Pashto Astrophysics

Pashto Astrophysics

Share

Pashto Astrophysics

22/07/2020

ستورپوهنه چا اختراع کړه؟
یونانیانو. که څه هم بابل‌والو، چینایانو، او مصریانو د ستورو او سیارو نقشې جوړې کړې وې، خو له ستورپوهنې څخه په یونان کې علم جوړ شو. له میلاده کابو ۵۵۰ کاله مخکې، د یوناني فیلسوفانو یوه ډله تر افسانوي کیسو تېر شول او نیت یې وکړ چې کاینات په نوي انداز کې مطالعه کړي. که څه هم هغوی ته د هېليوس (د لمر خدای چې وروسته Apollo بلل کېدی) دې کیسې خورا خوند ورکاوه چې د لمر بګۍ (ټانګه) هره ورځ په اسمان کې را کشوي، خو هغوی ته دا سوچ هم را ولاو شو چې همدې خدای دا کار د اسمان په نورو برخو کې ولې نشو کولی. نو ځکه یې وویل چې ښه خبره به دا وي چې دا شیان د منطق او مشاهدو پر بنسټ مطالعه کړو.

کابو ۲۰۰ کاله وروسته، ستر یوناني فیلسوف ارسطو (۳۲۲ – ۳۸۴ قبل المیلاد) د دې مفکرینو نظرونه را ټول کړل او د ځمکې او اسمانو لومړنۍ توحیدي شرحه یې ترې جوړه کړه. د فلسفې او ساینس په اړه د ارسطو (Aristotle) افکار کابو ۲۰۰۰ کاله په نړۍ کې وچلېدل.

ارسطو ویل چې ځمکه د کاینات ټیک په منځ کې ده. لمر، سپوږمۍ، سیارې، او ستوري په منظمو دایرو او کریسټال غوندې شفافو پوښونو کې پر ځمکې راڅرخي. چې رښتیا شي ارسطو دا خبره هم کوله چې دا په اصل کې ۵۵ پوښونه دي چې پیاز غوندې یو په بل اغوستل شوي او ځمکه یې په مرکز کې ده.

ارسطو ساینسپوه کم او فیلسوف زیات و. خو هیپارخوس (ابرخش Hipparchus | ۱۲۷ – ۱۴۶ قبل المیلاد) لومړنی حقیقي ستورپوه و چې د ۸۵۰ ستورو نقشه او د ځلا (magnitude) له مخې د ستورو لومړنۍ ډلبندي (دسته‌بندي) یې جوړه کړه. د ځمکې زنګېدا (precession) – یانې هغه حرکت چې ځمکه پر خپل محور پکې زنګېږي – هم همدې سړي کشف کړې ده.

19/07/2020

فضا چیرې شروع کېږي؟
ځواب یې ډېر اسانه دی. کله چې د ځمکې هوا ختمه شي، نو فضا شروع کېږي. خو کله چې ستورمزلي فضا ته ځي، هغوی نه تر کوم سرحد تېرېږي او نه هم داسې کومه لوحه په مخه ورځي چې پرې لیکلي وي "فضا ته ښه راغلاست!"

تاسې چې هر څومره لوړ ځئ، د ځمکې اټموسفیر – یانې د غازونو هغه پوښښونه چې زموږ پر سیارې را تاو شوي دي – هاغومره نري کېږي او کمېږي.

د ځمکې له مخ څخه کابو ۴۸۰ کیلوميټره لوړ، سپک مالیکولونه د ځمکې له جاذبې څخه تښتي او په فضا کې ورکېږي. له همدې ځایه، چې د جېټ تر الوتنې کابو ۴۰ ځلې لوړ دی، فضا یا بهرنۍ فضا (outer space) پیلېږي.

انځور: ناسا

14/07/2020

که لمر ختم شي نو په ځمکې څه کېږي؟

له پېښې تېښته نشته او دا بده ورځ راروانه ده.
لمر به يو څو ميليارډه کاله نور هم همداسې راخېژي او لوېږي، خو حرارت به یې کرار کرار زیاتېږي او د ځمکې پر مخ به د انسانانو او نورو ژونديو موجوداتو ژوند له لوی ګواښ – او په پای کې له يقيني مرګ – سره مخامخ کړي.

لمر به کابو يو ميليارډ کاله وروسته تر اوس ۱۰٪ ځلاند او سوځاند وي. ځينې ساينس‌پوهان وايي چې دا حالت به د ځمکې اقليم او بيوسفير (biosphere – د ځمکې هغه برخه چې د ژوند کولو لپاره مناسب حالات لري) له منځه يوسي، د ځمکې اوبه به په جوش راولي، او د ځمکې له مخ څخه به بالاخره د بکوا دښته جوړه کړي.

کابو درې يا څلور ميليارډ کاله وروسته به د لمر حرارت تر اوسني حالت ۴۰٪ زیات شي. د ځمکې تودوخه به دومره لوړه شي چې پاتې سمندرونه به په بړاس (بخار) بدل او په فضا کې ورک شي. ځمکه به بالاخره د زهرې (Venus) په قسمت اخته شي: نه ژوند – نه اوبه.

کابو شپږ يا اووه ميليارډ کاله وروسته به لمر وپړسېږي او سره بلا (red giant) به ترې جوړه شي. سره بلا د ستوري هغه حالت دی چې د دوزخ لمبه پرې ماتېږي. د لمر څنډې به تر عطارد (Mercury) هم تېرې شي. د ځمکې حرارت به هغه وخت ۲۵۰۰ درجو ته ورسېږي – لنډه دا چې له ځمکې به د ايرو لويه او ګردۍ خاکستردانۍ جوړه شي.

دا حالت خپله لمر هم نشي زغملی، يعنې کتله یې له منځه ځي او په نتيجه کې د پاتې سیارو مدارونه پراخېږي. راځو سرې بلا ته! زهره خو به ژوندۍ تېره کړي. که مريخ په تېښته بريالی هم شي، مېشتوړ (د ژوند کولو وړ) به نه وي.

د شمسي نظام نورې سیارې (لکه مشتري، زحل، اورانوس، او نيپټون) ښايي له دې وبا څخه ژوندۍ ووځي – خو په شکل او جوړښت کې یې لوی بدلونونه راځي.

سره بلا همداسې سره نه پاتېږي، بلکې کرار کرار سړېږي – حرارت او رڼا یې ختمېږي – او په ټول شمسي نظام کې به ډېر بد یخ راپیدا شي.

همدا منظر د قران کريم په لاندې ايتونو کې هم راغلی:

د تکوير سورت:
کله چې لمر خيره (تت) شي.
او کله چې ستوري بې‌نوره شي.
او کله چې غرونه وخوځول (روان) شي.
او کله چې سمندرونه لمبه شي.

(لطفا پوسټ شېر کړئ)

26/10/2018

د ستورپوهنې لیکوالو او ژباړونکو!
د لاندې ستورو او ستورغونډونو لپاره هيڅکله هم نویزونه مه کاروئ. دا سوچه پښتو لرغوني نومونه لري چې د پښتو ژبې په قاموسونو کې هم ثبت دي:

۱- د اوو خوېندو اتڼ – Pleiades
۲- د بوډۍ کټ – The Big Dipper
۳- د چرګې لکۍ – Deneb (انګلیسي نوم یې د عربي ژبې له "ذَنَب" څخه اخیستل شوی چې د "لکۍ" مانا ورکوي)
۴- چرګه – Cygnus
۵- اسمان‌لار – Milky Way ("شیدلار" یا "شیدولار" بلکل ناسم نویز دی. دې ته "اس‌ترپ" هم وايي.)
۶- د ماښام سترګه/زهره – Venus
۷- د مېلمه سترګه/زهره – Venus
نوټ: "زهره" یې نن سبا کره نوم دی ځکه چې په ښوونیزو نصابونو کې په همدې نامه راغلی.
۸- د سهار سترګه/مشتري – Jupiter
نوټ: "مشتري" یې نن سبا کره نوم دی ځکه چې په ښوونیزو نصابونو کې په همدې نامه راغلی.

د سهار د سترګې/مشتري په اړه یوه رومانټیکه پښتو لنډۍ هم شته، وايي:
چې د سهار سترګه راخېژي – ما به د یار پر مړوند کړي وي خوبونه

13/10/2018

پیکه شین ټکی

ښايي له دومره لیرې ځایه ځمکه چندان خوندوره نه وي. خو زموږ لپاره ده. هغه کوچني ټکي ته بیا وګورئ. هغه زموږ نړۍ ده. هغه زموږ کور دی. هغه موږ یوو.

هر څوک چې در باندې ګران وي، هر څوک چې پېژنئ، د هر چا په اړه چې مو اورېدلي وي، او هر انسان چې یو وخت تېر شوی – ټولو په دې کې ژوند کړی دی.

زموږ ټوله غم او خوښي؛ زرګونه لوی او کوچني دینونه، ایډیالوژۍ، او اقتصادي نظریې؛ هر ښکاري او په یوې ګولې ډوډۍ پسې هر سرګردانه کس؛ هر اتل او بوتل؛ د تمدن هر جوړوونکی او ویجاړوونکی؛ هر پاچا او بزګر؛ هر ځوان میین او میینه یې؛ هر مور او پلار؛ هر هیله‌من ماشوم؛ هر مخترع او پلټونکی؛ د اخلاقي ارزښتونو هر ښوونکی؛ هر مفسد سیاستوال؛ هر نامتو لوبغاړی؛ هر ستر رهبر؛ او زموږ د بشر په تاریخ کې هر ولي او ګناه‌کار د خاورې په همدې کوچنۍ ذرې کې دي – هغه کوچنۍ ذره چې د لمر په وړانګې کې راګیر ده.

زموږ ځمکه د خدای (ج) په دې پراخ کاینات کې یو ډېر کوچنی ټکی دی. د وینو هغه ویالې در په یاد کړئ چې هغو ټولو جنرالانو او امپراتورانو تش دې لپاره بهولې چې د خپل نامه او برم په خاطر د دې ټکي د یوې کوچنۍ ټوټې واکمنان شي. هغه ناپایه بې‌رحمۍ او ناورینونه در په یاد کړئ چې د دې ټکي د یوې برخې اوسېدونکو د بلې برخې پر مظلومو خلکو کړي دي.

د خلکو ترمنځ سرناخلاصي څومره زیاته ده. هغوی یو د بل وینو ته څومره تږي دي. او د هغوی کرکې څومره په جوش کې دي. خو د پیکه رڼا دا کوچنی ټکی زموږ ټول چال و چلند، زموږ خیالي ځان-غوښتنه، او زموږ دا باور چې په کاینات کې ځان ته په یو څه وايو، را ننګوي.

زموږ دا خاورینه ذره د کاینات په دې ستر تور تم کې یوازې ده. خو د کاینات د دومره پراخوالي سره سره، تر اوسه پورې هیڅ کومه داسې نښه نښانه نه ده پیدا شوې چې مرسته دې له کومه بله ځایه را ته راشي او موږ دې یو له بله وژغوري.

ځمکه تر اوسه پورې یوازېنۍ پېژندل شوې سیاره ده چې ژوند په کې شته، بل هیڅ ځای هم نشته، لږترلږه په نږدې راتلونکي کې چې زموږ نسلونه پناه ور وړي. نو که خوند درکوي یا نه، دم ګړۍ ځمکه یوازېنی ځای دی چې موږ په کې اوسېدلای شو.

ویل کېږي چې ستورپوهنه یوه شخصیت‌سازه تجربه ده او په چا کې عجز پیدا کوي. ښايي زموږ د کوچنۍ نړۍ تر دې لیرې انځور نو نور د انساني غرور د حماقتونو بل ښه ثبوت نه وي.

دا انځور ما ته زموږ دا مسوولیت را په یادوي چې موږ باید یو پر بل مهربان اوسو - او دا پیکه شین ټکی – چې زموږ یوازېنی کور دی – وساتو او مینه ورسره وکړو.

دا هغه وینا وه چې امریکايي ساینس‌پوه کارل سېګن (Carl Sagan) پر ۱۳ اکتوبر ۱۹۹۴ په کارنل پوهنتون کې د دې انځور په اړه خلکو ته وکړه. له دې وروسته، کارل سېګن په ۱۹۹۴ کې پر خپل کتاب همدا نوم (Pale Blue Dot: A Vision of the Human Future in Space) کېښود.

ناسا په ۲۰۱۵ کې د پیکه شین ټکي ۲۵مه کلیزه په رسمیت وپېژنده. د کلیزې پر مهال د وایجر پروژې یوه ساینس‌پوه وویل:
پنځه ویشت کاله وړاندې، وایجر ۱ شا ته وکتل او 'پیکه شین ټکی' یې ولید، چې زموږ د کور یو الهام بښونکی او اریانوونکی انځور دی.

(لطفا شېر یې کړئ)

Photos from Pashto Astrophysics's post 28/08/2018

د عبدالاحد مومند فضا ته د تګ ۳۰مه کلیزه (۲۹ اګسټ):

ډېری پښتانه نن هم داسې فکر کوي، چې څوک اسمان ته نه‌شي ختلای. لنډۍ ده چې وايي:
اسمان ته لار د ختو نه‌شته
د ځمکې سر دې را ته بلې لمبې کینه

دا لنډۍ په اصل کې زموږ له برخلیک سره ژور تړاو لري. په هېواد کې د بل په لمسون ۳۵ کاله پر‌له‌پسې جنګ په لکونو هېوادوال د خپلو کورونو پرېښودلو ته اړ کړل. ماشومان مو یتیمان، خوېندې مو کونډې او مېندې مو بورې شوې. ښوونځي مو وتړل شول او هېواد مو ۳۵ کاله وروسته پاتې شو. بادار یې د کابل د سوځولو امر کړی و؛ خو غلامانو يې ټول هېواد بلې لمبې کړ او په همدې بلو لمبو کې یوازې یو ۲۹ کلن ځوان اسمان ته د ختو لاره پیدا کړه. دا ځوان عبد الاحد مومند نومېده، چې له نن څخه ۲۷ کاله وړاندې په همدې ورځ [۲۹-اګسټ-۱۹۸۸] د پخواني شوروي په مرسته میر فضايي اډې (Mir Space Station) ته په نهه ورځني سفر ولاړ.

مومند صاحب په ۱۹۵۹م کال کې د غزني په سرده سیمه کې زېږېدلی دی. پلار یې د کلي ملک و او د خلکو روغې جوړې به یې کولې. لومړنۍ زده‌کړې یې په خپل کلي او منځنۍ یې د اندړو ولسوالۍ په علي‌ هجویري نومي منځني ښوونځي کې ترسره کړې دي. دوولسم ټولګی یې بیا د کابل په حبیبیه او اندړو ولسوالۍ په سلطان شهاب الدین لېسو کې لوستی دی. په ۱۹۷۶م کال کې يې په کابل پولي‌تخنیک کې د دوو کلونو له‌پاره د ځمکپوهنې [کشف معادن] څانګه ولوستله. په ۱۹۷۸م کال کې پخواني شوروي ته د پیلوټۍ له‌پاره ولاړ او کله چې روسي پوځونه افغانستان ته راغلل، مومند صاحب هغه مهال په شوروي کې په خپلو زده‌کړو بوخت و. په ۱۹۸۴م کې د زده‌کړو تر بشپړولو وروسته بېرته افغانستان ته راغی او په هوايي ځواکونو کې د جېټ الوتکې یو تکړه پېلوټ شو.

پخواني شوروي د انټرکوزموس (Interkosmos) په نوم یو فضايي پروګرام جوړ کړی و، چې له سوسیالېستي هېوادونو سره په فضايي څېړنو کې مرسته وکړي او افغانستان هم د اتحادي هېوادونو په کتار کې و. عبد الاحد مومند او محمد دوران غلام معصوم په افغانستان کې له ۵۰۰ کسانو څخه سیالي وګټله او د دې فضايي ماموریت له‌پاره وټاکل شول. د مومند صاحب د واده میاشت لا نه وه پوره شوې، چې په ۱۹۸۷م کې له محمد دوران سره د زده‌کړې او روزنې له‌پاره شوروي ته ولاړ. هغوی د سټار سيټي (Star City) په نوم د مسکو په یوه روزنځي (training center) کې د ستورمزلو په توګه روزل کېدل؛ خو خبره همدومره نه وه، په هغوی کې باید یو فضا ته تللی وای، چې دا پرېکړه به د هغوی د روزنیز پروګرام په پای کې کېده. بلاخره مومند صاحب تکړه را وخوت او اسمان ته د ختلو پچه هم د همده په نامه وختله.

افغانستان ته نهه کلنه کورنۍ جګړه په کابو ۱،۵ ملیون شهیدانو تمامه شوه. د شوروي ولسمشر میخايل ګورباچوف (Mikhail Gorbachev) نور دا حالت نه‌شو زغملای؛ نو له افغانستانه یې د روسي پوځونو د ایستلو اعلان وکړ. له اعلان سره سم، کریملین هم له سټار سيټي (Star City) څخه وغوښتل، چې فضايي ماموریت دې له افغانستانه د پوځونو له را‌وتو مخکې ترسره شي. وخت ډېر لږ و او مومند صاحب هم له کومې دمې او رخصتۍ پرته خپل روزنیز پروګرام ته دوام ورکړ.

روزنیز پروګرام پایته ورسېد او مومند صاحب هم د سفر موزې په پښو کړې. د ۱۹۸۸م کال د اګسټ ۲۹مه نېټه وه، چې عبد الاحد مومند، ولادیمیر لیاخوف (Vladimir Lyakhov) او ډاکټر واليري پولیاکوف (Valery Polyakov) په قزاقستان کې له بایکونور اډې (Baikonur Cosmodrome) څخه [د مسکو مهال] د سهار پر ۸:۲۳ بجو د سویوز ټ‌م-۶ (Soyuz TM-6) توغندي له لارې میر فضا تمځای (Mir Space Station) ته روان شول. په څو شېبو کې د توغندي سرعت په یوه ثانیه کې ۸ کیلو مترو ته ورسېد او ستورمزلي نهه دقیقې وروسته د ځمکې مدار ته ننوتل او دوې ورځې وروسته بیا میر فضا تمځای ته ورسېدل. که څه هم دا د مومند صاحب او ډاکټر پولیاکوف لومړی سفر و؛ خو د لیاخوف درېیم او وروستی سفر و. میر (Mir) ته له رسېدو سره سم، مومند صاحب له نورو ستورمزلو سره په بېلابېلو ساینسي، ستورپوهنیزو، ژوندپوهنیزو او طبي ازمېښتونو (experiments) کې برخه واخیسته او د سمې نقشې جوړولو په موخه یې له فضا څخه د افغانستان ګڼ‌شمېر انځورونه هم واخیستل.

میر (Mir) په روسي ژبه کې سوله مانا ورکوي. میر فضا تمځای د شوروي اتحاد یوه مېشتوړه لاسي سپوږمکۍ (artificial satellite) وه، چې د ۱۹۸۶م او ۲۰۰۱م کلونو ترمنځ د ځمکې په ټیټ مدار (low Earth orbit) کې په ۲۷۷۰۰ کیلو متره سرعت/ ساعت سره پر ځمکې را څرخېده، یانې په هرو ۹۱ دقیقو کې یو وار او په يوه ورځ کې کابو ۱۶ واره پر ځمکې را څرخېده. هغه مهال دا په فضا کې تر ټولو لویه لاسي (مصنوعي) سپوږمکۍ وه، چې کله نا کله له ځمکې څخه په لغړو سترګو هم لیدل کېدای شوه. میر په فضا کې یو څېړنیز لابراتوار و، چې په دې کې به د څېړنډلو له خوا د ژوندپوهنې، وګړ- ژوندپوهنې، پنځ‌پوهنې (فزیکپوهنې)، ستورپوهنې، هسکاڼپوهنې (meteorology)، او نورو پوهنیزو ډګرونو اړوند څېړنې او ازمېښتونه ترسره کېدل.

په ۱۹۶۱م کال کې د روسي یوري ګاګارین (Yuri Gagarin) له لومړي سفر راهیسې، د ۳۸ هېوادونو ستورمزلو له فضا څخه لیدنې کړې، چې افغانستان په دې کې شلم (۲۰) هېواد دی. مومند صاحب د نړۍ په ۵۳۸ ستورمزلو کې لومړنی افغان او تر عربستاني سلطان بن سلمان السعود، سوري محمد فارس او آزربایجاني موسی مناروف وروسته څلورم مسلمان ستورمزلی دی، چې فضا ته ختلی دی.

یوه اوونۍ وروسته، مومند صاحب او لیاخوف په میر (Mir) کې له نورو ملګرو سره مخه ښه وکړه او د ۱۹۸۸م کال د سپټمبر پر ۶مه نېټه په سویوز ټ‌م-۵ (Soyuz TM-5) توغندي کې بېرته ځمکې ته را ستانه شول. توغندي پر لار ځینې تخنیکي ستونزې پیدا کړې او د هغوی راتګ هم وځنډېد. هغوی په توغندي کې نه د خوړلو او څښلو له‌پاره توکي لرل، نه د ساکښلو (تنفس) له‌پاره زیاتوب آکسیجن او نه هم د تشناب اسانتیا لرله. هغه مهال د نړۍ زیاتو رسنیو په فضا کې د افغان او روسي ستورمزلو د ورکېدا ډنډوره خپره کړه. کابو یوه ورځ وروسته د توغندي ماشینونه ولګېدل او ستورمزلي وتوانېدل، چې د سپټمبر پر ۷مه نېټه [د مسکو مهال] د سهار پر ۴:۵۰ دقیقو د قزاقستان په ژزقازغان (Dzhezkazgan) نومي سیمه کې ناسته وکړي. روسي فضايي ادارې (Roscosmos) څه موده وړاندې داسې راته وویل: ((مومند د سویوز ټ‌م-۵ (Soyuz TM-5) په راتګ کې حیاتي رول ولوباوه. هغه نه یوازې خپل ژوند، بلکې د خپل ملګري لیاخوف ژوند هم وژغوره.))

له الوتنې وروسته مومند صاحب او لیاخوف کابل ته راغلل او د ډېرو افغانانو لخوا وستایل شول. مومند صاحب ته د افغانستان او شوروي اتحاد د اتلولۍ مډالونه ورکړل شوه او په هېواد کې د هوانوردي د مرستیال وزیر په دنده هم وګومارل شو.

مومند صاحب په فضا کې کابو نهه ورځې [یانې: ۸ ورځې، ۲۰ ساعته، او ۲۶ دقیقې] تېرې کړې، چې ځینې مهمې کارنامې یې په لاندې ډول دي:

- د نهو ورځو په اوږدو کې کابو ۱۳۸ واره پر ځمکې را څرخېدلی دی، چې ۱۳۸ لمر خاته او ۱۳۸ لمر لوېده یې لیدلي دي.
- هره ورځ یې ۱۶ لمر خاته او ۱۶ لمر لوېده لیدل.
- لومړنی کس دی، چې قرآن‌کریم یې فضا ته وړی دی.
- پښتو په فضا کې څلورمه ویل شوې ژبه ده؛ ځکه چې له شهید ډاکټر نجیب الله سره یې له فضا ویډیويي خبرې وکړې.
- په فضا کې یې خپلو روسي ملګرو ته افغاني چای هم چمتو کړی.

د (نه روز در کیهان) په نوم کتاب کې یې فضا ته د خپل سفر ټوله کیسه لیکلې ده. مومند صاحب د ۱۹۹۲م کال په اپرېل کې د مجاهدینو له راتګه کابو یوه اونۍ مخکې المان ته په دې موخه وکوچېد، چې څو میاشتې وروسته به بېرته خپل هېواد ته راستون شي. په ۲۰۰۳م کال کې یې د المان تابعیت ترلاسه کړ او اوس هم له خپلې مېرمنې، دوو لوڼو او یو زوی سره د المان په شتوتګارت (Stuttgart) ښار کې اوسېږي. کابو ۲۲ کاله وروسته په ۲۰۱۴م کال کې افغانستان ته یوه پلا راغلی و.

له مومند صاحب څخه مې د افغانانو له‌پاره د یو پیغام غوښتنه وکړه؛ خو د چا هېواد چې ۳۵ کاله پر‌له‌پسې جګړو سوځلی وي، هغه به نور څه پیغام لري.

په افغانستان کې د تېرو څو کلونو راهیسې پر ښوونځيو، پوهنتونونو، هوايي ډګرونو، کوڅو، څلور‌لارو، سړکونو، څلو او... باندې د چا نومونه کېښول شول؟؟؟ خو نن زموږ رښتینی اتل نن هېڅوک هم نه پېژني.

(لطفا شېر یې کړئ)

11/08/2018

لمر په نورو سیارو کې څومره لوی ښکاري...؟

10/08/2018

سلامونه دوستانو،
لطفا خپلو ملګرو ته ووایاست چې زموږ د پښتو ستورپوهنې دا پاڼه لایک کړي.
قربان مو شم.

Photos from Pashto Astrophysics's post 07/08/2018

اماتوره ستورپوهنه مو خوښه ده؟ څنګه یې پیل کړو؟
(اخځ او انځورونه: بېلابېل)

ستورپوهنه یوازې د مسلکیانو لپاره نه ده – اسمان د هر چا دی!

اماتوره ستورپوهنه یو زبردست ساتېری دی: هغه که د شپې له خوا د اسمان پر نندارو خوند اخلئ، یا غواړئ چې د کاینات په پېښو او رازونو پوه شئ، او یا هم د ټلسکوپونو له لارې په یو څه مسلکي توګه په اسمانونو کې وګرځئ. کوم خوند چې له اسمان سره په نېغه ښکېلتیا کې شته هغه د ستورپوهنې د کتابونو او مجلو په لوستلو کې، چې له هر څومره خوندورو انځورونو هم ډک وي، نشته.

که سمه دمه مینه ورسره لرئ او یا یې د ساتېري په نیت کوئ، ستورپوهنه یو داسې کار دی چې کابو د هر کس او ناکس په وس کې دی. ان تر ټولو مجربه اماتوره ستورپوهان د ډېرو سپورټونو په پرتله پر خپل دې ساتېري ډېرې لږ پیسې خرڅوي. خو بیا هم مهمه خبره دا ده چې له سمه ځایه یې باید پیل کړو. د ساري په ډول، که تاسې تلوار وکړئ او یو ارزانبیه د ماشومانو لوبې‌والا ټلسکوپ رانیسئ، نو ډېر ژر به مو زړه ځنې تور شي – هم له ټلسکوپه او هم له ستورپوهنې؛ او یا هم که په بازار کې تر ټولو لوی او ګرانبیه ټلسکوپ رانیسئ، نو سم دم به مو در له غاړې شي.

زه خو وایم چې د ستورپوهنې د پیلولو تر ټولو ښه طریقه دا ده چې له یوه تیاره ځای څخه اسمان ته په لغړو سترګو وګورئ – ښه په ماړه نس؛ د ستورو نقشه (star chart) او یا هم سکای‌سکاوټ (SkyScout) غوندې جي‌پي‌ایس والا لاسي آله وکاروئ – البته که په افغانستان کې په لاس درغله.

چې یوه پلا په اسمان کې خپله لار پیدا کړئ او لویې اسماني سیمې (constellations) او سیارې وپېژنئ، بیا نو د دوربین واری دی چې پرنګیان یې (binoculars) بولي. په دوربینانو کې ۴۰ × ۸ یا ۵۰ × ۷ د انتخاب لپاره ښه ماډلونه دي. تر دا نورو ارزانه هم دي. کارونه یې اسانه ده، د لیدلو پراخه ساحه لري او د اسماني توکو پیدا کول په کې اسانه دی. بیا نو که خدای کول د مشتري د سپوږمیو، انډرومېډا کهکشان (Andromeda Galaxy)، اووه خوېندو (Pleiades) ... او زموږ د ځلاندې سپوږمۍ پر ښکلا خوند اخیستلای شئ.

دوربینونه په دوو عددونو پېژندل کېږي: لومړی عدد یې د لویونې (magnification یانې یو شی څو واره لوی ښيي یا را نږدې کوي) او دویم عدد یې په میلي‌ميټر سره د عدسیې (lens) قطر ښیي. د دوربین قطر چې هر څومره لوی وي، هاغومره رڼا را ټولوي – که څه هم هاغومره لوی او دروند هم وي. خو په پیل کې ۴۰ × ۸ یا ۵۰ × ۷ ښه دروبینونه دي. ان که تاسې وغواړئ چې وروسته بیا یو ټلسکوپ رانیسئ، د دوربین لرل بیا هم ضروري دی هغه ځکه چې لومړی تاسې باید اسماني توکي په دوربین کې پیدا کړئ او بیا یې په ټلسکوپ کې وګورئ.

د ټلسکوپونو پر انتخاب به په راتلونکو پوسټونو کې وغږېږو.

Want your school to be the top-listed School/college in Kandahar?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kandahar