KDRUMOC

KDRUMOC

Share

This Organization is working to improve of Faculty of Journalism students in Radio and Press section.

31/12/2024

د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی ٤٥ محصلانو ته د اډاب ایلسټرېتر دوه میاشتنی ورکشاپ ورکړل سو
https://www.facebook.com/share/p/15cjMgMPbL/

12/05/2024

د رسنيو عملياتي مرکز څخه ٨٦ محصلان د عملي زده کړو په برخه کښي فارغ سول

د رسنيو عملياتي مرکز څخه ٨٦ محصلان د عملي زده کړو په برخه کښي فارغ سول

د کندهار پوهنتون د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي د لومړي او دوهم ټولګى ٨٦ محصلانو ته، د اډاب اډېشن او اډاب فوټوشاپ پروګرامو پنځلس ورځني ورکشاپونه دائر کړل سول.
په يادو ورکشاپو کښي، محصلانو ته د اډاب اډېشن انسټالېشن، د ياد پروګرام د مهمو برخو پېژندنه، د ږغ ايډيت، ايکو ورکول او د ږغو د ميکس کولو په برخه کښي هر څه په عملي ډول ور وښوول سول. همدارنګه د اډاب فوټوشاف پروګرام په ورکشاپ کښي د ياد پروګرام پېژندنه، د فوټوشاف پروګرام اهميت په ژورناليزم کښي، ابتدايي ډيزاين، د انځور ايډيټ، د تصديق پاڼي، بروشور او د پېژندکارټ ډيزاين او نور تدريس او عملي کړل سول.

د يادو ورکشاپو روزونکي د رسنيو عملياتي مرکز د راډيو عمومي مدير ښاغلي محمد ويس عزيزي او د مطبعې عمومي مدير ښاغلي جواد جويا وو .

د يادوني وړ ده، چي درسينو عملياتي مرکز آمريت له لوري د راډيو په برخه کښي (۱۵م) او د مطبعې په برخه کي (۲۱م) ورکشاپ دئ، چي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د عملي کارونو د ښې زده کړي په موخه ورکول کيږي.
۱۴۰۳/۲/۲۳
د عامه پوهاوي او اړیکو آمریت

17/02/2024

د قران الکریم ژباړه او تفسیر ٣٥ مه برخه
د قران الکریم ژباړه او تفسیر د کندهار پوهنتون رئیس الحاج م-و-ل-و-ي اکرم شاه عاصم له لوري په پوهنتون ږغ راډیو ٩٢.٠ ایف ایم کي هره ورځ پر ١١:٣٠ بجې اورېدلای سئ. د قران الکریم د ژباړي او تفسیر مینوال ئې د رسنیو مرکز له پاڼي څخه هم اورېدلای سئ.

Photos from KDRUMOC's post 11/02/2024

د کندهار پوهنتون په رسنیو عملیاتي مرکز کي د مطبعې تخنیک لپاره نوی مسؤل مدير وټاکل سو.
ښاغلی سمیع الله وزیري د ازادي سیالي له لاري د کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي په رسنیو عملیاتي مرکز آمریت کي د مطبعې تخنیک مدیریت ته کامیاب سوی او اوس ئې د یاد مدیریت د مدیر په حیث دنده پیل کړل.
ښاغلی وزیري د کندهار پوهنتون ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځی څخه فارغ او په یاده برخه کي کافي مسلکي کاري تجربه لري.

28/01/2024

د قران الکریم ژباړه او تفسیر ۳۴ مه برخه
د قران الکریم ژباړه او تفسیر د کندهار پوهنتون رئیس الحاج م-و-ل-و-ي اکرم شاه عاصم له لوري په پوهنتون ږغ راډیو ٩٢.٠ ایف ایم کي هره ورځ پر ١١:٣٠ بجې اورېدلای سئ. د قران الکریم د ژباړي او تفسیر مینوال ئې د رسنیو مرکز له پاڼي څخه هم اورېدلای سئ.

Photos from KDRUMOC's post 23/01/2024

د کندهار پوهنتون ټولي اکاډیميکي او تدریسي چاري وستایلي سوې

د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست څخه راغلي هیئت، په کندهار پوهنتون کښي، خپل کاري سفر پای ته ورساوه، چي نن د سې شنبې په ورځ ئې د خپلو ارزوني د پایلي د شریکولو په موخه د پوهنتون د مسئولانو سره وروستۍ ناسته وکړه.

په همدې موخه په جوړه سوې ناسته کښي، د کندهار پوهنتون رئېس م. اکرم شاه عاصم، په کارو کښي، همږغۍ او همکارۍ د يوې ادارې د موخي د لاس ته راوړلو له پاره تر ټولو مهم فعالیت وباله، او ژمنه ئې وکړه، چي په راتلونکي کښي به لا نور هم د خپل کاري ټیم په مرسته، د کیفیت د لوړاوي پروسې تر څنګ په ټولو تدریسي او علمي چارو کښي ښې لاسته راوړني ولري.

ورپسې د لوړو زده کړو وزارت د کیفیت د لوړاوي او اعتبار ورکولو ریاست رئېس حافظ وحید شاکري، د کندهار پوهنتون د ټولو مسئولانو او استادانو څخه ځانکړې مننه وکړه، چي په تېرو درو ورځو کښي په ټولو برخه کښي د دوی سره پوره همکاري وکړه.

ښاغلي شاکري د کندهار پوهنتون د ټولو علمي او اداري چارو د ستایني تر څنګ وویل: کندهار پوهنتون د هغه پوهنتونو په لیسټ کښي دئ، چي بشپړ اکاډیميک اعتبار لري، چي په خبره ئې؛ الحمدالله د کندهار پوهنتون ټول استادان، اداري او خدماتي کارمندان بېله قومي، ژبني، نژادي او تعصب پرته؛ د هيواد خدمت او د نظام ټينګښت ته پوره ـ پوره ژمن دي او په کمو امکاناتو ئې د دې هیواد ځوان نسل سالمه روزنه په ډېر اخلاص سره کړې.

د ناستي په ورستیو کښي، د ځینو پوهنځیو او مرکزو د مسئولانو هڅي او چاري وستایلي سوې او په ژوند کښي د لا بریاؤ دوعاوي ورته وسوې.

12/12/2023

د قران الکریم ژباړه او تفسیر ۳۳ مه برخه
د قران الکریم ژباړه او تفسیر د کندهار پوهنتون رئیس الحاج م-و-ل-و-ي اکرم شاه عاصم له لوري په پوهنتون ږغ راډیو ٩٢.٠ ایف ایم کي هره ورځ پر ١١:٣٠ بجې اورېدلای سئ. د قران الکریم د ژباړي او تفسیر مینوال ئې د رسنیو مرکز له پاڼي څخه هم اورېدلای سئ.

21/11/2023

د قران الکریم ژباړه او تفسیر ٣٢ مه برخه
د قران الکریم ژباړه او تفسیر د کندهار پوهنتون رئیس الحاج م-و-ل-و-ي اکرم شاه عاصم له لوري په پوهنتون ږغ راډیو ٩٢.٠ ایف ایم کي هره ورځ پر ١١:٣٠ بجې اورېدلای سئ. د قران الکریم د ژباړي او تفسیر مینوال ئې د رسنیو مرکز له پاڼي څخه هم اورېدلای سئ.

Photos from KDRUMOC's post 15/11/2023

په عملي ډول د مسلکي خبر لیکني ۱۵ ورځنی ورکشاپ پېل سو

د یکشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د رسنيو عملیاتي مرکز په آمريت کښي، د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي ۵۴ محصلانو ته، د پوهنتون ږغ راډیو عمومي مدیر محمد ویس عزیزي د عملي او مسلکي خبر لیکني او مطبوعاتي کانفرانس ۱۵ورځنی ورکشاپ پېل کړ.
په یاد ورکشاپ کښي به محصلانو ته د خبر تعریف، د خبر ارزښتونه، دخبري توکو پر عمومي مفهوم، د خبر پر برخو، د خبر پر سرچینې، تمثیلي مطبوعاتي کانفرانس او د خبر اړوند پر نورو بېلابېلو مهمو موضوعاتو باندي به بحث او عملي کار وسي.
د يادوني وړ ده، چي دا ورکشاپ د رسنيو عملياتي مرکز ۳۵ ورکشاپ دئ، چي د ژورناليزم او عامه اړيکو پوهنځي محصلانو ته د عملي زده کړو په موخه دائريږي.

Photos from KDRUMOC's post 15/11/2023

د اډاب ایلسټرېتر (Adope illustrator) پروګرام د زده کړي ۱۵ورځنی ورکشاپ پېل سو

د یکشنبې په ورځ د کندهار پوهنتون د رسنيو عملیاتي مرکز په آمريت کښي، د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځي (۲۲) محصلانو ته، د رسنیو د عملیاتي مرکز د مطبعې مدیر جواد جویا له لوري د اډاب ایلسټرېتر (Adope illustrator) پروګرام د زده کړي ۱۵ ورځنی ورکشاپ پېل سو.

په یاد ورکشاپ کښي به محصلان په دوو ګروپونو وېشل کېږي، او دوی ته به د ۳۰ ورځو په موده کي د اډاب ایلسټرېټر پېژندنه، انسټالېشن، بېلابېل ډیزاینونه (بروشور، پیژندني کارټ او تصدیق پاڼي) او دغه راز به نور مهم موضوعات پکښي وویل سي.

د يادوني وړ ده، چي د رسنيو عملياتي مرکز دا (٣۴) ورکشاپ دئ، چي محصلانو ته ئې د هغوی د لا ښه پوهاوي له پاره د عملي زده کړو په موخه دائروي.

11/11/2023

د قران الکریم ژباړه او تفسیر ٣١ مه برخه
د قران الکریم ژباړه او تفسیر د کندهار پوهنتون رئیس الحاج م-و-ل-و-ي اکرم شاه عاصم له لوري په پوهنتون ږغ راډیو ٩٢.٠ ایف ایم کي هره ورځ پر ١١:٣٠ بجې اورېدلای سئ. د قران الکریم د ژباړي او تفسیر مینوال ئې د رسنیو مرکز له پاڼي څخه هم اورېدلای سئ.

22/10/2023

د قران الکریم ژباړه او تفسیر ٣٠ مه برخه
د قران الکریم ژباړه او تفسیر د کندهار پوهنتون رئیس الحاج م-و-ل-و-ي اکرم شاه عاصم له لوري په پوهنتون ږغ راډیو ٩٢.٠ ایف ایم کي هره ورځ پر ١١:٣٠ بجې اورېدلای سئ. د قران الکریم د ژباړي او تفسیر مینوال ئې د رسنیو مرکز له پاڼي څخه هم اورېدلای سئ.
یادونه: که د ژباړي او تفسیر اړوند کومه دیني پوښتنه لرئ، زموږ سره ئې د کمینټ له لاري شریکه کړئ، چي ځوابونه به ئې ستاسي سره په راتلونکې خپرونه کي شریک کړو.

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Address


Kandahar
26000

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00
Saturday 08:00 - 17:00
Sunday 08:00 - 17:00