Malal agha

Malal agha Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Malal agha, Education, Kandahar.

"زموږ په خوشحالۍ کې لاندې څلور هورمونونه نقش لري:1. Endorphins2. Dopamine3. Serotonin 4. Oxytocinاینډاروفین زموږ په بدن ...
20/05/2024

"زموږ په خوشحالۍ کې لاندې څلور هورمونونه نقش لري:

1. Endorphins
2. Dopamine
3. Serotonin
4. Oxytocin

اینډاروفین زموږ په بدن کې د ورزش پر مهال ترشحېږي او له ورزش څخه پیدا شوي عضلاتي دردونه ټکوروي. همدارنګه نوموړی هورمون د ټوکو ټکالو د اورېدو پر مهال هم ترشحېږي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ هره ورځ نیم سات ورزش وکړئ او په ورځ کې یو ځل د کوم مشهور کومیډین یوه نیمه ویډیو وګورئ. دا به ستاسو په بدن کې د اینډاورفین کچه لوړه وساتي او خوښ به یاست.
(اینډاروفین د بدن داخلي او طبیعي درد ضد هورمون دی چې د خارجي مورفین غوندې کار کوي. هغه کسان چې د مورفینو معتاد دي، د ورزش او د ژوند د سټایل په بدلولو کولای شي چې د بدن د اینډارفینو کچه لوړه کړي او پدې توګه د خارجي او مضرو مورفینو، داخلي، طبیعي او بې ضرره بدیل پیدا کړي. ژ)

ډوپامین زموږ په بدن کې هغه مهال ترشحېږي چې موږ په ژوند کې خپلو وړو یا لویو موخو ته ورسېږو. نوې دنده، نوی موټر او نوی کور اخیستل ټول هغه عوامل دي چې د ډوپامین په ترشح کې مرسته کوي او موږ خوشحال ساتي. د کور میرمنې ځکه زیاتره مهال خپه وي چې دوی د خپلو کارونو په مقابل کې له سړیو څخه وړ ډاډ او داد نه ترلاسه کوي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ د خپلو وړو او لویو موخو د تکمیل لپاره هڅې وکړئ او نورو ته هم د هغوی د کار و زیار په مقابل کې معنوي ډاډ او داد ورکړئ. دا کار به ستاسو د ډوپامین کچه لوړه وساتي او خوشحالي به مو ملګرې کړي.

سیروټونین زموږ په بدن کې هله ترشحېږي چې د بل لپاره کوم کار وکړو. ځینې وخت زموږ هڅې زموږ لپاره هیڅ مادي ګټه نلري خو پوهېږو چې خلکو او ټولنې ته یې خیر رسي. دا بې بدیله هڅې چې صرف د نورو د خیر و رفاه لپاره کېږي، په انساني بدن کې د سیروټونین کچه لوړه ساتي او د یوه پټ وجداني سرور سبب کېږي. نو که خوشحالي غواړئ، صرف د ځان لپاره نه، بلکې د نورو لپاره هم ژوند وکړئ.

او بلاخره:

اوکسي ټوسین په انساني بدن کې هغه وخت زیاتېږي چې انسان له کوم بل انسان سره نږدې شي. خپل ماشوم، خپله کورنۍ او یا کوم دوست په غېږ کې ونېسي او یو بل ته مینه ورکړي. نو که غواړئ چې خوښ و اوسئ له خپلو ماشومانو، کورنۍ او دوستانو سره مینه وکړئ او هغوی په غېږ کې ونېسئ."

ټــوله طاقت او قــدرت په حقيقت کى په لــــوى څښتن ج پـــورى اړه لرى القران الکريم
11/04/2021

ټــوله طاقت او قــدرت په حقيقت کى په لــــوى څښتن ج پـــورى اړه لرى

القران الکريم

بهترينه اوافضـــله ســتا په نه شـــتون او غياب کى ستــا اخلاق دى malal
11/04/2021

بهترينه اوافضـــله ســتا په نه شـــتون او غياب کى ستــا اخلاق دى

malal

په انسانو کى خطرناکه انسان هغه دى چى فهم يي کم او انتقاد يى زيات وى MALAL
30/03/2021

په انسانو کى خطرناکه انسان هغه دى
چى فهم يي کم او انتقاد يى زيات وى

MALAL

25/03/2021

Address

Kandahar

Telephone

+93706572560

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Malal agha posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category