*له حسن بصري رحمه الله څخه پوښتنه وسول: د قبول سوي حج نښه څه ده؟ هغه وویل: «نښه یې دا ده، چي تر حج کولو وروسته له دنیا سره مینه لږ کړې، او د آخرت لپاره آمادګي زیاته کړې.
اسلام اوژوند
16/06/2024
دلوي اختر دلمانځه طريقه
دلوي اختر دلمانځه طريقه Contact us 👇Email: [email protected]: +93700077076Channel Link: https://youtube.com/
16/06/2024
دلوي اخترتکبيرونه
دتشريق تکبيرونه دلوي اختر تکبيرونه Contact us 👇Email: [email protected]: +93700077076Channel Link: https://youtube.com/
❤رسول الله ﷺ فرمایلي دي:❤
کله چې د الله ﷻ نه د جنت غوښتنه کوﺉ نو د جنت الفردوس غوښتنه کوﺉ ځکه دا هغه لوړ جنت دی.
(رواه البخاري)
*بریالي کسان هغه دي چي خلکو ته موسکا*
*او رب(ﷻ) ته ژړا کوي!*
*ځکه چي رب(ﷻ) ژړا او خلک موســکا خوښــوي.!*💗❤
زوی ته د پلار نصيحتونه :*
📗 1 : خپل اُوښکې پخپله پاکې کړه ، هيچا ته مه په طمعه کېږه ، ټول لارويان دې ، يوازي تماشا دې کوي .
📗 2 : ژبه هډوکی نلري ، لېکن دومره غښتلې ده ، چې په ډېرې آسانۍ سره کولی سي يو زړه مات کړي ، خپلو خبرو ته دې پام کوه .
📗 3 : د هغه کسانو په اړه هيڅ فکر مکوه ، چې ستا تر شا درپسې غږېږي ، ځکه د هغوئ ځای ستا شا ته دی ، مخ ته دې ځای مه ورکوه .
📗4 : کله کله الله ﷻ ځيني کسان او ځيني شيان درنه اخلي ، هيڅکله يې د بيرته ستنيدو غوښتنه مکوه ، چې پښيمانه به شې ، دا ومنه چې الله ﷻ هر څه ستا په خير کړي ، د الله ﷻ حِکمت ته ځان تسليم کړه .
📗 5 : زما اتيا 80 کاله عُمر داسې راباندې تير شو لکه اته 8 دقيقې ، عمر مې پای ته رسيدلی .
نو پوه شه ! چې دا لنډ عمر په دې نه ارزي ، چې خلکو ته ازار او کړاوونه ورسوې .
📗 6 : نه سپين رنګ د ښايست او نه تور رنګ د بدرنګوالي نښه ده ، کفن سپين دې ، خو ډاروونکی دی ، کعبه توره ده اما مينه ناکه او زړه وړونکې ده .
📗 7 : که بربنډتوب د ښځې د پت او عزت نښه وای ، نو بيزوګاني به تر ټولو درنې او پتمنې وای .
📗 8 : انسان په ښو اخلاقو ښايسته دی ، نه په ظاهرې بڼه ، نو تل غوره اخلاق ولره .
📗 9 - که لوړ غږ د نارينتوب نښه وای ، نو سپي به د نارينو سرداران وای .
📗 10 : مخکې له دې چې له الله ﷻ نه د خپل بدبختيو ګيله وکړي ، يو ځل خپل شته نعمتونه وشمېره .
📗 11 : انسان د عُمر په وسيله نه لوېږي ( غټېږي ) بلکې انسان د خپل فکر په وسيله لوېږي ( غټېږي ) .
05/04/2024
د ليلة القدر شپې دعا
25/01/2024
شرعي پوښتنه :👈 د ځکندن پر وخت یاسین شریف ویل څه حکم لري؟ Contact us 👇Email: [email protected]: +93700077076Channel Link: https://youtube.com/
پنځه لمونځونه دي بلا ورپسې
خدای مې مړ شوی جنازې ته ځمه.
😒👇
د دی شعر شاعر. داسی لیکلی
هغه صحنه ما په دې غزل کې ځای کړه هغه داسې وه چې…
یو هندو ؤ چې ایمان یې راوړه او یو ډله هندوان ورسره نور هم وو چې هغوي ورته ویل چې دا کار خو کوې خو ګوره اسلام داسې ښه دین ندی په دې کې سل نورې کېسې هم شته لکه روژه نیول حج او داسې نور او دا یې هم وویل چې ځه دا روژه خو په ټول کال کې یو وارې ده دا به هم وشي خو تر ټولو سخت کار هغه دا دی چې ته به د ورځې پینځه ځله اودس او پنځه ځله لمونځ کوې .
دا کوم کس چې ایمان راوړه نو دا ورته وایي چې ځه مړه دا پینځه لمونځونه دي بلا وريسې چې دا نور کارونه کوم خو دا لمونځ به هم وکړم نو هغه نور هندوان ورته وایي چې ته دې له خپل خدایه هم نه شرمیږې کوم خدای چې زمونږ پلارونو او نیکونو منلی او په کور کې درته ایخی ده(بوت یې ورته یادوه)
نو ده ورته وویل چې زه اوس ځم او د خپل خدای جنازه کوم یعنې ماتوم یې(بوت یې یادوه) .
بیا هم هماغسې وشول کور ته لاړ او بوت یې مات کړ او په الله یې ایمان راوړه.
21/10/2023
بيان:په جهنم کي به ولي ښځي زياتي وي
په جهنم کي ښځي ولي زياتي وي | مولانا عبدالحليم سيد هاشمي | 2023 په جهنم کي ښځي ولي زياتي وي ځکه ښېرې ډيري کوي | مولانا عبدالحليم سيد هاشمي |2023Contact us 👇Email: [email protected]: +93700077076Channel Link: ...
په لوستلو به يې پښېمان نه شئ...
#ځوانه! ومې نه پیژندې؟!
امير المؤمنين حضرت عمر فاروق (رضي الله عنه) په مسجد نبوي كښې ناست وو، او دمسلمانانو په ورځنيو چارو بوخت و.
يو دنګ ځوان چې سپيره ويښتان او سپيره مخ يې وو، خيرن كالي يې اغوستي او تڼۍ يې هم څو ځايه شکيدلې وې، يوه اوږده لكړه يې په لاس كې وه، او څو لوښي، لرګي يې په څادر كې تړلي په شاکړي وو، جومات ته راننوت.
امير المؤمنين او ناستو كسانو ته يې سلام واچاوه؛ او په يوه طرف كې غلى كښيناست.
امير المؤمنين او ناستو كسانو د مسافر ګومان پرې وكړ، سلام يې ځواب كړ، او په خپلو كارونو بوخت شول.
ځوان هم ناست وو، چې ګڼه ګوڼه كمه شي او ده ته له امير المؤمنين سره د خبرو چانس پیدا شي.
د خلافت په دربار كښې خلك يو څه كم شول، عمر فاروق (رض) مسافر او وهلی ځوان ځانته راوغوښت؛ او د حاجت پوښتنه يې ورځني وكړه.
ځوان ورته وويل: امير المؤمنينه! زه تاسو راغوښتى وم، څو ورځې وړاندې ستاسې ليك راغى؛
او دادى زه له فرمان سره سم حاضر شوم.
امير المؤمنين حضرت عمر فاروق ډير فكر وكړ؛ خو داسې څه يې په ياد نه شول، چې دغه ځوان ته یې ليك استولى وي؛ نو په خورا تعجب يې ترې وپوښتل: ځوانه! ومې نه پيژندلې!
زما نه دي په ياد چې تاته مې كوم بلنليك در استولى وي.
په دوړو او خاورو ككړ ځوان خپل شکيدلى ګريوان سره را ټول كړ، او په ډيره عاجزۍ، او حيا، سره يې د خداى (تعالی) د رسول”رسول صلی الله علیه وسلم” وفادار ملګري ته وويل:
امير المؤمنينه! زما نوم عمير بن مسيب دى؛ او زه تير كال ستاسې له لوري، د حمص والي ټاكل شوی وم.
تيره اونۍ د كلني احتساب په اړه ستاسو فرمان را ورسېد، او دادى زه له هغه سره سم د خپل مال، اسباب او هر څه سره يو ځای حاضر شوم.
امير المؤمنين حضرت عمر (رض) ددې خبرو په اورېدو سره سترګې د ځوان په سترګو ښخې كړې، ګوته په غاښ پاتې شوه؛ او څو شیبې يې په ځير ځير د هغه حالت ته كتل.
امير المؤمنين ته ورپه ياد شو چې، تير كال يې دغه ځوان د مسلمانانو په مشوره، د شام د ښيرازه ولايت حمص والي ټاكلی و.
هغه مهال چې دغه ځوان شام ته روانېده؛ نو د ښكلا، خوښۍ، او شتمنۍ، نښې يې په ټنډه كې له ورايه معلومېدې.
د هغه د اغوستلو كالي په څو اوښانو بار وو، د تورو، زغرو او ډاليو حساب يې نه كيده؛ خو نن په داسې حال كې د مسلمانانو د امير په وړاندې ناست دی؛ چې د فقر، غربت، او بې چارګۍ له امله د پيژندلو وتلی و. تڼۍ او كالي يې شکيدلي وو، او څيره يې د بې خوبۍ، او نه خوراك له امله تكه زيړه شوې وه.
د اسلام خليفه ورته وفرمايل: الله اكبر! عميره! ته چې مې تېر كال استولې، خورا پنډ، او ترو تازه وې، د مال، او اسباب، حساب دې نه كېده؛ خو اوس دې په داسې حالت كې وينم چې، درته كتلاى هم نه شم، خير خو به وي؟ ولې په داسې حال يې؟
هغه ورته وویل: چې، امير المؤمنينه! له دندې مخكې ما سودا ګري كوله، او كله نا كله به تاسې سره د خداى (تعالی) په لاره كې جهاد ته تللم، ما ته خداى (تعالی) ښې ډېرې پيسې، او شتمني راكړه؛ خو كله چې مو دمسلمانانو په دنده و ټاكلم؛ نو دمسلمانانو د ښېګڼې په لاره كې مې ځان هير كړ.
امير المومنينه! د حمص خلک زكات، او جزيه، په مينه وركوي، تير كال مو په ملينونو درهمه، بيت المال ته تحويل كړل، له محاصلو او نورو عوايدو لاس ته راغلې پيسې، مو د هيواد او مسلمانانو په ښيرازۍ کې لګولي، په حمص كې مو لارې، كاروان سرايونه، ښارونه، بازارونه، كلا ګانې، حمامونه، مدرسې او جوماتونه جوړ كړي دي، حمص ستاسو د خلافت تر ټولو ودان، ښيرازه او بډاى ولايت دی.
امير المؤمنين ترې وپوښتل: د ځان لپاره دې د بيت المال څخه بندوبست كړى دی؟
عمير بن مسيب ځواب وركړ: امير المؤمنينه! د ورځې روژه یم، د شپې په اوبو روژه ماتوم، او څو خرما او يا هم نيمه د جوارو ډوډۍ خورم.
دغه په څادر كې غوټه لوټه او كنډولى مې د كور اثاثه دي، يو دغه څادر لرم، چې عورت پرې پټوم او يوه دغه لكړه، چې ځان پرې ساتم.
حضرت عمر رضی الله عنه ددې خبرو په اوریدو ژړغونی شو.
د عمیر په حال یې غبطه راغله او خورا په زوره یې په ژړا پیل وکړ، او لاس یې په داسې په دعا پورته کړ:
ای الله! زه شاهدي ورکوم عمیر پاک دی.
یا الله! ما په جنت کې له عمیر سره یو ځای کړې، د عمیر سر یې ښکل کړ او د راتلونکي کال لپاره یې بیا حمص ته واستاوه…
(صحیح بخاري: ۳۱۸۸)
24/07/2023
:
داچي دحسن حسین میاشت داخله سوې ده ده او په دې میاشت کي ځیني عبادتونه سته او ځیني بیا خرافات دي پېژندل یې پکار دي بناء لاندي نکتې ووایاست ان شاء الله بې ګټي به نه وي که دچا زده وي ددین مذاکره به سي که یې نه وي زده په علم کي به یې زیادت راسي:
۱- : د حسن ، حسین میاشت په عربي کښي محرم الحرام میاشت بولي ددې میاشت لسمه ورځ په عربي کښي عاشوراء بولي زموږ خلک یې ځیني دهه او ځیني یې د محرم ورځ بولي.
۲- #دوهمه نکته: داسلام په لومړیو کي، چي کله روژه نه وه فرض سوې د محرم په ورځ رژه نیول لازم وه بیا، چي د رمضان د میاشتي روژه فرض سوه بیا ددې ورځي روژه نیول اخیتاري سوه.
ابن ماجه ( كتاب الصيام – باب صيام يوم عاشوراء ح 1733(
۳- #درېيمه نکته: که د محرم په ورځ روژه ونیسي د یوه کال ګناهونه به یې معاف کړل سي.
أخرجه مسلم (كتاب الصيام ح ( 2746-2747)
۴- #څلورمه نکته: که څوک د محرم د ورځي روژه نیسي باید د نهم ورځي روژه هم ورسره ونیسي ددې لپاره ، چي د یهودیانو څخه مخالفت راسي ځکه هغوی یوازي د لسم روژه نیسي.
أخرجه مسلم (كتاب الصيام ح 2266-2267)
۵- #پنځمه نکته : د محرم د میاشتي په لسمه ورځ الله جل جلاله موسی علیه السلام او دده قوم ته نجات ورکړ، او فرعون یې په دریاب کي غرق کړئ، ځکه نو دوی دې ورځي ته خورا احترام درلودئ او په دې ورځ باندي یې روژه ضرور نیول.
أخرجه البخاري في : كتاب الصوم – باب صوم يوم عاشوراء ح 2004
۶- #شپږمه نکته: په دې ورځ باندي د کربلاء په لویه دښته کی يوه لویه غمیزه واقع سوې ده، چي د حضرت حسین رضي الله عنه شهادت دئ.
۷- #اوومه نکته: ددې میاشتي لومړۍ لس ورځي زموږ په ټولنه کي ځیني خلک ژړانده شپې بولي په دې شپو کي خلک ودونه نه کوي ، خوشالۍ نه کوي حال داچي دغسي عقیده په شریعت کي کوم اصل نه لري ، ځان ځني ساتل پکار دي بالکل واده کېدلای سي، خوشالي کېدلای سي د حنفي مذهب د علماوو د تحقیق له مخي پر یادو کارونو باندي منع نه ده راغلې دا صرف د خلکو رواج دئ.
۸- #اتمه نکته: ځیني ښځي عقیده لري، چي په دغه شپو کي سر پرېول تاوان پېښوي بلکي وايي: که چا په دې ورځو کي سر پرېولی سر به یې ریږدي داسي عقیده شرعي اصل نه لري.
۹- #نهمه نکته: یو روایت خلک ذکر کوي خو علماوو ضعیف بللی دئ هغه داچي که څوک د محرم په لسمه سترګي په اثمد رانجه توري کړي هیڅکله به یې سترګي ړندې نه سي دغه روایت علماوو ضعیف ځینو موضوع بللی دئ.
۱۰- #لسمه نکته: لاندي روایت علماوو ضعیف بلکي موضوع بللی دئ:
که څوک دعاشوراء په ورځ پر اولاد باندي د رزق پراخي راولي الله جل جلاله به ټول کال پر ده باندي د رزق پراخي راولي.
الموضوعات الکبرای لابن جوزي.
۱۱- #يوولسمه نکته: لاندي روایت علماوو بې حقیقته بللی دئ، چي وايي:
که څوک د محرم د لسم شپه روڼه کړي الله جل جلاله به داسمانونو او مځکو د عبادت ثواب ورکړي.
پاته دي نه وي چي نور روایات هم سته ، چي خورا د ډېرو ثوابونو وعدې پکښي سوي خو علماوو ضعیف نه بلکي موضوعي بللی دي.
۱۲- #دوولسمه نکته: د محرم (عاشوراء) ورځ له ډېره پخوا اهمیت لرونکې ورخ ده دا ورځ یوازي د حسین رضي الله عنه په شهادت پوري نه ده تړلې او نه ددې ورځي اهمیت دده مبارک د شهادت څخه را پیل سوی دئ البته الله جل جلاله ده ته لوړ مقام ورکړ، چي دده شهادت یې په داسي مبارکه ورځ نصیب کړ.
یادونه:
د عبادت منع هیڅ وخت نسته البته دا کار جایز نه دئ، چي یو عبادت په یوه خاص وخت پوري خاص کړي، چي شریعت نه وي خاص کړی.
۱۳- بلل د نورو سره یې هم د ثواب په نیت شریک کړي ممکن کوم څوک استفاده ځني وکړي.
:
مولوي عبدالهادي حماد ۵ محرم الحرام ۱۴۴۵ ه ق
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Website
Address
District/9
Kandahar
3802