Mirwais Neeka University

Mirwais Neeka University

Share

میرویس نیکه پوهنتون په ۲۰۱۱ کال په کندهار کی په فعالیت ? MNU is committed to People satisfaction in the Kandahar city of Afghanistan.

About MNU

Mirwais Neeka University-MNU started its educational journey from 2011 and is a largest private university at the Kandahar city. The university has two faculties, Medical Science and Political Science, which have high qualified national and international instructors of master level. MNU has full profiled libraries, laboratories, computer labs, internet facilities, and open environment.

Photos 27/09/2016

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه!
د کندهار ولایت د ولایتي شورا وکیل حاجي سید احمد سیلاب میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د مشرتابه هیئت او د یادي تحصیلي مؤسسې د اداري او تدریسې چارو څخه لیدنه وکړه ښاغلي سیلاب میرویس نیکه دلوړو زده کړو مؤسسې پرمختګونه د ستایني وړ وبلل او د لا زیاتو پرمختګونو هیله يې څرګند کړه.
میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې مشرتابه د نورو لاسته راوړنو ترڅنګ د یادي تحصیلي مؤسسې د هغو استادانو کتابونه چې اوس نوي چاپ سوي وو د ولایتې شورا وکیل ته د تحفي په شکل وړاندي کړل.
کتاب ښه تحفه ده .

Photos 26/09/2016

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو مدیریت خبرتیا!
میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د محصلانو چارو مدیریت د تخنیکې او مسلکې نیمه عالي زده کړو د انستیتونو ټولو هغه فارغینو ته چې عالي تحصیلاتو ته د ادامی ورکولو په موخه میرویس نیکه لوړو زده کړو مؤسسې په اقتصاد پوهنځی کی د اختصاصی ازموینې لپاره نوم لیکنه کړی وي خبر ورکول کیږی چې د روان کال د میزان میاشتی په (۵) نیټه د دوشنبې په ورځ د سهار په ۸ بجی د کانکور اختصاصي ازموینه پیل کیږي ګډونوال دي خبروي.

Photos from Mirwais Neeka University's post 25/09/2016

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د طب پوهنخی طبي لابراتوار، دطب پوهنخی محصلین د کیمیا په لابراتوار کې د عملي زده کړو پر مهال.

Photos 24/09/2016

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د معالجوي طب پوهنځی طبي لابراتوار .
د طب پوهنځی د لومړي صنف لومړي سمستر محصلین د فزیک په لابراتوار کي د عملي زده کړي په مهال .

Photos 11/08/2016

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه کندهار!
میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه د روان ۱۳۹۵ ه ش کال د سنبلی د میاشتې په (۱۲) نيټه د ((۱۱)) دورې کانکور ازموینه اخلې.
په لاندي پوهنځیو کې ثبت نام جریان لري.
۱) معالجوې طب پوهنځی
۲) حقوقو او سیاسې علومو پوهنځی
۳) اقتصاد پوهنځي

Photos 22/03/2016

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه !
د حمل «۲۷» نيټه د کانکور ازموینه
میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسه د راتلونکي ۱۳۹۵ کال د حمل په میاشت کې د لسمې دورې کانکور ازموینې لپاره په لاندي پوهنځیو کې د دولسم ټولګۍ فارغین منې .
1 معالجوې طب پوهنځی
2حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی
3اقتصاد پوهنځی
نوم لیکنه د سهار داتو بجو څخه بیا د ماښام تر شپږو بجو پوري دوام لري.

Photos 21/02/2016

میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی څخه دوهمه دوره محصلین فارغ کړل.
نن یکشنبه د ۱۳۹۴ هجري شمسي کال د حوت د میاشتي دوهمه نيټه میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی له دوه تخصصي ډيپارټمنټونو اداره او ديپلوماسۍ، قضاء او څارنوالی څانګو څخه (۴۹) تنه محصلین د لیسانس په کچه فارغه او ټولني ته د خدمت په موخه وړاندي کړل.
د یاد فراغت غونډي پر مهال د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی رئیس پوهیالي نورعلی څرګند وویل چې نن یې د یادي پوهنځی د دوهمې دورې پر مهال ۴۹ تنه محصلین فارغه او ټولني ته یې د خدمت په موخه وړاندي کړل.
نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل چې په افغانستان کي د تېرو جګړو پر مهال هر څه ویجار سوي دي او د یادو فارغینو څخه یې غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې دي په سالمه توګه د هیواد د بیارغوني په برخه کې خپل فکر په کار واچوي.
په یاده فراغت غونډه کې میرویس نیکه د لوړو زده کړو مؤسسې علمي مرستیال ډاکټر نور خالق نور فارغینو ته د خپلو خبرو پر مهال وویل چې په هر وخت او موقف کې د قانون احترام وکړي او د فساد څخه ځان وژغوري.
په یاده غونډه کې د ولایت مقام ، ولایتي شورا او ولسي جرګې د استازو تر څنګ د کندهار ولایت یو شمیر رئیسانو،ځوانان ، ملي تاجرانو، د خصوصي سکتورو رهبرینو هم کډون کړي وو.

02/05/2015

حضرت ابوبکرصدیق رض :
هرنیک عمل یومعلومه اندازه اجر لری مګردصبراجربی اندازی دی .

Photos from Mirwais Neeka University's post 30/04/2015

لن‌‌‌‌‌‌ډه پيژندګلوي

Mobile uploads 12/12/2014

د حضرت محمد مصطفی صَلی اللهُ عليهِ وَسَلم ژوند ليک
( لومړۍ برخه )
په دې برخه کې لوستی شئ :
دنبوي نسب لړۍ
د رسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه
د رسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره
د رسول الله صلى الله عليه وسلم لباس
د نبوي نسب لړۍ
رسول الله صلى الله عليه وسلم ټبر د عرب په بنو اسماعيل كې دقريشو دقبيلې دهاشم له كورنۍ څخه دى چې د نسب لړۍ يې داده :
محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب بن هاشم بن عبدالمناف بن قصى بن كلاب بن كعب بن لؤى بن غالببن فهر بن مالك بن نضر بن كنانه بن خزيمه بن مدركه بن الياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان .
له تاريخي رواياتو څخه څرګنديږي چې له عدنان څخه تر حضرت اسماعيل عليه السلام پورې دڅلويښتو پلرونو واټن دى خو په همدې منځ كې ټول نومونه ثبت شوي نه دي ځكه عربو به په لرې ليكونو كې يواځې وتلي نومونه يادول هغه نومونه چې له عدنان څخه تر اسماعيل عليه السلام پورې ثبت شوي دا دي :
عدنان بن عدوبن المقوم بن تارح بن يثحب بن يعرب بن ثابت بن اسماعيل بن ابراهيم عليهما السلام .
درسول الله صلى الله عليه وسلم زيږيدنه
ديوه وتلي مصري هيئت پوهاند محمود پاشا فلكي د رياضي له څيړنې سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم دربيع الاول په نهمه نيټه د دوشنبې په ورځ چې د۵۷۱ م كال د اپريل د مياشتې له شلمې نيټې سره سمون خوري زيږيدلى . پلار يې تر پيدايښت له مخې وفات شوى وو , اوعبدالمطلب ورباندې محمد نوم كيښود.
رسول الله صلى الله عليه وسلم ته دوه درې ورځې بي بي آمنې ,بيا د ابولهب وينځې (ثوبيي) او وروسته حليمې سعديي تى وركړ , دعربو دا دود ووچي خپل ماشومان به يې له ښاره دباندې ښځو ته دشيدو وركولو لپاره ورسپارل , او په دې كې دا ګټه وه چې يوخو به ماشومانو دعربي ژبې سوچه لهجه زده كوله او بل داچې دعربو ځانګړتياوې به پكې راتلې په همدې موخه به دكليو ښځې په كال كې دوه ځله ښار ته راتلې او ماشومان به يې وړل .
د رسول الله صلى الله عليه وسلم له پيدايښت څخه څو ورځې وروسته دهوازن كورنۍ ښځې ښار ته راغلې چې په دوی كې يوه هم حليمه وه , حليمې بل ماشوم پيدا نكړای شو ، درسول الله صلى الله عليه وسلم مور بي بي غوښتل تر څو خپل زوی ورته وسپاري حليمې سره له دې چې دهغوی دبې وزلۍ او د ماشوم ديتيمتوب له كبله دڅه شي تمه نه درلوده ,خو تر تش لاس تللو ورته ښه وبريښيدله او ماشوم يې له ځان سره واخيست .
رسول الله صلى الله عليه وسلم هلته دبني سعد (هوازن) په كورنۍ كې دوه كاله پاتې شو,خو كله چېحليمې سعديي هغه ښار ته راوست نو د(وبا) ناروغي ګډه وه نو بي بي آمنې ورته وويل چېمحمد صلى الله عليه وسلم بيا له ځانه سره بوځه ,حليمې سعديې ومنله او په يوه روايترسول الله صلى الله عليه وسلم هلته تر شپږو كلونو پورې پاتي شو.
درسول الله صلى الله عليه وسلم مباركه څيره
درسول الله صلى الله عليه وسلم قد منځنى , غړي برابر , رنګ سور او سپين , تندى پلن , وروځيسره نښتي , پزه يې دنګه او لوړوالي ته مايله وه ,مخ يې ډير غوښن نه وو ,خ*له يې څهناڅه غټه ,او غاښونه يې سره بيل بيل وو,غاړه يې دنګه اوسريي غټوالي ته مايل وو,سينه يې پراخه ,دسر ويښتان يې نه ډيرتاو راتاو او نه بيخي نيغ نيغ وو,مباركه ږيرهيې ګڼه وه ,سترګې يې تورې , باڼه يې لوی او اوږده وو , وُلي يې غوښن ,او دوږوهډونه يې لوی وو, په سينه مباركه يې تر نامه پورې دويښتانو يوه نرۍ ليكه وه , پهاوږو اوليڅو يې ويښتان وو , دلاسونو ورغوی يې غوښن او پلن وو ,څنګلي يې اوږدې اوپوندې يې نازكې وې , دپښو دتلو منځ يې داسې خالي وو چې تر لاندې به يې اوبهتيريدلای شوې .
درسول الله صلى الله عليه وسلم دوُليو په منځ كې دكوترې دهګۍ په كچ دنبوت (مهر) ټاپه وه ,رسولالله صلى الله عليه وسلم به ډير ګړندى ګرځيده ,خبرې به يې په دمه دمه كولې , كه بهيې دكومې خبرې مطلب تاكيدكول وو نو هغه خبره به يې په بيابيا تكراروله ,غږ يې لوړوو , دخبرو په مهال به يې اكثر اسمان ته كتل ,رسول الله صلى الله عليه وسلم به ډيرلږخندل ,او چې خندا به ورغله نو موسكى به شو .
درسول الله صلى الله عليه وسلم لباس
په نبوي لباسكې كومه ځانګړتيا نه وه ,عام كالي يې له څادر ,كميس او لنګ څخه عبارت وو ,يو روايتراغلى چې يو پرتوګ يې اخيستى وو او دا شوني ده چې اغوستى به يې وي .
ډيرى مهال بهيې توره پګړۍ په سر كوله ,پګړۍ به په خ*لۍ برسيره تړله ,خ*لۍ به يې ساده اوټيټه وه,شمله به يې كله (په ښي اوږه-ځكه خو هم كيڼ لورې ته دشملې پريښودل له شرعي پلوهبدعت بلل شوي) او كله هم دوليو په منځ كې پرته وه ,او كله به يې تر غاړه تاووله .
يمني څادر يېډير خوښ وو ,چې هغه به كرښې درلودې , شامي عبا (چوپانه) يې هم استعمال كړې ده,رسول الله صلى الله عليه وسلم به كله كله قيمتي او ښكلې جامې هم اغوستې ,پهرنګونو كي يې (سپين) رنګ خوښ وو سور رنګ يې نه خوښاوه .
درسول الله صلى الله عليه وسلم به ښه بوی ډير خوښيده , د(سكته )په نوم عطر به يې ډيراستعمالول ,رسول الله صلى الله عليه وسلم دموزو پښو كولوډيرخوی نه درلود, خو كومېدڅرمنې موزې چې نجاشي ورته راليږلې وې هغه يې استعمال كړې وې,معمولا به يې څپليو ته ورته پڼې (موچڼې) په پښو كولې .
نبوي بستريوه څرمن وه , چې دخُرما له پاڼو څخه ډكه شوې وه ,او كټ يې په بوڼ اُوبدل شوى وو.
د (محمدرسول الله ) په نوم دسپينو زرو په ګوتې كې يو مهر كندل شوى وو چې دټاپې لګولو په مهال به يې دښي لاسپه ګوته كوله ,رسول اكرم صلى الله عليه وسلم په جنګونو كې خ*ل او زغره هم استعمالوله, داُحد په وتلي جګړه كې يې دوه زغري اچولې وې . منبع ویب سایت ټول افغان

22/11/2014

په لمانځه کې دویل کیدونکو عباراتو پښتوژباړه

ليكوال :محمد

(اَللَّهُ اَ کْبَرْ)الله ترټولولو ی دی
سُبَّحَانَکَ اللَّهُمَّ وَ بِحَمْدِکَ وَتَبَارَ کَ اسْمُکَ وَتَعَالَی جَدُّ کَ وَلَآاِلَهَ غَيْرُ کَ
ژباړه:ای الله:موږستادپاکي اقرارکوو،اوستاتعريف بيانوو،اوستانوم ډيربرکتمن دی،اوستابزر ګي ډيره لويه ده،اوستاڅخه پرته هيڅ دعبادت لآئق نشته،
اَعُوْذُبِاللَّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيْم
ژبا ړه:زه پناه غواړم په الله سره دشېطان ترټلي څخه،
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ
شروع کوم په نامه دالله چي ډيرمهربان اوزيات رحم کونکی دي،

اَلْحَمْدُلِلَّهِ رَبِّ العَلَمِيْنَ(۱)اَلرَّحْمَنِ الرَّحِيْمِ(۲)مَلِکِ يَوْمِ الدِّيْنِ (۳) اِيَّاکَ نَعْبُدُوَاِيَّاکَ نَسْتَعِيْنُ(۴)اِهدِنَاالصِّرَاطَ المُسْتَقِيْمَ(۵)صِرَاطَ الَّذِيْنَ اَنعَمْتَ عَلَيْهِمْ ۶ غَېْرِالمَغْضُوْبِ عَلَيْهِمْ وَلآالضَّآلِّيْنَ(۷)(آمين))
ژباړه:ټول تعريفونه الله لره دي کوم چې دټول جهان پالونکی دی،ډيرمهربان اورحم کونکی دی،اودقيامت دورځي مالک دی،ای الله!موږ يوازي ستاعبادت کوو،اويوازي ستاڅخه مرسته غواړو،موږته برابره لارراوښايه ،لاردهغه کسانوچي پرکوموکسانوتاانعام کړي دی،نه دهغه کسانولارپرکوموچي ستاغضب نازل شوی دی اونه لاردګمرهانو،
(سو رة الکوثر):اِنَّااَعْطَيْنَاکَ الْکَوْثَرَ(۱)فَصَلِّ لِرَبِّکَ وَانْحَرْ(۲)اّنَّ شَانِئَکَ هُوَالاَبْتَرُ(۳)
ژباړه:ای نبي!بيله شکه موږتاته کوثردرکړی دی،اوس ته دخپل رب لپاره لمونځ کوه،اوقرباني کوه،يقينًاستاسودشمن بې نوم اوبي نښانه دی،
سو رة الاخلاص :قُلْ هُوَ اللهُ اَحَدٌ(۱)اَللهُ الصَّمَدُ(۲)لَمْ يَلِدْ وَلَمْ يُوْلَدْ(۳)وَلَمْ يَکُنْ لَّهُ کُفُوًااَحَدٌ(۴)
ژبا ړه:ای نبي!ووايه چي الله يودي،الله بي نيازه دی،نه له هغه څخه څوک پېداسوی دی اونه هغه دچاڅخه پېداسوی ده،اونه يی څوک سيال سته،
سو رة الفلق:(قُلْ اَعُوْذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ(۱)مِنْ شَرِّمَاخَلَقَ(۲)وَمِنْ شَرِّغَاسِقٍ اِذَاوَقَبَ(۳)وَمِنْ شَرِّالنَّفَّثَاتِ فِی الْعُقَدِ(۴)وَمِنْ شَرِّحَاسِدٍ اِذَاحَسَدَ(۵)
ژباړه:ای نبي!(په دعا کي داسي ووايه) دټول مخلوق له شره زه پناه غواړم په رب سره دسهار، اودتيارې له شره څخه هرکله چي هغه وغوړېږ ي اوپرغوټوباندي ددم کونکو ښځوله شره څخه هر کله چي حسد شروع کړې،!
(سورة الناس):قُل اَعُوْذُبِرَبِ النَّاسِ(۱)مَلِکِ النَّاسِ(۲)اِلَهِ النَّاسِ(۳)مِنْ شَرِّالوَسْوَاسِ الخَنَّاسِ(۴) اَلَّذِيُوَسْوِسُ فِی صُدُوْرِالنَّاسِ(۵)مِنَ الجِنَّةِ وَالنَّاسِ(۶)
ژباړه:ای نبي!په دعاکي داسي ووايه چي زه پناه غواړم په رب سره دخلګو،په باچاسره دخلګو، په معبودسره دخلګو،اودهغه وسوسه اچونکوله شرڅخه کوم چي دخلګوپه زړوکي وسوسه اچوي که دپيريانانوڅخه وي اوکه دانسانانوڅخه وي ،

سُبَّحَانَ رَبِّيَ العَظِيْم
پاکي بيانوم دخپل لوی پروردګار
سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَ
اوري خدای پاک دهغه چاچي دده حمدوايې.

رَبَّنَالَکَ الحَمْدُ
ای زموږپروردګاره!خاص تالره دي ټول تعريفونه.
سُبَّحَانَ رَبِّيَ الْاَعْلَی
پاکي بيانوم دخپل لوی پروردګار.
اَلتَّحِيَّاتُ لِلَّهِ وَالصَّلَوَةُ وَالطَّيِّبَاتُ اَلسَّلَامُ عَلَيْکَ اَيُّهَاالنَّبِيُّ وَرَحْمَتُ اللهِ وَبَرَکَاتُهُ اَلسَّلَا مُ عَلَيْنَاوَعَلَی عِبَادِاللهِ الصَّلِحِيْن اَشْهَدُاَنْ لَااِلَهَ اِلاَّ اللهُ وَاَشْهَدُاَنَّ مُحَمَّدًاعَبْدُهُ وَرَسُوْلُه
ژباړه:ټوله قولي اوفعلي اومالي عبادتونه الله تعالی لره دي،سلام دي وي پرتاای نبي،اور حمتونه دخدای تعالی اودهغه برکتونه دي وي پرتاسلام دي وي پرموږاودالله تعالی پرنيکو بندګانو باندي،زه شاهدي ورکوم چي محمَّد(صلی الله عليه وسلَّم)دالله تعالی بنده اودهغه رسول دي،
اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَی مُحَمَّدٍوَّعَلَی اَلِ مُحَمَّدٍکَمَاصَلَّيْتَ عَلَی اِبْرَاهِيْمَ وَعَلَی اَلِ اِبْرَاهِيْمَ اِنَّکَ حَمِيْدٌ مَّجِيْد
ژباړه:ای الله!رحمت نازل کړه پرمحمَّد(صلی الله عليه وسلَّم)اودهغه پرآل باندي،لکه څرنګه چي تارحمت نازل کړي دي پرابراهيم (عليه السلام)اودهغه پرآل باندي بيله شکه ته دستايني وړاودلويي خاونديې،
اَللَّهُمَّ بَارِکْ عَلَی مُحَمَّدٍوَّعَلَی اَلِ مُحَمَّدٍکَمَابَارَکْتَ عَلَی اِبْرَاهِيْمَ وَعَلَی اَلِ اِبْرَاهِيْمََ اِنَّکَ حَمِيْدٌمَّجِيْدٌ
ژباړه:ای الله!برکت نازل کړه پرمُحَمَّد(صلی الله عليه وسلَّم)اودهغه پرآل باندي،لکه څرنګه چي تابرکت نازل کړی دی پرابراهيم(عليه السلام)اودهغه پراولادباندي بيله شکه ته دستايني وړاودلويي خاونديې،

اَللَّهُمَّ رَبَّنَااَتِنَا فِي الدُّنْيَاحَسَنَةًوَّفِی الآخِرَةِ حَسَنَةًوَّقِنَاعَذَابَ النَّار
ژبا ړه:ای الله!ماته په دنيااوآخرت کې نيکي راکړه اوموږوساته دعذاب څخه داور،اودجهنم،
په ځينو رواياتوکي دادعاهم راغلې
اَللَّهُمَّ اِنِّي ظَلَمْتُ نَفسِیْ ظُلْمًاکَثِرًاوَّلَايَغْفِرُالذُّنُوْبَ اِلَّااَنْتَ فَاغْفِرْلِی مَغْفِرَةًمِّنْ عِنْدِکَ وَارْحَمْنِئ اِنَّکَ اَنْتَ الغَفُورُالرَّحِيْم
ژباړه:ای الله!موږ پر خپل نفس ډيرزيات ظلم کړی دی،پرته له تاڅخه هيڅوک ګناه نه شي بخښلی ته پخپله ځانګړې بخښنه ماوبخښه،اورحم راباندي وکړه،بيله شکه ته بخښونکی اومهربان يې
اَلسَّلَامُ عَلَيْکُمْ وَرَحْمَةُ اللهِ وَبَرَکَاتُه
ژبا ړه:سلام دي وي پرتاسواودالله رحمت اوبرکتونه دي وي
اللَّهُمَّ اَنْتَ السَّلَامُ وَمِنْکَ السَّلَامُ تَبَارَکْتَ يَاذَالْجَلَالِ وَالاِکْرَام
ژباړه:ای الله!صرف اوصرف ته سلامتي ورکونکی يې،اوهم ستادطرفه څخه سلامتي ده،او ډير دبرکت خاونديې،ای دلويي اوعزت خاونده!
دعاء قنوتَ
اَللَّهُمَّ اِنَّانَسْتَعِيْنُکَ وَنَسْتَغْفِرُکَ وَنُؤمِنُ بِکَ وَنَتَوَکَّلُ عَلَيْکَ وَنُثْنِی عَلَيْکَ الْخَيْرِوَ نَشْکُرُکَ وَلَا نَکْفُرُکَ وَنَخْلَعُ وَنَتْرُکُ مَنْ يَّفْجُرُکَ،اَللهم اِيَّاکَ نَعْبُدُوَلَکَ نُصَلِّی وَنَسْجُدُ وَاِلَيْکَ نَسْعَی وَنَحْفِدُ وَنَرْجُوارَحْمَتَکَ وَنَخْشَی عَذَابَکَ اِنَّاعَذَابَکَ بِاالْکُفَّارِمُلْحِق
ترجمه:ای الله!موږستاڅخه مرسته غواړو،اوله تاڅخه بخښنه غواړو، اوپرتاباندي ايمان راوړو ،اوتکيه کووپرتا، اوستاغوره تعريفونه کوو،اوستاشکرپرځای کوو،اوپريږدوهغه څوک چي ستانافرماني کوي،ای الله!موږصرف اوصرف ستاعبادت کوواوخاص ستالپاره لمونځ کوو، اوسجده کوو ، اوخاص ستاوطرف ته منډه وهو،اوصرف ستادرحمت اميدلرو،اوستاله عذاب څخه بېريږو،بيله شکه ستاعذاب کافرانوته رسېدونکی دي،

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Iafghan@icloud. Com
Kandahar