09/02/2023
اتومی اوهستوی فزیک atomic and nuclear physics
ښه راغلاست .
09/02/2023
12/08/2020
ځينې مهال انسان خپل ځان ډېر غوره،لوی او بشپړ څرګندوي ،خو دې انسان د بدن ۹۹,۹۹تشيال(فضا) تش دی!
که يې ککونه (اټومونه) سره کېکاږو او تشه تشيا پکې له منځه يوسو، شونې ده انسان د لوګي يوه ووړ بڅرکي غوندې توکي (مادې) ځای ونيسي !
03/07/2020
هايدروجنــــــــی بــــــــــــــم:
ساینس او ټکنالوژي
یو بل ژوندى مثال چى د البرت اينشټاين تيوري پكى ثبوت ته ورسيده د ها يدروجن بم دى د .هايدرو جن بم په تكنالوژي كې داتوم بم په برخلاف د اتوم دوه سپكې هستې ديوه بل سره ويلې كيږي او په نتيجه كې ديوه نوي درانده اتوم هسته لاس ته راځي . د هايدروجن بم د لا س ته راوستلولپاره گڼ كيمياوي تعاملونه جوت شويدي چې دهغوې څخه يې يو دلته ښيو. د بيلگي په ډول د ها يدروجن اتوم د كاركولو كړنلاره داسې پيل كيږي چې كه يوپروتون اويونويترون د انرژي په وركولو سره دومره سره نږ دې كړو چې د يوه او بل سره ويلي شي نو په لمړي پړاو كې د درا نده هايدروجن يعنې دويتريم هسته لاس ته راځي. په دې ترځ كې دوه گاماوړانگې د نور يا فوتون په شكل ور څخه راوځي. كله چې په دوهم پړاوكې د دويتريم دوه هستې سره ويلې شي نود تريتسيم يوه هسته، يوپروتون اوڅلورميكاالكترون ولټ انر ژي ورڅخه لاس ته راځي. په داسې حال كې چې دويتريم په هسته كې يو پروتون اويونويترون لري خود تريسيم هسته ددوه نويترونواويوپروتون څخه جوړه ده. په دريم پړاوكې بيا دويتريم د تريسيم سره ويلې كيږي چې په نتيجه كې د هيليم اتوم هسته او يو نويترون چې حركي انرژي يې څوارلس ميگا الكترون ولټ ده تر لاسه كيږي د . هايدروجن بم يوه اسانه كړنلاره د كيمياوي معادلې په شكل دلاندې په ډول ليكو :
دويتريم + تريسيم = هيليم + نويترون + ١٧ ميگا الكترون ولټ انرژي H2+ H3 He + neutron + 17 MeV
په نوموړې كړنلاره كې د هايدروجن هستې كتل ( ه ١٨٧٥,٧ ميگا الكترون ولټ ) او دپروتون كتله ( ٩٣٨,٣ ميگا الكترون ولټ ) او د نيو رت ون كتله ( ٩٣٩,٦ ميگا الكترون ولټ ) ميگا الكترون ولټ قيمت لر ي څرنگه چى ددرانده هايدروجن او يا په بل نامه دويترون اتوم هسته د يو پروتون او يو نويترون څخه جو ړه د ه نوسړى به داسى فكر كوي چېگڼه كه د هغوى دواړو كتلى سره يو خاى شي نو به دهايدروجن هستى كتله (١٨٧٥,٧ميگا الكترون ولټ ) لاس ته راشي. خوپه رښتيني ډول اود تجربې له مخې داسې نه ده ځ. كه كله چې د پروتون او د نيوترون كتله سره جمع كړو(٩٣٩,٦+٩٣٨,٣ ) نو مساوي له ( ١٨٧٧,٩ ميگا الكترون ولټ ) سره كيږي يعنې دوه عشاريه دوه ميگا الكترون ولت انرژى يې نسبت د ها يدروجن هستې څخه زيا تيږي . دا په دې مانا چى كه دهايدروجن هستې كتله د نويترون او پروتون دجمعې په كتله وويشو (١٨٧٧,٩ : ١٨٧٥,٧) نو صفر عشاريه يو په سلوكې د پروتون او نويترون د جمعې كتلي څخه كوچنى ده . دانرژي او كتلې د معادل اړيكې په اساس دنويترون اود پروتون مجموعي كتلې او دغه د هايدروجن كتلې څخه زياتۍ زرمه برخه كتله په انرژي بدليږي اوقيمت يې دوه عشار يه دوه ميگا الكترون ولټه اندازه شوې ده. نوموړې انرژي د الكترو مقنا طيسي وړانگولكه گاما وړانگې (فوتون) په ډول خپريږي. دا ځكه چې تجربو وښودله چې د هرې يوې گاما وړانگې انرژي مساوي ده له يو عشاريه يو ميگا الكترون ولټ چې په گډ ه سره يې دوه عشاريه دوه ميگا الكترون ولټ انرژي كيږي. په طبيعت كې يو بل ژوند ى بيلگه چې هلته كتله په انر ژي يا وړانگو بدليږي د لمر او ستورو دننه صورت نيسي او له دې كبله رڼا خپروي اوليدل كيداى د .شي ا په دې مانا چې د ها يدروجن بم فزيكي او كيمياوي كړنلاره په طبيعي شكل سره دلمر او د ځليدونكوستورو په ننه كې صورت نيسي . په كيهان كې دلمر او دستورو كتله د ها يدروجن او هيليم هستې څخه جوړې دي چې د يونايزيشن گاز شكل لري . كله چې دوه نويترونه اودوه پروتونه سره ( ټوله كتله يې ٣٧٧٧,٨ ميگا الكترون ولټ) ويلي شي نود هيليم هسته يا دالفا زره چې كتله يې (٣٧٢٧,٥ميگا الكترون ولټ) ده لاس ته راځي او صفر عشاريه اته په سلو كې د الفا زرې كتله څخه زياتى كتله په انرژي بدليږي په دې كړنلاره كې دنوموړو زرو دتړون انرژي چې قيمت يې اته ويشت ميگا الكترون ولټ دى ازاديږي اود ځمكې خواته د لمروړانگې يعنې الكترو مقنا طيسي وړانگو په څيرخپريږي. په دې اساس كه چيرته ددرانده هايدروجن دوه هستې سره ويلې كړونود هيليم اتوم هسته هم لا سته را وستلاى شو. اوكه نوموړې كړنلاره پر مخ بوزو تر څوچې كتله يې يو كيلو گرام پورې ور سيږي نو په نتيجه كې دوه سوه مليون كيلو واټ انرژي ازاديږي. نوموړې دهستو د ويلې كيدلو فزيكي اوكيمياوي كړنلاره چې د هايدروجن بم دجوړښت طبيعي شكل لرى دلمر دننه صورت نيسي د پنځه ملياردوكالونود مخه پيل شوې ده نو له دې كبله پخپله لمرترټولوغټ ترين هايدروجن بم تشكيلوي چې د يو هستوي تنورورته ويلاى شو .
په لاندې تصویر کې:
د رومئو د هایدروجنی بم چاودنه په ۱۵ د اپریل د ۱۹۵۴ کال
19/06/2020
اتــــــــــــــــــوم بـــــــــــــــم :
اتومي بمونه په دوه ډوله دي :
۱ : اتومی بمونه . ۲ : هایدروجنی بمونه .
اتومي یورانیمي بمونه :
هغه بمونه دي چې دیورانیم دوه سوه پنځه دیرش ایزوتوپ څخه پکې استفاده کېږي، چې۱۰ کیلوګرامه دیورانیم دوه سوه پنځه دیرش معادل مقدار انرژۍ له ۳۶۰۰ ټنه د ټي.ان.ټي له انرژۍ سره برابره ده اودنیم کیلو ګرام دیورانیم دوه سوه پنځه دیرش (غني شوي)یورانیم چې په یوه هستوي بمب کې ترې استفاده کېږي اومقداریې دیوکوچني توپ په اندازه وي،په داسې حال کې چې یو میـــــلون ګیلــن بنزین په یوداسې مکعب کې واچول شي چې هره ضلع یې۱۷ متره وي (چې دغه اندازه دیوپنځه منزله لوړ ساختمان سره مساوي دی) ځاېږي . یعنې سوزیدل، حرارت اوفشاریې سره یوشان دي .
09/06/2020
د فزیک درنو مینه والو، کلک هوډ باید د جاپانیانو زدکړو!
د علم تږي او د لویې حوصلې خاوندان! جاپانیان!
لومړی انځور د هیروشیما د اټوم بوم د فاجعې (۱۹۴۵ میلادي کال) دوېمه ورځ انځوروي. د جاپانیانو د علم تنده او لویه حوصله ددې نه مالومېږي چې د اټوم د چاودنې په دوېمه ورځ هم ددغه ښار په کنډوالو کې درس او تدریس ته حاضر شول.
دویم انځور په ۲۰۱۱ میلادي کال کې د سونامي او زلزلې وروسته د جاپانیانو د درس او تدریس حال بیانوي.
د ۱۹۴۵ او ۲۰۱۱ ترمنځ د جاپانیانو د زدکړې په تنده او ټینګه اراده کې هیڅ بدلون رانغې.
همدغه ده چې د دوېم نړیوال جنګ ماتې او د اټوم بم د ګوزارونو خوړلو باوجود جاپان نن د نړۍ د ټېکنالوژۍ د مېدان اتل او یو دروند، باعزته او خوشاله قوم دې.
05/06/2020
مکس پلانک ته خپل پروفیسر اویل چې فزیک ته لاړ نشي ځکه چې "نږدې هرڅه کشف شوي دي. پلانک ورته وویل چې زه نه غواړم هیڅ شي کشف کړم، یوازې اساسات زده کوم. هغه ولاړ او د کوانټم تیوري يې رامینځته کړه او د نوبل جایزه یې وګټله.❤️
لا ډېر شيان شته دي چې تراوسه پورې نده کشف شوي خپلو زده کړو ته مو دوام ورکړي او کشف يې کړئ.
Abdul Saboor Stanikzai
20/05/2020
داتـــــــــوم هســــــــته له څــــــه څخه جوړه ده؟
د اتوم هسته له دوه ډوله ذرو جوړه شوې چې «پروتون» او «نیوترون» ورته وايي. دواړه ذرې تقریباً مساوي کتلې لري او کابو 2000 ځله له الکترون څخه درنې دي. پروتون مثبت چارج لري، د چارج عددی اندازه یې د الکترون د چارج په اندازه ده، خو په دې توپير سره چې د الکترون چارج منفي دي. نیوترون یې له نومه ښکاري چې بریښنايي چارج نلري او خنثی دی. پروتون او نیوترون ته «نوکلئون» هم وايي چې د اتوم بنسټیزې ډبرې معنی لري. د الکترونونو او پروتونونو د برېښنايي چارج اندازې ته «بنسټیزچارج» وايي.
دغه انځور د هیلیون اتوم د الکترونونو ورېځ او په مرکز کې یې هسته ښيي چې دوه پروتونه او دوه نیوترونونه لري.
د یوې هستې د پروتونونو شمېر موږ ته ښيي چې دا هسته په کوم عنصر پورې اړه لري. مثلاً د هایدروجن اتوم 1 پروتون لري، د کاربن اتوم 6 پروتونونه لري او د یورانیم اتومونه 92 پروتونونه په خپله هسته کې لري. په یوه ټاکلي عنصر کې د نیوترونونو شمېر کولی شي ثابت نه وي او بدلون وکړي. مثلاً د هایدروجن اتوم هستې، صفر نیوترون، یو نیوترون او دوه نیوترونونه لري؛ چې د هایدروجن «ایزوتوپونه» ورته وايي. که د یوه اتوم هسته 6 مثبت پروتونونه ولري، شپږ 6 الکترونونه به یې شاوخوا تاویږي. په دې توګه به دغه اتوم د برېښنايي چارج له اړخه خنثی وي. که یو اتوم خپل یو الکترون له لاسه ورکړي، نو 6 پروتونونه او 5 الکترونونه به پاتې شي. په دې صورت کې ویل کیږي چې دغه اتوم +1 برېښنايي چارج لري او دغه چارج لرونکي اتوم ته «ایون» وايي.
ډېرې اتومي هستې، په سپکو هستو د اوښتلو لپاره له ځانه الفا (د هیلیوم هستې)، بیتا ( الکترونونه) او ګاما (فوتونونه) وړانګې خپروي. د هستې دغه کړنې یا ځانګړنې ته «رادیواکتیویتي» وايي.
کاپی سپین غر
13/05/2020
اټوم بم څه ډول انفجارکوی؟
ﭘﻪ ﺍﺗﻮﻣﻲ ﺑﻢ ﺍﻭ ﻫﺴﺘﻮﻱ ﺑټﯿﻮ ﮐې
ﮐﺘﻠﻪ ﭘﻪ ﺍﻧﺮژﻱ ﺍﻭړﻱ. ﯾﻌﻨې ﺩ
ﯾﻮﺭﺍﻧﯿﻢ ﯾﻮﻩ ﺩﺭﻧﻪ ﻫﺴﺘﻪ ﺩ ﯾﻮې
ﻭړې ﺫﺭې )ﻧﯿﻮﺗﺮﻭﻥ( ﭘﻪ ﻣﺮﺳﺘﻪ
ﺑﻤﺒﺎﺭ ﮐﯿږﻱ. ﺩ ﯾﻮﺭﺍﻧﯿﻢ ﻫﺴﺘﻪ ﭘﻪ
ﺩې ﺗﻮګﻪ ﻣﺎﺗﯿږﻱ ﺍﻭ ﭘﻪ ﺩﻭﻭ
ﻧﯿﻢﺩﺭﻧﻮ ﻫﺴﺘﻮ ﺍﻭړﻱ. ﭘﻪ ﺩې ﻟړ
ﮐې ﻧﻮﻱ ﻧﯿﻮﺗﺮﻭﻧﻮﻧﻪ ﻫﻢ ﻣﻨځﺘﻪ
ﺭﺍځﻲ ﺍﻭ ﺩﻏﻪ ﻧﻮﻱ ﻣﻨځﺘﻪ ﺭﺍﻏﻠﻲ
ﻧﯿﻮﺗﺮﻭﻧﻮﻧﻪ ﺩ ﯾﻮﺭﺍﻧﯿﻢ ﻧﻮﺭې
ﻫﺴﺘې ﺑﻤﺒﺎﺭﻭﻱ ﺍﻭ ﻣﺎﺗﻮﻱ ﯾې

ﭘﻪ ﺩﻏﻪ ﭘﺮﻭﺳﻪ ﮐې ﻣﻬﻤﻪ ﺧﺒﺮﻩ
ﺩﺍ ﺩﻩ ﭼې ﺩ ټﮑﺮ ﭘﻪ ﭘﺎﯾﻠﻪ ﮐې
ﭼې ﮐﻮﻣې ﻧﻮې ﻫﺴﺘې ﺍﻭ ﺫﺭې
ﻣﻨځﺘﻪ ﺭﺍځﻲ، ﺩ ﻟﻮﻣړۍ ﻫﺴﺘې ﺍﻭ
ﻟﻮﻣړﻱ ﻧﯿﻮﺗﺮﻭﻥ ﭘﻪ ﭘﺮﺗﻠﻪ ﮐﻤﻪ ﮐﺘﻠﻪ
ﻟﺮﻱ. ﯾﻌﻨې ﻟﮑﻪ ﺩ ﻟﻤﺮ ﭘﻪ ﻣﺮﮐﺰ ﮐې
ﭼې څﺮﻧګﻪ ﮐﺘﻠﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ځﻲ ﭘﻪ
ﻫﻤﺎﻏﻪ ډﻭﻝ ﭘﻪ ﺩﻏﻪ ﭘﺮﻭﺳﻪ ﮐې ﻫﻢ
ﮐﺘﻠﻪ ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ځﻲ. ﻟﻪ ﻣﻨځﻪ ﺗﻠﻠې
(E=mc2) ﮐﺘﻠﻪ ﺩ ﺍﻧﺸټﯿﻦ ﺩ
ﻣﻌﺎﺩﻟې ﭘﻪ ﺍﺳﺎﺱ ﭘﻪ ﺯﯾﺎﺗﻪ ﺍﻧﺮژﻱ
ﺍﻭړﻱ
ﭘﻪ ﺍﺗﻮﻣﻲ ﺑﻢ ﮐې ﺩﻏﻪ ﭘﺮﻭﺳﻪ ﺩ
ﺍﻧﻔﺠﺎﺭ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﻣﻨځﺘﻪ ﺭﺍځﻲ ﺍﻭ ﺩ
ﯾﻮﻩ ﺯﻧځﯿﺮﻱ ﻋﮏﺍﻟﻌﻤﻞ ﭘﻪ ﻟړ
ﮐې ډېﺮې ﻫﺴﺘې ﯾﻮ ﻟﻪ ﺑﻞ ﭘﺴې
ﻣﺎﺗﯿږﻱ؛ ﺧﻮ ﭘﻪ ﺍﺗﻮﻣﻲ ﺑټﯿﻮ ﮐې ﺩ
ﯾﻮﺭﺍﻧﯿﻢ ﻫﺴﺘې ﭘﻪ ټﺎﮐﻠې ﺍﻧﺪﺍﺯﻩ
ﺍﻭ ﺩ ﺍړﺗﯿﺎ ﺳﺮﻩ ﺳﻢ ﻣﺎﺗﯿږﻱ ﺍﻭ ﭘﻪ
ﺍﻧﺮژﻱ ﺍﻭړﻱ. ﻧﺘﯿﺠﺘﺎ ﻭﯾﻠﯽ ﺷﻮ ﭼې
ﭘﻪ ﺍﺗﻮﻣﻲ ﺑﻢ ﺍﻭ ﻫﺴﺘﻮﻱ ﺑټﯿﻮ ﮐې
ﮐﺘﻠﻪ، ﺩ ﺍﻧﺸټﯿﻦ ﺩ ﻣﻌﺎﺩﻟې
ﭘﻪ ﺍﺳﺎﺱ ﭘﻪ ﺍﻧﺮژﻱ (E=mc2)
.ﺍﻭړﻱ
ژﺑﺎړﻥ: ﺩ ﺑﻢ ﺍﻧﺠﻨﯿﺮۍ ﮐې
ﺍﻧﺸټﯿﻦ ﻧﻘﺶ ﻧﻪ ﺩﺭﻟﻮﺩ. ﯾﻮﺍﺯې ﺩ
ﯾﻮﻩ ﻧﻈﺮﻱ ﻓﺰﯾﮑﭙﻮﻩ ﭘﻪ ﺗﻮګﻪ ﯾې
ﭘﻪ ﺍﻧﺮژﻱ ﺩ ﮐﺘﻠې ﺍﻭښﺘﻠﻮ ﺍﺭﺗﺒﺎﻁ
ﺑﯿﺎﻥ ﮐړ
12/05/2020
پروفیسر والټر لیون د تقاعد دمخه د خپل وروستي فزیک لکچر وړاندې کولو وروسته ژړل.
څومره خوند دی په فزیک کی.
08/05/2020
اټوم بم
ﮐﻪ ﻣﻮږ ﯾﻮې ډېﺮې ﭼټﮑې
ﺫﺭې ﺗﻪ ﺍﻧﺮژﻱ ﻭﺭﮐړﻭ، ﻧﻮ ﮐﺘﻠﻪ ﺑﻪ
ﯾې ډېﺮﻩ ﺷﻲ. ﻟﻪ ﺩې ﺍﺻﻞ څﺨﻪ
ﺍﻧﺸټﯿﻦ ﺩﻏﻪ ﭘﺎﯾﻠﻪ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐړﻩ
ﭼې ﮐﺘﻠﻪ ﺩ ﺍﻧﺮژۍ ﯾﻮ ﺑﻞ ﺷﮑﻞ
ﺩﯼ. څﺮﻧګﻪ ﻣﻮ ﭼې ﻣﺨﮑې
ﻭﻟﯿﺪﻝ، ﭘﻪ ﯾﻮﻩ ډېﺮﻩ ﭼټﮑﻪ
ﻓﻀﺎﻱﺑېړۍ ﮐې ﺩ ﻣﺤﺮﮐﻪ
ﻗﻮې ﺍﻧﺮژﻱ، ﭘﻪ ﺣﻘﯿﻘﺖ ﮐې
ﮐېﺪﺍﯼ ﺷﻲ ﭘﻪ ﮐﺘﻠﻪ ﻭﺍﻭړﻱ. ﺑﯿﺨﻲ
ﺩﺍﺳې ﻟﮑﻪ ﺑﺮېښﻨﺎﻳﻲ ﺍﻧﺮژﻱ
ﭼې ﭘﻪ ﺗﻮﺩﻭﺧﻪ ﺍﻭړﻱ. ﺍﻧﺸټﯿﻦ ﺩ
ﺧﭙﻠﻮ ﻧﻈﺮﯾﻮ ﭘﻪ ﻟړ ﮐې ﻭﻭﯾﻞ، ﭼې
ﺑﺮﻋﮑﺲ ﺑﺎﯾﺪ ﻭﮐﻮﻟﯽ ﺷﻮ ﻟﻪ ﮐﺘﻠې
څﺨﻪ ﻫﻢ ﺍﻧﺮژﻱ ﺗﺮﻻﺳﻪ ﮐړﻭ. ﺩﻏﻪ
ﻣﻄﻠﺐ ﺩ ﻓﺰﯾﮑﻲ ﻗﻮﺍﻧﯿﻨﻮ ﭘﻪ
ﻣﺸﻬﻮﺭ ﻓﺮﻣﻮﻝ ﮐې E=mc2
ﮐﺘﻠﻪ ﻟﺮﻭﻧﮑﯽ ﺟﺴﻢ m ﺑﯿﺎﻧﯿږﻱ. ﯾﻮ
ﺍﻧﺪﺍﺯﻩ ﺍﻧﺮژﻱ E ﮐﻮﻟﯽ ﺷﻲ ﭘﻪ
ﻭﺍﻭړﻱ. ﺩ ﺩﻏﻪ ﺍﻧﺮژﻱ ﺍﻧﺪﺍﺯﻩ، ﺩ
ﺟﺴﻢ ﺩ ﮐﺘﻠې ﺍﻭ ﺩ ﻧﻮﺭ ﺩ ﺳﺮﻋﺖ ﺩ
ﻣﺮﺑﻌې ﻟﻪ ﺿﺮﺑﻮﻟﻮ څﺨﻪ ﺗﺮﻻﺳﻪ
ﮐﻮﻟﯽ ﺷﻮ. ﻟﻤﺮ ﺍﻭ ﺍﺗﻮﻣﻲ ﺑﻢ ﺩ
ﻫﻤﺪې ﺍﺻﻞ ﭘﻪ ﺍﺳﺎﺱ ﯾﻌﻨې ﭘﻪ
ﺍﻧﺮژۍ، ﺩ ﻣﺎﺩې/ﮐﺘﻠې ﺍﻭښﺘﻠﻮ ﭘﻪ
ﺍﺳﺎﺱ ﺍﻧﺮژﻱ ﺧﭙﺮﻭﻱ

04/05/2020
داټوم دداخلی برخی پيژندنه.
یوه پېړۍ پخوا ارنسټ رادرفورد په انګلستان کې داسې مطلب کشف کړ چې د اوسني اتومي فزیک بنسټ جوړوي. دغه انګریز فزیکپوه د طلا یوه نازکه پاڼه په الفا ذرو بمبارد کړه، ترڅو د اتوم دننه برخې وپېژني. که په دغه پاڼه کې مواد په مناسب او یو شان ډول ویشل شوي وي، نو الفا ذرې به په خپل اصلي مسیر حرکت وکړي، که څه هم په دې حالت کې د الفا ذرو سرعت کمیږي. د الفا تقریباً ټولې ذرې په همدې توګه عمل کوي. د رادرفورد په تجربه کې ډېر لږ شمېر ذرې له خپل مسیر څخه منحرف شولې، بیخي داسې لکه له یوه واړه او دروند توپ سره چې ټکر شوي وي. رادرفورد له دغه تجربې پایله ترلاسه کړله چې: تقریباً د طلا اتوم ټوله کتله په یوه وړه هسته کې راغونډه شوي. په دې توګه د اتوم هسته کشف شوله.

نن موږ د اتوم په جوړښت سم پوهیږو. اتوم د یوه واړه لمريزنظام په شان دی. د اتوم په مرکز کې یوه ډېره وړه هسته پرته ده چې د برېښنا له اړخه مثبت چارج لري او تقریباً د اتوم ټوله کتله جوړوي. د دغه هستې پر شاوخوا د «الکترون» پنامه وړې او دېرې سپکې ذرې چې د منفي چارج لرونکي دي، حرکت کوي.
د درنو فلزاتو اتومونه په واقعیت کې سفنج ته ورته جوړښت لري. یعنې تقریباً له تشې فضاء څخه جوړ شوي. که د اتوم هسته د ګیلاس په اندازه فرض کړو، د اتوم جوړښت ( د الکتروني مدارونو سره یې) تقریباً د کولن ښار دُم کلیسا په اندازه به وي. د اتوم د هستې قطر 1/1000000000000 یا 10-12 سانتيمتره دی. په بل عبارت د اتوم 100 میلیارده هستې که د یوه بل تر څنګ فرض کړو، نو یو میليمتر طول لرونکی زنځیر به جوړ کړي.
تر ټولو ساده اتوم، د هایدروجن اتوم دی. په دغه اتوم کې یو الکترون د یوې دېرې وړې هستې پر شاوخوا تاویږي. په عادي شرایطو کې دغه الکترون له هستې څخه 5*10-9 سانتي متره یا د یوه سانتي متر پنځه میلیاردمه برخه واټن لري. دغه الکترونونه کولی شي له هستې څخه په نسبتاً لرې مدارونو کې هم واقع شي. په دې صورت کې د اتوم او لمریز نظام ترمنځ ورته والی له منځه ځي. د الکترون حرکت یوازې د ځانګړو او ټاکلو مدارونو شاوخوا یا د انرژي په ټاکلو سویو کې وي، داسې حال کې چې سیارې له لمر څخه په هر واټن کې کولی شي حرکت وکړي. مثلاً که یو الکترون له یوه بهرني مدار څخه، په بل عبارت د لوړې انرژيلرونکې سویې څخه نني مدار یا کمې انرژيلرونکي سویې ته راشي؛ نو یو شمېر انرژي به د ذرې
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Kandahar
BAWAR