Mirwais Neeka University میرویس نیکه پوهنتون

Mirwais Neeka University میرویس نیکه پوهنتون

Share

ميرويس نيکه پوهنتون
ستاسو روښانه راتلونکی ټاکي
Mirwais Neeka University د ميرويس نيکه لوړو زده کړو مؤسسې رسمي فیسبوک پاڼي ته ښه راغلاست

18/03/2026

کوچني اختر په مناسبت د مبارکۍ پيغام!

د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت د افغانستان خوږو هېوادوالو، با شهامته ولس، قدرمنو استادانو، کارمندانو ګرانانو محصلينو او د نړي ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومي مبارکي وايم.

هيله لرم چي د رب العزت په ستر دربار کي مو روژې او نور عبادتونه قبول او منظور وګرځي. اميد لرم چي دا کوچنی اختر مو په هېواد کي د مينې او ورورولۍ پيغام له ځان سره ولري.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
د اړیکو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
پته: ډنډ څلورلاري، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

16/03/2026

حدیث شریف

د نشراتو او عامه اړیکو امریت
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
د اړیکو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
پته: ډنډ څلورلاري، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

Photos from ‎Mirwais Neeka University میرویس نیکه پوهنتون‎'s post 14/03/2026

د نشراتو، عامه اړیکو او فرهنګي کمېټې نوبتي غونډه ترسره سوه!

د نشراتو، عامه اړیکو او فرهنګي کمېټې نوبتي غونډه د میرویس نیکه پوهنتون په علمي چارو معاونيت کي، د ښاغلي پوهنيار بریالي روحان په مشري ترسره سوه، چي پرمهال ئې د همدې کميټې غړو ګډون درلود.

په پیل کي، د نشراتو، عامه اړيکو او فرهنګي چارو کمېټې منشي ښاغلي نصیب الله لایق د تیري غونډي موضوعاتو ته لنډه کتنه وکړه او ورپسې ئې د اجنډا مطابق موضوعات شریک کړه.
په ياده غونډه کي، پر نشراتي مسایلو، چاپي توکو او نورو اړوند کارونو هر اخير بحث وسو.

د یادوني وړ ده چي په هرو دوو میاشتو کي د نشراتو کمېټې غونډه ترسره کیږي.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
د اړیکو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
پته: ډنډ څلورلاري، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

Photos from ‎Mirwais Neeka University میرویس نیکه پوهنتون‎'s post 11/03/2026

د څېړنو، نوښتونو او پرمختګ کمېټې ۶ ګڼه پروتوکول غونډه ترسره سوه.

پرون ورځ سه شنبه، د رواني حوت مياشتي پر ١٩مه نېټه د څېړونو، نوښتونو او پرمختګ کميټې نوبتي غونډه پر داسي مهال ترسره سوه چي د ميرويس نيکه پوهنتون رهبرۍ او د همدې کميټې غړو ګډون پکښي درلود.

په ياده غونډه کي، د همدې کميټې د تير کال د راپورونو پر تائيدولو، د نوي کال د پلانونو پر تائيدولو، د څېړونو د کنفرانسونو پر دائرول او د ذې ربط اداراتو سره د څېړونو پر شريکول د پام وړ بحث وسو.

هېره دي نه وي چي د علمي څېړونو د تشويق او ترغيب اړوند موضوع باندي هم هر اړخيز معلومات شریک سوه.

غونډه د دعا په کولو سره پاى ته ورسېده.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
د اړیکو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
پته: ډنډ څلورلاري، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

Photos from ‎Mirwais Neeka University میرویس نیکه پوهنتون‎'s post 09/03/2026

د محصلانو د نماینده ګانو سره مهالنۍ څلورمه غونډه وسوه!

وړمه ورځ د رواني حوت مياشتي پر ١٦مه نېټه د محصلانو چارو معاونيت له لوري د محصلانو د نمايندګانو سره د نظریاتو، وړاندیزونو او شکایتونو د اورېدلو په موخه غونډه ترسره سوه.

په یادو دوو (سهار او ماپښين) غونډو کي د پوهنتون درې واړو علمي چارو، محصلانو چارو، او مالي و اداري چارو مرستیالانو ګډون کړی و. او په هر اړخيزه بڼه ئې د محصلانو سره د هغوى د غوښتونو او ستونزو په هکله بحث وکړ.

که څه هم محصلانو ته د شکایت ثبتولو، نظر شریکولو او وړاندیز درلودلو لپاره د پوهنتون په هر منزل کي صندوقونه اېښول سوي دي؛ خو د محصلانو نظریاتو، شکایتونو او وړاندیزونو ته د لا ښه رسیدګۍ په خاطر یادي غونډي ترسره کېږي.

میرویس نیکه پوهنتون تل هڅه کوي چي د خپلو محصلانو ستونزو او غوښتنو ته پروخت رسيدګي وکړي او د خپلو کادرونو د روزني په برخه کي اغېزمن او دوامداره ګامونه پورته کړي.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
د اړیکو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
پته: ډنډ څلورلاري، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

Photos from ‎Mirwais Neeka University میرویس نیکه پوهنتون‎'s post 08/03/2026

دمسلکي او پرمختیایي مرکز د بورډ د جوړېدو لپاره غونډه تر سره سوه!

پرون ورځ شنبه، د رواني حوت مياشتي پر ١٦مه نېټه د ميرويس نيکه پوهنتون په رياست مقام کي د PDC مرکز له لوري د همدې مرکز لپاره د بورډ د جوړېدو اړوند غونډه ترسره وه چي پرمهال ئې د ميرويس نيکه پوهنتون رهبرۍ او د مسلکي پرمختيايي مرکز کارکونکو کډون درلود.

غونډه د قران عظيم الشان په تلاوت سره پیل سوه. ورپسې، د یاد مرګز مسؤل ښاغلي استاد احمد ظفر دراني د ۱۴۰۴ ه کال دپلان سره سم د ظرفیت لوړه وني په موخه د سمینارونو، ورکشاپونو، ټرینینګونو او کورسونه په اړه لنډ معلومات شریک کړل او همدارنګه دراتلونکي ۱۴۰۵ ه کال لپاره چي ئې د استادانو اوکارمندانو لپاره کوم علمی او مسلکی برنامې په پام کی درلودې، له ګډون والو سره بحث ورباندي وکړ. او د دې ترڅنګ د همدې مرکز لپاره د بورډ نوي غړى هم وټاکل سوه.

د یادونی وړ ده، چی مسلکي او پرمختیایي مرکز دطب، اقتصاد، حقوقو او سیاسي علومو په پوهنځیو، آمریتونو اونورو اړوند ادارو کي د استادانو او کارمندانو د ظرفیت لوړوني پروګرامونه د ستراتیژیک پلان او د ذکر سویو ادارو د اړتیا سره سم چمتور کوي.
ياده غونډه، د دعا په کولو سره پاى ته ورسېده.

ميرويس نيکه پوهنتون د خپلو اداري کارکونکو ظرفیت لوړه وني ته ژمن دى.

د نشراتو او عامه اړیکو امریت
ویبپاڼه: www.mnu.edu.af
د اړیکو شمېرې: 0700002241 / 0700002243
پته: ډنډ څلورلاري، شپږمه ناحیه، کندهار، افغانستان

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Our Story

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې فیسبوک پاڼي ته ښه راغلاست!
میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه د غوره او باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو او د لوړو زده کړو ملي ستراتژيک پلان سره سم خپلو موخو ته د رسیدو لپاره؛ عامه پوهاوي او په وخت سره اطلاع رسولو ته ژمنه ده.
میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه همدارنګه تاسو ته د لوړو زده کړو د فعالیتونو، کانکور آزموینو ، بورسونو، او په دې برخه کې ستاسو پوښتنو ته ځواب وایي.
د میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې موخه په هېواد کې د متوازن او لوړ کیفیت لرونکي خصوصي لوړو زده کړو سیستم رامنځ ته کول دي، چې د افغانستان په اړه مهمو اړتیاو ته ځواب ویونکی وي، وګړنیزې سوکالۍ او د چارو د ښه والي سبب وګرځي، اسلامي او ملي ارزښتونو سره سمون ولري، په پرمختللي پوهې، سالمې روزنې، د وطندوستۍ په حس او مسلکي لوړو مدیریت باندې سمبال او په سیمه ییزه او نړیواله کچه د ځانګړي ځای او اعتبار خاوند وي.
میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د چارو د لا سمون په موخه خپل وړاندیزونه او ګټور نظریات په دغه بریښنالیکMNU.EDU.AF راولیږئ او له موږ سره همکاري وکړئ.
د افغانستان د ځوان نسل د علمي پرمختګ او وړتیا په هیله
په درنښت
میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې رئیس
ډاکټر نقيب الله افغان

Location

Category

Telephone

Address


Mirwais Neeka University
Kandahar
3602

Opening Hours

Monday 08:00 - 20:00
Tuesday 08:00 - 20:00
Wednesday 08:00 - 20:00
Thursday 08:00 - 20:00
Saturday 08:00 - 20:00
Sunday 08:00 - 20:00