Malalay University

Malalay University طب، حقوق، سیاسي علوم او نړيوالي اړیکي ملالۍ د لوړو زده کړو مؤسسې رسمي پاڼه
(1)

د اسد ۲۳ مه عمومي کانکور اخیستل کېږي، نوم لیکنه پیل سوې ده، راسئ او خپل تحصیلي راتلونکی په ملالۍ پوهنتون کي وټاکئ.  !ویب...
14/07/2026

د اسد ۲۳ مه عمومي کانکور اخیستل کېږي، نوم لیکنه پیل سوې ده، راسئ او خپل تحصیلي راتلونکی په ملالۍ پوهنتون کي وټاکئ.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د فزیالوژي کورس خبرتیا! !ویب پاڼه: www.Malalay.edu.afفېسبوک او انسټاګرام: Malalay.miheټوېټر: Malalayeduلنکډان: Malalay U...
13/07/2026

د فزیالوژي کورس خبرتیا!

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

نور نو ثبت نام ته له خیره راسئ!نوم لیکنه پیل سوه! !ویب پاڼه: www.Malalay.edu.afفېسبوک او انسټاګرام: Malalay.miheټوېټر: M...
11/07/2026

نور نو ثبت نام ته له خیره راسئ!
نوم لیکنه پیل سوه!

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک سو!د ملالۍ پوهنتون او نصرت بشیر معالجوي‌ روغتون ترمنځ د روغتیايي او څېړنیزو ګډو همکاریو ت...
11/07/2026

د ګډو همکاریو تفاهم‌لیک لاسلیک سو!
د ملالۍ پوهنتون او نصرت بشیر معالجوي‌ روغتون ترمنځ د روغتیايي او څېړنیزو ګډو همکاریو تفاهم‌لیک تیره پنجشنبه (۱۴۰۵/۴/۱۸ ل.) د ملالۍ پوهنتون د غونډو په تالار کي لاسلیک سو.
مجلس د کلام الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، په پیل کي د پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت‌الله نیازي وینا وکړه؛ مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه، د ګډو همکاریو پر دیني او دنیوي ګټو یې خبرې وکړې؛ د ملالۍ پوهنتون د لاسته راوړنو معلومات یې شریک کړل او د هر ډول قانوني همکاریو ډاډ یې ورکړ.
د راغلو مېلمنو په استازیتوب ډاکټر حکمت الله خبري وکړې، د نصرت بشیر معالجوي روغتون په اړه یې معلومات شریک کړل، له ملالۍ پوهنتون یې مننه وکړه او وې ویل چي موږ د دې پوهنتون د فارغ په توګه هر ډول روغتیايي مرستو ته آماده یو.
د مجلس په پای کي د دواړو لورو ترمنځ د تفاهم لیک چمتو سوې طرحه لاسلیک سوه او مجلس د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېد.
د یادوني وړ ده چي د یاد تفاهم لیک له مخي به نصرت بشیر معالجوي روغتون د ملالۍ پوهنتون له استادانو، اداري کارمندانو او محصلانو سره په خدماتو کي ۵۰ سلنه تخفیف کوي.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

قرآنيلارښووني!۴۱  مه برخه !ویب پاڼه: www.Malalay.edu.afفېسبوک او انسټاګرام: Malalay.miheټوېټر: Malalayeduلنکډان: Malalay...
10/07/2026

قرآنيلارښووني!

۴۱ مه برخه

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

۹۰ تنه ډاکټران ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول!نن ‌شنبه (۱۴۰۵/۴/۱۳ ل.) د طب پوهنځي له ۱۸ مي دورې څخه ۹۰ تنه مسلکي ډاک...
04/07/2026

۹۰ تنه ډاکټران ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول!
نن ‌شنبه (۱۴۰۵/۴/۱۳ ل.) د طب پوهنځي له ۱۸ مي دورې څخه ۹۰ تنه مسلکي ډاکټران د شانداره غونډي په ترڅ کي فارغ او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي سول.

محفل د محصلانو د خدماتو د همږغۍ آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال له خوا محصلانو ته د هڅوونکي مقدمې په ویلو سره پیل سو.
ورپسې د مسلکي پرمختیایي مرکز آمر ښاغلي مولوي حافظ محمود خطیبي په ښکلي حنجره د کلام الله مبارک آیتونه تلاوت کړل او مجلس رسماً پیل سو.

د طب پوهنځي رئیس ډاکټر محمد اسمعیل سادات پیلیزه وینا وکړه، د پوهنتون او طب پوهنځي په وروستیو لاسته راوړنو وږغېد، فارغانو ته یې مبارکي وویله او زیاته یې کړه چي هر فارغ باید ټولني ته مسلکي خدمات وړاندي کړي.

د ملالۍ پوهنتون د امتياز څښتن ښاغلي پوهنمل ډاکټر قدرت الله احمدي فارغانو ته د مبارکۍ تر څنګ په روان وخت کي د طبابت په اړتیا او اهمیت خبري وکړې، د استادانو او اداري کارمندانو ستړیاوې یې وستایلې او فارغانو ته یې په مسلک کي د سپېڅلتیا ساتلو سپارښتني وکړې.

مجلس کي په خواږه ږغ ښاغلي نېک محمد رازمل ښکلی ترنم هم وکړ.

د طب پوهنځي استاد ښاغلي سید احمد دوست فارغانو ته د مسلک سپېڅلتیا ساتلو او نورو لوړو زده ترلاسه کولو په اړه مفصلي خبری وکړې. همدارنګه یې دوی وهڅول تر څو د خپل استعداد مطابق تخصص او فوق تخصص وکړي.

د فارغانو په استازیتوب ښاغلي نصیب الله رحیمي خبرې وکړې؛ له ادارې، استادانو او ټولو هغو کسانو څخه یې مننه وکړه چي د دوی په تحصیلي بهیر کي یې د دوی لاسنیوی کړی دئ.

د پوهنتون عمومي رئیس ښاغلي مولوي رحمت الله نیازي وروستۍ وینا وکړه، فارغانو او د دوی والدینو ته یې مبارکي وویله، د دې ترڅنګ یې فارغانو ته په دیني، دنیوي او مسلکي برخو کي د صادقانه خدمت کولو سپارښتني وکړې او وې ویل چي وطن او ملت ستاسو رښتیني خدمتونو ته شدیده اړتیا لري.

د فارغانو د والدینو په استازیتوب ښاغلي حاجي توریالي له ملالۍ پوهنتون مننه وکړه او د خدماتو هرکلی یې وکړ.

له ویناوو وروسته د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات فارغانو ته په مسلک کي د تقدس ساتلو په موخه طبي قسم ورکړ.

د کندهار پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ عبدالرحمن طیبي فارغان وهڅول تر څو په راتلونکي کي ټولني ته معیاري خدمات وړاندي کړي، اسلام او نبوي ارشادات ترویج کړي او د مروجو بدمرغیو مخه ونیسي.

تر هغه وروسته محصلانو رهبري هیئت، استادانو او اداري کارمندانو ته چمتو سوې ډالۍ ورکړې، د پروګرام په وروستۍ برخه کي د رهبري هیئت او استادانو له خوا ټولو فارغانو ته د پوهنتون له‌خوا ترتیب سوې تصدیق پاڼي ووېشل سوې او مجلس په دعاء سره پای ته ورسېد.
د فراغت په مجلس کي د ملالۍ پوهنتون رهبري هیئت، استادانو اداري او خدمتي کارمندانو، د کندهار پوهنتون رئیس او د محصلانو چارو مرستیال، د فارغانو والدینو او ګڼ شمېر نورو مېلمنو ګډون کړی و.

د یادولو وړ ده چي یادو ۹۰ فارغانو د نظري درس دوولس سمسټرونه په بریالیتوب سره پای ته ورسول او له دې وروسته به یو کال ستاژ دوره په روغتون کي تیروي.

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

03/07/2026

نبوي لارښووني!
۳۱ مه پر له پسې برخه!

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

د مخه ښې پروګرام دائر سو!د طب پوهنځي ۱۸ مي دورې محصلانو له ليسانس دورې څخه د فارغيدو په مناسبت پرون چهارشنبه (۱۴۰۵/۴/۱۰ ...
02/07/2026

د مخه ښې پروګرام دائر سو!
د طب پوهنځي ۱۸ مي دورې محصلانو له ليسانس دورې څخه د فارغيدو په مناسبت پرون چهارشنبه (۱۴۰۵/۴/۱۰ ل.) د خوښۍ محفل د ملالۍ پوهنتون د مسلکي پرمختیايي مرکز په تالار کي دائر کړی و.
محفل د طب پوهنځي محصل ښاغلي میرویس له خوا د کلام‌الله مبارکو آیتونو په تلاوت پیل سو، د محصلانو د خدماتو د همږغۍ آمر ښاغلي عبدالواسع هڅیال د مجلس آجنډا له محصلانو سره شریکه کړه.
د طب پوهنځي رئیس ښاغلي ډاکټر محمد اسمعیل سادات فارغ کیدونکو محصلانو ته د نورو لوړو زده کړو سپارښتنه وکړه او د لیسانس دورې په تیر سوي بهیر ته یې ځغلنده کتنه وکړه.
ډاکټر حیات الله حبیبي او ډاکټر اسد الله ځيرک د طب پوهنځي هغه استادانو وو چي محصلانو ته یې د مبارکۍ تر څنګ د نوو او مهمو مهارتونو د ترلاسه کولو سپارښتني وکړې او د لیسانس دورې مبارکي یې ورکړه.
مجلس له ویناوو وروسته په دعاء سره پای ته ورسېد.
د یادولو وړ ده چي نوموړو فارغ کېدونکو محصلانو ته به راتلونکي شنبه د کندهار په آسمان صالون کي د فراغت مراسم دائر کړل سي.

!
ویب پاڼه: www. Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University

په شدیده ګرمۍ کي څه باید وکړل سي؟ !ویب پاڼه: www.Malalay.edu.afفېسبوک او انسټاګرام: Malalay.miheټوېټر: Malalayeduلنکډان:...
01/07/2026

په شدیده ګرمۍ کي څه باید وکړل سي؟

!
ویب پاڼه: www.Malalay.edu.af
فېسبوک او انسټاګرام: Malalay.mihe
ټوېټر: Malalayedu
لنکډان: Malalay University
یوټیوب: Malalay University

Address

28 Street, Second Aino Meena
Kandahar

Opening Hours

Monday 08:00 - 18:00
Tuesday 08:00 - 18:00
Wednesday 08:00 - 18:00
Thursday 08:00 - 18:00
Saturday 08:00 - 18:00
Sunday 08:00 - 18:00

Telephone

+93703300634

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Malalay University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share