Biology بيولوژي

Biology بيولوژي

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Biology بيولوژي, Tutor/Teacher, Kandahar.

23/04/2022

هر انسان د ورځې ۵۵۰ ليټره اکسيجن استعمالوي، چې قېمت یې تقريباً ديارلس لکه(۱۳۰۰۰۰۰) افغانۍ کېږي.

فَبِاَیِْ اٰلاَءِ رَبِْکُماَ تُکَذِبٰن

Dr.Mangal

22/04/2022

هارډیلیوم(Hordeolum)

هارډیلیوم یو حاد انتان دی چی معمولا د ګرام مثبت (+Gram) باکتریا (Staphylococcus aureus) په واسطه د سترګو دپاسنیو یا لاندینیو بڼو په برخه کی منځته راتلای شی.

نښی او نښانی: Signs and Symptoms
√ سور والی.
√ پړسوب.
√ درد.
√ نرم او نازک پوستکی.

درملنه: Treatment
توود او ګرم ټکور مرسته کولای شی.
که له 48 ساعتونو وروسته یی ښه والی و نه موند نو لاندی ملهم کارولای شۍ.

Oin- Bacitracin.
or
Oin- Erethromycin.

تاسو دې ناروغۍ ته پۀ خپله محلي لهجه کي کوم نوم کاروئ؟ راته کمنټ یې کړئ

لیکنه: ډاکتر حامد صاحب

Photos from ‎Biology بيولوژي‎'s post 22/04/2022

د سیمین او سپرمنو د کمیت او کیفیت په اړه ضروري مالومات: .
👈 د مـنــيـو ( semen ) کـيـفـيـت چـې د الـقـاح لـپـاره اړيـن بـلل کـيـږي :

* د القاح لپاره د منيو ( semen ) کمترينه اړين لرونکى کيفيت عبارت دى له ..

1- د منيو(semen) حجم بايد په هر انزال (Ej*******on) کې کم تر کمه دوه ملي ليتره (2mL) وي .

2- د سپرمونو تعداد بايد کم تر کمه په هر ملى ليتر کې شل ميليونه( 20million ) وي .

3- د سپرمونو تعداد بايد په هر انزال (ej*******on) کې کم تر کمه 40 ميليونه وي .

4- په هر انزال کې %75 سپرمونه بايد ژوندي وي .

5- بايد %50 سپرمونه خوځيدونکي ( motile ) وي .

6- بايد %30 سپرمونه نارمل شکل او جوړښت ولري .

7- هغه سپرمونه چى د سر ( head ) برخي نقصان ولري بايد د %35 څخه کم وي .

8- هغه سپرمونه چى د منځ برخي ( midpiece ) نقصان ولري بايد د %20 څخه کم وي .

9- او هم هغه سپرمونه چى د لکى د برخي نقصان ولري بايد د %20 څخه کم .

👈 څنګه کولی شو خپل مني قوي کړو ؟

* هغه خواړه چې ویټامین C لري ډیر وکاروئ .
* هغه خواړه چې ویټامین D لری ډیر وکاروئ .
* خپل خوب منظم او پوره کړئ .
* ټینشن سوچ او فکر مو کم کړئ .
* تازه میوي وخورئ .
* خورما او پسته وخورئ .
* ډیر تروش خوراک مکوئ .

👈 که چیری د منیو تعداد کم وی یا سپرم یعنی منی کمزوری وی کوم علائم به وی ؟

* جنسي کمزورتیا .
* بی اولادي .
* زر انزال .
* ویښتانو تویدل .
* درد یا سوزش د نارینه اندام خوا کي .

👈 که چيرته د منیو تعداد چې پورته ذکر شو په کم اندازه وی نو نارینه نشي کولي چې مقابل لوری ښځینه حامله کړي .

👈 کوم خواړه دي چې مني پری قوي کیږي :

* کیله .
* مینچې .
* مکروني .
* ممپلي .
* چهار مغز .
* کورنئ هګئ جوش شوي .

راټولوونه: ډاکتر خالقیار منګل

22/04/2022

ایا د ټابلېټ K له تاوانونو خبر یاست؟
په خلص ډول دا تابلیټ د انسان اراده ، تصمیم ، تفکر او انسانیت له منځه وړی

ټابلېټ K، چې اکسټاسي یې هم بولي، یو ډول نشه‌يي توکی دی چې د امفتامینونو له کورنۍ سره تړاو لري.

اکسټاسي لومړی ځل په ۱۹۱۴ کې د مرک (Merck) په نامه یوې جرمنۍ درملسازې کمپنۍ د ډنګرتوب او اشتهاء کمولو لپاره جوړ کړل.
خو کابو ۶۵ کاله چا ترې کار وانخیست.

روسته جرمني ډاکټرانو دا درمل هغو کسانو ته ورکول چې په نړېواله جګړه کې يې اروايي شوک لیدلی وو. بیا یې پام شو چې تر ګټې یې زیان ډېر دی، نو ځکه یې د جرمني حکومت کارول بند او غیرقانوني اعلان کړ.

ټابلېټ K د انسان روغتیا ته دومره زیان لري چې آن د یوې ګولۍ خوړل یې د مغز حجری یا ژونکي وژني یا زیانمنوي او د تفکر او هوډګرۍ ځواک يې ځپي.

د دې درملو څنګیز زیانونه دومره ډېر دي چې آن ځیني یې د بیارغېدلو وړ نه دي ځکه خو یې د نړۍ په هر کونج کې کارول بند دي.

دا ګولۍ په لومړيو کې د خوړونکي پر روغتیا ډېر اغېز نه پرې باسي، یوازې نشه راوړونکی خاصیت لري خو د وخت په تېرېدو سره پر ټول بدن په ځانګړي توګه پر عصبي سیستم او سترګو ناوړه اغېزه کوي. تر دې چې ځیني کسان ځان وژني ته اړ باسي.

د ټابلېټ K کارولو وروسته انسان پر خپلو حرکاتو بشپړ کنترول نلري

لومړی: بې موخي، بې مسولیته او بې پروا ژوند.

دویم: له ورځنیو چارو لکه کار، لوست، تکړښت، ناستي پاستي څخه ناخوښي او بې علاقه‌توب.

درېیم: د ژامي د غړو کمزوي او د دواړو ژامو نښتل.

څلورم: د غاښونو سولېدل.

پنځم: د کورنۍ له غړو او ملګرو سره سوړ چلند او ان د هغوی پرېښودل.

شپږم: د سترګو د لید کمی.

اووم: د خوب ډېرښت.

اتم: عصبي ګډوډي، ډېر احساساتي کېدل او وېره.

نهم: پر ځان د باور کمی.

لسم: له څه مودې روسته نورو نشه‌يي توکو لکه د اپیمو، کوکاینو او هیروینو ته لېوالتیا.

یوولسم: د پوستکي ستونزي او ټپونه.

دولسم: په نرانو کې د تیانو غټېدل.

دیارلسم: د نرانو شنډتوب

څوارلسم: د هډوکي پوکي او ژر ماتېدل

پنځلسم: ځان وژنې ته زړه ښه کول.

(شاه محمد اشنا )

22/04/2022

د فضایي موجوداتو اړوند د کلونو څخه یادونه کيږي خو پۀ وروستیو کي یې موضوع خورا ګرمه سوې، څو ورځي مخکي د امریکا د فضایي څېړنو ادارې خبر خپور کړی و چي پکښي د فضایي موجوداتو و ځمکي ته د راتګ یادونه پکښي سوې وه.
توریالی نورزی د فضایي موجوداتو اړوند داسي لیکي:
فضایي مخلوق یا پۀ انګلیسي ورتۀ Alien وایي، هر هغۀ ژوندي موجود تۀ وایي چې دِ ځمکې پۀ اتوموسفیر پورې اړه ونلري دِ Alien مانا بېګانۀ یا پردی افاده کوي!
انسانان پۀ دِ باور لري چې ددې بې پایانۀ کائناتو پۀ ستوریو،سپوږمۍ،سیارو او کهکاشنونو کې حتمن الله(ج) زموږ پۀ شان نور موجودات هم پیدا کړي دي. او دِ دوی دِ پيدا کولو لپاره انسانان تر فضا پورتۀ کیږي، بشریت دِ دوی پۀ پیدا کولو کې لالهاند منډې واهي؛ چې لیکنۀ رانۀ اوږده نشي لاندې ټکي ولؤلئ!
ایا اېلین یا فضایي مخلوقات پۀ ریښتیا شتون لري؟
ددې پوښتنې دِ ځواب لپاره هم دِ قران او هم دِ ساینس لۀ نظره ورتۀ ګورو!
لومړۍ ساینس دِ فضایي مخلوقاتو پۀ باره کې څۀ وایي!
1: دِ اسمان لړزه!
دغۀ پېښۀ لۀ تعجب څخه ډکۀ پېښه وه، پۀ 2015 م کال دې مۍ میاشتې پۀ 31مه پۀ سینګاپور،اېنګلېنډ،کاناډا،دوبۍ،اوکراین او ځینو نورو هېوادونو کې یو ډول تېز وحشتناک اوزاونۀ لۀ اسمان څخه خپاره شول چې پۀ ډېرې چټکۍ سره بېرتۀ ورک شول, دغۀ موضوع دِ خبرونو سرټکي وګرځیده چې پۀ غالېب ګومان دا دِ فضایي موجوداتو کومۀ UFO یا فضایي بېړۍ وه چې دوی پکې شیان یا بل څۀ انتقالول. دغۀ اوازونۀ دِ اسمان لۀ ډېرې لوړې نقطې راتلل او خلک یې ډېر ورخطا کړي وو تاسو یې پر ګوګل ویډیوګانې هم کتلی شئ خو کوم ځانګړي څیزونۀ نۀ پکې لیدل کیږي؛ ځکۀ دِ ساینسپوهانو لۀ نظره دِ دوی UFO ډېره لوړه دِ پرواز پۀ حال کې وه او سرعت یې هم لوړ ؤ چې دا پېښۀ ډېر ژر تر سره شوه. ورتۀ پېښې پۀ اسټرالیا کې هم څو ځلۀ تکرار شوي خو لا یې هم درک نۀ دی لږیدلی چې دا اوازونۀ څنګۀ او لۀ کومۀ راځي خو ساینسپوهانو دومره درک کړي چې دا اوازونۀ دِ یوې بلې ناپېژنده سیارې دِ فضایي بېړۍ دي چې زموږ رادارونۀ يې پۀ پېژندلو کې پاتې راغلي یعنې دوی لۀ موږ څخه ډېره نااشنا او پرمختللي ټېکنالوجي کاروي.
2: دِ مصر اهرامونۀ چا جوړ کړل؟
دا اهرامونۀ لۀ نن څخۀ 4580 کالۀ مخکې جوړ شوي دي چې پۀ اوسط ډول 146 متره جګوالی لري. ددغو اهرامونو وزن شپږ میلیونۀ ټنۀ دی او تر ټولو غټۀ ډبره دِ پاچا دِ صالون لپاره کارول شوي ده چې وزن یې 80 ټنۀ یا اتیا زره کیلو دی او لۀ 800 کیلو متره لېرې سیمې (اسوان) څخه راوړل شوي ده.
د دغۀ اهرامونو هره عادي ډبره لۀ دوه څخه تر اوو ټنو پورې وزن لري یعنې لۀ 2000 څخه تر 7000 کیلو ګرامو پورې وزن لري.
اوس تاسو فکر وکړئ ایا لۀ نن څخه 4580 کالۀ مخکې داسې آله وه چې اوه یا اتیا ټنۀ تیږه لۀ دومره لېرې ځایۀ انتقال کړي؟
نو دا واضخۀ ده چې دغۀ کار یو بل مخلوق کړی چې لۀ موږ څخه ډېر پرمختللی دی او دِ اوسنۍ نړۍ پوهان دا مخلوق فضایي مخلوق بولي دِ یادونې وړ ده چې 42 سلنۀ خلک ددې خبرې سره موافق دي باقي 58 ورسره همغږي نۀ دي چې لۀ دوی څخه ډېر یې مذهبي خلک دي.
3: که تاسې دژمی په شپو کې دِ مصر اهرامونو ته وګورئ، درې ستوري د ان لیمه، منتیکا، النتیکا په نومونو پۀ دقیق ډول دِ مصر دِ اهرامونو پۀ سر دِ هر یو دِ پاسۀ واقع دی.
څنګه 4580 کاله پخوا بشر دِ جغرافیې په علم دومره دقیق پوهېده؟
جالېبۀ لا دا ده چې دِ مصر اهرامونۀ پۀ دښتۀ کې واقع دي او مصر ډېر ګرم هېواد دی خو دلتۀ دِ اهرامونو دِ ننۀ دِ تودوخې درجۀ 20 سانتي ګرېډ ده. چې دا ډېر جالېبۀ او عجیبۀ ده.
4: ایا فضايي مخلوقات پۀ سپوږمۍ کې دي؟
پۀ 1871م کال کې دِ امریکا فضایي څېړنو ادارې دِ اپالو 15 (Apollo15) ماموریت چې ډېوېډ سکاټ او جېمېز ارون دوه ساینسپوهانو پر مخ وړ دِ سپوږمۍ پر سطخه یو ناآشنا قبر ولیده خو بدبختانۀ چې دوی پرې څېړنې نۀ دي کړي او دا ماموریت بریالی شوی نۀ دی؛ خو ساینسپوهانو دا قبر دِ فضایي مخلوقاتو بللی چې شاید دا یې دِ استوګنې دایمي ځای وي او یا دوی هم دِ انسانانو پۀ شان دِ څېړنو لپاره سپوږمۍ تۀ راغلي وي.
5:ایا فضایي مخلوقات پۀ مریخ کې شتون لري؟
دِ امریکا 45 سلنۀ خلک دِ فضایي موجوداتو شتون پۀ مریخ کې ښایي، اېلن ماسک هم دِ دوی شتوم پۀ مریخ کې تائید کړی. د ناسا کارکوونکي وایې چې د مریخ څخه داسې شواهد لري چې هلته وچ سمندرونه، منرالونه او میتان شتون لري، نو ددې څخه ثابیتیږي چې فضایي/ بیګانه مخلوق شاید پۀ مریخ کې شتون ولري.
همدا شان یو امریکایي پیلوټ دِ فېبرورۍ پۀ 31مۀ ادعا کړي چې یو نااشنا شی دده دِ الوتکې 36زر فوټۀ دِ پاسۀ یې الوتنه کولۀ لیدلی دی. دی وایي چې ډېره چټکۀ الوتنۀ یې کولۀ، کلۀ چې دده پر دغۀ خبره ناسا څېړنې پیل کړې نو ثابتۀ شوه چې دغۀ خبره ریښتیا ده خو دا چې دغۀ UFO یا دِ فضایي مخلوقاتو بېړۍ وه یا نۀ او چېرې تللي پۀ پیدا کولو کې یې ناکام شوي .ورتۀ پېښۀ پۀ ترکیه استانبول ښار کې هم تکرار شوي. دغۀ پېښو تۀ پۀ کتو سره ناسا زیاتوي چې فضايي مخلوقات زموږ څخه پۀ ټېکنالوجۍ کې مخکې دي ځکۀ زموږ ټول سیستمونۀ دِ دغۀ بېړۍ پۀ پیدا کولو کې پاتې راغلي؛ دِ ناسا زیاتې تخصصي الوتکې اوس پۀ مریخ کې دِ څېړنې پۀ حال کې دي، دِ پوهانو پۀ اند زیات نور شواهد هم دِ فضایي مخلوقاتو پۀ باره پیدا شوي خو دِ ناسا لۀ لوري پټ ساتل شوي دا چې ولې؛ خدای خبر دی.
دِ قرانکریم لۀ نظره دِ فضایي موجوداتو شتون!
الله ج دِ هر خلقت شوي مخلوق یادونۀ پۀ قران شریف کې کړي چې ځینې یې مخفي او ځینې یې ښکاره دي. دا کې موږ هېڅ شک نۀ لرو چې کائنات لوی جوړ شوي دي انسان یوازې 5 فیصده دِ الله(ج )جوړ شوي کائنات پېژني نور باقي دِ انسان لۀ وسۀ تر اوسۀ پوره نۀ ده چې دِ خدای(ج )پیدا کړي مخلوقات وپېژني؛
په سورت ص 72 ایت کې الله(ج) فرمایي:
وَمَا خَلَقْنَا السَّمَآءَ وَالْأَرْضَ وَمَا بَيْنَهُمَا بٰطِلًا
ژباړه:موږ آسمان، ځمکه او دا دنیا چې دِ هغې په منځ کې ده بابيزه نه ده پیدا کړي.
همدارنګه نور داسې آیاتونه...لکۀ سورت فاتحه
الْحَمْدُ لِلَّهِ رَبِّ الْعٰلَمِينَ
ژباړه: ثناء او صفت یوازې دِ الله لره چې دِ ټولو کائناتو پالوونکی دی.
کۀ پورتني ایت تۀ فکر وکړو دلتۀ دِ ټول کائنات یادونۀ شوي او پالوونکی یې هم الله(ج)دی، یعنې یوازې موږ نۀ یو بلکې پۀ کائناتو کې دِ نورو موجوداتو شتون هم تائیدوي.
همدارنګه په سورت النحل 8 نمبر أیت کې فرمایي
وَيَخْلُقُ مَا لَا تَعْلَمُونَ
ژباړه: الله (ج) هغه نور شیان پیدا کوي چې تاسو پرې قادر نۀ یاست.
همدا ډول په سورت الشورا 72 ایت کې فرمایي:
وَمِنْ ءَايٰتِهِۦ خَلْقُ السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَمَا بَثَّ فِيهِمَا مِن دَآبَّةٍ ۚ وَهُوَ عَلٰى جَمْعِهِمْ إِذَا يَشَآءُ قَدِيرٌ
ترجمه: دِ هغۀ لۀ نښانو څخه دي د آسمانونو او ځمکې پیدایښت او دغه ساکښ مخلوقات دي چې هغه په دِ دواړو کې خپاره کړي دي. هغۀ چې هر کله یې سره یو ځای کولی یې شي.
پۀ دِ ایت کې ښکاره ویل شوي چې دِ ځمکې پۀ څېر نور کائنات هم شتون لري چې ژوندي موجودات پکې ژوند کوي.
دا چې څۀ ډول دي لۀ څۀ شي جوړ شوي پۀ هغې الله (ج) قادر او خبر دی. تاسو کیدای شي چې ووایئ هغۀ بۀ مرغان وي ځکۀ هغۀ هم دِ ځمکې او اسمان ترمنځ راځي خو الله (ج) دِ هغوی یادونۀ جلا او دِ مخلوقاتو یادونۀ جلا کړي.
سورت النور 41 نمبر ایت:
أَلَمْ تَرَ أَنَّ اللَّهَ يُسَبِّحُ لَهُۥ مَن فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ وَالطَّيْرُ صٰٓفّٰتٍ ۖ كُلٌّ قَدْ عَلِمَ صَلَاتَهُۥ وَتَسْبِيحَهُۥ ۗ وَاللَّهُ عَلِيمٌۢ بِمَا يَفْعَلُونَ
ژباړه: آیا نه وینئ هغه ټول مخلوقات چې په آسمانونو او ځمکه کې دي او هغه الوتونکي چې دِ وزرونو پۀ غوړولو الوزي الله په پاکۍ سره ستایي هر یو د خپل لمانځه ثناء ستاینې کړنلاره پېژني او دوی ټول چې څۀ کوي الله پرې پوهیږي.
کیدای شي تاسو تۀ دا پوښتنۀ هم پیدا شي چې پۀ اسمانونو کې خو ملایکې هم ژوند کوي خو دِ هغې یادونۀ جلا شوي.
سورت النحل آیت نمبر 49:
وَلِلَّهِ يَسْجُدُ مَا فِى السَّمٰوٰتِ وَمَا فِى الْأَرْضِ مِن دَآبَّةٍ وَالْمَلٰٓئِكَةُ وَهُمْ لَا يَسْتَكْبِرُونَ
ژباړه: پۀ اسمانونو هم ځمکې کې چې هر څومره خوځنده مخلوقات دي او هر څومره فریښتې چې دي، الله(ج) تۀ سر پۀ سجده دي.
اوس سوال دا پیدا کیږي چې آیا دا مخلوقات به دِ انسان په څېر لایقه وي؟
الله(ج)په سورت النمل آیت نمبر 65 کې فرمایي:
قُل لَّا يَعْلَمُ مَن فِى السَّمٰوٰتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ ۚ وَمَا يَشْعُرُونَ أَيَّانَ يُبْعَثُونَ
ژباړه: دوی تۀ ووایه چې پۀ آسمانونو او ځمکه کې هېڅوک دِ الله پرتۀ په غیبونو خبر نۀ دي. او هغوی نۀ پوهیږي چې څۀ وخت بۀ راپاڅول کیږي.
کۀ لوستلي مو وي کمېنټ وکړئ او ملګري مو هم ورتۀ مېنشن کړئ!

Photos from ‎Biology بيولوژي‎'s post 07/04/2022

ډاکتر صاحب خالقیار د ډاون سنډروم (Down Syndrome) اړوند لیکي:

ایا پوهیږئ هغه ښځينه چې عمر يې 35 کاله او د ځینو نويو څېړنو پر بنسټ 33 کاله ته ورسېږي او غواړي چې ماشوم راوړي نو ډېره شونتيا داده چې ماشوم به يې ډاون سنډروم لرونکی وي.. دغه اټکل په لاندې ډول ده...
د مور عمر 20-24 کاله 1/5000 (يانې ددغه منګ مورګانو په پنځه زره ماشومانو کې کيدای شي يو ماشوم ډاون سنډروم ولري)
د مور عمر 25-32 کاله 1/1200
د مور عمر 33-35 کاله 1/350
د مور عمر 40-36 کاله 1/100
د مور عمر 45-41 کاله 1/30
په ټوله نړۍ کې اوسمهال شته د ډاون سنډروم ماشومانو 90% سلنه له هغو مورګانو زېږېدلي چې عمر يې له 33 کلنو پورته وو. زما خپل شخصي ژوند تجربو پر بنسټ د 100% ډاون سنډروم ماشومانو د مورګانو عمر د تولد پرمهال عمر 35 څخه لوړ وو.
لاندې انځورونو ته ورته ماشومان به هرومرو تاسو خپل کور کلي کې ليدلي وي. ددوي تناسب په امريکا کې هر 700 نوي زیږیدلو کې يو ماشوم دی خو نوره نړۍ کې بيا هرو زرو نه تر يولس سوه نوي زیږیدلو ماشومانو کې يو ماشوم دی**. ددوي بڼه مغولو/منګوليا خلکو ته ورته دی نو ځکه ورته منګولیايي ماشومان يا ګرد مخې ماشومان هم ويل کېږي....
هسې خو ټول ماشومان خواږه وي خو دغه غونډ‌مونډ ګرد مخې ماشومان ځانګړی معصوميت لري، ښوونځي نه غير هم که لار کې دغه ماشومان وګورم حتمن ورسره يو شېبه تم کېږم، مينه ورکوم او هڅه کوم که مور او پلار يې د راتلونکې او يا زده کړو په اړه نه پوهيږي چې معلومات ورکړم.
ډاون سنډروم څه شی دی؟!
کله چې په رحم کې (يا په مصنوعي ډول IVF) کې د نارينه او ښځينه نيمه نيمه جنسي حجرې (cell) (چې په طبي اصطلاح دغه حجروته ګاميټونه gametes وايي) سره يوځای شي په لمړی سر کې يو حجره لرونکي ژوی (زاييکوټ Zygote) رامنځته کېږي. د پلار له اړخه يو سپرم چې د مور اړخ بيضې سره يوځای کېږي، 23 دانې ډېره واړه شيان یا د معلوماتو کوډونه لري چې په طبي اصطلاح کې کروموزوم بلل کېږي. په همدغه ډول همدومره يانې 23 کروموزوم د مور له اړخه بيضه کې هم وي. دا دواړه که يو بل سره يوځای شي نو 23 جوړې يانې 46 کروموزومونه کېږي. په زايګوټ کې د 46 کروموزومونه شتون نورمال حالت دی خو د ډاون سنډروم په حالت کې 21م کروموزوم چې کله له مقابل 21م سره يوځای شي نو د جنيټيکي تنوع يا موټيشن له امله يوې جوړه پرځای 3 دانې کرموزومونه جوړېږي نو ځکه دغه حالت ته Trisomy يا T21 هم وايي.
اوس نو د ژوند لومړنۍ بنسټيزه حجره د نورمال 46 پرځای 47 کروموزومونه لري او دغه حجره په دوه هغه دوه بيا په څلورو او هغه څلور بيا په اتو ..... په ټريليونو حجرو ويشل کېږي ترڅو يو ماشوم ترې جوړېږي. پدغه حالت کې چون هر حجره 47 کروموزومونه لري نو ځکه دغه رامنځته شوي ماشوم جسماني جوړښت او بڼه هم له نورو ماشومانو توپير لري چې تاسو يې په انځورونو کې ليدلی شئ.
ددغه ماشومانو نښې نښانې:
چېته پوزه، واړه خو شک غوږونه، نرۍ راوتلې او په کنجونو کې پورته اړخ ته وتلې سترګې، لنډه او ډبله غاړه، د نورو ماشومانو په پرتله غټ سر، مسکا په خوله بڼه او عموما دغه ماشومان د نورو په پرتله ټيټ قد او چاغ جسم لري.
زيرکتيا يا وروسته پاتې والی/ذهني تاخر په اړه بايد ووايم چې ددوي ډېری د 70 او 50 ترمنځ IQ (ذهني کچه) لری خو ځينې داسې هم شته چې کيدای شي IQ يې د 50 او 35 ترمنځ او يا آن تردې هم ښکته وي. يانې په اوسط ډول 70 خو که ډېره لوړه هم وي بيا هم له 120 نه کمه وي. دغه ماشومان د تفکر، استدلال او ادراک وړتياو د کمښت ستونزې لري. همدارنګه د خبرو کولو ګډوډي، د زړه ټکان کموالی يا زیاتوالی، د زړه سوری، د زړه والونو تنګتيا وغيره ګډوډۍ هم ددې ګروپ وګړو ګډې ځانګړتياوې بلل کېږي.
داسې فکر وکړئ چې پنځوس سلنه ډاون سنډروم لرونکي وګړي د زړه ګډوډۍ لري خو يوازې لسو نه تر پنځلس سلنه يې د کارډيالوجسټ (د زړه متخصص) څخه درملنې لپاره اړ کېږي. د يادو ستونزو سربيره پدغه وګړو کې د بې‌خوبي يانې کم خوب لرلو، الزايمر(Alzheimer)، ډيمنشيا (Dementia)، د تايرايډ غدې او په پوستکي د زړښت اثار ژر ښکاره کيدلو، ستونزې هم ليدل کېږي. ددوي غاښونه هم واړه پاتې کېږي نو ځکه ځينې ماشومان کلک شيان ژولو کې ستونزو سره مخ وي.
تشخيص
د حمل پنځلسمی څخه تر شلمې اونۍ ترمنځ که يو تکړه راډيالوجست له لوري تلويزوني معاينه (الټراساونډ) وکړل شي نو د ډاون سنډروم تشخيص شونی دی. که له ياد وخت څخه مخکې تشخيص وغواړو هم شونې ده. د حمل يولسمې نه تر څوارلسمی اونۍ ترمنځ د Chorionic villus sampling (CVS) ټسټ پواسطه هم د ډاون سنډروم درک لګيدلی شي. پدغه معاينه کې يو الټراسونک ستنه د مور ګيډه کې دننه کوي او د پلاسننټا څخه راغلي د اکسيجن و خوړو رګ څخه د ويني نمونه (سمپل) اخيستل کېږي. په دغه معاينه کې نه درد شته او نه حمل ته زيان رسېږي او تر 20 دقيقو پورې وخت نيسي.
که وخت زيات تير شوی وي نو د حمل پنځلسمی او اتلسمې اونۍ ترمنځ د Amniocentesis په نوم يو ټسټ هم د ياد سنډروم تشخيص لپاره ترسره کيدی شي. پدغه معاينه کې هم د الټراسونک ستنه د مور رحم ته دننه کېږي او د ماشوم شاوخوا شته مایع (Amniotic fluid) څخه د اوبو يوه قطره اخيستل کېږي. دغه معاينه هم حمل ته زيان او درد نلري او قبول شل دقيقې وخت نيسي خو بايد د يو تکړه ګايناکالوجسټ (نسايي ولادي متخصص) لخوا ترسره شي.
د ډاون سنډروم يقيني تشخيص وروسته هر څوک د خپل دين او مذهب لارښوونو سره سم د حمل ختمولو او يا هم د ډاون سنډروم لرونکي ماشوم پيدا کولو په اړه پريکړه کولی شي. د يو مسلمان په توګه زما علم او مطالعه وايي چې د غوښې په ټوټه کې روح اچولو وخت څخه ترمخ د ډاکټرانو او علماو څخه مشوره اخيستلو وروسته د حمل ضايع کولو يو څه ګنجایش شته دی. قرآن او حديث لارښوونو پراساس په ګيډه کې شته ماشوم کې د روح پوکولو مهال د حمل پيل څخه تر څلور مياشتې يانې 16 اونۍ پورې دی. چون د CVS معاينه کې يولسمې او ديارلسمې اونۍ ترمنځ تشخيص ترسره کېږي نو که څوک حمل ضايع کول وغواړي خپل مذهب او عقيدې او د علماو څخه فتوا پر بنسټ پريکړه کولی شي. (په اخلاقي لحاظ ددغو وګړو په وړاندې د نوموړي سنډروم مخنيوي خبره ډېره بده بريښي.. )
په ټوله نړۍ کې 30 نه تر 40 سلنه مېندې پلرونه د ډاون سنډروم تشخيص وروسته حمل ضايع کوي او پدغه سلنه کې دين او مذهب والا او خدای ناباوره هر ډول وګړي شامل دي.
د ډاون سنډروم ماشومانو اوسط عمر 50 څخه تر 60 کاله وي او د مارچ 21 مه نيټه ددوي نړېواله ورځ ټاکل شوی ده.

ډاون سنډروم لرونکی ماشوم وزېږېد نو بيا؟!
لمړی کار خو بايد دا وي چې د نوموړي ماشوم په زېږېدو هماغسې خوښي ښکاره کړای شي لکه د نورو ماشومانو : خواږه وويشئ، عقيقه وکړئ ... ژړا او خفګان هيڅکله ونکړئ ځکه هيڅ ګټه نلري، د ماشوم په بدن کې په ميلياردونو حجرو کې 47 کروموزومونه تاسو د نړۍ په هيڅ قوت او دارو درمل سره 46 نشئ کولئ. همدارنګه د ماشوم جسماني بڼه او ذهني استعداد چې يو ځل پوخوالي ته ورسېږي نو بيا ټول عمر هماغه شان پاتې کېږي هو که د لمړۍ ورځ څخه ورته پام وکړئ نو ډېر ښه‌والی موندلی شي.
ددې سنډروم هيڅ درملنه نشته دغه حقيقت بايد له لمړۍ ورځ څخه ومنئ. ډېری خلک دغه حقيقت د ډېری درملنو، دم او تعويذونو کولو، کلونو وروسته مني چې بيا ډېر ناوخته وي. ددې ماشومانو د ژوند لومړنۍ 1000 ورځې ډېر ارزښت لري.
د زېږېدو څخه وروسته په هماغه لومړيو کې بايد د لیدو او اوريدو حس او همدارنګه د زړه ضربان بيا بيا ځلې معاينه کړل شي. په لومړيو شپږو مياشتو کې هرومرو کارډيالوجسټ سره وګورئ ترڅو د زړه ناروغۍ په وخت تشخيص شي. په اوريدو کې ستونزې شتون پرمهال که اړتيا وي نو د متخصص او مسلکي شخص پواسط ورته د اوريدو وسيله (سمعک) ولګوئ. ماشوم د مور غږ اوري او غبرګون ښکاري کوي. همدغه ماشوم چې اوريدل کولی شي وروسته بيا خبرې هم کولی شي کنه نو خبرې کولو کې به وروسته پاتې وي.
دا يو انکشافي معلوليت (developmental disability) دی، زما د ماسټري زدکړې هم د معلولیت همدغه برخې يانې انکشافي او ذهني معلوليت پورې اړه لري.
پر وخت مداخله (Early Intervention) چې څومره ژر پيل شي همدومره به يې ګټه ډېره وي. د پر وخت مداخلې نشتون په حالت کې دغه ماشومان تر درې کلنې پورې نه خبرې کولی شي او نه ګرځيدل. او که مداخله او مرسته ورسره وشي نو له درې کلنۍ څخه ليک او لوست هم پيل کولی شي ان شاء الله.
پروخت مداخلې څه کول اړين دي؟!
که اړينه وي نو د يو کلنۍ څخه وړاندې هرومرو ورته د اوريدو وسيله(سمعک) ولګوئ.
له يو کلنۍ راهيسې ورته د پنځه حواسو څخه ګټه اخيستنې په اړه روزنه ورکړئ. په دې مورد له وظيفوي درملګر يا occupational therapist څخه مرسته ترلاسه کړئ.
ې ماشومانو عضلات، هډوکي او بندونه کمزوري وي نو د فزيوتراپسټ په مرسته هرڅومره ژر چې کیږي فزيکي درملنه یا فزيوتراپي ورته پيل او تر څو کلونو پورې د اړتيا سره سم دوام ورکړئ. وروسته ورته په ورځنې معمول کې ورزش، پياده چکر، جيم ته تګ يا کومه لوبه کول په نظر کې ونیسئ کنه نو ماشوم به يا ډېر چاغ شي او يا هم ډېر کمزوري پاتې شي.
خواړه ورته د ډاکټر په مشوره ورکړئ، ځکه چې د هر ماشوم ستونزې سره توپير لري او د ځينې ماشومانو هاضمي سيسټم هم ګډوډي لري
په ښوونځي کې دوي ته ټولنيز مهارتونه، د ځانې مرستې مهارتونه (self-help) يانې خپل کار په خپله کول لکه جامې اغوستل، بوټان پښو کول، تسمې يې تړل، پرتوغاښ يا کمربند تړل، غاښونه برس کول، تکمې/بټنې تړل او داسې نورو په اړه ورته د نورو شيانو څخه مخکې زده کړه او روزنه ورکول کېږي.
د پورته سربيره د ماشوم په حرکي/خوځښتيز مهارتونو، لساني/ژبېز مهارتونو او معرفتي کړنو (cognitive processing) د ښه والي اړوند مرسته کېږي.
دغه ماشومان لمړنيو مداخلو او مرستو وروسته په اختصاصي/استثنایی/ځانګړې زده کړو مرکزونو کې او یا هم په عادي ښوونځيو کې نورو ماشومانو سره يوځای زده کړه کولی شي. ددغه ماشومانو ډېری يې د زده کړو جوګه دي او ځينې نور يې يوازې ورځنې اړينو مسايلو اړوند روزنې لاندې نیول کېږي (Educable & Trainable).

زمونږ په وطن کې د عامه پوهاوي نشتون، د اړينه مرکزونو کمښت يا معلوماتو نشتون لکبله ددغه ماشومانو لمړني کلونو داسې زيان مومي چې بيا ټول عمر يې جبران ناشونی وي. په پايله کې دغه ماشومان په کليو بانډو کې د خلکو ريشخند او ځورونې سره مخ وي، خلک پرې بيلابيلې ټوکې او پسخند کوي او دوي هم ورته غبرګون کې کنځلې او ان وار او ګذار کوي. دغسې وې ټول عمر په لالهاندې کې تير شي.
له لمړۍ ورځ څخه دغه ماشومان د زړه له تله ومنئ، پورته لارښوونو باندې عمل وکړئ، ان شاء الله ماشوم به نورو ماشومانو په څير عادي ژوند ولرئ. که څه هم ددغه ماشومانو لپاره ځانګړې ښوونځي زمونږ هيواد کې نشته خو ځينې غيردولتي ادارې ددوي لپاره د بنسټېزو زده کړو او روزنې پروګرامونه لري له هغې څخه بايد ځان خبر او ګټه ترې پورته شي.
يو ليدل کېږي دا چې مور او پلار هم ددغه اولاد په حق کې ظلم کوي سمه پالنه يې نکوي، په شپږ يا اته کلنۍ کې يې ښوونېزو ادارو ته راولي او کله چې يې ښوونځي کې شامل کړي نور نو مسووليت په ښوونځي واچوي او ځان ترې بېغمه ګڼې...
په نورو ماشومانو ښه مصرف کوي، توجو ورته کوي خو ددوي هيڅ پروا نه ساتي، په ښوونځي کې شاملولو وروسته يې پوښتنه نکوي، ډېری ښوونکي هم دوي ته ځانګړی پام نکوي. ځينې وخت خو مېندې پلرونه دېر متوجې وي خو ښوونکي بيا خپله دنده سمه نه ترسره کوي او يا هم ماشومان دومره ډېر وي چې دغه ماشومان په کې بيخي محروم پاتي کېږي او ژوند يې تباه کېږي.
ایک پوری ٹیم ان بچوں کو فعال کرنے میں کردار ادا کرتی ہے۔ جن میں سائیکالوجسٹ سپیچ تھراپسٹ، میوزک ٹیچر، کلاس ٹیچر، ہر سکول میں موجود ہوتے ہیں۔
په پرمختللي هيوادونو کې مسلکي او متخصصو وګړو ټيم لکه روانشناس(psychologist)، ژبېز درملګر(speech therapy)، ميوزيک استاد، د ټولګي نګران ښونکی ددغه ماشومانو په فعال ساتلو کې يوځاي سره کار کوي. هلته کولئ شئ چې ښوونځي کې ماشوم پرمختګ څخه ځان ډاډه کړئ د IEP) Individualized Education plan) په پلان کولو او پلي کولو کې مور او پلار دخيل ساتل کېږي. خو دلته وطن کې بيا هم تاسو کولئ شئ چې اړوند متخصيصينو سره مشوره وکړئ، وخت پر وخت ښوونکي او مدير سره په ګډه د ماشوم د کور او ښوونځي اړتياوو باندې ځان وپوهوئ او په ګډه د ماشومانو په ښوونه او روزنه کې برخه واخلئ.
دغه ماشومان د فوټوګرافي، د سټيج پر سر تمثيل، ماډلنګ، کبډي او همدارنګه د معلولينو لپاره اولمپيک لوبو (Special Olympic او para Olympic) کې ښه لوبغاړي ثابتيدلی شي. همدارنګه په سوپر مارکېټ او هوټل وغيره کې تر څارنې لاندې ښه ډول دنده ترس ه کولی شي. په دولتي ادارو کې هم د زده کړو او مهارتونو سره سمه دنده پرمخ وړلی شي.
که ډاون سنډروم لرونکی انجلی واده وکړي نو د مور کيدو 50 سلنه شونتيا شته او پنځوس سلنه اټکل دی چې ماشوم به يې هم ډاون سنډروم لرونکی وي. ډاون سنډروم لرونکی نارينه بيا د پلار کيدو ډېر کم چانس لري. لدې يې راقیاس کړئ چې په زرګونو هغه نارينه چې واده يې کړي په ټوله نړۍ کې تراوسه يوازې درې نارينه پلاران شوي دي. ...
که شونتيا وي ښځينه ډاون سنډروم لرونکی دي بل خفيف معلوليت لرونکي او يا هم که رضايت وي عادي وګړي سره واده وکړي. خو هڅه دې وکړي چې ماشوم پيدا نکړي. داسې کور ته بايد واده شي ماشومانو ته اړتيا نلري.
نو يو ځل بيا مېندو پلرونو ته وايم چې ولور او نورو وړو چن‌او‌چنان پسې مه ګرځئ په وخت مو لورګانې واده کړئ، فکر کوم دا يوازينی معلوليت دی چې د مور عمر سره څه ناڅه مستقيمه اړيکه لري. که څوک 33 کلنۍ وروسته يادونه کوي نو غوره ده چې جنيټيکي مشاوره ترسره کړي. دا چې څنګه او چيرته يې ترسره کړي، ان شاء الله ډېر ژر به پرې ليکنه تاسو ته وړاندې کړم .

**دغه سنډروم د انګريز ډاکټر John Langdon Down لخوا په بشپړه توګه په کال 1866 ز کې تشريح شو نو ځکه د هغه په نوم ونومول شو، په 1959 کال کې ددغه سنډروم جينيټکي سبب په ګوته شو.

14/03/2022

امریکا په کلیفورنیا او فلوریډا ایالتونو کې دوه میلیارده نر غوماشي له بیولوژیکي تغیراتو راوړلو وروسته خوشې کوي.
دا غوماشي به له ماده غوماشو سره تر یو ځای کېدو وروسته د هغوی د تکثیر قوه شنډوي او د زینکا، ډینګي او ژیړې تبې رامنځته کوونکو غوماشو نسل به له منځه ورسره ولاړ شي.

سعید شینواری

28/11/2021

Wound Healing

زخم جوړيدنه
د زخم درملنه یوه فزیولوژیکي پروسه ده چي د زخم په جواب کي د نسج ترمیم شامل دي.
پدې کي د مختلفو حجرو ډولونو، سایټوکینونو، او د التهاب د منځګړیتوب پیچلي تعامل شامل دي. ټولیزه پروسه لاندي جوړښتونه د نور زیان څخه ساتي.
د زخم په شفاهي پړاوونو کي هیموستاسیس، سوزش، دانه کول، او بیا جوړونه شامل دي.
ځینې ​​​​شرایط لکه د شکري ناروغۍ، عصبي ناروغۍ، او خوارځواکی کولای سي د بدن وړتیا محدوده کړي چې خپل ځان روغ کړي، په دې توګه د اختلاطاتو پایله ده.
درې مرحلې لرې

1-Exudative stage (day 1–4)
۱-د وتلو مرحله (۱-۴ ورځو)
° هموسټاسیس Hemostasis:
د vasoconstriction له لاري د زخم څخه د ویني بهيدنه را ګرځوي د پلیټیلیټونو د فعالولو له لاري د التهاب منځګړیتوب (د ودي عوامل، کیموکین، او سایټوکین) افراز کیږی.
°پاړسوب Inflammation:
د phagocytosis له لاري د حجرو کثافات پاکوي.
د انفلاسیون حجرو مهاجرت شتون لري چي د نسج بیا رامینځته کول اسانه کوي (د ودي د فکتورونو له لاري).

2- Proliferative stage (day 2–16)
۲- د ودي مرحله (۲-۱۶ ورځي)
° ګرانولیشن Granulation:
د نوي ارتباطی نسج او vasculature لپاره چوکاټ جوړوي
•د فایبروبلاسټ وده فکتور او د ویسکولر اندوتیلیل وده فکتور په ترتیب سره د سیلولر خپریدو او انجیوجینسیس ته وده ورکوي.
3- Remodeling stage (day 5–25)
۳- د بیا جوړوني مرحله (۵-۲۵ ورځی)
د زخم محتويات تعدیل کوي ترڅو تناسلي ځواک زیات کړي.
° د ټپي کیدو وروسته کلونه تیریږي
° د اضافي حجرو مړينه
° د کولاجین فایبرونو تخریب او سمون
لیکنه او ژباړه : علي احمد ((شهزاد))

21/11/2021

؟
يو سپرم 37.5 ميګابايټ د DNA معلومات لري، چي په يو ځل انزال باندي 15875 ګيګابایټه معلومات انتقاليږي او دا د 62 دانو مک بوک پرو لپټاپ کمپيوټرونو له ظرفيت سره مادل دي.

29/09/2021

د زړه د نړیوالې ورځې په پار

زړه مې نشته زړه مې مینې تښتولی
دا کوتر یوې شاهینې تښتولی
کاروان

د روغتیا نړیوال سازمان د روان کال په جون کې خپره کړې احصایه وایي چې:

د زړه او رگونو ناروغۍ په نړۍ کې د مرگ لومړی عامل دی.
په ۲۰۱۹ م کال کې د زړه او رگونو ناروغیو شاوخوا ۱۷.۹ میلیونه وگړي وژلي چې د نړۍ د ټولو مرگونو ۳۲٪ جوړوي. له دې مرگونو څخه ۸۵٪ د زړه د حملې او سټروک له امله ول.
د زړه او رگونو ناروغۍ له څلورو څخه درې برخې په غریبو او منځني اقتصاد لرونکیو هیوادونو کې پېښېږي.
د زړه او رگونو زیاتره ناروغۍ د لاندې خطري عواملو په پرېښودلو سره وقایه کولای شو: د دخانیاتو استعمال، غیرصحي خواړه او چاغوالی، د لټۍ ژوند او د شرابو بې خرته څښاک.
د زړه او رگونو ناروغۍ چې هر څومره ژر تشخیص شي، په هماغه اندازه یې تداوي اغېزناکه وي.
د زړه او رگونو ناروغۍ (Cardiovascular diseases =CVDs) په لاندې ډول دي:
د زړه د شریانونو ناروغۍ (coronary heart disease = CHD): په دې ناروغیو کې هغه شریانونه تنگ یا بند وي چې پخپله د زړه عضلې ته وینه رسوي؛
د مغز د شریانونو ناروغۍ (cerebrovascular disease). په دې ناروغیو کې د وینې هغه شریانونه بند یا تنگ وي چې مغز ته وینه رسوي؛
د محیطي شریانونو ناروغۍ (peripheral arterial disease= PAD): په دې ډله ناروغیو کې هغه شریانونه بند یا تنگ وي چې د بدن اطرافو لکه پښو او لاسونو ته وینه رسوي؛
د زړه روماټیکې ناروغۍ (rheumatic heart disease= RHD): په دې ناروغیو کې د زړه عضلات او دسامونه (valves) د روماټیکې تبې پواسطه تخریبېږي چې د streptococcal بکټریا له امله را منځته کېږي؛
د زړه ولادي ناروغۍ (congenital heart disease= CHD): هغه ناروغۍ چې د مور له گېډې له ماشوم سره یو ځای وي. دغه ناروغۍ د زړه نارمل وده او دندې اغېزمنوي او د زېږون پر مهال د ناروغ د زړه جوړښت غیرنارمل وي او
DVT او pulmonary embolism: په دې ناروغیو کې د پښو په ژورو وریدونو کې وینه لخته کېږي او دا لخته ممکن زړه او بیا د زړه له لارې د سږو لوی شریان او سږو ته ورسېږي.

د زړه حملې (Heart attacks) او عصبي حملې (strokes) بېړنۍ پېښې دي چې زړه او مغز ته د وینې جریان د بندېدو له کبله را منځته کېږي. د دې حملو بنسټیز علت دا دی چې زړه او مغز ته د وینه رسوونکیو شریانونو په دیوالونو کې شحمي کتلې ځای پر ځای کېږي او بالاخره دا شریانونه بندوي. سټروک د شریانونو د بندښت او څېرېدو له امله را منځته کېږي.
د زړه او رگونو د ناروغیو لپاره خطري فکټورونه
د زړه او رگونو د ناروغیو لپاره مهم خطري عوامل غیرصحي خواړه، غیرفعال ژوند، د دخانیاتو او شرابو بې خرته استعمال دي. دغه عوامل په ناروغ کې لوړ فشار، شکر، د وینې غوړو او چاغوالي ته لاره هواروي چې بالاخره ناروغ د زړه حملو او سټروک ته رسوي. د ټولنیز، اقتصادي او کلتوري بدلونونو ځینې پایلې هم د زړه او رگونو د ناروغیو لپاره پټ خطري عوامل گڼل کېږي. مثلاً، گلوبلایزیشن یا نړیوالتوب، ښاري ژوند، غریبي، سټریس او تشویشونه او ځینې ارثي عوامل.
د سیگریټو پرېښودل، د مالگې، بورې او غوړو کم استعمال، د میوو او سبزیجاتو زیات خوړل، منظم فزیکي فعالیت او د شرابو له بې خرته استعماله ډډه کول د زړه او رگونو د ناروغیو خطر را کموي.
له بلې خوا د دواگانو په مرسته د لوړفشار، شکر، او د وینې د غوړو تداوي هم د زړه او رگونو د ناروغیو مخه نیسي.
د زړه د ناروغیو معمول اعراض کوم دي؟
د زړه او رگونو ناروغۍ زیاتره وخت پټې وي او هیڅ اعراض او نښې یې نه لیدل کېږي. ځینې وخت یې د زړه حمله او سټروک اولنۍ نښې وي. د زړه د حملې نښې دا دي:
د سینې په مرکزي برخه کې درد او ناراحتي او/یا
د لاسونو او اوږو په برخو کې درد چې ژامې، څنگلو او شاته هم خپرېږي.
سربېره پر دې، ممکن ناروغ ساه بندي، د زړه بدالی، استفراقات، بې حالي، سړې خولې او تښتېدلی رنگ ولري. په ښځو، د لوړ فشار او شکر په ناروغانو کې ممکن دا نښې و نه لېدل شي.
د عصبي حملې یا سټروک معمول اعراض ناڅاپه د مخ، لاسونو یا پښو بې حسه کېدل او کمزوري کېدل دي چې معمولاً یوې خوا ته وي. نور اعراض یې د لاندې پېښو ناڅاپي پیل دی:
یوې خوا ته د مخ، لاس یا پښې بې حسه کېدل؛
گنگسیت او په خبرو کې ستونزې؛
په یوه یا دواړو سترگو د دید ستونزې؛
په تگ کې ستونزه او د توازن خرابېدل؛
بې دلیله شدیده سردردي او/یا
بې هوښه کېدل.

که په کومو کسانو کې دا اعراض او نښې ولیدل شي، باید سمدستي ډاکټر او روغتون ته ځان ورسوي.

د زړه او رگونو ناروغۍ ولې په غریبو هیوادونو کې په زیاتېدو دي؟

د زړه او رگونو د ناروغیو له امله شاوخوا درې پر څلور برخه وگړي په غریبو هیوادونو کې مري. د غریبو هیوادونو روغتیایي سیسټمونه داسې نه وي چې د زړه او رگونو د ناروغیو خطري عوامل په وخت تشخیص او تداوي کړي. همدارنگه د دې هیوادونو خلک اغېزناکو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري. ځکه خو دغه وگړي د ناروغیو د شدت په مرحله کې خبرېږي او په همدې دلیل په ډېره ځوانۍ کې د زړه او رگونو او نورو غیرساري ناروغیو له امله مري.

د منلو نه ده، خو د افغانستان په څېر په یوه هیواد کې هم د مرگ لومړی عامل د زړه حملې، دوهم سټروک او درېیم جنگ دی. ماړه هیوادونه د دې وژونکیو ناروغیو د کنټرول لپاره اغېزناک او داسې روغتیایي سیسټمونه لري چې هم دا ناروغۍ په لومړنیو مرحلو کې تشخصیولای او هم تداوي کولای شي. زموږ په هیواد کې د زړه او رگونو تر معمولو خطري عواملو ورهاخوا جنگ او له جنگه رازېږېدلې ټولنیزې ناخوالې هم د دې ناروغیو مهم اسباب دي. گڼ ځوانان لیدل شوي چې د شل او دېرش کلنۍ ترمنځ روغتونونو ته د زړه له حملې سره راغلي او ډېرو یې ژوند له لاسه ورکړی دی.
له دې ناروغیو څخه د بچ کېدو یوه لاره د روغتیایي ژوند-طرز (Lifestyle) غوره کول او منظم روغتیایي چیک اپ دی.
ممکن تاسو له ځانه خبر نه یاست، خو قاتل مو په رگونو کې پټ وي. د دې قاتل توره په لاندې کارونو پڅېږي:
منظم ورزش او فزیکي فعالیت؛
روغتیایي خواړه، یعنې کم مالگه، بوره او غوړ او زیات سبزیجات او میوې؛
د فشار، شکر او د وینې د غوړو کنټرول؛
د سیگرټو او نورو دخانیاتو او مضرو مشرباتو پرېښودل او
له سټرس او تشویشه ازاد ذهن.
نور نو:
هغه زما خلاف زما د زړه په تل کې ناست دی
جنگ له جانانه سره گران دی په مورچل کې ناست دی
دروېش درانی

#۲۱سپټمبر
د ډاکتر درمل لۀ پاڼي

12/09/2021

نارينه د جنسيت د هورمون د کمېدو سببونه.
هورمونونه په بدن کې کرار کرار خو ژور او دومداره تاثر لرونکي کيمياوي مواد دي، هورمونونه کرار کرار تاثر شروع کوي خو دا تاثرات یې بیا د ډېر وخت لپاره دوام کوي، هورمون د کاربون هايدرات او خوږو غوندي نه دي چې يو کس ته لس دقيقې غښتلې انرژي ورکړي لس دقيقې وروسته بيا بېرته خپل ټول تاثر له لاسه ورکړي، د هورمونونو تاثير د زيات وخت لپاره دوام کوي.

د انسان په بدن کي ډېر هورمونونه موجود دي خو ځیني یې بنسټيز دي، د ژوند د حياتي کړنو لپاره مهم دي، مطلب بدن ځينو هورمونونو ته تر نورو ډېره اړتیا لري، په دې هکله یوه بله د پام وړ خبره داده چي ځيني هورمونونه یوازي انساني بدن تولید کولای سي او د دباندي څخه تقويه او اخيستل یې امکان نلري، دا ډول هورمونونه نو بیا خپل ارزښت بې ساری کوي او پکار ده چي ډېره زياته پاملرنه ورته وسي.

د نارينه د جنسيت هورمون ټېسټېسټېرون
هورمونونه زموږ د بدن د بېلابېلو غدو څخه افراز کېږي، په بدن کي يو د مهمو هورمونونو څخه يو هم د جنسيت هورمون ټېسټېسټېرون دی، دا هورمون د انسان په بدن کي د انسان هګۍ توليدوي، که څه هم د پښتورګو د سر غدې هم په کمه کچه دا هورمون توليدوي خو بنسټيز او زيات تولید یي په هګيو کي کېږي.

ټېسټېسټېرون زموږ په بدن کي بېلابېلي دندي لري، ترټولو مهمه دنده يې د انسان د جنسي ژوند دوام دی، ټېسټېسټېرون د يوې خوا د انسان د ګډ ژوند لپاره مهم دي د بلې خوا د بدن د هډوکو او عضلاتو د ودي لپاره هم ډېر زيات ارزښت لري، هغه نارينه چې د ټېسټېسټېرون کیفیت يې خراب وي نسي کولای د اولاد خاوند سي او ګډ ژوند یې هم‌ د ډېرو ستونزو سره مخ کېږي.

د ټېسټېسټېرون هورمون د کمېدو سببونه
تراوسه پوري په دې هکله محدود معلومات د ساينس په ټولنه کي موجود دي، خو همدا محدود معلومات موجودي ستونزي حل کولای سي، د جنسيت هورمون يا ټېسټېسټېرون په هګیو کې توليد‌ کيږي نو په هګیو کي رامنځته کېدونکې ستونزه په مستقيم ډول په ټېسټېسټېرون تاثر کوي.

کله چې د يوه نارينه هګۍ د ډېر وخت لپاره ګرمي وي نو د ټېسټېسټېرون کميت او کيفيت دواړه یې خرابېږي، دا کېدای سي له دې کبله وي چې يو کس په ډېرو ګرمو اوبو حمام کوي او په حمام کې زيات وخت تېروي او یا هم کېدای سي تنګ نیکر اغوندي او یا هم په يوه ګرمه کوټه کي د ډېر وخت لپاره پاته کېدل وي.

د هګيو ځیني ناروغۍ هم ددې سبب کېږي چې نارينه د خپل جنسيت د هورمون ټېسټېسټېرون کیفیت له لاسه ورکړي، د پروستات التهاب هم ډېر وخت ددې سبب کېږي چې د نارينه د جنسيت د هورمون په تولید کې کم والی رامنځته سي او د نارينه و د منيو کيفيت خراب سي.

ډېر زيات چاغښت هم ددې سبب کېږي چې زموږ په بدن کي د جنسيت هورمون ټېسټېسټېرون کم سي، هغه کسان چي د شکری ناروغي لري او ورسره چاغ هم وي نو بيا یې د سپرمو يا منيو کيفيت ترټولو خراب وي، دا ډول کسان بيا ترټولو ډېر ددې ستونزي سره مخ کېږي چې خپله مېرمن نشي حامله کوی او بې اولاده پاتې کيږي، نه يوازي چي بې اولاده پاته کيږی ګډ ژوند یې هم د ډېرو ستونزو سره مخ کېږي ځکه چې نارينه د کوروالي نورمال شوق له لاسه ورکوي او يو ډول ځان ورڅخه ليری ليری کوي.

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kandahar