23/04/2022
د کتاب نړیواله ورځ
د اپرېل ۲۳مه د ۱۹۹۵ زېږدیز کال راهیسې د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنیز سازمان یونیسکو/UNESCO له خوا د کتاب او چاپ حق/Copyright د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.
د دې نومونې موخه د کتاب لوستنې ترویج او د هغو کسانو ملاتړ دی چې د کتاب خپرولو په برخه کې فعالیت کوي.
خو ولې د اپرېل ۲۳مه؟
د کتاب د نړیوالې ورځې په توګه د دې ورځې د ټاکلو مفکوره ۱۹۲۲ زېږدیز کال او اسپانیې هېواد ته ور ګرځي چې یوه اسپانیايي لیکوال په همدې ورځ په لومړي ځل د مشهور لیکوال میګل ډي سروانټس/Miguel de Cervantes په مړینه د هغه د درناوي لپاره وړاندې کړه.
په پایله کې دې ته په پام چې د سروانټس معاصر بل لوی لیکوال ویلیم شکسپیر/William Shakespeare هم په همدې نېټه مړ شوی؛ دا ورځ په نړیوال تقویم کې د کتاب د نړیوالې ورځې په توګه ونومول شوه.
د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې په دې ورځ خپرندویه ټولنې، کتاب چاپوونکي، کتاب پلورونکي او د کتاب مینه وال په ګډه کار کوي چې خلک کتاب لوستلو ته وهڅوي څو ټولنې ته سم فکرونه و روزل شي.
«ستاسو د ژوند کیفیت دوه شیان ټاکي، هغه کتابونه چې لولئ یې او هغه انسانان چې ناسته ولاړه ورسره کوئ.»
'میلان کوندرا'