05/02/2026
د عبد الله بن عمر رضي الله عنهما مدرسي د فرهنګي چارو کمېټه د شاګردانو د ښه روزني او تشويق لپاره د کال په جريان کي مختلف پروگرامونه جوړوي چي د همدې لړۍ آخري پروگرام به دراتلونکي يکشنبې په ورځ د ( دلو میاشت ۱۹ مه باندي دائريږي. چي په همدې پروگرام کي به د مدرسې د تنکي ماشومانو د تلاوتونو ترانو او مقالو تر څنګ د ښار جید علماء كرام هم اصلاحي او روزنيز بيانونه وړاندي کړي. نو له همدې كبله ستاسو څخه هيله کوو چي زموږ سره په دې پروګرام کي ګډون وکړئ الداعي الى الخير : انوار الحق يوسف رازي
آدرس: کندهار دریمه ناحیه باچاخان جاده باچاخان مسجد
20/11/2025
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
ګرانو والدینو!
نن زموږ په مدرسه کې د امتحان د بریالیو شاګردانو د تقدیر یو ښکلی او با برکته پروګرام ترسره سو په دې مبارکه ورځ کې موږ د هغو شاګردانو ویاړ ولمانځه چې د هڅې زحمت او توکل له لارې یې ښه نتیجه ترلاسه کړې ده
په ځانګړي ډول د هغه محترم والد صاحب څخه ډېره زیاته مننه کوو چې په خپله خوښه یې د شاګردانو لپاره د جایزو بندوست وکړ الله تعالی دې د دوی دا نېک قدم په خپل دربار کې قبول کړي رزق کې دې برکت ورکړي او اولادونه دې د دین او دنیا په دواړو کې کامیاب کړي.
ستاسو دا همکاري زموږ لپاره ډېر ارزښت لري.
موږ د مدرسې ټوله اداره د هر والدینو له محبت، همکارۍ او باور څخه ژوره مننه کوو
الله دې زموږ او ستاسې اولادونه د علم، ادب، اخلاقو او دین په لاره کې تل کامیاب او بختور کړي.
جزاکم الله خیراً
17/04/2025
السلام عليکم ورحمة الله وبرکاته
عبدالله بن عمر مدرسه او دارالحفاظ دوه نوي استاذان په لاندې برخو کې استخداموي :
1. د قاعدې صنف استاذ
2. د عربي مضمون استاذ
شرایط:
لږ تر لږه یوه کلنه تدریسي تجربه
د مکتب څخه فراغت
کاری وخت: له سهار څخه تر مازیګر
پته:
درېیمه ناحیه، المدینه کارته،
عبدالله بن عمر مدرسه او دارالحفاظ
د اړیکې او واټساف شمېره:
📞 0780939315
د تدریس مینهوال او اهل افراد دې ژر تر ژره اړیکه ونیسي!
30/03/2025
کوچنی اختر مو مبارک سه!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته!
موږ، عبدالله بن عمر (رض) مدرسه او درانه استاذان، د کوچني اختر د مبارکې د ورځې په مناسبت تاسو ټولو قدرمنو شاګردانو، استاذانو، والدینو، او ټولو مسلمانانو ته د زړه له تله مبارکي وایو.
الله ﷻ دې زموږ او ستاسو ټول عبادتونه تراویح، نفلونه، لمونځونه، اذکار، روژې او د اختر لمونځ په خپل عظیم دربار کې قبول وګرځوي.
الحمدلله، یو ځل بیا د اختر خوشحالي د امن او سکون سره یو ځای دی. الله ﷻ دې دا خوښي او امن تلپاتې کړي.
آمین یا رب العالمین!
عبدالله بن عمر (رض) مدرسه او دارالحـــفاظ
اختر مو مبارک، شېبې مو خوږې، زړونه مو خوښ او دعاوې مو قبولې سه!
28/03/2025
عبد الله بن عمر مدرسه او دار الحفاظ
06/03/2025
رمضان کریم! ✨
دا مبارکه میاشت دې د رحمت، بښنې، او برکتونو څخه ډکه وي. دعا کوم چې الله ﷻ مو روژې، عبادتونه او نیک عملونه قبول کړي. راځئ چې دا میاشت د مثبت بدلون، مینې او خواخوږۍ سره ولمانځو.
مبارک دې وي دا سپېڅلې شېبې! 🌙
عبد الله بن عمر مدرسه او دار الحفاظ
04/03/2025
عبد الله بن عمر مدرسه او دار الحفاظ
Unknown Facts About
1. Founding and History: BMW, Bayerische Motoren Werke AG, was founded in 1916 in Munich, Germany, initially producing aircraft engines. The company transitioned to motorcycle production in the 1920s and eventually to automobiles in the 1930s.
2. Iconic Logo: The BMW logo, often referred to as the "roundel," consists of a black ring intersecting with four quadrants of blue and white. It represents the company's origins in aviation, with the blue and white symbolizing a spinning propeller against a clear blue sky.
3. Innovation in Technology: BMW is renowned for its innovations in automotive technology. It introduced the world's first electric car, the BMW i3, in 2013, and has been a leader in developing advanced driving assistance systems (ADAS) and hybrid powertrains.
4. Performance and Motorsport Heritage: BMW has a strong heritage in motorsport, particularly in touring car and Formula 1 racing. The brand's M division produces high-performance variants of their regular models, known for their precision engineering and exhilarating driving dynamics.
5. Global Presence: BMW is a global automotive Company
6. Luxury and Design: BMW is synonymous with luxury and distinctive design, crafting vehicles that blend elegance with cutting-edge technology and comfort.
7. Sustainable Practices: BMW has committed to sustainability, incorporating eco-friendly materials and manufacturing processes into its vehicles, as well as advancing electric vehicle technology with models like the BMW i4 and iX.
8. Global Manufacturing: BMW operates numerous production facilities worldwide, including in Germany, the United States, China, and other countries, ensuring a global reach and localized production.
9. Brand Portfolio: In addition to its renowned BMW brand, the company also owns MINI and Rolls-Royce, catering to a diverse range of automotive tastes and luxury segments.
17/02/2025
✨ د حافظانو او قاریانو د دستار فضیلت غونډه ✨
الحمد لله! د قرآن کریم د حفظ او تجوید سره زده کړي سعادت هغه ستر نعمت دی، چې الله پاک یې خپلو برگزیده بندګانو ته ورکوي. د همدې ستر ویاړ د لمانځلو لپاره، زموږ مدرسه د حافظانو او قاریانو د دستار فضیلت یوه پرتمینه غونډه ترسره کوي.
📢 درنو علماوو، قدرمنو والدینو، او پر علم مینو مسلمانانو!
تاسو ته په درنښت بلنه درکوو، ترڅو د قرآن حافظانو ته د علمي ویاړ تاج د ور پر سر کولو دې مراسمو کي زموږ سره ګډون وکړئ او د دې مبارکې غونډې برکتونه ترلاسه کړئ.
د غونډې ځانګړتیاوې:
د حافظانو دستاربندي – د قرآن د خدمت ستاینه
د علماء کرامو وینا – د حافظ القرآن مقام او فضیلت
د مدرسې د تنکیو ماشومانو خواږه اوازونه – مقالې، نعتونه، او ترانې
د رحمت څاڅکي – د دعا پرتمینه شېبه
نیټه: د حوت اوله د چهار شنبې مبارکه ورځ
ځای: [دریمه ناحیه باچان خان جاده باچاخان مسجد]
⏰ وخت: [د سهار له ٩ بجو څخه تر ١٢ بجو]
ستاسو ګډون نه یوازې د حافظانو حوصله لوړوي، بلکې ستاسو لپاره د اخرت زېرمه هم ګرځي. د دې روحاني محفل برکتونه د لاسه مه ورکوئ!
په درنښت،
[انوارالحق یوسف رازی]
12/09/2024
الحمدلله، نن زموږ په مدرسه کې د قرآن کریم د مبارکې خاتمې مراسم په پرتمین ډول ترسره شول.
زموږ ګران شاګردان، چې د استادانو په پوره لارښوونه او زحمتونو یې دا مبارک سفر پای ته ورساوه،
نن د یوې لویې بریا خاوندان شول.
د شاګردانو هڅې او د استادانو اخلاص د دې لاسته راوړنې تر شا ښکاره دي. موږ ټولو ته ویاړ دی چې داسې استادان او شاګردان لرو، چې د قرآن کریم په زده کړه کې یې لویه لاسته راوړنه ترلاسه کړې ده.
الله تعالی دې ټولو ته اجرونه ورکړي.
امین
عبد الله بن عمر مدرسه او دار الحفاظ
22/08/2024
🕌 د جمعې مبارکه ورځ د برکتونو او رحمتونو ورځ ده!
جمعې ورځ په اسلام کې ځانګړی اهمیت لري او د مؤمنانو لپاره د برکت او فضیلت ورځ ده.🕌
دا ورځ د روح او بدن د پاکوالي لپاره غوره وخت دی، او د رسول الله ﷺ سنتونه په دغه ورځ ځانګړې فضیلت لري.
د جمعې د ورځې سنتونو په عملي کولو سره، موږ نه یوازې د الله تعالی خوښي ترلاسه کوو، بلکې زموږ ارواوې او بدنونه پاکیږي او زموږ ایمان قوي کیږي.
📜 جمعې ورځ د سنتونو ارزښت:
📖 د سورې کهف تلاوت
ﷺ درود شریف ویل
🚿غسل کول
🌸 عطر وهل
👕سپین کالي اغوستل
🤲 په ځانګړي وخت کې دعا کول
🪥مسواک وهل
🕋 مسجد ته د تګ په وخت کي تکبیر ویل.
🌟 راځئ چې د جمعې مبارکه ورځ په دغه سنتونو سره نوره هم روښانه کړو!