23/08/2026
د میرویس نیکه روغتیایي علومو انستیتوت د شپاړسمي دورې عمومي کانکور ازموينه واخيستل سول!
نن يکشنبه د سنبلې میاشتي پر لومړۍ نېټه د میرویس نیکه د روغتیايي علومو انستیتوت د (١۶)مي دورې کانکور ازموينه له سلګونه تنو ځوانانو څخه واخيستل سول، چي پکښي د یاد انستیتوت مرستيال، د خصوصي انستيتوتونو ، دکندهار د عامي روغتيا ریاست څخه راغلی د نظارت پلاوی، د میرویس نیکه پوهنتون رهبرۍ، اداري کارمندانو، استادانو او محصلینو ګډون کړی و.
په پرانیست غونډه کي د ميرويس نيکه انستیوت مرستيال ښاغلي محمد کریم کمال صاحب لومړی ټولو ګډون کوونکو ته ښه راغلاست ووایه او ورپسې یې د میرویس نیکه د روغتیايي علومو انستیتوت پر خدماتو او فعالیتونو رڼا واچول او تر څنګ يې د ازمویني ټولو ګډونوالو ته د پوره شفافیت ډاډ ورکړ او د بریا هیله يې ورته وښودل او ټولو ګډونوالو ته یې د کانکور ازمويني لارښود هم تشریح کړئ. د کانکور ازمویني د پیل څخه مخکي د ټولو محصلانو د سترګو پر وړاندي د سوالونو صندوق پرانیستل سو او ټولو ګډونوالو ته د سوالونو کتابچې او جواب پاڼي وویشل سوې. ازموینه په پوره شفافیت سره پاى ته ورسيدل.
د نشراتو امريت
ورځ: یک شنبه
نېټه۱۴۰۵/۰٦/۰۱
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
د معلوماتو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
ادرس: ډنډ څلور لاری، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان