
د غمي د ورکيدو کیسه يې ورته وکړه.
سلیمان (ع) بل غمی ورکړ ورته يې وويل احتیاط کوه بابا جانه در نه ورک نشي.
بوډا ترې مننه وکړه، خوشحاله مخ په کور روان شو،
په لاره کې يې غمی له جيبه راوویست په یوه ډبره يې کېښود،
خپله ترې څو قدمه لرې کيناست،
او د غمي په ننداره بوخت شو،
په همدې وخت کې یو مرغه راغی غمی یې په خپله مښوکه کې وتښتاوه،
بوډا ډيرې منډې او چغې ووهلې خو ګټه يې ونه کړه.
څو ورځې بوډا له کوره ونه وتو ،
ميرمنې يې وویل،
د خوراک څه نشته،
ترڅو به کور کې ناست يې،
بوډا زړه نازړه بيا غره ته لاړ،
خس يې راټولول چې د سلیمان (ع) غږ يې واوريد،
ودريده ملا يې نيغه کړه،
ګوري چې سلیمان (ع) ولاړ دی او حیران حیران دته ګوري،
بوډا بیا خپله کیسه سلیمان (ع) ته وکړه،
چې غمی رانه مرغه وتښتاوه.
سلیمان (ع) وویل پوهيږم بابا جانه چې ته ماته دروغ نه وايې،
نیسه دا بل غمی واخله،
ګوره چې دا له هغه دواړو غمیو قیمتي دی،
ورک يې نه کړې،
ضرور به يې خرڅوې او خپل ژوند به پرې راجوړوې،
بوډا، سلیمان (ع) سره ژمنه وکړه،
چې دا غمی به په ښه قیمت خرڅوم،
د خسو پنډ يې راوخيست او مخ په کور روان شو،
د بوډا کور د سیند پر غاړه وو،
کله چې سیند ته ورسيد،
غمی يې له جيبه رابهر کړ،
چې راځه یو وار يې د سیند په اوبو پريمینځم،
غمی د پريمینځلو به وخت کې د بوډا د لاس نه اوبو کې ولويد، بوډا ډيرې غوټې پسې ووهلې،
خو څه په لاس ورنغله،
ډير خواشينى کور ته لاړ،
څو ورځې په کور کيناست.
او د سلیمان (ع) له ډاره غره ته نه تلو،
ميرمنې یې ډاډ ورکړ چې مه ډاريږه،
د غمیو والا چې هر څوک دی،
ته پرې ګران يې،
که دې بيا وليد ټوله کیسه ورته وکړه،
زه مطمينه يم چې څه درته نه وايي.
بوډا په ډار ډار غره ته لاړ،
خس يې راټول کړه په شا يې راواړول،
غوښتل يې د کلي په لور حرکت وکړي چې د سلیمان (ع) تخت يې ولید،
بوډا د خسو ګيډی په زمکه واچاوه په منډه منډه وتښتيد.
سلیمان (ع) غوښتل مخه يې ونیسي،
چې د الله ج استازي جبرئیل امین پرې غږ وکړ،
ای سلیمانه الله (ج) وايي ته څوک يې چې زما د بنده حال تغیراوې زه دې له یاده ویستلی یم.
سلیمان (ع) ډير ژر په سجده پريوته د خپلې تيروتنې بښنه يې وغوښته.
الله (ج) د جبرئیل امین په واسطه سلیمان (ع) ته وویل چې تا خو زما د بنده حال تغير نه شو کړاى،
ته اوس ورته وګوره چې زه يې څنګه تغیروم.
بوډا په بيړه د کلې خوا روان وه،
چې څو تنو کب نیوونکو سره مخ شو،
کب نیوونکو بوډا ته وویل:
بابا نن موږ ډير کبان نیولي راشه څو کبان درکړو،
بوډا د کب نیوونکو څخه کبان واخيستل،
ډيرې د خیر دعاوې يې ورته وکړې،
او مخ په کور لاړ،
د بوډا ښځې د کبانو ګيډې څيرې کړې،
د یو کب په ګيډه کې یې یو ښکلی ځليدونکی غمی پیدا کړ،
په بوډا يې د غمي زیری وکړ،
بوډا خوشحاله شو،
ښځې ته يې وویل کبانو ته مالګه ورکړه،
زه به ځنګل ته د خسو پسې لاړ شم،
د بوډا ښځې چې کله د مالګې نوم واوريده،،
ړومبنى غمی ور په یاد شو،
چې د مالګې منګوټي کې يې اچولی وه،
ژر د ګاونډي کورته ورغله،
د ګاونډي ښځې چې کله د بوډا ښځه ولیدله،
په عذر و زاریو يې پیل وکړ،
چې خیر دی ترور غمی دې واخله خو ميړه ته مې څه مه وایه،
چې له کوره مې شړي،
د بوډا ښځې غمی واخيسته،
د ګاونډي ښځه يې وبښله.
بوډا ځنګل کې یوې ونې ته وخوت،
څو وچ لرګي يې ترې رامات کړه،
چې د مرغه په ځاله يې سترګې ولږيدې،
ګوري چې ځاله کې غمی پروت دی،
غمی یې راواخیست کور ته راغی،
ښځې یې کبان پاخه کړه، ښه پريمانه يې وخوړل،
په سبا يې بوډا درې واړه غمي په لوړ قیمت خرڅ کړه،
خپله زنده ګي يې پرې جوړه کړه، سلیمان (ع) دا هر څه ولیدل او پر دې یې یقین راغی چې د بنده حال بنده نشي تغیرولی. څو يې الله ج تغير نه کړي
ستاسو ددعا محتاج

نوټ. داسی ښایسته لیکنی عقیدی قوی کوی

Photos from ‎مشرقي عالي ليسه‎'s post 19/07/2016

د خپل الله رسول او قران سره مينه ډير ښه خوند کوي او انسان ته يو نوعه خوشحالي وربخښي او انسان په خپل ټولنيز کارونو کي ډير خوښ او نه ستړي کيدونکي وي. او يووازني ارزو هم دانسان همدا خوښي ده په ژوند کي.

Photos 19/03/2015

د نوروز د ورځې په نمانځلو کې ثواب دى که عذاب؟!
د لمريز هجري کال د لومړۍ مياشتې (حمل) لومړۍ ورځې ته پاړسي ژبي وروڼه (نوروز) وايي. د نوروز ورځ د اسيا په يو شمېر اسلامي هېوادونو کې په خاص عقيدوي او دوديز شکل سره هر کال نمانځل کيږي، چې ځينې اسلامي بڼه هم ورکوي.دا بايد په ډاگه ووايو، چې: دا ورځ له اسلام سره هېڅ ډول تړاو نه لري، بلکې دا ورځ له محمدي صلى الله عليه وسلم له شريعته څو پېړۍ وړاندې د آريايانو په برج د لمر وړانگې له لگېدو او د ايران د اور نمانځونکيو (آتش پرستو) د باطلې عقيدې يوه ځانگړې ورځ وه، چې په دغه ورځ به يې لوى اورتون (آتشکده) چې د عبادت سرونه به يې ورته ټيټول، دا ورځ له سره په خاصو مراسمو تازه کړه.د نوروز ورځ داسلام له نظره: د نوروز ورځ په اسلام پورې کوم تړاو نه لري. د پارس کسرا به د کال دوه ورځې يوه (نوروز) د نيکۍ ورځ او بله د اهريمن (د ميتران) لومړۍ ورځ په خاصو مراسمو سره نمانځلې (ميلې او جشنونه) به يې جوړول. پيغمبر (صلى الله عليه وسلم) خپل امت ددغو دوه، ورځو له نمانځلوڅخه منع کړى او داسې ارشاد يې فرمايلى: الله جل جلاله مسلمانانو ته په کال کې دوه ډېرې مبارکې ورځې ټاکلي دي، چې يوه دکوچني اختر ورځ ده او دوه يمه د لوى اختر ورځ. په دغو دوه ورځو کې له مسلمانانو سره ښايي پاک او نوي کالي واغوندي، ځان پاک ومينځي او غسل وکړي. عطر ووهي (ځان خوشبويه) کړي او د خپل پروردگار (رب العلمين) ښه عبادت وکړي. عيدگا ته لاړ شي د مسلمانانو په دعا کې گډون وکړي؛ له حال احواله يې خبر واخلي او په پوره خوشحالۍ د سنت په طريقه دغه ورځې ونمانځي، خو له بده مرغه د اريايانو او د ايران د پخوانۍ باطلې عقيدې له اور نمانځونکيو راپاتې شوې ورځ (نوروز) تر نن ورځې په ايران، تاجکستان او زمونږ په هېواد افغانستان کې هرکال په خاصو مراسمو سره جشن نيول کيږي او نمانځل کيږي. حال دا، چې د دغې ورځې نمانځنه د اسلام له خوا ناروا او حرام ده. د نوروز د ورځې مېله او جشن دهېواد، پر پلازمېنې کابل سربېره دهېواد په نورو زياتو ولايتونو کې هم نمانځل کيږي، خو په کابل او بلخ ولايت (مزار شريف) په ښار کې د حضرت على کرم الله وجهه د بيرغ (جنډې) د پورته کولو سره پيل او نمانځل کيږي. د دغې ورځې مېلې، جشن او جنډې پورته کولو لپاره دبلخ ولايت مزار شريف ته د گاونډ هېواد له گوټ گوټ او حتا د هېوادونو زيات شمېر خلک راځي او د حضرت على کرم الله وجهه دبيرغ د جنډې د پورته کولو په انتظار د روضې په چاپېريال کې ولاړ وي. راغلي کسان ځينې د ايصال ثواب او اړتيا پوره کيدو په نيت او ځينو نورو بيا د سيل او سات تېرۍ په نيت پوره اوږده او لنډمزلونه وهلي وي.کله، چې جنډه پورته کيږي ميړه هغه دى، چې جنډى ته ځان ورسوي او د تبرک لپاره لاس وروړي. په دغه وخت کې ځينې گمارل شوي کسان نارې کړي: آه سترگې مې بينا شوې، شوټ لاسونه او شلې پښې مې جوړې شوې، د خلکو غولونه پرې جوړ شي. څوک يې د څادر ټوټې پرېکوي، څوک يې پټکى، څوک يې دقميس له لمنې او څوک يې د پرتوگ له پايڅو، په پاى کې بېچاره لوڅ پوڅ او لنډ غر پاتې شي. تاسې وگورئ دا څومره غټ بدعت او ناروا کار او عمل دى؟
په حقيقت کې، خو نه ړوند جوړ شوى وي او نه شل او شوټ. هسې يو چل او فريب دى، چې دځينو خاصو خلکو له خوا دا ناروا عمل ترسره کيږي او دمسلمانانو عقيدې خرابوي. دا، خو په مزار شريف کې دحضرت على کرم الله وجهه د جنډې له پورته کولو سره رامنځته کيږي. کابل، چې دهېواد پلازمېنه او د علم او پوهې مرکز دى، ډېر کسان داسې عقيده لري، چې خپلو خپلوانو ته په دغه ورځ د تبريکۍ کارتونه ليږي. نوي او ښکلي کالي اغوندي، ډول ډول خوراکونه تياروي او خوري، ځانونه پاک او ښکلي جوړوي، مېلو، هديرو او زيارتونو ته ځي. دا ټول په دې نيت اوعقيده، چې که په دې ورځ څوک ښه کالي واغوندي ښه خوراکونه وکړي او ښه سيلونه او خوشحاليانې وکړي؛ نو ټول کال به په ښو کاليو او ښو خوراکونو، خوښۍ او مېلو پرې تېر شي او روزي به پرې آزاده شي. دا خلک د يو کال خوشحالي او ښه روزي د نوروز د ورځې په راتگ کې لټوي او د دې ورځې برکت يې بولي. العياذبالله.
زمونږ ايمان او عقيده، خو دا ده، چې هرڅه دالله له لوري او دالله جل جلاله په لاس کې دي. عزت، ذلت، رنځ، روغتيا، د روزي پراخي او تنگسي د الله جل جلاله په واک کې ده. دا دکومې خاصې ورځې او کوم مخلوق برکت او لورونه نه ده. بله ډېره دافسوس وړ خبره دا ده، چې زمونږ تېرو حکومتونو هم دغې ورځې ته دومره ملي او اسلامي ارزښت ورکاوه، چې حتا دغه ورځ يې د نورو اسلامي متبرکو ورځو جمعه، د روژې لومړۍ ورځ او د اخترونو دورځو په څېر په ټول هېواد کې عمومي رخصتي گرځولې ده؛ نو تاسې وواياست: کله، چې ديو ملک چارواکي او مشران داسې ناروا بدعتونو ته دومره احترام ولري له عوامو او ناپوهو څخه به څه گيله وکړو؟!
خبره لنډوم؛ دومره وايم، چې دا د نوروز ورځ يوازې دبلخ او کابل په ولايتونو کې نه، بلکې دهېواد په گوټ گوټ کې په ځانگړيو مراسمو نمانځل کيږي او خلک مېله او جشن پرې جوړوي.
اوس، خو دغې ورځې ديوې ملي او اسلامي متبرکې ورځې بڼه غوره کړې. لوى خداى جل جلاله دې وکړي، چې هېوادوال پوه شي او نور دا د اور نمانځونکيو ورځ اور نمانځونکيو ته پريږدي او خپلې اسلامي ورځې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم له سنتو سره سمې ونمانځي او په دې پوه شي، چې هر هغه عمل، چې دنبي کريم صلى الله عليه وسلم په سنتو برابره نه وي په هغه کې هېڅ ثواب نشته. هغه کار او عمل، چې د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د سنتو خلاف وي هغه مردود او کونکي (عاملين) يې گنهگار او دعذاب وړ دي. مونږ او عالم اسلام حضرت على کرم الله وجهه ته احترام لرو او د هغه درناوى کوو. هغه د نبي کريم صلى الله عليه وسلم د تره زوى، څلورم يار، څلورم خليفه (اميرالمؤمنين) دپيغمبر صلى الله عليه وسلم زوم، له لسو هغو اصحابو څخه، چې په ژوند کې د جنت زيرى پرې شوى يو هم همدا نوموړى دى. نوموړى د اسلام بهادر، اتل غازي او پيغمبر صلى الله عليه وسلم په اسدالله (دالله زمرى) نومولى دى. دا هم بايد ياده کړو، چې د زيارت په برخه کې يې صحيح سند نشته. په عراق کې هم زيات لري په افغانستان کې هم درې ځايه (کابل، ننگرهار او بلخ) خو د مزار شريف په ښار کې زيارت دعلى کرم الله وجهه په نوم سره ياديږي. نه پوهيږو، چې دا ورځ دڅه په خاطر دحضرت على کرم الله وجهه په زيارت نمانځي؟! دا ورځ، خو د حضرت على کرم الله وجهه له شهادت نه ډېره وړاندې نمانځل کيده. والسلام

Photos 15/03/2015
Photos 11/03/2015

یک ﻣﺮﺩ ﺍﻧﮕﻠﯿﺲ ﺍﺯ ﯾﮏ ﻋﺎﻟﻢ ﭘﺮﺳﯿﺪ: ﭼﺮﺍ ﺩﺭ ﺍﺳﻼﻡ ﺩﺳﺖ ﺩﺍﺩﻥ ﺯﻥ ﺑﺎ ﻣﺮﺩ ﻧﺎﻣﺤﺮﻡ ﺣﺮﺍﻡ ﺍﺳﺖ؟
ﻋﺎﻟﻢ ﮔﻔﺖ: ﺁﯾﺎ ﺗﻮ ﻣﯿﺘﻮﺍﻧﯽ ﻫﻤﺮﺍﻩ ﺑﺎ ﻣﻠﮑﻪ ﺍﻟﯿﺰﺍﺑﯿﺖ ﺩﺳﺖ ﺩﻫﯽ؟
ﻣﺮﺩ ﺍﻧﮕﻠﯿﺴﯽ ﮔﻔﺖ: ﺍﻟﺒﺘﻪ ﮐﻪ ﻧﯽ، ﻓﻘﻂ ﭼﻨﺪ ﻧﻔﺮ ﻣﺤﺪﻭﺩ ﺍﺳﺖ ﮐﻪ ﻣﯿﺘﻮﺍﻧﺪ ﺑﺎ ﻣﻠﮑﻪ ﺩﺳﺖ ﺩﻫﻨﺪ .
ﻋﺎﻟﻢ ﮔﻔﺖ: ﺯﻥ ﻫﺎﯾﯽ ﻣﺎ ﻣﻠﮑﻪ ﻫﺎ ﻫﺴﺘﻨﺪ ﻭ ﻣﻠﮑﻪ ﻫﺎ ﺑﺎ ﻣﺮﺩﺍﻥ ﺑﯿﮕﺎﻧﻪ ﺩﺳﺖ ﻧﻤﯽ ﺩﻫﻨﺪ .
ﻣﺮﺩ ﺍﻧﮕﻠﯿﺲ ﺳﻮﺍﻝ ﮐﺮﺩ : ﭼﺮﺍ ﺯﻥ ﻫﺎﯼ ﺷﻤﺎ ﻣﻮﻫﺎ ﻭ ﺑﺪﻥ ﺧﻮﺩ ﺭﺍ ﻣﯿﭙﻮﺷﺎﻧﻨﺪ ﯾﺎ ﺣﺠﺎﺏ ﻣﯿﮑﻨﻨﺪ؟
ﻫﻤﺎﻥ ﻋﺎﻟﻢ ﺗﺒﺴﻢ ﮐﺮﺩ ﻭ ﺩﻭ ﭼﺎﮐﻠﯿﺖ ﺭﺍ ﮔﺮﻓﺖ، ﯾﮑﯽ ﺭﺍ ﺑﺎﺯ ﮐﺮﺩ ﻭ ﺩﻭﻣﯽ ﺭﺍ ﻫﻤﺎﻥ ﻃﻮﺭ ﺑﺴﺘﻪ ﻣﺎﻧﺪ .
ﺑﻌﺪﺁ ﻫﺮ ﺩﻭﯼ ﺁﻧﺮﺍ ﺑﻪ ﺯﻣﯿﻦ ﺍﻧﺪﺍﺧﺖ ﻭ ﺑﻪ ﺧﺎﮎ ﺁﻟﻮﺩﻩ ﮐﺮﺩ ﻭ ﺑﻪ ﻣﺮﺩ ﺍﻧﮕﻠﯿﺲ ﮔﻔﺖ: ﺍﮔﺮ ﻣﻦ ﺑﮕﻮﯾﻢ ﯾﮑﯽ ﺍﺯ ﺍﻧﻬﺎ ﺭﺍ ﺑﺮﺩﺍﺭ ﮐﺪﺍﻡ ﯾﮑﯽ ﺭﺍ ﺍﻧﺘﺨﺎﺏ ﻣﯿﮑﻨﯽ؟ ﻣﺮﺩ ﺍﻧﮕﻠﯿﺲ ﮔﻔﺖ: ﻫﻤﺎﻥ ﭼﺎﮐﻠﯿﺖ ﺭﺍ ﮐﻪ ﭘﻮﺵ ﺩﺍﺭﺩ .
ﻋﺎﻟﻢ ﮔﻔﺖ: ﺍﯾﻦ ﺩﻟﯿﻞ ﺍﺳﺖ ﮐﻪ ﺯﻥ ﻫﺎﯾﯽ ﻣﺎ ﺣﺠﺎﺏ ﺑﺎﯾﺪ ﮐﻨﻨﺪ .

Photos 09/03/2015

د زړه نور يواځي او يواځي په تلاوت او ذکر دالله کي دي په اسباب د موسيقي کي يواځي ذلت دي بس نور هيڅ هم نه

Photos 23/06/2013

دا ټولي نړي ته چا دا دومره ښکلا ور کړيده...؟ بشکه چي ستر ځواکمن الله(ج) ورکړيده دا ځکه چي دنړي هر نبات او مرغان غرونه سيندونه او نور هرڅه چي موږ په سترگو وينو د هغه مقدس ذات عبادت او ذکر کوي نو راسي چي همدا ښکلا موږ انسانان هم دلوي څښتن څخه دهغه په عبادت او ذکر تر لاسه کړو

Photos 23/06/2013

په نړي کي چي څو مره کائينات موجود دي دا وائي چي دا دنيا فاني ده او ددنيا په اخر کي قيامت سته نو پس دمسلمان لپاره جنت دي چي په جنت کي راز راز نعمتونه سته نو دانسان لپاره په کار ده چي داسلام لاره قبوله کړي او دفاني دنيا په نعتونو کي ځان ډوب نکړي

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kandahar