20/08/2024
۴۰ سپارښتنې د ګرانو مېرمنو لپاره:
💛1): پر خاوند دې فخر کوه.
💚2): هغه؛ له چا سره مه برابره وه.
❤3): د هغه اقتدار او غرور مه ماتوه.
💜4): د هغه ښکلا د هغه په عقل کې ولټوه.
💙5): قناعت کوونکې اوسه.
💛6): ښکلا دې د نورو مخته مه راکاږه.
💚7): ناز وکړه، خو متکبره کېږه مه.
❤8): جانانتوب او په خوله موسکا دې عادت وګرځوه.
💜9): ښکلي احساسات دې له ښه فکر سره یوځای لره.
💙10): جنګره مه جوړېږه، چې د خاوند له سترګو دې لوېږې.
💛11): تسلیمتوب لره، چې د هغه د سر تاج اوسې.
💚12): د خاوند لپاره دې پټنځای اوسه، چې یواځې تاته پنا در وړونکی وي.
❤13): ښکلا په سادګي او معصومتوب کې ده، چې تاته ارامي دربښلای شي.
💜14): هوس توب مه کوه، خو ښکلا خوښوونکې اوسه.
💙15): که په پخلي ښه نپوهېږې، حتماً یې زده کړه.
💛16): مخته تر چلولو باید جوړول زدکړه.
💚17): هیڅ وخت بې له سینګاره د خاوند مخې ته مه کېنه.
❤18): خوله دې مسواک او خوشبویه لره.
💜19): بدن دې باید هېڅوخت د خولو بوی ونلري.
💙20): کالي دې باید د پخلي یا ډوډۍ بوۍ ورنکړي.
💛21): د پخلي پر وخت له مخ کالي څخه ګټه اخله.
💚22): مخته تر خاوند دې، سترګې مه پټوه، او تر هغه مخته له خوبه پاڅه.
❤23): ستا وېښته یوه له دوو ښکلاګانو ستا دي، ترې ساتنه وکړه.
💜24): ښکلې موسکا دې هیڅ وخت پر تریو تندې مه بدلوه.
💙25): د رنځ پر وخت د ښکلاګانو په مانا ځان پوه کړه.
💛26): که خاوند دې ووایي: له ما بغیر چا له تاسره واده نه کاوه.
ووایه: نو؛ ډېره باید له تا منندویه ووسم.
💚27): که یې درته وویل: درسره مینه نلرم!
ورته ووایه: اما برعکس، زه پر تا افتخار کوم.
❤28): که یې وویل: ستا حوصله نلرم!
ورته ووایه: زه هم بغیر لتا څوک نلرم.
💜29): که یې وویل: له کورنۍ مې دې ښه نه راځي!
ووایه: خو؛ زه ستا له کورنۍ سره مینه لرم.
💙30): که خواشینی شو!
ووایه: ما وبښه...
💛31): د خاوند لپاره دې ډالۍ اخله، او د ژوند له خاصو ورځو ورته ښه یادونه کووه.
💚32): غوښتنې دې په ناز او دلبرۍ رابرسېره کړه.
❤33): زور ګو مه اوسه.
💜34): د خپل خاوند د کار سختتوب دې درک کړه.
💙35): له هغه سره میلمه پالنه کې ښه مرسته وکړه.
💛36): کله چې کور ته را ننوځي، د هغه مخته ور شه. لاس یې ونیسه...
💚37): هیڅ وخت مه وایه: ته د هیڅ کار نه یې!
❤38): کالي یې ورته اووتو کړه، هر کله چې یې بدلول، باید په تمه پاتې نشي.
💜39): هر کله چې دې خواړه په دسترخوان کېښودل، هغه ته ووایه: نپوهېږم چې خوښېږي دې، کنه؟!
💙40): شېبه پر شېبه له خدایه (ج) مرسته غواړه.
💛💚❤💜💙 اسلامي معلومات 💛💚❤💜💙