د ماشومانو نړۍ والې ورځې په مناسبت ټولو ماشومانو ته مبارکي وایم، په دې هیله چې مرکزي حکومت او نړۍ واله ټولنه د ماشومانو اساسي حقوقو، ښوونې او روزنې، روغتیا، ماشوم ساتنې، ټولنیز مصؤنیت ته جدي پاملرنه وکړي.
کندهار ولایت مقام ښوونې او روزنې مشاوریت
This page is about kandahar governer house advisor educaion activity.
د پوهني ریاست د کارمندني خبرتیا
د پوهني ریاست د ۹ ولسوالیو د پاره (۱۰٦۸) د باالمقطع ښوونکو بسته د اذادي سیالۍ په موخه اعلان ته سپاري تر څو د اصلي معاش څخه په لوړ معاش یې د یادو ولسوالیو په ښوونځيو کي په دنده وګماري
ډنډ ولسوالۍ ۱۸۸ بسته
بولدک ولسوالۍ ۲۵۰ بسته
تخته پل ولسوالۍ ٦۰ بسته
ارغنداب ولسوالۍ ۱۲۰ بسته
دامان ولسوالۍ ۱۰۰ بسته
ژړۍ ولسوالۍ ۸۰ بسته
میوند ولسوالۍ ۸۰ بسته
شاولیکوټ ولسوالۍ ۳۰ بسته
پنجوایې ولسوالۍ ۱٦۰ بسته
شرایط يې په لاندي ډول دي
کاندید باید لیسانس یا هم فوق بکلوریا يا ۱۴ پاس وي
د اړوند سیمو ښځينه که څه هم تر ۱۲ صنف کښته زده کړي ولري چانس ورکول کیږي خو په دې شرط چي پاته زده کړي به بشپړه وي
علاقمندان دي د کاندیدی فورمې د اړوند ولسوالیو د پوهني د امریت یا د پوهني ریاست د عمومي نظارت د امریت څخه ترلاسه کړي
د نشراتو د مدیریت لخوا
26/11/2020
سلامونه او درنښت
د خواشینۍ او ډاډګېرنې پېغام!
مرحوم علي احمدخان هم خپل پور پرې کړ!
په ډېره خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ، د کندهار پوهنې ریاست اړوند احمدشاه بابا عالي لیسې ښوونکی د ورپېښې شوي ناروغۍ له امله له دې فاني نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.
اناالله واناالیه راجعون
د خدای ج بخښلي علي احمدخان مړینه د کندهار معارف
لپاره یوه ستره ضایع بولم، د لوی الله ج دربار څخه مرحوم علي احمدخان ته جنت الفردوس، درنې کورنۍ او دوستانو ته د جمیل صبر غوښتونکی یم.
د ښوونې او روزنې په چارو کې د ولایت مقام مشاوریت
سلامونه او درنښت!
د هېواد دارالمعلمینونو قدرمنو استادانو ته د ښوونکو روزنې د لوی ریاست خبرتیا
په یوه سازمان، سیستم او اداره کې د کارکوونکو د دندو بدلون او تحول نوې خبره نه ده بلکې هغه چاره ده چې مدیران یې تل د اوږدمهاله، منځ¬مهاله او لنډمهاله موخو د لا ښه¬والي، پرمختګ او پایښت لپاره ایجادوي، نو ځکه د ښوونکو د روزنې د لوی ریاست د ښوونځیو د ښوونکو د شغلي کړنو د لا ښه¬والي په موخه د افغانستان د اسلامي جمهوري ریاست د ۲۵۹۶ ګڼې ۱۳۹۷/۱۱/۶ نېټې حکم پر بنسټ د دوامدارې مسلکي ودې پروګرام چمتو کړی چې د پوهنې وزارت مقام له لوري تر منظورۍ وروسته د ولایتونو پوهنې ریاستونو او د هېواد دارالمعلمینونو ته د تطبیق په موخه استول شوی دی.
د دوامداره مسلکي ودې اساسي موخه د ښوونکو د روزنې د لوی ریاست د دندو د لایحې د یوې برخې تطبیق، د ښوونځیو د ښوونکو د وړتیاوو ښه¬والی، د دارالمعلمینونو د استادانو د کاري مکلفیتونو بشپړېدل او په ټوله کې د معارف د کیفیت ښه¬والی دی.
دارالمعلمینونو ته د دې طرحې لېږد د ډېری استادانو او د دارالمعلمینونو رهبري پلاوي له لوري تود هرکلي سره مخ شو، دا کار نیک او مدبرانه وګڼل شو او د دې پروګرام د تطبیقولو ډاډ ورکړل شو، خو د دارالمعلمینونو لږ شمېر استادان په دې برخه کې اندېښنې لري چې ګواکې دارالمعلمینونه مدغمېږي او په راتلونکي کې به یې استادان ښوونځيو کې د ښوونکو په توګه ګمارل کېږي چي دا موضوع یې په ټولنیزو شبکو کې یې هم خپره کړې ده، له دې امله د ښوونکو روزنې لوی ریاست د دارالمعلمین ټولو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې په دې اړه هیڅ ډول اندېښنه ونه لري، او دا یوه بې بنسټه ګنګوسه ده، د ښوونکو روزنې لوی ریاست د دارالمعلمینونو او اړونده کارکوونکو جدي ملاتړ خپله وجیبه ګڼي او کوښښ کوي هر ډول قانوني چوپړتیاوې او اسانتیاوې د دوی په واک کې وسپاري، او خپلو کارکوونکو ته ډاډ ورکوي چې د خدمت څخه د مخکې دورې د محصلینو د نه جذبېدولو څخه په استثنا، د دارالمعلمینونو نورې اساسي دندې د تېر په څېر دوام لري او د راتلونکي دندو، کاري مکلفیتونو او د استادانو د کادري امتیازونو په اړه هیڅ ډول اندېښنې ونه¬لري. ترانسپورت، حق الزحمه، له نورو ادارو سره د وظیفوي تداخل په اړه هیڅ ډول اندېښمن نه¬وي، د یادو مواردو په اړه به تدابیر او لازمې کړنې ترسره شي، دمګړۍ د ښوونکو روزنې لوی ریاست له عمومي زده¬کړو او د څارنې لوی ریاست سره د همغږۍ غوندې روانې کړې دي او په لنډ مهال کې به د دارالمعلمینونو د استادانو او د ښوونیزې څارنې غړو د دندو د توپیرونو سند له تاسو سره شریک شي، د دې تر څنګ نورو ارګانونو ته په هیڅ ډول اجازه نه ورکول کېږي چې د دارالمعلمینونو ملکیتونه او تجهیزات خپل کړي، او حتی د خپلولو ادعا دې هم په فکر کې نه راګرځوي، د یادولو وړ ده چې دا پروګرام، په لنډمهاله او منځ¬مهاله کې د ځينو استادانو د کاري مکلفیت د بشپړولو په موخه یوه غوره ټاکنه ده، نو له ټولو استادانو څخه غوښتنه کېږي چې دغه تطبیقي لارښود په سمه او ژوره توګه مطالعه، په تطبیق کې جدي هڅه او په بشپړه توګه ملاتړ یې وکړي، د باصلاحیته پلاوي په توګه د ښوونکو د علمي او مسلکي اړتیاوو تشخیص په موخه ښوونځيو ته لاړ او د اړتیا په صورت کې دې ورته تریننګونه په لاره واچوي، لکه څنګه چې د ښوونکو روزنې لوی ریاست د ارتقايي طرحې څخه پلوی کړې او په خپل وخت سره به موضوع له لوړپوړو تصمیم نیوونکو پلاوو سره شریکه کړي، که چېرې استادان د دې پروګرام د تطبیقولو له پاره ارزښتمند او رغنده وړاندیزونه او اندونه ولري نو کولای شي د خپلو اړوندو رئیسانو په واسطه دې له موږ سره شریک کړي څو تر غور وروسته، چې د دوی د قانوني غوښتنو ځواب ویونکي وي، په لارښود کې اضافه شي، خو هیله¬¬مند یو چې ښوونکو روزنې د لوی ریاست په وړاندې د غیر رسمي او بې¬ځایه غونډو څخه په کلکه ډډه وکړي، تر څو د ښوونکو روزنې د ریاست په وړاندې په تقابل کی واقع نشی، ځکه دا پروګرام او د ښوونکو روزنې نوری اساسي او بنسټیزی دندی لکه: د رشتې خلاف او د لومړنیو زده کړو ښوونکو روزنه، د نوي نصاب په اړه د هېواد ټولو ښوونکو روزنه، په ښوونه او روزنه کې د معلوماتي تکنالوژۍ شاملولو په اړه د ورکشاپونو دایرول، د نویو ګومارل شویو ښوونکو لپاره د لارښودي تریننګونو په لاره اچول د دې لامل کېږي چې د دارالمعلمینونو د استادانو علمي او مسلکي اعتبار لوړوی او د دارالمعلمینونو په اداري او علمي جوړښت باندې هیڅ ډول منفي اغېز نه کوي.
په درنښت
کاپي
22/10/2020
۱۳۹۹/۸/۱
د کندهار والي په مشري د اداري مجلس اوونیزه غونډه ترسره سوه
د کندهار والي حیات الله حیات په مشري د پنجشنبې په ورځ اوونیزه اداري غونډه ترسره سوه، چي د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال فیصل شېرزي تر څنګ د ټولو ادارو رئیسانو / استازیو ګډون کړی وو.
په پیل کي کندهار والي حیات الله حیات د تېر اداري مجلس پرېکړو د تعقیب او د کابینې د وروستۍ غونډي د مصوبو په اړه خبري وکړې ویې ویل، کابینې د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشري قطر ته د تللي پلاوي د سفر په اړه خبري وکړې او یاد سفر د دواړو هېوادونو د هر اړخیزه اړیکو د ودي، د پانګوني د جذب او سولي پروسې پرمختیا لپاره اغېزناک وارزول سو.
ښاغلي حیات وویل، د قطر امیر، د ناټو ځواکونو عمومي قوماندان او د افغان سولي لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په قطر کي جمهوررئیس غني سره په جلا جلا کتنو کي د ګڼو نورو برخو ترڅنګ د افغانانو په مالکیت د افغان سولي پروسې څخه خپل ملاتړ څرګند او ډاډ یې ورکړی، چي تل پاتې سولي ته د رسېدو لپاره د افغانانو ترڅنګ ولاړ دي.
کندهار والي یادونه وکړه، د کابینې غونډه کي د عامي روغتیا وزارت د کرونا ويروس د دوهمي څپې د خپرېدو اندېښنه شریکه کړې او یو ځل بیا یې په ټینګار سپارښتنه کړې، چي د دغه ویروس د لا خپرېدو مخنيوي لپاره دي د عامي روغتیا وزارت لارښووني په جدي توګه عملي سي.
ښاغلي حیات وویل، کابینې په کندهار کي د پرورشګاه د جوړېدو لپاره د دوه میلیونه ډالرو په ارزښت معافیت پاس کړی او ژر به یې عملي چاري پیل سي او همدارنګه د کابینې غونډه کي افغانستان کي د چاپیریال د ککړتیا د څرنګوالي او اغېز په اړه خبري وسوې او جمهوررئیس غني د چاپیریال د ککړتیا د اغېز او څرنګوالي معلومولو لپاره د مشخصو پایلو د څرګندولو هدایت کړی دی.
نوموړي دغه راز د تېر اداري مجلس د پرېکړې، چي له مخي یې باید په ټولو دولتي ادارو کي د لوی امپراتور احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه انځورونه وځړول سي، له دولتي ادارو د ترسره سویو اجرااتو پوښتنه وکړه او ټولو مسؤلینو ډاډ ورکړ، چي په ادارو کي یې د لوی احمدشاه بابا او میرویس خان نیکه انځورونه ځړولي دي.
کندهار والي همدا راز وویل، په قطر کي د اسلامي هیوادونو د علماوو شورا رئیس ویلي، چي په افغانستان کي روانه جګړه ناروا ده او هیڅ راز مشروعیت نه لري پر همدې اساس ټولو ته پکار ده، چي د رواني ناروا جګړې د درېدو په برخه کي خپل ایماني او وجداني مسؤلیت ادا کړي.
وروسته د اجنډا له مخي د سپورټ او بدني روزني ریاست په غوښتنه د ولایت مقام په شمول بېلابېلو دولتي ادارو د یو شمېر ورزشي فدراسیونونو سپانسر (مالي لګښت) په غاړه واخيست.
همدارنګه اداري مجلس د ښاروالۍ د صفایي او نورو محصولاتو د نه ورکړې په صورت کي د دوکانونو، مارکېټونو، کاروان سرایونو او منډیانو په تړاو د قانوني اقداماتو د ترسره کولو لارښوونه وکړه او همدا راز ټینګار وسو، چي ښاروالۍ دي په متوازن شکل خپلو خدماتو کي چټکتيا رامنځته کړي.
په اداري غونډه کي پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبري وسوې او په اړه یې لازم تصمیمونه ونیول سول.
15/10/2020
د ولایت مقام د اداري مجلس اوونیزه غونډه جوړه سوه
د ولایت مقام د مالي او اداري مرستیال فیصل شېرزي په مشري د پنجشنبې په ورځ د اداري مجلس اوونیزه غونډه جوړه سوه، چي د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري ترڅنګ د ټولو دولتي ادارو رئیسانو/ استازیو ګډون کړی وو.
په پیل کي د ولایت مقام مالي او اداري مرستیال فیصل شېرزي د کابینې د ۲۰ مصوبې او د تېر اداري مجلس د پرېکړو په اړه له اړوندو ادارو د ترسره سویو اجرااتو په اړه د معلوماتو غوښتنه وکړه او د مسؤلینو لخوا د په خپل وار معلومات شریک سول.
پسې د ولایت مقام د ټولنیزو چارو مرستیال حاجي اغالالي دستګیري په ارغنداب او دامان ولسوالیو کي ښوونکو ته د استوګنیزو نمرو د وېش په موخه د منظور سویو ښارګوټو د تفصیلي پلانونو پر ژر تطبیق ټینګار وکړ او ښاروالۍ، ځمکو او ښارجوړولو او پوهني ریاستونو ته سپارښتنه وسوه، چي په ګډه د یو مشخص میکانیزم له مخي لاس په کار سي، تر څو ژر تر ژره ښوونکو ته د استوګنیزو نمرو د وېش لړۍ پيل سي.
وروسته اداري مجلس ته د دولتي ادارو لخوا د تېرو دوو ربعو د کاري ګزارشونو د شریکولو په لړ کي د کانونو او پترولیم ریاست رئیس انجینر خان اقا د دغه ریاست د تېرو دوو ربعو کاري راپور وړاندي کړ.
نوموړي وویل، دغه ریاست د روان مالي کال په تېرو دوو ربعو کي د اروپايي اتحادیې د بنجمارک کمېټې د هدایت پر اساس د دامان ولسوالۍ د کچو، د شاه ولیکوټ ولسوالۍ د دره نور ساحې د مرمرو او د ارغنداب ولسوالۍ د خواجه ملک ساحې د درز داره مرمرو کوردینات کړي او راپور یې د وروستیو اجرااتو لپاره مرکز ته استول سوی، تر څو خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکول سي او همدارنګه ۹ ساختماني شرکتونو ته، چي ځینو ریاستونو سره یې د ساختماني پروژو قراردادونه درلودل، د ساختماني توکو استخراجي بلاکونه مشخص سوي او د موادو قیمتونه پرې تحویل سوي، چي ټولټال له یادو شرکتونو ۱۵۸۶۸۳۴افغانۍ د کندهار مستوفیت له لاري د دولت عوایدو ته جمع سوې دي.
نوموړي زیاته کړه، په تېرو دوو ربعو کي یې په ډنډ، ارغنداب، دامان او پنجوايي ولسوالیو کي د کانونو د ۱۸ خپلسریو کیندنو مخنیوی کړی او دغه راز د نېش ولسوالۍ د فلورایډو معدن څخه یې د ۱۱۷۲۵۰ امریکايي ډالرو په ارزښت ۶۵۱۳.۸۷۶ ټنه فلورایډ استخراج او لېږدولي او یاد مبلغ عواید یې مرکز کي تحویل سوي دي.
د کانونو او پترولیم رئیس د مسلکي پرسونل او د تخنیکي وسایلو کمبود، د قراردادونو نه موجودیت او د ساحې د کنترول لپاره د وسایطو نشتون د خپلو عمده ستونزو په توګه یادي کړې او د حل په موخه یې مشخص وړاندیزونه شریک کړل.
په اداري غونډه پر یو شمېر نورو موضوعاتو هم خبري وسوې او اړوندو مسؤلینو ته لازمي لارښووني وسوې.
پنجشنبه، ۱۳۹۹/۷/۲۴
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز
08/10/2020
د ولایت مقام مرستیال په مشري د اداري مجلس اوونیزه غونډه جوړه سوه
د ولایت مقام مرستیال فیصل شېرزي په مشري د پنجشنبې په ورځ اوونیزه اداري غونډه جوړه سوه، چي د ټولو دولتي ادارو رئيسانو/استازیو او د ولایتي شورا غړي محمدیونس یوسفي ګډون کړی وو.
په پیل کي د ولایت مقام مرستیال فیصل شېرزي د کابینې سپارښتني د اداري مجلس غړیو سره شریکي کړې او ویې ویل، ټولي دولتي ادارې دي د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش د چټکتیا په موخه د احصایې او معلوماتو ریاست ته د بشري سرچینو او معلوماتي ټکنالوژۍ استازي وروپېژني او همدارنګه دولتي ادارې دي تر راتلونکو لسو ورځو د برېښنايي تذکرو د وېش په موخه اړوند شته ټولنیز تالارونه او جمنازیمونه د احصایې او معلوماتو ریاست ته وسپاري.
ښاغلي شېرزي د کابینې د سپارښتنو پر اساس ټولو دولتي ادارو ته دنده وسپارله، چي د احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره په همږغۍ تر راتلونکو پنځلسو ورځو خپل هغه شمېر اضافي اداري فعال او کار ورکوونکي توکي او تجهزات چي استفاده نه ترې کوي، د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په واک کي ورکړي همدارنګه یې لارښوونه وکړه، چي دولتي ادارې دي د دولتي کارکوونکو لپاره د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش چټکوالي په موخه احصایې او معلوماتو ملي ادارې سره همږغي پياوړي کړي، تر څو تر راتلونکو دوو میاشتو پوري ټول دولتي مامورین له برېښنايي پېژندپاڼو برخمن سي.
وروسته د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حکمت الله افغان د دغه ریاست او ملي راډیو تلویزیون امریت د تېرو دوو کاري ربعو راپورونه اداري مجلس ته وړاندي کړل.
ښاغلي افغان په تېرو شپږو میاشتو کي د اتو تاریخي ابداتو، چي له ۱۰ تر ۲۸۰ کالو پوري تاریخي قدامت لري، پېژندل او ثبتول د خپلو عمده لاسته راوړنو په توګه یاد کړل.
هغه زیاته کړه، دغه تاریخي ابدات په کندهارښار، ژړۍ، پنجوايي او سپین بولدک ولسوالیو کي موقعیت لري، چي د ثبت، راجستر او معلوماتو پروسه یې بشپړه کړې او د دوو هغو نقشه او براورد هم مرکز ته تسلیم سوي، چي تر منظوري وروسته به یې ژر د کیدندي برخه پیل سي.
هغه همدارنګه بېلابېلي ملي ورځي نمانځل، د ځوانانو په همکارۍ مختلفو برخو کي رضاکارانه فعالیتونه ترسره کول، د ۱۰ کتابونو مخکتنه جوړول، ذهني سیالۍ ترتیبول، د هېواد د ۲۵ ولایتونو د ځوانانو لپاره د کندهار له مختلفو تاریخي ځایونو د لیدني زمینه برابرول، د هېواد لسو ولایتونو سره انلاین مشاعرې جوړول، د انګلیسي، کمپیوټر، رسامي، نقاشي او خطاطي برخو کي لسګونه زده کوونکو ته د زده کړو زمینه برابرول او یو شمېر نوري چاري په تېرو شپږو میاشتو کي د خپلو عمده کړنو په توګه یادي کړې.
وروسته د کندهار ملي راډیو تلویزیون امر نور الله نوري د تېرو دوو ربعو کاري ګزارش شریکولو پر مهال وویل، چي دغه امریت په تېرو دوو ربعو کي په محلي کچه د کرونا ویروس ضد ۹۰ ساعته مختلفي خپروني وړاندي کړي، د معارف وزارت سره د تفاهم پر اساس یې په سیمه ییزه کچه ۲۴۰ ساعته ښوونیزي خپروني د تلویزیون او راډیو څخه نشر کړي، ۱۸ ځانګړي خپروني چي د مختلفو موضوعاتو په هکله وې، جوړي او په مرکزي او ولایتي کچه نشر ته سپارل سوې دي او همدارنګه د بېلابېلو موضوعاتو په هکله یې ۸۵۰ راپورنه ترتیب او نشر کړي، چي له دې جملې ۱۳۰ راپورونه له مرکز څخه هم نشر سوي دي.
په غونډه کي پر یو شمیر نورو موضوعاتو هم خبري وسوې او لازمي لارښووني وسوې.
پنجشنبه، ۱۳۹۹/۷/۱۷
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز
د تلې ۱۳مه د ښوونکي نړیوالې ورځې په مناسبت د دکتور علي محمد شېرغزي پیغام!
بسم الله الرحمن الرحیم
لایق د درناوي دی او لایق د احترام دی
معلمه ستا مقام ته مونږ سل ځلې سلام دی
د تاریخي حقایقو له مخې بشري تجربي او علوم له یوه نسل څخه بل ته لیږدول کیږي او د هغو له برکته هره ورځ د نړی په کچه په بلابیلو برخو کې ګټور اختراعات او نوښتونه رامنځ ته کیږي، چې د انتقال د دغه ګړندی بهیر او ټولو پوهنیزو بدلونونو وسیله ښوونکی دی. ښوونکې په حقیقت کې د بشري تمدن بنسټګر، مخکښ او په نړی کې د لوړ انساني تربیت، پرمختګ او مدنیت د کاروان لارښود او بل څراغ دی. ځکه د اسلام ستر پیغمبر حضرت محمد(ص) خپل ځان معلم بللی او فرمایلي يي دي (انما بعثت معلما) یعني له شک پرته زه د ښوونکي په توګه رالیږل شوی یم؛ چې همدغه ستره وینا د ښوونکي لوړ موقف او دروند ټولنیز دریځ ثبوتوی.
ګرانو ښوونکو!
زه د پوهنې د وزیرې او ستاسې د خور په توګه د ښوونکي ورځ د زړه له کومې تاسو ټولو مغززو ښوونکو ته مبارکي وایم له متعال الله تعالی څخه ستاسو او ستاسو د پتمنو کورنیو د روغتیا، نیکمرغي، خوښي او بریالیتوب لپاره دعا کوم.
سږ کال ګران هیواد او پتمن میلت د کورونا له لوی بحران څخه تیر شوه. هغه ښوونکو او د دوی د کورنیو غړو ته له متعال الله تعالی څخه د مغفرت دعا کوم چې له دي مهلکې ناروغی څخه وفات شوي دي.
اوس چې ښوونځي بیرته پیل شوي دي، له ټولو درنو ښوونکو په درنښت هیله کوم چې د پخوا په شان په تعهد، مینه او پلرنی او مورنی عاطفه د هیواد نوی نسل ښووني او روزني ته توجه وکړي.
ستاسو هڅي به یو داسي نسل وروزي چې د علم، مهارت او مثبت ذهنیت په لرلو به د خپل ځان، کورنۍ، خلکو، هیواد او بشریت ته خدمت وکړي او جاري صدقه به یي تل تاستو ته رسیږي.
یو ځل بیا تاسو ګرانو او معززو ښوونکو او زده کوونکو ته خپلې بهترینې مبارکۍ او ښې هیلې وړاندي کوم.
مننه او درنښت
دکتور علي محمد شېرغزی
د کندهار ولایت مقام ښوونې او روزنې مشاوریت
04/10/2020
سلامونه او درنښت!
د ښوونکي ورځې په ویاړ!
نن د ښوونکي نړۍواله ورځ ده!
ټولو محترمو او باعزته ښوونکو صاحبانو ته دي د دغه نړۍ والې ورځې مبارک وي.
29/09/2020
خبرتیا!
د پوهنې وزارت او عامې روغتیا وزارت د ګډ وړاندیز او د کابینې د پریکړې په اساس به د پلازمېنې کابل او ولایاتو په شمول ټول ښوونځي له لومړۍ ټولګۍ څخه تر لسم ټولګۍ پورې، په 1399.07.12 نېټه،چې د شنبې له ورځې سره سمون لري په حضوري ډول پیل سي.
ټول مسؤلین او ګران زده کوونکي دي خبر وي.
کاپي د پوهنې وزارت
05/09/2020
په کندهار کي نوی ښوونیز کال د زنګ په وهلو پیل سو
د کندهار ولایت مقام مرستیال فیصل شېرزي او ورسره مسؤلینو نن شنبه نوی ښوونیز کال د کندهار ښار زرغوني انا لېسه کي د یوې غونډي پر مهال د زنګ په وهلو را پیل کړ، چي د ولایتي شورا رئیس حاجي سیدجان خاکریزوال او غړو، ولسي جرګه کي د کندهار استازیو، د ولایت مقام ښوونې او روزنې په چارو کې سلاکار دکتور علي محمد شېرغزی، د پوهني ریاست مسؤلینو، ښوونکو، ښځینه او نارینه زده کوونکو، د شاګردانو والدینو او مدني فعالانو برخه اخیستې وه.
د ولایت مقام مرستیال فیصل شېرزي د نوي ښوونیز کال د پیل له امله ټولو هېوادوالو، د زده کوونکو والدینو او شاګردانو ته مبارکي ورکړه ویې ویل، سږنی تعلیمي کال په داسي حال کي پیلېږي، چي د نوري نړۍ ترڅنګ زموږ هېواد لا هم د کرونا ویروس له تهدید سره مخ دی.
ښاغلي شېرزي زیاته کړه، د ولایتي ادارې له لوري له اتلسو کلونو وروسته د معارف په سکټور کي ژور بدلونونه او پرمختګونه رامنځته سوي، چي د اقرا برنامي له لاري د ۱۲۹ ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړول، چي ۶۰ هغه یې ګټي اخیستنې ته چمتو دي، د رسمي او حق الزحمه ښوونکو د ۲۸۰۰ بستونو منظورېدل، د ښوونکو او مامورینو د ظرفیت لوړول، د کتابتونو د نشتون ستونزه تر یو حده حلول، د تړلو ښوونځیو د خلاصون لپاره د قومي مشرانو په همکارۍ د وسله والو مخالفینو رضایت ترلاسه کول او یو شمېر مسایل هغه عمده لاسته راوړني دي، چي په تېرو څو کلونو کي یې ساری نه لیدل کېږي.
هغه یادونه وکړه، لا هم د معارف په چوکاټ کي له ګڼو ستونزو او ننګونو سره مخ یو، ځکه خو پر علماوو، قومي مخورو، ځوانانو او مدني فعالانو ږغ کوو، چي په دې برخه کي د ولایتي ادارې له ټولو برنامو ملاتړ وکړي.
وروسته د پوهني رئيس محب احمد روښان وویل، سږ کال د کرونا ویروس د لا خپرېدو مخنیوي په موخه دولتي ښوونځیو کي د ورځې لخوا یوازې یوولسم او دولسم ټولګي، دشپې لخوا له اووم تر دوولسم ټولگي او د خصوصي ښوونځیو له اووم څخه تر دوولسم ټولګیو پوري د زده کوونکو پرمخ پرانیستل کېږي.
هغه زیاته کړه، دمګړۍ په کندهار ښار او دوولسو ولسوالیو کي ۴۵۶ ښوونځي فعال دي، چي د ۷۰۵۰۳ نجونو په شمول ۲۱۳۵۴۲ زده کوونکي لري؛ خو په معروف، غورک، شورابک، ریګستان، نېش او میانشین ولسوالیو کي ۱۵۲ ښوونځي د وسله والو مخالفینو لخوا تړل سوي او هڅي یې پيل کړي، چي د ولسونو په همکارۍ یې پرانیزي.
د نوموړي په خبره، د کندهار معارف لپاره د ښوونکو ۲۸۰۰ بستونو له جملي یې ۱۶۰۰ چي رسمي بستونه دي، د اداري اصلاحاتو او ملکی خدمتونو ریاست ته سپارلي، چي ژر به اعلان سي او همدارنګه ۱۲۰۰ باالمقطع ښوونکو د ګمارني لپاره به هم ژر لاس په کار سي او په خبره یې په ناامنه ولسوالیو کي د ښوونکو لپاره منطقوي معاش، چي د ښځینه ښوونکو ته ۲۴۰۰۰ افغانۍ او نارینه ښوونکو ته ۱۸۰۰۰ افغانۍ ورکول کېږي، په پام کي نیول سوي دي.
د پوهني رئيس دغه راز وویل، د یو شمېر اشخاصو او کړینو لخوا په قصدي او عمدي توګه اوس هم په معارف کي مداخلې کېږي او ترڅنګ یې د کتابونو کمبود، د رسمي تشکیل کمبود، شپږو ولسوالیو کي د ښوونځیو نشتون، یو شمېر برخو کي د ولس نه همکاري او ځیني نوري ننګوني د کندهار د معارف سکټور پر وړاندي عمده ستونزي دي.
په همدې ترتیب د ولایتي شورا رئيس حاجي سیدجان خاکرېزوال او په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي سیدمقتدا میران د نوي ښوونیز کال په پیلېدو خوښي وښوده او ویې ویل، اتلس کاله وروسته د کندهار د معارف په سکټور کي یو لړ پرمختګونه رامنځته سوي، خو لا هم ډېر کار ته اړتیا ده، څو لیري او ناامنه ولسوالیو کي د معارف برخه پیاوړې سي.
دوی دغه راز پر وسله والو مخالفینو هم ږغ وکړ، چي د پوهني دروازې ونه تړي او پرېږدي، چي د هېواد بچیان زده کړې وکړي او په راتلونکي کي د هېواد په ابادۍ کي ونډه واخلي.
په غونډه کي د زده کوونکو د والدینو په استازيتوب عزت الله سرپاس او د ځوانانو په استازولي فرید بهادر خبري وکړې او له خپله اړخه یې د معارف ریاست سره د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او همدارنګه د ښوونځیو زده کوونکو ملي ترانې هم زمزمه کړې.
د غونډي په پای کي د ولایت مقام مرستیال او نورو مسؤلینو ښوونځي په زنګ وهلو نوی ښوونیز کال رسماً پیل کړ.
شنبه؛ ۱۳۹۹/۶/۱۵
د کندهار ولایت مقام د رسنیو مرکز
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
5th
Kandahar