Benawa, Computer Science Faculty

Benawa, Computer Science Faculty This page is for Computer Science Faculty of BENAWA University of Higher Education

خبرتیا!د بېنوا لوړو زده کړو مؤسسې کمپیوټر ساینس پوهنځی ټولو محصلینو او کارمندانو ته خبر ورکول کیږی چی سبا چهار شنبه د ثو...
27/04/2021

خبرتیا!
د بېنوا لوړو زده کړو مؤسسې کمپیوټر ساینس پوهنځی ټولو محصلینو او کارمندانو ته خبر ورکول کیږی چی سبا چهار شنبه د ثور ٨ مه عمومی رخصتی ده.
په درنښت
د کمپیوټر ساینس پوهنځی ریاست

د کمپیوټر ساینس پوهنځی دمحصلینو نوښتونه===========================================تعلیم السلام مدرسې لپاره پرلیکه د زده ...
07/03/2021

د کمپیوټر ساینس پوهنځی دمحصلینو نوښتونه
===========================================
تعلیم السلام مدرسې لپاره پرلیکه د زده کړي سیسټم (LMS)
بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې د کمپيوټر ساینس پوهنځی د څلورمي دورې B ګروپ محصلینو اخري کال پروژه:
دپروژې پېژندنه:
یاد سیسټم د تعلیم السلام مدرسې لپاره جوړ سوي دي چي پر مټ ئي د یادی مدرسې ټول هغه زده کوونکي چي له دوی سره ثبت دي له هره ځایه له فزیکي حضور بغیر په درسونو کي برخه واخلي، یاد سیسټم په خاص ډول د خویندو لپاره دا اسانتیا رامنځته کوي چي په خپل کور کي ټول درسونه تعقیب کړي، یاد سیسټم کي لاندي برخي موجود دي:
• د استادانو برخه
• د شاګردانو برخه
• د کتابتون برخه
د کتابتون څخه په انلاین ډول شاګردان کولای سي چي ګټه واخلي او همدارنګه خپل هر ډول ستونزه یا پوښتني کولای سي چي د استاد سره په آنلاین ډول په همدې سیسټم کي شریکي کړي.

دبېنوا لوړو زده کړو مؤسسی د کمپیوټر ساینس پوهنځی دمحصلینو نوښتونه!===========================================۱: آنلاین د...
11/01/2021

دبېنوا لوړو زده کړو مؤسسی د کمپیوټر ساینس پوهنځی دمحصلینو نوښتونه!
===========================================
۱: آنلاین د ویني بانک ( Online Blood Bank)
بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې د کمپيوټر ساینس پوهنځی د څلورمي دورې A ګروپ محصلینو اخري کال پروژه:
دپروژې پېژندنه:
ددې پروژې موخه د هیواد په کچه په انلاين ډول د وينی بانک رامنځته کول دی چه په موبايل کي د جوړشوی App انسټالولو وروسته د وينی غوښتونکی (Receiver) د مربوطه وينی ګروپ غوښتنه کوی، د وينی ورکوونکی (Donor) د هماغه مربوطه ګروپ ورکړی ته اماده کيږی او اړوند روغتون کی وينه مسئول غړو ته سپاری، ددې اپليکيشن د ترلاسه کولو لپاره (Google Play Store) ته مراجعه وکړئ او د پلټڼي په ځاي کښي (Save Life) ولیکئ، تاسي ته به نوموړی اپلیکېشن ښکاره سي.

تاسی کولایسی چي یاد افلیکېشن د لاندي لینک ادرس څخه هم پیداکړي.
https://play.google.com/store/apps/details?id=com.jahanmal.save_life

دکندهار سایبر ټیلیکام سره د ګډو همکاریو تفاهم!دکندهار سایبر ټیلیکام او بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې د کمپيوټر ساینس پوهنځی...
11/01/2021

دکندهار سایبر ټیلیکام سره د ګډو همکاریو تفاهم!
دکندهار سایبر ټیلیکام او بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې د کمپيوټر ساینس پوهنځی ترمنځ په تخنیکي او مسلکي برخو کي د ګډو همکاریو تفاهم په ۲۶/۹/۱۳۹۹ نېټه لاسلیک سو، چي موخه يي د کاري ظرفیتونو لوړول، د مسلکي اشخاصو لیږد رالیږ او یو دبل سره همکاري کول دي، په ياد مراسم کښي د بېنوا لوړو زده کړو مؤسسې د عمومي کمپيوټر ساینس ډیپارټمنټ آمر او د سایبر ټیلیکام مختلیفو مسؤلینو ګډون درلود.
بېنوا د نوښتونو کور

02/12/2020

( د کمپیوټر ساینس پوهنځي ماموریت اعلامیه )

لېرلید:
د کمپیوټرساینس په برخه کي دداسي مسلکي اشخاصو روزل، چي په ملي کچه د ستونزو د حلولو وړتیا ولری.

Vision:
Providing educational services to the new generation in the field of Computer Science having the abilities of solving national Problems.

رسالت:
د کمپیوټر ساینس او څیړنو په برخو کي و نوي نسل ته داسي علمي خدمات وړاندي کوي، چي د ټولني د پر مختګ سبب وګرځي.
Mission:
Providing educational services to the new generation in the field of Computer Science and Research to serve the betterment of Afghan’s Society.

دبېنوا لوړو زده کړو مؤسسې د ممتازو پروژو پېژندنه4: برقي (الیکترونیکي) رایه ورکونکي سیسټم (E-Voting System)بېنوا د لوړو ز...
02/12/2020

دبېنوا لوړو زده کړو مؤسسې د ممتازو پروژو پېژندنه
4: برقي (الیکترونیکي) رایه ورکونکي سیسټم (E-Voting System)
بېنوا د لوړو زده کړو مؤسسې د کمپيوټر ساینس پوهنځی د دوهمي دورې D ګروپ محصلینو اخري کال پروژه:
دپروژې پېژندنه:
یاد سیسټم په داسی یو کمپیوټری تکنالوجی کی جوړ سوی چي په اوسنی عصر کي ئي ټول پرمختللي انټرنیټي اپلیکېشنونه استعمالوي.
د برقی (الیکترونیکی) رایی سیستم دری مهمی برخی لری چی عبارت دی له:
۱- د کاندینانو د ثبت برخه(Candidate Registration)
۲ - په ټاکنیزو محلونو کی د کارمندانو ثبت(Registration of Sub-admins ”Users”)
۳ - رایو ورکوونکو ثبت (Registration of Voters)
ددی تر څنګ هر ثبت سوی یا غیر ثبت سوی کسانو د رایو اخیرنی نتایج (Voting Result) کتلی سی.
یاد سیستم په جوړښت کی د لاندی کمپیوټري تکنالوجی څخه ګټه اخیستل سوی ده:
Technology used:
HTML, CSS, JavaScript, Bootstrap, React, Nodejs, Express, MongoDB (Database), Git (Version Control), npm, VsCode
ګروپ غړي:
باقی بالله عثمانی، صالح محمد صمدی، عبدالوارث پوپل، لطیفه نجفی لارښود استاد: حبیب الهی رحمانی
بېنوا د نوښتونو کور

بېنوا لوړو زده کړو مؤسسې د کمپيوټر ساینس پوهنځي محصلینو د اولي او دوهمي دورې فراغت غونډه.د عقرب ۲۷-۱۳۹۹ سه شنبې په ورځ د...
02/12/2020

بېنوا لوړو زده کړو مؤسسې د کمپيوټر ساینس پوهنځي محصلینو د اولي او دوهمي دورې فراغت غونډه.
د عقرب ۲۷-۱۳۹۹ سه شنبې په ورځ د کمپيوټر ساینس پوهنځي محصلینو لپاره فراغت غونډه دائره سول چي د کمپيوټر ساینس پوهنځي څخه (۷۷) تنه فارغان و ټولني ته وړاندي سول.
غونډه د قران عظیم الشان په څو مبارکو آیاتونو په تلاوت سره راپیل سوه، د ملی سرود د غږیدو وروسته د بېنوا لوړو زده کړو مؤسسې رئیس خپله وینا حاضرینو ته واورول او فارغانو اودهغو کورنيو ته ئي مبارکي ورکړه، او د استادانو څخه ئي مننه وکړه، وروسته د یادې مؤسسې مؤسس ښاغلی حاجی محمد نادر خپله وینا وکړه، او ورپسي د کندهار پوهني رئيس ښاغلی محب احمد روښان حاضیرینو ته خپله وینا واورول.
وروسته د محصل نړیوال ورځ لمانځني په مناسبت اماده سوی کیک د محصلینو لخوا پریکړل سو، ورپسې د انجینري او کمپيوټر ساینس پوهنځي عمومي اول نمره ګان د ستاینلیک په ورکولو سره وستایل سوه.
فارغ التحصیلانو د افغانستان ملی بیرغ په تسلیمېدو سره دا ژمنه وکړه چي د ګران هیواد افغانستان لپاره دخدمت جوګه وګرځي
او د غونډي په پای کي ټولو فارغانو ته ددرنو میلمنو او استادانو په لاس تصدیق پاڼي وویښل سوې او غونډه پای ته ورسیده.

Address

Kandahar
3802

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Benawa, Computer Science Faculty posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Benawa, Computer Science Faculty:

Shortcuts

Share

Category